• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مرستو لړۍ؛ د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو په اړه عبداللهیان او متقي خبرې وکړې

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۳ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د ایران بیړنۍ مرستې او مرستندویه ډلې زلزله ځپلو سیمو ته رسیدلې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران له دې همکاریو هر کلی وکړ.

د شنبې په یوولسو بجو د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې د هرات ولایت زنده جان او یو شمیر نورې ولسوالۍ و لرزولې.

دغې زلزلې پس لرزې هم درلودې چې د زیانونه کچه یې زیاته کړه.

له پیښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د شمیرو له مخې، د مړو او ټپیانو شمیر دوه زره او ۵۳ کسانو ته رسېدلی دی.

یاد وزارت ویلي چې، په دې زلزله کې ۳۲۹ کورونه یا په بشپړ ډول له منځه تللي او یا هم زیانمن شوي دي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د خوړو نړیوال پروګرام د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو د استولو لړۍ پیل کړه

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۳ GMT+۱
د خوړو نړیوال پروګرام د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو د استولو لړۍ پیل کړه
100%

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان په لویدیځ کې یې د زلزلې ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو د استولو لړۍ پیل کړې ده.

په هره کڅوړه مرستو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او نور شامل دي او دا کڅوړه د يوې اوه کسیزې کورنۍ له پاره یوه میاشت بسنه کوي.

د طالبانو حکومت، د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو، او مدني فعالانو په ګاونډیو هيوادونو او نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د هرات له زلزله ځپلو سره دې هر رنګ مرستې ته را ودانګي.

هرات له څو ساعته ځنډ وروسته یو ځل بیا يوې زلزلې ولړزاوه

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۶ GMT+۱
هرات له څو ساعته ځنډ وروسته یو ځل بیا يوې زلزلې ولړزاوه
100%

د هرات اوسیدونکي وايي د دوشنبې په ورځ د (تلې۱۶مه) له غرمې مخکې یو ځل بیا زلزله وشوه. د اروپا د زلزلې پيژندنې مرکز لیکلي چې دا زلزله د هرات ښار شمال لویدځ ته په ۵۰ کیلو مترۍ کې شوې ده. ويل کیږي دا ځل د رېښتر په کچه ۴،۶ زلزله شوې.

همدارنګه د هرات ښار اوسیدونکي وايي، تېره شپه هم هرات کې د زلزلې واړه ټکانونه رامنځته شوي و.

د هرات اوسیدونکي عبدالعزیز افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل:«د شپې مو یو ځل زلزله احساس کړه، ټول ښار وېرې اخیستی، د ښار ټول وګړي د خپلو ماشومانو او د کورنیو له غړو سره له خپلو کورونو بهر راووتل او ټولو شپه يې تر شنه آسمان لاندې تېره کړه.»

د شنبې په ورځ د افغانستان په شمال لودیځ هرات ولایت کې د رېښتر په کچه ۶،۳ زلزله وشوه چې له امله یې تر دوه زره زیات کسان مړه شول.

د یادې زلزلې مرکز د هرات زنده جان ولسوالې وه.

په هرات کې له زلزلې وروسته د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو وګړي هم د احتمالي زلزلې له کېدو په وېره کې دي.

سیمه ییزې سرچينې وايي، تېره شپه د کندهار او هلمند اوسیدونکي د یوې اوازې له امله چې ګنې په دغو دوو ولایتونو کې هم زلزله کيږي، له کورونو بهر راوتلي و.

هرات کې د زلزله ځپلو په شمېر کې زیاتوالی؛ تاجکستان کې د افغانستان بیرغ نیم ځوړند شو

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۵ GMT+۱
هرات کې د زلزله ځپلو په شمېر کې زیاتوالی؛ تاجکستان کې د افغانستان بیرغ نیم ځوړند شو
100%

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت نن دوشنبه د (تلې۱۷مه) اعلان وکړ چې په هرات کې د زلزلې له قربانیانو سره د غمرازۍ له امله یې د افغانستان بیرغ نیم ځوړند کړی. ويل کیږي په دې زلزله کې لږ تر لږه ۱۳ کلي ویجاړ شوي او تر دوو زرو زیات کسان مړه شوي دي.

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې په نورو هېوادونو کې د افغانستان له سیاسي استازو غوښتي چې د افغانستان بیرغ دې د درېیو ورځو لپاره نیم ځوړند کړي.

د شنبې په ورځ د تلې۱۵مه نېټه د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې یوې زلزلې د افغانستان شمال لویدیځ ولړزاوه، د دغې زلزلې مرکز زنده جان ولسوالۍ وه.

د هرات اوسیدونکي وايي،له ناورین څخه دوه ورځې وروسته لا د زلزلې سیمې ته مسلکي ژغورونکي ځواکونه نه دي رسیدلي.

د باوري سرچينو د څرګندونو له مخې، د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ د نايب رفيع، سياهاب، وردکي، کرنيل، سربلند، چاهک، سنجاب او کشکک او نور کلي یو مخ ویجاړ شوي دي.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی له ۴۸ ساعته وروسته هرات ولایت ته رسېدلی

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۸ GMT+۱
د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی له ۴۸ ساعته وروسته هرات ولایت ته رسېدلی
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا د مرستیال په مشرۍ دغه پلاوی چې د زلزله ځپلو سېمو څخه له نېږدې لېدنه کوي خو تر اوسه لا هم زلزله ځپلې سیمې ته نه دی رسېدلی.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د دوشنبې په ورځ د (تلې۱۷مه) پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یادې ډلې یو لوړ پوړی پلاوی هرات ولایت ته رسیدلی چې د زلزله ځپلې سیمې څخه له نېږدې لېدنه وکړي.

ملا عبدالغن‍ي برادر د هیواد په لویدیځ کې تر زلزلې ۴۸ ساعته وروسته هرات ولایت ته ورسید، په داسې حال کې چې د یاد ولایت په زنده جان ولسوالی کې شاوخوا ۱۳ کلې د زلزلې له امله بشپړ ویجاړ شوي او تر ۲۰۰۰ډیر کسان مړه شوي.

همدارنګه د طالبانو د ریاست الوزرا لومړي معاونیت لیکلي چې ملا برادر به زلزله ځپلې سیمې ته د بیړنیو مرستو رسولو تر څنګ راټولو شویو مرستو د عادلانه وېش په موخه اړوند ارګانونو ته هم لارښونې وکړي.

د شنبې په ورځ د (تلې۱۵مه) د هیواد شمال لویدیځ ولایتونه زلزلې ولړزول، خو زلزله ځپلې سیمې ته د طالبانو پر وخت نه رسېدو له امله خلکو سختې نیوکې کوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د هرات زلزله ځپلو سیمو ته د ګرځنده روغتیایي ډلو د استولو اعلان وکړ

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۶ GMT+۱
د کډوالۍ نړیوال سازمان د هرات زلزله ځپلو سیمو ته د ګرځنده روغتیایي ډلو د استولو اعلان وکړ
100%

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، د هرات ولایت زنده جان ولسوالی زلزله ځپلو سیمو ته یې درې ګرځنده روغتیايي ډلې استولې دي. دغه سازمان وايي، ډیری کورنۍ د خپلو کورنو له ویجاړیدو وروسته سملاسي مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر د یکشنبې په ورځ د (تلې۱۶مه) پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې یو شمېر ډاکټران او روغتیايي سلاکاران او څلور امبولانسونه یې د هرات په زلزله ځپلې سیمې کې ځای پر ځای کړي دي.

د شنبې په ورځ د (تلې۱۵مه) د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلي د افغانستان شمال لوېديځ ولایتونه ولړزول. او د هرات زنده جان ولسوالۍ د دې زلزلې مرکز و.

تر دې مهاله د زلزلې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دې خپاره شوي، خو طالبان د دې پخلی کوي چې تر دوه زره ډیرو کسانو په دغه زلزله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

افغانستان انټرنشنل ته د رسیدلو معلومات له مخې د زلزلې له امله لږترلږه ۱۳ کلي ویجاړ شوي.