• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخوانی ولسمشر کرزی: په هرات کې شوې زلزله لویه غمیزه ده

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۲ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې په شوې زلزلې د خواشینۍ په څرګندولو سره له ملي او نړيوالو بنسټونو غوښتي چې زلزله ځپلو سیمو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د ښاغلي کرزي په خبره، د هرات ولایت پیښې ته په کتو سره داسې ښکاري چې د زیانونو شمېرې به لا هم لوړې شي.

نوموړي د ملګرو ملتونو له سازمان، ملي او نړیوالو خیریه او مرستندویه بنسټونو او له ملي سوداګرو وغوښتل چې له زلزله ځپلو کورنیو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.

اخوا ویل کیږي چې، د هرات د خونړۍ پېښې له قربانیانو سره د مرستې په موخه تر دې مهاله په کور دننه بېلابېلو سوداګرو، او د طالبانو حکومت د نېږدې ۳۱۲ میلیونو افغانیو مرستې اعلان کړې دي.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په اېکس ټولنیزه شبکه کې ددې پېښې له قربانیانو سره د ۲۰۰ میلیونه افغانیو د مرستې خبر ورکړ.

له دې سره، د ریس الوزراء دفتر د یوه ګډ کمیسیون په جوړیدو سره له قربانیانو سره د ۱۰۰ میلیونه افغانیو او د کام ایر هوايي شرکت هم د لس میلیونو افغانیو مرستې اعلان کړي او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به دغه مرستې د هرات د پېښې قربانیانو ته ور ورسول شي.

د یادولو ده چې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو او سیمو کې یو شمېر ځوانانو د مرستې راټولونې ډلې جوړې کړي؛ خو تر اوسه د راټولو شویو مرستو اندازه مالومه نه ده.

د هرات د ولایتي چارواکو د نویو مالوماتو له مخې، د زلزلې له امله تر اوسه ۲۴۴۵ تنه مړه او ۲۴۴۰ نور ژوبل شوي دي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د ایران حکومت وايي، د "ناقانونه بهرنیو وګړو" د پېژندلو او ایستلو بهیر یې پیل کړی دی

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۱ GMT+۱
د ایران حکومت وايي، د "ناقانونه بهرنیو وګړو" د پېژندلو او ایستلو بهیر یې پیل کړی دی
100%

د ایران حکومت ویاند علي بهادري جهرمي ویلي، د ایران په بېلابېلو سیمو کې د بهرنیو وګړو د تنظیم چارې پیل شوي او «ناقانونه وګړي»به تر پېژندلو وروسته له دې هیواده شړل کېږي. پاکستان هم افغان کډوالو ته اعلان کړی چې ناقانونه کډوال به له پاکستانه شړي.

د نوموړي دغه څرګندونې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې له بریدونو او لاریونونو وروسته شوې دي.

په ایران کې تر ټولو زیات بهرني وګړي افغانان دي، چې تر ډېره په دغه هېواد کې د کډوالو په توګه ژوند کوي.

د ایران حکومت د یکشنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه شبکه کې د ښاغلي بهادري جهرمي وینا خپره کړه.

نوموړي وويل چې په افغانستان کې د حکومتولۍ له هر بدلون سره زيات شمېر افغانان ګاونډيو هېوادونو ته کډه شوي دي.

هغه وویل چې په وروستیو میاشتو کې حکومت د "ناقانونه بهرنیو وګړو" د پیژندلو او شړلو بهیر پیل او ګړندی کړی هم ده.

ایران او پاکستان د هغو دوو هېوادونو په توګه چې ډېر افغان کډوال لري، اعلان کړی چې له دغه هېواده به ناقانونه کډوال وباسي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو د جبري ایستلو بهیر ودروي.

طالبان: د اسراییل له لوري پر غزې د "برېښنا او خوراکي توکو بندول" د منلو وړ نه ده

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۱ GMT+۱
طالبان: د اسراییل له لوري پر غزې د "برېښنا او خوراکي توکو بندول" د منلو وړ نه ده
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د غزې پر خلکو د "برېښنا، خوړو او اوبو بندول" د اندېښنې او د نه منلو وړ وبلل. د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، دا کار له ټولو نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو سره په ښکاره ټکر کې دی.

د اورشلیم‌پوست ورځپاڼې په وینا، د اسراییلو امنیتي کابینې د شنبې په ورځ پریکړه وکړه چې د حماس د بریدونو په غبرګون غزې ته باید د بریښنا، توکو او تیلو د ننوتلو مخه ونیسي.

که څه هم اسراییل په ۲۰۰۵ کال کې له غزې څخه ووت، خو لا هم ددغو پولو کنټرول په خپل واک کې لري.

د حماس پوځي څانګې د شنبې په ورځ د تلې په ۱۵مه اعلان وکړ چې پر اسرايیل یې ۵۰۰۰ توغندي توغولي دي.

دغه توغندي د غزې له تړانګې څخه پر اسراییل توغول شوي دي.

اسراییلي چارواکو ویلي دي چې پر دغه هیواد د توغول شویو توغندیو شمیر ۲۲۰۰ وو.

سرچینه زیاتوي، چې پر غزې د اسراییلو د برید له پیل راهیسې تر اوسه تر ۴۰۰ډېر کسان وژل شوي او نږدې دوه زره نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې اسراییلي رسنیو ویلي، چې په دغه هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۷۰۰ تنو رسېدلی دی.

طالبانو د حماس د برید په غبرګون کې ویلي چې دوی "د فلسطین د خلکو د حق ملاتړ کوي چې په خپله تاریخي خاوره کې خپلواک هیواد ولري."

طالبانو له اسلامي هېوادونو او نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په غزه کې د اسراييلو د "تاوتريخوالي" مخه ونيسي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم له ټولو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو غوښتي چې د اسراییل د کړنو مخه ونیسي.

د افغانستان په لوېدیځ کې زلزله؛ امريکا وايي د هرات د زلزلې اغېزې به په غور سره وڅېړي

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۰ GMT+۱
د افغانستان په لوېدیځ کې زلزله؛ امريکا وايي د هرات د زلزلې اغېزې به په غور سره وڅېړي
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ وویل چې، هیواد یې د افغانستان په لویدیځ کې د زلزلې اغیزې په غور سره تر نظر لاندې لري. هغه په ​​اېکس پاڼه لیکلي: «د امریکا همکار سازمانونه د افغانستان خلکو لپاره بیړنۍ مرستې چمتو کوي.»

د افغانستان په شمال لوېدیځ کې د ریښتر په کچه د ۶.۳ درجې زلزلې له امله د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې ۲۰۵۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او تر لسو ډېر کلي ویجاړ شوي دي.

له زلزلې شاوخوا د دوو ورځو تیریدو وروسته د نړۍ د هېوادونو په منځ کې یوازې ایران خپلې مرستندویه ډلې هرات ته استولي دي.

سعودي عربستان هم د هرات زلزله ځپلو ته د مرستې د ژر لیږلو اعلان کړی دی.

چین همداراز اعلان کړی، چې د دغه هېواد سور صلیب به په هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره شاوخوا دوه سوه زره امریکایی ډالر مرسته وکړي.

جاپان هم ویلي، چې د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ هڅه کوي څو د افغانستان په لویدیځ کې له زلزله ځپلو سره بیړنۍ اړینې مرستې وکړي.

امريکا او نورو لويديځو او اسلامي هيوادونو تراوسه د هرات ولايت له زلزله ځپلو سره د مرستې او ژغورنې لپاره مالي او تخنيکي مرستې نه دي اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو او د ژغورنې د بهیر سستوالی به د قربانیانو شمېر زیات کړي.

د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو ته د بیړنیو مرستو لړۍ

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۵ GMT+۱
د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ زلزله ځپلو ته د بیړنیو مرستو لړۍ
100%

سعودي چارواکو د هرات زنده جان ولسوالۍ زوره زلزله چې پکې زرګونو کسانو ته ځاني او مالي زیانونه رسیدلیي، ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي يې دي چې بیړنۍ مرستې به د دې هیواد پاچا ملک سلمان د بشري مرستو او انساني مرکز له لارې دغه ولایت ته ولیږل شي.

له پرون راهیسې په افغانستان کې په کور دننه د ۳۱۲ میلیونه افغانۍ د مرستې اعلان شوی او لا هم دا لړۍ روانه ده.

له دې سره، د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز هم په اېکس ټولنیزه شبکه کې هرات ولایت ته د لسو روغتیایي ټیمونو د استولو خبر ورکړ.

په کندهار ولایت کې د طالبانو د عامي روغتیا ریاست مشر ملا محمد ادم مسلم وايي، چي د هرات زلزله ځپلو کورنیو سره د روغتیايي مرستو په موخه له کندهاره لس ټیمونه، چي ۳۷ تنه ډاکټران او نرسان پکې شامل دي، د دوو ټنو درملو سره هرات ته روان شوي دي.

د شنبې په ورځ د هرات په زنده جان او شاوخوا سیمو کې د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې زلزلې په پایله کې څه باندې دوه زره کسانو ژوند له لاسه ورکړ او زرګونه نور ټپیان او یا بې کوره شوي شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دغه پیښه کې چې دیارلس کلي له منځه تللي، ډیر شمیر وګړي تراوسه تر خاورو لاندې ورک دي.

د یادولو وړ ده چې، تراوسه د ژوندي پاتې شویو کسانو د را ایستلو په برخه کې د طالبانو له لوري د اساسي تخنیکي امکاناتو د نه شتون له امله هیڅ کوم جدي ګام نه دی پورته شوی.

افغانستان انټرنېشنل ته په لېږل شويو انځورونو کې ليدل کېږي چې د «سیاه‌آب» کلی په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.

اخوا، د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې ویلي چې د دې زلزلې مرکز د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ وه.

پیښو ته د رسیدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت له خوا د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، د ټولو وژل شویو او ټپیانو شمېر ۲۰۵۳ تنو ته رسېږي.

دا پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دویم ځل خونړۍ زلزله ده چې پکې زرکونو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

تیرکال د جون میاشتې په ۲۲مه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې مرګونې زلزلې وشوې چې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې، پدې زلزله کې ۱۰۳۶ کسان مړه شوي او ۲۹۴۹ نور ټپيان شوي ول.

له افغانستانه د پانګې وتل؛ سږکال په ایران کې افغان سوداګرو تر ټولو ډېره پانګونه کړې

۱۶ تله ۱۴۰۲ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۶ GMT+۱
له افغانستانه د پانګې وتل؛ سږکال په ایران کې افغان سوداګرو تر ټولو ډېره پانګونه کړې
100%

ایراني رسنیو د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د روان کال د لومړۍ نیمايي برخې د بهرنۍ پانګونې ارقامو ته په کتو په دغه هېواد کې د بهرنۍ پانګونې په درجه کې افغان پانګوال لومړی مقام لري.

د ایران د بهرنۍ پانګونې د ټولنې رییس حسین سلیمي ویلي، چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې په ایران کې د افغان سوداګرو پانګونه د تېر کال په پرتله زیاته شوې ده.

د نوموړي په خبره، چې د درجه بندۍ له مخې افغان سوداګر لومړی، چین دویم او عراق درېیم ځای لري او د افغانانو پانګونه ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو ده.

د سلیمي په خبره؛ د افغانانو له خوا د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو نیولې تر لس میلیونه پورې مختلفې پانګې اچونې شوې دي او دوی افغان سوداګرو ته ځانګړې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو را وروسته په وار – وار یو شمېر افغان سوداګرو او د کوچنیو سوداګریزو شرکتونو مالکانو شکایت کړی، چې طالبانو پرې ملا ماتي مالیات وضع کړي او دوی نه شي کولی، چې دغه مالیات ورکړي. خو طالبانو بیا دغه شکایتونه رد کړي دي.

همدا راز تېره اونۍ د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د سوداګریزو توکو پر ننداراتونونو بندیز ولګاوه، چې ګڼو سوداګرو او لاسي صنایعو متشبثینو یې پر وړاندې غبرګون وښود او ویې ویل، چې دا ډول پرېکړې د توکو پر بازار موندنې منفي اغېز ښیندي.

تر دا مهاله طالبانو په رسمي کچه له افغانستانه د پانګې د تښتې ارقام نه دي ورکړي، خو له دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر یو شمېر افغان سوداګرو غږ کړی و، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او دوی ژمن دي، چې سوداګرو ته ځانګړې اسانتیاوې رامنځته کړي.