د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی له ۴۸ ساعته وروسته هرات ولایت ته رسېدلی

د طالبانو د ریاست الوزرا د مرستیال په مشرۍ دغه پلاوی چې د زلزله ځپلو سېمو څخه له نېږدې لېدنه کوي خو تر اوسه لا هم زلزله ځپلې سیمې ته نه دی رسېدلی.

د طالبانو د ریاست الوزرا د مرستیال په مشرۍ دغه پلاوی چې د زلزله ځپلو سېمو څخه له نېږدې لېدنه کوي خو تر اوسه لا هم زلزله ځپلې سیمې ته نه دی رسېدلی.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د دوشنبې په ورځ د (تلې۱۷مه) پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یادې ډلې یو لوړ پوړی پلاوی هرات ولایت ته رسیدلی چې د زلزله ځپلې سیمې څخه له نېږدې لېدنه وکړي.
ملا عبدالغني برادر د هیواد په لویدیځ کې تر زلزلې ۴۸ ساعته وروسته هرات ولایت ته ورسید، په داسې حال کې چې د یاد ولایت په زنده جان ولسوالی کې شاوخوا ۱۳ کلې د زلزلې له امله بشپړ ویجاړ شوي او تر ۲۰۰۰ډیر کسان مړه شوي.
همدارنګه د طالبانو د ریاست الوزرا لومړي معاونیت لیکلي چې ملا برادر به زلزله ځپلې سیمې ته د بیړنیو مرستو رسولو تر څنګ راټولو شویو مرستو د عادلانه وېش په موخه اړوند ارګانونو ته هم لارښونې وکړي.
د شنبې په ورځ د (تلې۱۵مه) د هیواد شمال لویدیځ ولایتونه زلزلې ولړزول، خو زلزله ځپلې سیمې ته د طالبانو پر وخت نه رسېدو له امله خلکو سختې نیوکې کوي.


د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، د هرات ولایت زنده جان ولسوالی زلزله ځپلو سیمو ته یې درې ګرځنده روغتیايي ډلې استولې دي. دغه سازمان وايي، ډیری کورنۍ د خپلو کورنو له ویجاړیدو وروسته سملاسي مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر د یکشنبې په ورځ د (تلې۱۶مه) پر خپل ایکس پاڼه لیکلي چې یو شمېر ډاکټران او روغتیايي سلاکاران او څلور امبولانسونه یې د هرات په زلزله ځپلې سیمې کې ځای پر ځای کړي دي.
د شنبې په ورځ د (تلې۱۵مه) د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلي د افغانستان شمال لوېديځ ولایتونه ولړزول. او د هرات زنده جان ولسوالۍ د دې زلزلې مرکز و.
تر دې مهاله د زلزلې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دې خپاره شوي، خو طالبان د دې پخلی کوي چې تر دوه زره ډیرو کسانو په دغه زلزله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
افغانستان انټرنشنل ته د رسیدلو معلومات له مخې د زلزلې له امله لږترلږه ۱۳ کلي ویجاړ شوي.

د پاکستان د سرپرست حکومت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ ویلي، په پاکستان کې درې برخې کډوال اوسیږي او د افغانانو په ګډون هغه کډوال چې قانوني اسناد لري هغوی به له له پاکستانه نه ایستل کیږي.
نوموړی ویلي: «موږ د ۱،۸ میلیونه اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستلو په اړه هیڅ خبره هم نه ده کړې، او ویل کیږي چې ټول افغانان باید له پاکستان څخه ویستل شي دا اوازه ده، موږ د اسناد لرونکو افغانانو سره هیڅ کار نه لرو.»
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ویلي، «یو شمېر افغانان د نورو هیوادونو د وګړو په ګډون پاکستان کې اوسیږي چې پرته له پاسپورټ، ویزې، تذکرې او کارت څخه پاکستان ته دننه شوي او دلته اوسیږي، دغه کسان چې زموږ په سیسټم کې هیڅ ثبت نه دي.»
نوموړی په پاکستان کې د بې اسنادو وګړو په اړه ویلي: «موږ نه پوهیږو چې دا کسان په څه بوخت دي؟، ایا دوی په جرمونو کې لاس لري؟،مالیه ورکوي که نه؟، ایا له ترهګرو ډلو سره لاس لري؟. »
د پاکستان سرپرست لومړی وزیر ویلي دغه برخه کډوال به په عزت سره له پاکستانه وباسو.
همدارنګه ښاغلي کاکړ د خپلو خبرو پر مهال ویلي، یوه بله ډله کډوال بیا د پاکستان شناخت کارډونه جوړ کړي دي، چې د پاکستان د نادرا ادارې (د وګړو د ثبت اداره) له لوري به دغه ډول کډوال وپیژندل شي او بیرته به خپلو هیوادونو ته ستانه شي.
درې اونې وړاندې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوار الحق کاکړ ویلي و چې افغان کډوال باید له پاکستانه وایستل شي.
په ورته مهال بیا د پاکستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر هم ادعا کړې وه چې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالاتونو په ورستیو بریدونو کې افغان وګړو لاس لرل.
د پاکستان د سرپرست حکومت د مسولانو له دغو څرګندونو وروسته په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د یاد هیواد د امنیتي ادارو چلند بدل شوی او لسګونه افغان کډوال یې نیولي او زندانونو ته اچولي.
د پاکستانې پولیسو له لوري له افغان کډوالو سره د ناسم چلند وروسته د طالبانوحکومت تر څنګ د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي شورا د بشري حقونو سازمانونو او د پاکستان یو شمیر سیاستوالو هم غبرګون ښودلی.
ويل کيږي دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۴،۴ میلیونه افغان کډوال اوسیږی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې په شوې زلزلې د خواشینۍ په څرګندولو سره له ملي او نړيوالو بنسټونو غوښتي چې زلزله ځپلو سیمو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
د ښاغلي کرزي په خبره، د هرات ولایت پیښې ته په کتو سره داسې ښکاري چې د زیانونو شمېرې به لا هم لوړې شي.
نوموړي د ملګرو ملتونو له سازمان، ملي او نړیوالو خیریه او مرستندویه بنسټونو او له ملي سوداګرو وغوښتل چې له زلزله ځپلو کورنیو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.
اخوا ویل کیږي چې، د هرات د خونړۍ پېښې له قربانیانو سره د مرستې په موخه تر دې مهاله په کور دننه بېلابېلو سوداګرو، او د طالبانو حکومت د نېږدې ۳۱۲ میلیونو افغانیو مرستې اعلان کړې دي.
د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په اېکس ټولنیزه شبکه کې ددې پېښې له قربانیانو سره د ۲۰۰ میلیونه افغانیو د مرستې خبر ورکړ.
له دې سره، د ریس الوزراء دفتر د یوه ګډ کمیسیون په جوړیدو سره له قربانیانو سره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو او د کام ایر هوايي شرکت هم د لس میلیونو افغانیو مرستې اعلان کړي او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به دغه مرستې د هرات د پېښې قربانیانو ته ور ورسول شي.
د یادولو ده چې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو او سیمو کې یو شمېر ځوانانو د مرستې راټولونې ډلې جوړې کړي؛ خو تر اوسه د راټولو شویو مرستو اندازه مالومه نه ده.
د هرات د ولایتي چارواکو د نویو مالوماتو له مخې، د زلزلې له امله تر اوسه ۲۴۴۵ تنه مړه او ۲۴۴۰ نور ژوبل شوي دي.

د ایران حکومت ویاند علي بهادري جهرمي ویلي، د ایران په بېلابېلو سیمو کې د بهرنیو وګړو د تنظیم چارې پیل شوي او «ناقانونه وګړي»به تر پېژندلو وروسته له دې هیواده شړل کېږي. پاکستان هم افغان کډوالو ته اعلان کړی چې ناقانونه کډوال به له پاکستانه شړي.
د نوموړي دغه څرګندونې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې له بریدونو او لاریونونو وروسته شوې دي.
په ایران کې تر ټولو زیات بهرني وګړي افغانان دي، چې تر ډېره په دغه هېواد کې د کډوالو په توګه ژوند کوي.
د ایران حکومت د یکشنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه شبکه کې د ښاغلي بهادري جهرمي وینا خپره کړه.
نوموړي وويل چې په افغانستان کې د حکومتولۍ له هر بدلون سره زيات شمېر افغانان ګاونډيو هېوادونو ته کډه شوي دي.
هغه وویل چې په وروستیو میاشتو کې حکومت د "ناقانونه بهرنیو وګړو" د پیژندلو او شړلو بهیر پیل او ګړندی کړی هم ده.
ایران او پاکستان د هغو دوو هېوادونو په توګه چې ډېر افغان کډوال لري، اعلان کړی چې له دغه هېواده به ناقانونه کډوال وباسي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو د جبري ایستلو بهیر ودروي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د غزې پر خلکو د "برېښنا، خوړو او اوبو بندول" د اندېښنې او د نه منلو وړ وبلل. د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، دا کار له ټولو نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو سره په ښکاره ټکر کې دی.
د اورشلیمپوست ورځپاڼې په وینا، د اسراییلو امنیتي کابینې د شنبې په ورځ پریکړه وکړه چې د حماس د بریدونو په غبرګون غزې ته باید د بریښنا، توکو او تیلو د ننوتلو مخه ونیسي.
که څه هم اسراییل په ۲۰۰۵ کال کې له غزې څخه ووت، خو لا هم ددغو پولو کنټرول په خپل واک کې لري.
د حماس پوځي څانګې د شنبې په ورځ د تلې په ۱۵مه اعلان وکړ چې پر اسرايیل یې ۵۰۰۰ توغندي توغولي دي.
دغه توغندي د غزې له تړانګې څخه پر اسراییل توغول شوي دي.
اسراییلي چارواکو ویلي دي چې پر دغه هیواد د توغول شویو توغندیو شمیر ۲۲۰۰ وو.
سرچینه زیاتوي، چې پر غزې د اسراییلو د برید له پیل راهیسې تر اوسه تر ۴۰۰ډېر کسان وژل شوي او نږدې دوه زره نور ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې اسراییلي رسنیو ویلي، چې په دغه هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۷۰۰ تنو رسېدلی دی.
طالبانو د حماس د برید په غبرګون کې ویلي چې دوی "د فلسطین د خلکو د حق ملاتړ کوي چې په خپله تاریخي خاوره کې خپلواک هیواد ولري."
طالبانو له اسلامي هېوادونو او نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په غزه کې د اسراييلو د "تاوتريخوالي" مخه ونيسي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم له ټولو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو غوښتي چې د اسراییل د کړنو مخه ونیسي.