• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هارورډ پوهنتون یوې ښځینه استادې د ۲۰۲۳ کال د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزه وګټله

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۰ GMT+۱

د سوېډن د علومو شاهي اکاډمۍ اعلان وکړ، چې کلودیا گلدن د امریکا اقتصادي تاریخ لیکونکې، د اقتصاد په برخه کې د ۲۰۲۳ نوبل جایزه وګټله.

د اکاډمۍ په وینا؛ اغلې گلدن د هغې د کار لپاره پېژندل شوې چې د نارینه او ښځو ترمنځ د معاشونو نابرابرۍ تحقیق کوي.

د اقتصادي علومو لپاره د نوبل کمېټې مشر د دوشنبې په ورځ وویل، چې د کار په بازار کې د ښځو د رول په اړه د کلودیا گلدن څېړنې څخه مننه کوي او اوس د اصلي عواملو او خنډونو په اړه ډېر پوهیږي چې ممکن په راتلونکي کې ورسره نړۍ مخ شي.

کلودیا گلدن په هارورډ پوهنتون کې د اقتصاد استاده ده او د اقتصادي څېؤنې ملي بیورو کې د متحده ایالاتو د اقتصادي برنامې پراختیا مدیره ده.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه د حماس د بریدونو د غندلو له اعلان پرته تمامه شوه

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۷ GMT+۱
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه د حماس د بریدونو د غندلو له اعلان پرته تمامه شوه
100%

پر اسراييل د حماس د بريدونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بېړنۍ غونډه د دې شورا د ټولو غړو له يوه متحد دريځ ته له رسېدو پرته پای ته ورسېده. د رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغې شورا پر اسراییل د حماس د بریدونو د غندلو لپاره کومه ګډه اعلامیه خپره نه کړه.

د امنیت شورا د بندو دروازو ترشاه غونډه (د مېزان په ۱۶مه) د مالتا هېواد په غوښتنه جوړه شوه.

د اسراییل د روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې د حماس په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۲۳۸۲ نور ټپیان شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ په ټپيانو کې د ۲۲ تنو روغتیايي حالت نازک دی.

پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۴۹۳ کسان وژل شوي او ۲۷۵۰ نور ټپیان شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي مرستیال رابرټ ووډ ویلي، چې د امنیت شورا یو شمېر غړو د حماس دغه بریدونه غندلي دي.

هغه زیاته کړه، چې رسنۍ کولای شي د کوم یوه هېواد نوم واخلي چې دغه بریدونه یې نه دي غندلي.

د راپورونو له مخې؛ د دغه امریکايي ډېپلوماټ د نیوکې هدف روسیه وه.

د ووډ په وینا؛ امریکا غوښتنه کړې وه، چې د امنیت شورا ټول پنځلس غړي دې پر اسراییل د حماس بریدونه وغندي، خو داسې ونه شول.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا اسوشیټیډ پرېس ته ویلي، د واشنګټن دا ادعا چې روسیې د حماس بریدونه نه دي غندلي، حقیقت نه لري.

هغه وویل، چې د روسیې دریځ دا دی چې سمدستي شخړه ودروي، اوربند وکړي او د دواړو خواوو ترمنځ خبرې پیل کړي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ژانګ جون هم د حماس د نوم له اخیستو پرته ویلي چې بیجینګ پر ولسي وګړو برید غندي.

د هغه په ​​وينا؛ هغه څه چې اوس مهم دي د وضعيت د خرابېدو او د ملکي تلفاتو د زياتېدو مخنيوى دى.

په همدې حال کې رویټرز د دوشنبې په ورځ (د میران۱۷مه) راپور ورکړ، چې د امریکا مشهور سناتور چاک شومر په بیجینګ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره په کتنه کې وویل، چې د حماس د حملې په اړه د چین له دریځه مایوسه شوی دی.

شومر پر بیجینګ غږ وکړ، چې د اسراییل تر څنګ ودرېږي او د حماس له خوا «بزدلانه او وحشي» بریدونه وغندي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: د فلسطین او اسراییل جګړه باید ودرول شي

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۴ GMT+۱
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: د فلسطین او اسراییل جګړه باید ودرول شي
100%

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د عربي اتحادیې له عمومي منشي احمد ابوالغیط سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې د فلسطین او اسراییل جګړه باید ودرول شي. سرګي لاوروف دا هم وویل، چې د جګړې د لامل او د دې وضعیت د قربانیانو د ملکي وګړو د ستونزو د حل لپاره د جګړې درول یوه اړتیا ده.

تاس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د میزان ۱۷ مه) راپور ورکړی، چې ښاغلي لاوروف ویلي چې نه یوازې دا چې باید جګړه سمدستي ودروي، بلکې د ولسي خلکو ستونزه هم باید حل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا مخکې اعلان وکړ، چې مسکو د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې سمدستي اوربند وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

هغه همداراز له حماس او اسراییل وغوښتل، چې په سیمه کې د اوږد مهاله او هراړخیزې سولې د رامنځته کولو لپاره د خبرو اترو بهیر پیل کړي.

د حماس او اسراییل ترمنځ سختې جګړې د نړۍ د مشرانو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

"د برېښنا، خوړو او سون توکو بندیز"؛ اسراییل د غزې د تړانګې د بشپړې کلابندۍ اعلان وکړ

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۰ GMT+۱
"د برېښنا، خوړو او سون توکو بندیز"؛ اسراییل د غزې د تړانګې د بشپړې کلابندۍ اعلان وکړ
100%

د اسراییل د دفاع وزیر یوا ګالانت د غزې تړانګې د "بشپړې کلابندۍ" امر کړی ترڅو هلته د "برېښنا، خوراکي توکو او سون توکو" د انتقال مخه ونیسي. اسراییل هم اعلان کړی، چې د غزې هوايي حریم کنټرولوي او د سرحدونو له لارې د مالونو د ننوتلو او وتلو مخه نیسي.

د اسراییل د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د حماس په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۲۳۸۲ نور ټپیان شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ ۲۲ تنه سخت ټپیان شوي دي.

پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۴۹۳ تنه وژل شوي او ۲۷۵۰ تنه ټپیان شوي دي.

د اسراییل پوځ تایید کړې، چې له غزې تړانګې سره د دغه هېواد پولې ته څېرمه د اسراییل په اوو یا اتو نقطو کې له حماس سره جګړه روانه ده.

د اسراییل د پوځ یوه ویاند هیله څرګنده کړې، چې د دوشنبې په ورځ تر میزان ۱۷ مې نیټې پورې به د دغه هیواد پوځ د دغو ټولو سیمو بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي.

راپورونه وايي، چې د حماس ځواکونه اوس هم هڅه کوي چې د ځمکې له لارې اسراییل ته ننوځي.

حماس د اسراییل په پلازمېنې بن ګوریون هوايي ډګر د برید ادعا کړې ده

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۲۳ GMT+۱
حماس د اسراییل په پلازمېنې بن ګوریون هوايي ډګر د برید ادعا کړې ده
100%

د سي این این خبري شبکې راپور ورکړی چې د یکشنبې په ماښام د اسراییل په مرکز او د تل ابیب په شاوخوا سیمو کې د درنو چاودنو غږونه اوریدل شوي. د دې شبکې په حواله، حماس ادعا کړې چې د تل ابیب په ښارګوټي کې یې د بن ګوریون په هوايي ډګر برید کړی.

د حماس پوځي څانګې، ګردان عزالدین قسام په یوې بیانیه کې ویلي چې، «پر اسراییل د دوی راکټي بریدونه، د ولسي وګړو د کورونو په وړاندې د جرمونو په ځواب کې دی.»

بن ګوریون د اسراییل تر ټولو لوی نړیوال هوايي ډګر دی.

د حماس د بریدونو له پیل وروسته، لویو هوايي شرکتونو اسراییل ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.

امریکايي سناتور: ایران باید له اسراییل سره د کړکېچ د زیاتولو لپاره "درنه بیه" پرې کړي

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۷ GMT+۱
امریکايي سناتور: ایران باید له اسراییل سره د کړکېچ د زیاتولو لپاره "درنه بیه" پرې کړي
100%

د امریکا جمهوريت غوښتونکي سناتور لینډزي ګراهام پر اسراییل د حماس د برید په اړه د ایران د ملاتړ په غبرګون ویلي چې، «ایران باید د دې ملاتړ درنه بیه پرې کړي.»

هغه وویل چې د ایران د "نیابتي ډلو" لخوا د برید په صورت کې اسراییل او امریکا باید د ایران د تیلو د زیرمو ته لاس ور وغځوي.

ښاغلي ګراهام د یکشنبې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلی چې، «ایران د حزب الله اصلي ملاتړی دی؛ هغه شیعه ترهګره ډله چې له لبنان څخه یې د اسراییل پر لور لسګونه توغندي توغولي دي.»

هغه زیاته کړه چې د حزب الله او نورو ایراني نیابتي ډلو لخوا برید به د اسراییلو دفاعي سیسټم لپاره ویجاړونکی وي.

تهران په ځلونو د حماس او د لبنان د حزب الله په څېر د وسله والوډلو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او له فلسطیني "مقاومت" ډلو یې غوښتي چې د اسراییل په وړاندې خپل بریدونه زیات کړي.

دغه امریکايي جمهوريت غوښتونکي سناتور خبرداری ورکړ چې که دا ډول برید وشي، نو اسراییل او امریکا باید د ایران د اقتصاد برخه، یعنې د ایران د تیلو زیرمې او د تېلو د چاڼ خونې له منځه یوسي.

هغه په ​​کلکه خبرداری ورکړ چې د ایران «تروریستي رژیم» به په سیمه او نړۍ کې د ټولو بدلونونو او ورانیو بیه پرې کړي.