د اسراییل پوځ: د حماس ډلې د شاوخوا ۱۵۰۰ جنګیالیو مړي پر پوله موندل شوي

د اسراییل پوځ وايي، د دغه هېواد په سویلي پولو باندې یې د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته د حماس د څه باندې ۱۵۰۰ جنګیالیو مړي موندلي دي.

د اسراییل پوځ وايي، د دغه هېواد په سویلي پولو باندې یې د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته د حماس د څه باندې ۱۵۰۰ جنګیالیو مړي موندلي دي.
د شنبې ورځې په سهار وختي د حماس جنګيالي د ځمکې او هوا له لارې د اسراييل سویلي سيمو ته ننوتل او په تېرو ۵۰ کلونو کې يې پر دغه هېواد تر ټولو خونړی بريد وکړ.
اسراییل اعلان کړی، چې د حماس له خوا د پولې په اوږدو کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۹۰۰ ملکي او پوځي کسان وژل شوي او پر غزې او لویدیځې غاړې د اسراییل د هوایی بریدونو د تلفاتو شمېر ۷۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
اسراییلي چارواکو ویلي، د حماس جنګیالیو تر ۱۵۰ ډېر اسراییلي پوځیان او ولسي وګړي یرغمل کړي دي.
د پوځ یوه ویاند ویلي چې تیره شپه هیڅ یو جنګیالی اسراییل ته نه دی ننوتی، که څه هم پولې ته د ننوتو احتمال یې هم شته.


حماس ډلې ګواښ کړی، چې په غزه کې د فلسطینیانو پر کورونو د اسراییل د هر ډول نااعلان شوي برید په بدل کې به یو یرغمل شوی اسراییلي اعدام کړي.اسراييل بیا وايي، چې حماس يې تر سلو ډېر کسان نیولي دي. د اسراییل د درې لکه ریزرف ځواکونو د استولو خبر پر غزې د ځمکني برید وېره زیاته کړې ده.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې د حماس سره د اسراییلجګړه به «اوږده او ستونزمنه» وي. د هغه حکومت د پوځ درې لکهریزرفځواکونو خدمت ته راغوښتيدې.
د لومړي وزیر د دفتر د یوه بیان له مخې، ښاغلي نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د غزې سره پر پوله د سیمو ښاروالانو ته وویل چې د حماس پر وړاندې د اسراییل څو اړخیز ځواب به «منځنی ختیځ بدل کړي.»
په خبرپاڼه کې د هغه د څرګندونو ډیر جزیات نه دي ورکړل شوي.
د اسراییل تلویزیوني چینلونو ویلي، چې د حماس په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۰۰ تنو ته رسېدلی او لږ تر لږه ۲۶۰۰ تنه ټپیان شوي او لسګونه کسان نیول شوي دي. په وژل شویو کې ۲۶۰ځوانان هم شامل دي چې د موسیقۍ په یوه فیستیوال کې یې برخه اخیستې وه.
د غزې د روغتیا وزارت هم ویلي چې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۶۸۷ تنه وژل شوي او ۳۷۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د اسراییلهوايي بریدونه د دوشنبې تر شپې پورې روان و او اسراییلي پوځ ویلي چې د غزې تړانګه یې د ځمکې، هوا او سمندر له لارې په نښه کړې ده.
د حماس ویاند ابو عبیده د دوشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې د اسراییل له خوا له خبرداري پرته د ملکي وګړو پر کور د هرډول بمبارۍ په صورت کې به یو اسراییلي زنداني اعدام کړي او نشر به یې کړي.
د اسراییل پوځ تر اوسه دغه ګواښ ته ځواب نه دی ویلی.
د اسراييل د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د شنبې په ورځ د حماس له خوا په يوه ناڅاپي بريد کې تر سلو ډېر کسان نيول شوي دي.

د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د (تلې په ۱۸مه) د طالبانو له زندانه د دغه هېواد د څلورو وګړو د خوشې کولو خبر ورکړ. برېتانیا د یادو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې دغه څلور تنه د افغانستان له قانونه د سرغړونې په تور نیول شوي وو.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د روان کال په لومړیو کې د خپلو وګړو د خلاصون لپاره له طالبانو سره د خبرو کولو په اړه ویلي و.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له لارې له خپلو ټولو اتباعو څخه غوښتي، چې له هیواده بهر د ترهګرۍ ضد قوانیو او همدارنګه د هیوادونو قوانین له پامه و نه غورځوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، ډېرو هیوادونو خپلو وګړو ته لارښوونه کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته له تګ څخه ډډه وکړي.
یو شمېر لویدیځو هیوادونو په وار، وار خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان د بې ثباته امنیتي وضعیت او د وسله والو جنګیالیو د شتون له امله د سیاحت لپاره د لوړ خطر په توګه پیژندل شوی دی.
د راپورونو له مخې، که څه هم اوس د طالبانو له خوا رامنځته شوې امنیتي ستونزې هوارې شوې، خو د بهرنیو وګړو لپاره د داعش، اختطاف او نیول کېدو خطر لا هم لوړ دی.

د روسیې کامرسانت ورځپاڼې د اوکراین د جګړې د بندیانو د درملنې د همغږۍ د مرکزي دفتر په حواله د مسکو او کییف تر منځ د پوځي ارګانونو د تبادلې خبر ورکړی. د دغه راپور له مخې روسیې اوکراین ته د ۶۴ پوځیانو جسدونه سپارلي دي.
د اوکراین له لوري روسیې ته د سپارل شویو مړو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
خو روسیې چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د روسیې کامرسانت ورځپاڼې د جمعې په ورځ د تلې ۱۴مه لیکلي چې د پوځیانو د جسدونو تبادله د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په څلورمه تر سره شوې وه.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، هغه مهال مسکو د ۴۴ اوکراییني ځواکونو جسدونه کییف ته او اوکراین د ۱۶۰ روسیې پوځیانو جسدونه مسکو ته وسپارل.
د اوکراین د جګړې د بندیانو د درملنې د همغږۍ مرکز ویلي چې د جګړې د بندیانو د بېرته ستنېدو او د وژل شویو پوځیانو د جسدونو په لټه کې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش په هرات کې د زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ تر څنګ وايي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو همغږې ادارې له زلزله ځپلو سره په مرستو بوختې دي.
نوموړي په یوه بیان کې د هرات وروستۍ پېښه بوږنوونکې بللې او ویل یې دي، چې د ملګرو ملتونو همکارې ادارې د زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو په همغږۍ کار کوي او دغه پېښه له نېږدې څاري.
ښاغلي ګوترش پر نړۍوالې ټولني هم غږ کړی، چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره په بېړني ډول مرسته وکړي.
هغه ویلي، چې دغه خلکو لا له وړاندې د مرستې اړتیا لرله، مګر په اوسني بېړني حالت کې دا اړتیا څو چنده زیاته شوې او اړینه ده، چې د قربانیانو د کورنیو لاسنیوی وشي.
په ورته وخت کې چين، جاپان، ايران، پاکستان، اروپايي ټولنې او د روغتيا نړۍوال سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره د نغدو پيسو، خوراکي توکو او طبي مرستو ژمنه کړې ده.
طالبانو ویلي، چې هرات ته د ایران او ترکیې مرستې رسېدلې دي.
همداراز د خوست، کندهار، پکتيا، نيمروز، ننګرهار، وردګو او فراه خلکو هم اعلان کړى، چې هرات ته به نغدي، خوراکي او غير خوراکي مرستې ولېږدوي.
دا مهال د یو شمېر سوداګرو، بنسټونو او طالبانو له خوا د هرات له زلزله ځپلو سره نېږدې ۳۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان شوې ده.

د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د لبنان پر خاوره یې د هیليکوپټرو په وسیله برید کړی دی. دغه پوځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې اسراییلي ځواکونو "یو شمېر وسله وال چې له لبنان څخه د اسراییل خاورې ته داخل شوي وو له منځه وړي دي."
د اسراییل پوځ زیاتوي، چې وسله وال د لبنان له سویل څخه شمالي اسراییل ته ننوتلي وو او زیاته کړې یې ده، چې د دوی سرتیري به د سیمې پلټنې ته دوام ورکوي.
دا برید یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې د لبنان حزب الله ډلې د یکشنبې په ورځ (د تلې په ۱۶مه) اعلان وکړ، چې د شنبې په ورځ یې پر اسراییل د حماس د بریدونو په ملاتړ د اسراییل په شمال کې د «جبل دوف» سیمه په نښه کړه.
حزب الله ډلې په یوه بیان کې د دغو بریدونو مسوولیت منلی او اعلان یې کړی، چې دا کار یې د «فلسطین له مقاومت» سره په همکارۍ ترسره کړی دی.