• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي د زلزلې د قربانیانو شمېر کې تېروتنه شوې، خو ولس مرګ ژوبله په مراتبو ډېره بولي

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د پرونۍ زلزلې د قربانیانو شمېر هغومره نه دی چې دوی مخکې خپور کړی و. خو په سیمه کې روغتیاپال او قومي مخور وايي، د زلزلې مرګ ژوبله تر هغه په مراتبو ډېره ده چې طالبان یې رسمي وړاندې کوي.

د طالبانو له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت مخکې ویلي و چې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې- چې د پرونۍ زلزلې مرکز بلل شوی- ۲۰۵۳ کسان مړه او ۹۲۴۰ ټپیان شوي دي.

خو څو ګړۍ وروسته یې وویل د پرونۍ زلزلې د قربانیانو د ناسم فهرست د خپرولو له امله بښنه غواړي.

دغه وزارت وايي، د زلزلې د ټولو مړو او ټپیانو شمېر ۲۰۵۳ ته رسېږي او د زلزله ځپلو سیمو د وګړو شمېر ۹۲۴۰ ته رسېږي.

له دې سره بیا هم طالبانو د مړو او ټپیانو شمېر سره بېل کړی نه دی.

له دې سره په زنده جان کې ېو طالب چارواکی وايي، په څو کلیو کې تر زرو ډېر کسان مړه شوي دي.

د طالبانو د ریاست الوزار د دفتر کارمن او لیکوال محمد حسن حقیار هم- چې زنده جان کې زلزله ځپلو سیمو ته تللی- د ځايي خلکو هڅې ستايي، خو وايي، د طبیعي پېښو وزیر پرېږده چې ان ولسوال هم زلزله ځپلې سیمې ته نه دی تللی.

نوموړی وايي، په یوه سیمه کې پنځه کلي یو مخ نړېدلي، خو ځايي خلکو له پرون راهیسې یوازې د یوه کلي دریمه برخه سپړلې ده.

د زنده جان اوسېدونکي هم پر طالبانو نیوکه کوي چې تر کنډوالو لاندې کسانو د ژغورلو لپاره یې ټیمونه او وسیال کم دي.

د زنده جان اوسېدونکو هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په سوونو کسان لا هم تر خاورو لاندې دي او د مړو شمېر تر هغه ډېر دی چې رسمي اعلانېږي.

یو قومي مشر هم په یوه غږیز پیغام کې وايي، چې تر ۱۳ کلي یو مخ وران شوي دي او په عادي وسایلو د مړو او خاورو لاندې کسانو اېستل امکان نه لري.

نوموړی وايي، کله چې پرون سکواټر د خلکو پر اېستلو پیل وکړ خلکو پر ډبرو ویشت او ورته ویل به یې چې اول زما کسان را وباسه.

دغه کس زیاتوي: «که یوه اونۍ هم کار وشي دا شهیدان به ونه باسل شي. دا زلزله د غرمې مهال شوې چې د کلیو خلک په دغه مهال ډوډۍ خوري.»

له بلې خوا د بې پولې ډاکټرانو ادارې یو ډاکټر وايي، چې په زنده جان او رباط سنګي کې مکمل کلي وران شوي دي او ان د مرګ ژوبلې شمېر تر هغه څو برابر دی چې رسمي اعلانېږي.

نوموړی دا هم وايي چې ځینې کلیو ته لا هم ژغورونکي نه دي رسېدلي.

ملګرو ملتونو هم تر دې دمه د پرونۍ زلزلې د قربانیانو شمېر نه دی خپور کړی.

په دا مهال په هرات کې د طالبانو والی له درمل پلورو د درملو او له ځايي خلکو له زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په بریتانیا او اتریش کې د افغانستان د سفارتونو کونسلي خدمتونه وځنډول شول

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۱ GMT+۱
طالبان: په بریتانیا او اتریش کې د افغانستان د سفارتونو کونسلي خدمتونه وځنډول شول
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزات له کابل سره د برېتانیا او اتریش د سفارتونو له لوري د همغږۍ نه شتون د کونسلي خدمتونو د ځنډولو لامل یاد کړی دی.

د یک شنبې په ورځ د (تلې۱۶مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه لیکلي چې په لندن او ویانا کې د افغانساتان سفارتونه ته د کونسلي خدمتونو لپاره مراجعه کوونکي دغو سفارتونو ته نه ورځي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو سفارتونو کې د روڼوالي نشت او طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره د نه همغږۍ له امله يې کونسلي خدمتونه «د پاسپورټ تمدید، د ویزو صادرول، د وثیقو او اسنادو تصدیق او صادورل د روانې تلې میاشتې له ۱۶ مې نیټې څخه تر بلې خبرتیا د اعتبار وړ نه بلل کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په هند کې د افغانستان د تېر جمهوري حکومت سفارت د طالبانو او هند هیواد له لوري د فشارونو له امله سفارت وتړل شو او بیا يې څو ورځې وروسته د بېرته پرانیستو خبر خپور شو.

د هرات د زنده جان زلزله ځپلي: د طالبانو د ژغورنې ټیمونه کم دي، نړۍ دې لاس په کار شي

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۳ GMT+۱
د هرات د زنده جان زلزله ځپلي: د طالبانو د ژغورنې ټیمونه کم دي، نړۍ دې لاس په کار شي
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، یوازې د هرات د زنده جان په د وردګو کلي کې نږدې یونیم زر کورونه وېجاړ شوي. د دغه کلي اوسیدونکي وايي سوونه مړي تر خاورو لاندې دي خو نیوکه کوي چې د طالبانو د ژغورنډلو فعالیت له صفر سره برابر دی او له ولس او نړۍ غواړي چې مرستې ته ور ودانګي.

د هرات زنده جان ولسوالۍ د وردګو کلي یو شمیر اوسیدونکو یکشنبې د ـ میزان ۱۶ مه ـ وویل، چې د پرونۍ زلزلې له ۲۴ ساعتونو تېرېدو وروسته تراوسه د طالبانو د ژغورنې ټیمونه لا هم کم دي او یو څو بلډزرونه تر خاورو لاندې مړي راوباسي.

د شنبې په ورځ د تلې په ۱۵مه د افغانستان شمال لوېدیځ د ۶،۳ درجې په کچه یوې زلزلې ولړزاوه. د امریکا د زلزلې مرکز ویلي چې د دې زلزلې مرکز د هرات ولایت زنده جان ولسوالي وه. په همدې اساس په دغه ولسوالۍ کې تر نورو سیمو ځاني او مالي تاوان هم ډېر دی.

د زنده جان د وردګو کلي اوسیدونکي ارین امیني افغانستان انټرنشنل ـ پښتو وویل: «د طالبانو د ژغورنې ټیمونه په صفر برابر دي او بې وسه دي. زلزلې زیاته تباهي کړې ده، زرګونه مړي تر خاورو لاندې دي. »

ده زیاته کړه چې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو او تر خاورو لاندې کسانو د راباسلو لپاره د نړۍ ژغورنډلو او مرستو ته اړتیا ده.

د دې کلي بل اوسیدونکی په وېډیويي پېغام کې پر خلکو غږ کوي چې دغه کلي ته دې ورشي او تر خاورو د لاندې کسانو او مړیو په اېستلو کې دې مرسته وکړي.

یو شمیر زلزله ځپلي وايي د تیرې ورځې زلزلې بشري ناورین رامنځته کړی دی، د هرات مرکزي روغتون مرده خانه له مړو ډکه شوې ده او نور ځای نشته.

دوی زیاتوي که د ژغورنې ټیمونو کمښت همداسې دوام وکړي، تر خاورو لاندې کسانو اېستل به څو اوونۍ وخت ونیسي او د مړو شمېر به لا ډېر شي.

یوه وېډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، د زنده جان ولسوالۍ یو اوسیدونکی پکې په چېغو ژاړي او د ناچارۍ له امله خاورې په سر بادوي وايي د کورنۍ څوارلس غړي یې تر خاورو لاندې او ورک دي.

د زنده جان ولسوالۍ په کوشکک کلي کې یو طالب چارواکی وايي د زلزلې له امله ټول کلی وېجاړ شوی دی.

دی زیاتوي په دغه کلي کې څلور سوه کسان اوس هم تر خاورو لاندې دي.

د هغه په خبره، په دغه سیمه کې څو کلي په مکمل ډول وېجاړ شوي دي.

خو په دغه وېډیو کې داسې څه نه تر سترګو کیږي چې د ژغورنې ټیم رسیدلی او هلته تر خاورو لاندې کسانو په اېستو کې مصروف وي.

د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند خبري ناسته کې وویل، چې په هرات کې د شنبې د ورځې د زلزلې له امله د مړو شمېر دوه زره او ۵۳ ته رسېدلی دی.

ملا جانان سایق زیاته کړه په دغه زلزله کې څه باندې ۹ زره نور کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۱۳۲۹ کورونه لږ یا بشپړ ویجاړ شوي دي.

طالبانو په هرات کې د زلزلې د زیانونو بېلابېلې شمیرې وړاندې کړې دي.

محمود خان اڅکزی: هیڅوک د دې حق نه لري، چې په پاکستان کې افغانان ونیسي او وځوروي

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۹ GMT+۱
محمود خان اڅکزی: هیڅوک د دې حق نه لري،  چې په پاکستان کې افغانان ونیسي او وځوروي
100%

د پښتونخواملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي دغه څرګندونې پرون په کویټه کې يوې جوړې شوې غونډې ته کړې. ښاغلي اڅکزي پخپله وینا کې له م م او د دغه سازمان له هغو ادارو چې د کډوالو له پاره کار کوي غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

هغه زیاته کړه چې هېڅ یو افغان د مستۍ او هواخورۍ له پاره دلته نه دی راغلی، بلکې د هغه په خبره په هېواد کې ېې ترینګلیو حالاتو دې ته اړ ایستي چې دلته پناه راوړي. او دا نړیوال قانون دی چې په دغسې ترینګلیو حالاتو کې هېوادونه باید مصیبت ځپلو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړي او د هغوی پالنه او ساتنه په غاړه واخلي.

ښاغلي اڅکزي دا هم وویل چې په تېرو څلورو لسیزو کې افغانانو د پاکستان په پرمختګ او بیا ابادولو کېولو کې رغنده ونډه لرلې ده او له دغه واقیعته هیڅ حکومتي چارواکی او پاکستاني وګړي سترګې نه شي پټولای.

ښاغلي اڅکزي د پاکستان پولیسو او امنتیتي ځواکونو ته ګوت څنډنه وکړه چې له دې وروسته، دوی به هیچا ته اجازه ورنکړی چې د شپې له خوا په هره پلمه چې وي، د چا پر کور ورواوړي او یا هلته د پلټنو په نوم هغه څه ترسره کړي چې د انساني، اسلامي او پښتني کلتور سره په ټکر کې دي.

ښاغلي اڅکزي د افغانستان او باکستان تر منځ د ترینګلي او کړکیچن رامنځته شوي حالت د کابو کولو په چاره کې له چین څخه وغوښتل چې د یو ګاونډي منځګړي په توګه د دواړو هېوادونو د چارواکو تر منځ روغې جوړې ته لاره پیدا کړي.
د محمود خان اڅکزي دغه خبرې داسې مهال مخې ته راځي، چې پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو د نیونې او بندیانولو لړۍ پیل کړې، او همدغه پرون یې هم د کویټې په ښار کې لسګونه افغان کډوال ونیول، اسناد یې ورڅیرې کړل، او د زندانونو د تورو تمبو شاته یې واستول.

پاکستانی چارواکي پر افغانانو تور پورې کوي، چې ګواکې دغلته په ترهګریزو پېښو کې ښکېل دي، خو افغان کډوال وایي چې هغوی د ترهګرۍ د ظلمونو او وحشت له لاسه خپل کور کلی پرې ایښی او دغلته یې پناه اخیستې ده، چې تر ډېره په پاکستان کې سیاستوال او نورې سیاسي کړۍ هم ورته خبره کوي.
دا رنګه په افغانستان کې طالب چارواکو او د پاکسیتاني طالبانو ټي ټي پي هم دا خبره په وار، وار غبرګه کړې چې د سیاسي او پوځي ستونزو زور دې د کډوالو افغانانو نه ایستل کیږي او افغان کډوال په دغسې پېښو کې ښکېل نه دي.

ملا برادر: که د نړۍ هېوادونه له افغانستان سره همکاري وکړي، هرکلی یې کوو

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۱ GMT+۱
ملا برادر: که د نړۍ هېوادونه له افغانستان سره همکاري وکړي، هرکلی یې کوو
100%

د طالبانو د ریس اولوزرا اقتصادي مرستیال ملابرادر د کابل شانګهای هوايي دهلیز د پرانیستې په مراسیمو کې د افغان ملي سوداګرو او شتمنو څخه غوښتنه وکړه چې په هرات د زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

نوموړی وايي، که د نړۍ هېوادونه له افغانستان سره همکاري وکړي، دوی به یې هرکلی وکړي.

د یک شنبې په ورځ د (تلې۱۶مه) د کابل شانګهای تر منځ د هوايي دهلیز د پرانیستنې په مراسیمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل:«له افغان سوداګر څخه غوښتنه کوو چې د هرات د زلزله ځپلو سره مرسته وکړي. موږ د زلزلې سیمې ته پر وخت رسېدنه کړې. او پر وخت به سیمې ته مرستې ورسوو او تر خاورو لاندې د وژل شویو کسانو د راایستلو عملیات دوام لري.»

پر همدې مهال نوموړي پاکستان او ایران هیوادونو ته په اشاره او هلته د افغان کډوالو سره د روان ناوړه چلند په اړهوویل ، د پاکستان له لورې افغان کډوالو ته سپکاوی هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دی.

«زموږ ګاونډیان دې زموږ سره ښه تعامل ولري، او که دوی موږ ته ستونزي جوړوي دا د دوی په ګټه نه دي بلکې دوی ته به زیان واوړي.»

د شنبې په ورځ د تلې په ۱۵مه د افغانستان شمال لوېدیځ د ۶،۳ درجې په کچه یوې زلزلې ولړزاوه. د امریکا د ځمکپیژندنې سروې ادارې ویلي چې د دې زلزلې مرکز د هرات ولایت د زنده جان ولسوالي وه.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملاجانان فایق نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د لومړنیو شمېرو له مخې په هرات کې د تېرې ورځې په زلزله کې څه باندې ۲ زره ۵۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۹ زره ۲۴۰ تنه ټپیان شوي دي.

د هغه په ​​وينا، د دې زلزلې ډېرى قربانيان د هرات د زنده جان ولسوالۍ په ١٣ کليو کې دي.

ده وويل چې ١٣٢٠ کورونه ويجاړ شوي دي.

دا شمېرې وروستۍ نه دي او شېبه شېبه د مړو او ټپیانو شمېرې لوړيږي.

راشد خان : په نړیوال جام کې د خپلو ټولو لوبو معاش زلزله ځپلو ته ورکوم

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۷ GMT+۱
راشد خان : په نړیوال جام کې د خپلو ټولو لوبو معاش زلزله ځپلو ته ورکوم
100%

د کرېکټ په نړۍ کې غوره توپ اچونکی او د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړی راشد خان وايي، د افغانستان په لویدیځو ولایتونو هرات، فراه او بادغیس ولایتونو کې د زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاین پيلوي.

نوموړي پر خپل ایکس پاڼه لیکلي «په هرات، فراه او بادغیس ولایت کې د زلزلي له امله له اغیزمن شویو خلکو سره د مرستې لپاره د روان نړیوال جام ټولو لوبو معاش ورکوم.»

راشد خان لیکلي دي، چې ډير ژر به د مرستو را ټولولو کمپاین هم پیل کړي.

د راشد تر څنګ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان هم په هرات کې د زلزله ځپلو سره د مرستو را ټولولو په پار د کرېکټ له نړیوالې شورا څخه غوښتنه کړې چې د کرېکټ په نړیوال جام کې د هرات د زلزله ځپلو لپاره په مرستو راټولولو کې د نړۍ د کرېکټ ستوري وهڅوي.

د شنبې په ورځ د تلې په ۱۵مه د افغانستان شمال لوېدیځ د ۶،۳ درجې په کچه یوې زلزلې ولړزاوه. د امریکا د ځمکپیژندنې سروې ادارې ویلي چې د دې زلزلې مرکز د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ وه.

د وروستیو شمېرو له مخې په هرات کې د زلزلې له امله د مړو شمېر دوه زره او ۵۳ تنو ته ورسېد.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملاجانان فایق نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د لومړنیو شمېرو له مخې په هرات کې د تېرې ورځې په زلزله کې څه باندې ۲ زره ۵۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۹ زره ۲۴۰ تنه ټپیان شوي دي.

د هغه په ​​وينا، د دې زلزلې ډېرى قربانيان د هرات د زنده جان ولسوالۍ په ١٣ کليو کې دي.

ده وويل چې ١٣٢٠ کورونه ويجاړ شوي دي.

دا شمېرې وروستۍ نه دي او شېبه شېبه د مړو او ټپیانو شمېرې لوړيږي.