امریکايي سناتور: ایران باید له اسراییل سره د کړکېچ د زیاتولو لپاره "درنه بیه" پرې کړي

د امریکا جمهوريت غوښتونکي سناتور لینډزي ګراهام پر اسراییل د حماس د برید په اړه د ایران د ملاتړ په غبرګون ویلي چې، «ایران باید د دې ملاتړ درنه بیه پرې کړي.»

د امریکا جمهوريت غوښتونکي سناتور لینډزي ګراهام پر اسراییل د حماس د برید په اړه د ایران د ملاتړ په غبرګون ویلي چې، «ایران باید د دې ملاتړ درنه بیه پرې کړي.»
هغه وویل چې د ایران د "نیابتي ډلو" لخوا د برید په صورت کې اسراییل او امریکا باید د ایران د تیلو د زیرمو ته لاس ور وغځوي.
ښاغلي ګراهام د یکشنبې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلی چې، «ایران د حزب الله اصلي ملاتړی دی؛ هغه شیعه ترهګره ډله چې له لبنان څخه یې د اسراییل پر لور لسګونه توغندي توغولي دي.»
هغه زیاته کړه چې د حزب الله او نورو ایراني نیابتي ډلو لخوا برید به د اسراییلو دفاعي سیسټم لپاره ویجاړونکی وي.
تهران په ځلونو د حماس او د لبنان د حزب الله په څېر د وسله والوډلو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او له فلسطیني "مقاومت" ډلو یې غوښتي چې د اسراییل په وړاندې خپل بریدونه زیات کړي.
دغه امریکايي جمهوريت غوښتونکي سناتور خبرداری ورکړ چې که دا ډول برید وشي، نو اسراییل او امریکا باید د ایران د اقتصاد برخه، یعنې د ایران د تیلو زیرمې او د تېلو د چاڼ خونې له منځه یوسي.
هغه په کلکه خبرداری ورکړ چې د ایران «تروریستي رژیم» به په سیمه او نړۍ کې د ټولو بدلونونو او ورانیو بیه پرې کړي.


د اسراییل په خاوره کې د حماس د بې ساري بریدونو بیلابیلې انګېرنې، انټوني بلینکن د یکشنبې په ورځ وویل چې، د دې بریدونو یو لامل ښایي د سعودي عربستان او اسراییل ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیل لپاره د ګډوډۍ د رامنځته کولو په موخه وي.
حماس د شنبې په ورځ د اسراییل په خاوره کې تر ټولو ستر بریدونه ترسره کړل چې د دغه هیواد په تاریخ کې بې ساری بلل کیږي.
د نیویارک ټایمز په وینا، ویل کیږي چې د حماس په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰۰ اسراییلیان وژل شوي دي.
بلینکن د یکشنبې په ورځ سيایناین ته وویل: «زه به حیران نه شم که چیرې د حماس یو دلیل دا وي چې له اسراییل سره د سعودي عربستان او ځینو نورو هیوادونو د نیږدې کیدو د مخنیوي لپاره دغه بریدونه شوې وي»
د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو تېره مياشت ويلي و، چې د ده په اند هېواد يې له سعودي عربستان سره د سولې په درشل کې دی، چې دا مساله په منځني ختيځ کې وضعيت بدلولی شي.
امریکا ویلي دي چې د شنبې په ورځ د حماس د بریدونو سره سره به د تل ابیب او ریاض ترمنځ د اړیکو د عادي کولو بهیر دوام وکړي.
د امریکا د ملي امنیت د سلاکار مرستیال جان فاینر د یکشنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل «زمونږ په باور دواړه هیوادونه د ډیپلوماټیکو اړیکو په احتمالي جوړولو کې ګډې ګټې لري.»
خو د منځني ختیځ د یو شمېر کارپوهانو په اند د اسراییل او سعودي عربستان لپاره به په لنډه موده کې د دې غوښتنې عملي کول ستونزمن وي، په تېره بیا که اسراییل د حماس د ځپلو او د خپلو برمته شویو وګړو د خلاصون لپاره چې شمیر یې سلو کسانو ته رسیږي، پراخ عملیات پیل کړي.
د حماس یوه جګپوړي مشر عباس هنیه د شنبې په ورځ د عربي هیوادونو سره چې غواړي له اسراییل سره اړیکې ټینګې کړي وویل چې، اسراییل د ډیپلوماټیکو اړیکو په بدل کې د هغوی ملاتړ نه شي کولای.
هنيه وويل، «له اسرایيل سره د اړيکو د عادي کولو ټول تړونونه د فلسطين شخړه نه شيحل کولی.
باوري سرچینو خبر ورکړی، چې سعودي عربستان غواړي له اسرايیل سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو په بدل کې له امریکا څخه امنیتي ضمانتونه ترلاسه کړي او د فلسطیني دولت د جوړولو زمینه برابره کړي.
دا لا څرګنده نه ده چې سعودي عربستان به څومره د اړیکو د عادي کولو لپاره د یوه اساسي شرط په توګه د فلسطیني دولت پر جوړېدو ټینګار وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د غزې پر خلکو د "برېښنا، خوړو او اوبو بندول" د اندېښنې او د نه منلو وړ وبلل. د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، دا کار له ټولو نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو سره په ښکاره ټکر کې دی.
د اورشلیمپوست ورځپاڼې په وینا، د اسراییلو امنیتي کابینې د شنبې په ورځ پریکړه وکړه چې د حماس د بریدونو په غبرګون غزې ته باید د بریښنا، توکو او تیلو د ننوتلو مخه ونیسي.
که څه هم اسراییل په ۲۰۰۵ کال کې له غزې څخه ووت، خو لا هم ددغو پولو کنټرول په خپل واک کې لري.
د حماس پوځي څانګې د شنبې په ورځ د تلې په ۱۵مه اعلان وکړ چې پر اسرايیل یې ۵۰۰۰ توغندي توغولي دي.
دغه توغندي د غزې له تړانګې څخه پر اسراییل توغول شوي دي.
اسراییلي چارواکو ویلي دي چې پر دغه هیواد د توغول شویو توغندیو شمیر ۲۲۰۰ وو.
سرچینه زیاتوي، چې پر غزې د اسراییلو د برید له پیل راهیسې تر اوسه تر ۴۰۰ډېر کسان وژل شوي او نږدې دوه زره نور ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې اسراییلي رسنیو ویلي، چې په دغه هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۷۰۰ تنو رسېدلی دی.
طالبانو د حماس د برید په غبرګون کې ویلي چې دوی "د فلسطین د خلکو د حق ملاتړ کوي چې په خپله تاریخي خاوره کې خپلواک هیواد ولري."
طالبانو له اسلامي هېوادونو او نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په غزه کې د اسراييلو د "تاوتريخوالي" مخه ونيسي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم له ټولو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو غوښتي چې د اسراییل د کړنو مخه ونیسي.

وال سټریټ ژورنال په لبنان کې د حماس او حزب الله د جګپوړو غړو په حواله راپور ورکړی چې، سپاه پاسداران په تېرو څو اونیو کې په اسراییل د ځمکنیو، هوايي او سمندري بریدونو په پلانولو کې له حماس سره مرسته کړې وه.
د حماس یوه ویاند غازي حمد نړیوال بي بي سي ته ویلي چې، دغې ډلې د اسرايیل پر ضد په نوي پراخ برید کې د ایران ملاتړ درلود.
وال سټریټ ژورنال د یکشنبې په ورځ په یوه ځانګړي راپور کې لیکلي چې د تلې په لسمه د لبنان په پلازمینې بیروت کې د یوې غونډې پر مهال د برید لپاره شین څراغ ورکړل شو.
د دغه راپور له مخې، د لبنان په پلازمینه کې د ایران اسلامي جمهوريت په ملاتړ د حماس او حزب الله په ګډون د څلورو ملیشو ډلو او د سپاه پاسداران د افسرانو په شتون کې د دغو بریدونو جزیات په څو غونډو کې وروستي شول.
د حماس او حزب الله د غړو او ایران د یوه چارواکي په وینا، د سپاه پراخ پلان دا دی چې یو څو اړخیز ګواښ رامینځته کړي او اسراییل له ټولو اړخونو په نښه کړي، له شمال څخه د فلسطین د آزادۍ لپاره حزب الله، خلکو جبهه او اسلامي جهاد او حماس د غزې تړانګې له لوري برید وکړي.
یوه اروپايي چارواکي او د سوریې د حکومت یوه سلاکار هم د اسراییل په برید کې د ایران اسلامي جمهوریت لاس لرل تایید کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له سي ايناین سره په مرکه کې ویلي، واشنګټن داسې شواهد نه دي ترلاسه کړي چې پر اسراییلد حماس د برید تر شا د ایران اسلامي جمهوریت لاس وي.
د حماس یوه چارواکي، محمود میرواي هم، وال سټریټ ژورنال ته د سپاه پاسداران د غړو او وسله والو ډلو ترمنځ د غونډو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «پریکړه د فلسطین او حماس پریکړه ده»
پر اسراییلد حماس وسله والو وروستیو بریدونو په پایله کې چې رسنیو يې تازه شمېرې خپرې کړې دي، د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰۰ ته لوړ شوی دی.
په ورته وخت کې د اسراییلو امنیتي کابینې رسماً دغه هېواد له حماس سره په جګړه کې ښکیل اعلان کړ.
له بلې خوا د فلسطین د اسلامي جهاد عمومي منشي زیاد نخاله هم اعلان کړی چې دغه ډله تر دېرشو زیات اسراییلي بندیان لري او یوازې د فلسطیني بندیانو د خلاصون په صورت کې به یې خوشي کړي.
له دې سره، الحدیث عصر د یکشنبې په ماښام د حماس د یوه جګپوړي چارواکي موسی ابو مرزوق په حواله ویلي چې، دا ډله د لوړ پوړو پوځي چارواکو په ګډون له سلو څخه زیات اسراییلي یرغمل لري.

د امریکا د کانګرس غړې مارجوري ټېلر ګرین د یکشنبې په ورځ وویل، چې حماس شاید هغه امریکايي وسلې چې افغانستان او اوکراین ته ورکړل شوې وې د اسراییل په حملو کې کارولي وي.
تر دې مخکې د اسراییل د پوځ یوه قوماندان ویلي وو، چې په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې د غزې په تړانګه کې لیدل شوې دي.
میرمن ګرین له امریکایي چارواکو څخه وغوښتل چې "د اسراییل سره په همکارۍ دې د دغو وسلو سیریل شمېره معلومه او تصدیق کړي، چې د حماس له خوا د اسراییل پر وړاندې کارول کیږي".
د امریکا د استازو جرګې دغه غړې د حماس ډلې د وسلو د ځای په اړه پوښتنه کړې: "ایا له افغانستانه تر لاسه شوې دي؟" ایا له اوکراین څخه؟ په ډېر احتمال ښايي دواړه ځوابونه سم وي”.
امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی؛ خو جمهوري غوښتونکو په وار - وار په افغانستان کې د امریکايي وسلو د پاتې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې، چې د وسله والو او ترهګرو لاس ته لوېږي.
د خېبر پښتونخوا په ادم خېلو درې کې د امریکايي وسلو د پېر او پلور د ګرم بازار په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.
طالبانو بیا په وار- وار له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د وسلو قاچاق رد کړی دی.
په ورته وخت کې د اسراییل امنیتي کابینې په رسمي ډول اعلان وکړ، چې هېواد یې له حماس سره په جګړه کې دی.
د حماس ډلې او اسراییل تر منځ په نښته کې د حماس له لوري د امریکايي وسلو د استعمال مساله هغه وخت ګرمه شوه، چې د اسراییل یوه قوماندان له حماس ډلې له سرتېرو څخه د پاتې شویو وسلو انځورونه خپاره کړل او ویې ویل، چې دا هغه وسلې دي، چې امریکا په افغانستان کې خپلو متحدینو ته ورکړې وې.

ایراني رسنیو د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د روان کال د لومړۍ نیمايي برخې د بهرنۍ پانګونې ارقامو ته په کتو په دغه هېواد کې د بهرنۍ پانګونې په درجه کې افغان پانګوال لومړی مقام لري.
د ایران د بهرنۍ پانګونې د ټولنې رییس حسین سلیمي ویلي، چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې په ایران کې د افغان سوداګرو پانګونه د تېر کال په پرتله زیاته شوې ده.
د نوموړي په خبره، چې د درجه بندۍ له مخې افغان سوداګر لومړی، چین دویم او عراق درېیم ځای لري او د افغانانو پانګونه ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو ده.
د سلیمي په خبره؛ د افغانانو له خوا د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو نیولې تر لس میلیونه پورې مختلفې پانګې اچونې شوې دي او دوی افغان سوداګرو ته ځانګړې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو را وروسته په وار – وار یو شمېر افغان سوداګرو او د کوچنیو سوداګریزو شرکتونو مالکانو شکایت کړی، چې طالبانو پرې ملا ماتي مالیات وضع کړي او دوی نه شي کولی، چې دغه مالیات ورکړي. خو طالبانو بیا دغه شکایتونه رد کړي دي.
همدا راز تېره اونۍ د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د سوداګریزو توکو پر ننداراتونونو بندیز ولګاوه، چې ګڼو سوداګرو او لاسي صنایعو متشبثینو یې پر وړاندې غبرګون وښود او ویې ویل، چې دا ډول پرېکړې د توکو پر بازار موندنې منفي اغېز ښیندي.
تر دا مهاله طالبانو په رسمي کچه له افغانستانه د پانګې د تښتې ارقام نه دي ورکړي، خو له دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر یو شمېر افغان سوداګرو غږ کړی و، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او دوی ژمن دي، چې سوداګرو ته ځانګړې اسانتیاوې رامنځته کړي.