• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو سرمنشي نړۍوالې ټولنې ته: د هرات له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړئ

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۴۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش په هرات کې د زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ تر څنګ وايي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو همغږې ادارې له زلزله ځپلو سره په مرستو بوختې دي.

نوموړي په یوه بیان کې د هرات وروستۍ پېښه بوږنوونکې بللې او ویل یې دي، چې د ملګرو ملتونو همکارې ادارې د زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو په همغږۍ کار کوي او دغه پېښه له نېږدې څاري.

ښاغلي ګوترش پر نړۍوالې ټولني هم غږ کړی، چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره په بېړني ډول مرسته وکړي.

هغه ویلي، چې دغه خلکو لا له وړاندې د مرستې اړتیا لرله، مګر په اوسني بېړني حالت کې دا اړتیا څو چنده زیاته شوې او اړینه ده، چې د قربانیانو د کورنیو لاسنیوی وشي.

په ورته وخت کې چين، جاپان، ايران، پاکستان، اروپايي ټولنې او د روغتيا نړۍوال سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره د نغدو پيسو، خوراکي توکو او طبي مرستو ژمنه کړې ده.

طالبانو ویلي، چې هرات ته د ایران او ترکیې مرستې رسېدلې دي.

همداراز د خوست، کندهار، پکتيا، نيمروز، ننګرهار، وردګو او فراه خلکو هم اعلان کړى، چې هرات ته به نغدي، خوراکي او غير خوراکي مرستې ولېږدوي.

دا مهال د یو شمېر سوداګرو، بنسټونو او طالبانو له خوا د هرات له زلزله ځپلو سره نېږدې ۳۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان شوې ده.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

اسراییل د لبنان پر خاوره د برید اعلان وکړ

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۱ GMT+۱
اسراییل د لبنان پر خاوره د برید اعلان وکړ
100%

د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د لبنان پر خاوره یې د هیليکوپټرو په وسیله برید کړی دی. دغه پوځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې اسراییلي ځواکونو "یو شمېر وسله وال چې له لبنان څخه د اسراییل خاورې ته داخل شوي وو له منځه وړي دي."

د اسراییل پوځ زیاتوي، چې وسله وال د لبنان له سویل څخه شمالي اسراییل ته ننوتلي وو او زیاته کړې یې ده، چې د دوی سرتیري به د سیمې پلټنې ته دوام ورکوي.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې د لبنان حزب الله ډلې د یکشنبې په ورځ (د تلې په ۱۶مه) اعلان وکړ، چې د شنبې په ورځ یې پر اسراییل د حماس د بریدونو په ملاتړ د اسراییل په شمال کې د «جبل دوف» سیمه په نښه کړه.

حزب الله ډلې په یوه بیان کې د دغو بریدونو مسوولیت منلی او اعلان یې کړی، چې دا کار یې د «فلسطین له مقاومت» سره په همکارۍ ترسره کړی دی.

طالبانو افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره د بین الوزارتي کمېسیون د جوړېدو اعلان وکړ

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۱ GMT+۱
طالبانو افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره د بین الوزارتي کمېسیون د جوړېدو اعلان وکړ
100%

د طالبانو د رییس الوزرا له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر یې د وزارتونو په کچه یو ګډ کمېسیون جوړ کړی، چې د کډوالو اوسنی وضعیت وڅېړي.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه کمېسیون لومړۍ غونډه د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ کړې او پکې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر ستونزو، د بېرته راستنېدو پر وړاندې د خنډونو او په کور دننه د ستونزو په اړه خبرې اترې شوې دي.

د خبر پاڼې له مخې؛ په غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ته دنده سپارل شوې ده، چې یاد کمېسیون ته طرزالعمل جوړ کړي.

په افغانستان کې وروسته له هغې د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو مساله ګرمه شوه، چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې له دغه هېواده به ټول غیرقانوني کډوال وباسي.

په ورته وخت کې ایران هم اعلان کړی، چې دوی به غیرقانوني کډوال له خپلې خاورې وباسي.

دغه پرېکړې په سیمه ییزه او نړۍواله کچه له پراخ غبرګون سره مخ شوې، مګر تر اوسه د دواړو هېوادونو په دریځونو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د طالبانو یو شمېر چارواکو د افغان کډوال راویستل له طالبانو سره د جنګ په معنا یاد کړل او زیاته یې ده، چې افغان کډوالو له روسیې سره د جګړې پر مهال له پاکستان څخه دفاع کړې ده.

یادو غبرګونونو ته تر دا مهاله پاکستان ځواب نه دی ویلی، خو نن د پاکستان د سرپرست حکومت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ ویلي، په پاکستان کې درې برخې کډوال اوسیږي او د افغانانو په ګډون هغه کډوال چې قانوني اسناد لري هغوی به له له پاکستانه نه ویستل کیږي.

نوموړی ویلي: «موږ د ۱،۸ میلیونه اسناد لرونکو افغان کډوالو د ویستلو په اړه هیڅ خبره هم نه ده کړې او ویل کیږي چې ټول افغانان باید له پاکستان څخه ویستل شي دا اوازه ده، موږ د اسناد لرونکو افغانانو سره هېڅ کار نه لرو.»

خو په ورته وخت کې یو شمېر د قانوني اسنادو لرونکي افغان کډوال شکایت کوي، چې پاکستاني پولیس یې ځوروي، کورونو ته یې ورننوځي او له دوی پېسې اخلي.

هرات د درېیم ځل لپاره د ریښتر په کچه د ۵.۱ درجې یوې بلې زلزلې ولړزاوه

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۹ GMT+۱
هرات د درېیم ځل لپاره د ریښتر په کچه د ۵.۱ درجې یوې بلې زلزلې ولړزاوه
100%

د دوشنبې په ورځ (د میزان ۱۷مه) یوې بلې زلزلې د هرات ولایت ځینې برخې ولړزولې. د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د دغې زلزلې شدت ۵.۱ ښودلی دی. دا په هرات کې نن درېیمه پرلپسې زلزله ده.

دغه راز د دوشنبې په ورځ (د میزان په ۱۷ مه) په هرات ولایت کې د رېښتر په کچه د ۴،۷ درجې یوې بلې زلزلې ولړزاوه.

د امریکا د جیولوژیکي ادارې ویلي چې د وروستۍ زلزلې مرکز د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په مرکز قره باغ کلي کې و.

څو ساعته وړاندې هرات د ریښتر په کچه د ۴،۹ درجې یوې بلې زلزلې شاهد و.

د دوشنبې په ورځ (د میزان په ۱۷مه) ماسپښین څخه مخکې لومړۍ زلزله د افغانستان لویدیځ ولړزاوه.

د اروپا مدیترانې سیسمولوژیکي مرکز د معلوماتو له مخې؛ دغه زلزله د هرات ښار شمال لوېدیځ ته په ۵۰ کیلومترۍ کې شوې ده.

په هرات کې د شنبې په ورځ (د میزان ۱۵مه) له خونړۍ زلزلې چې سلګونه کسان یې مړه او ژوبل کړل، دوه ورځې وروسته نن دوشنبې (د میزان ۱۷ مه ) درې ځله زلزلې وشوې.

پېښو ته د رسېدو وزارت: د هرات په زلزلې کې څلورو زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۲ GMT+۱
پېښو ته د رسېدو وزارت: د هرات په زلزلې کې څلورو زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
100%

د طالبانو د پېښو ته رسېدو وزارت اعلان وکړ، چې په هرات کې د دوشنبې ورځ (د میزان ۱۷مه) د زلزلې له امله څلور زره تنه مړه او ټپيان شوي دي. د دې وزارت چارواکو په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د هرات په ۲۰ کلیو کې ۱۹۸۳ کورونه "په بشپړه توګه" ویجاړ شوي.

طالبانو یو ځل بیا د هرات په زلزله کې د مړو او ټپیانو شمېرې سره نه دی جلا کړي.

د دوشنبې په ورځ (د میزان ۱۷مه) په کابل کې له یوې خبري غونډې وروسته د طالبانو د پېښو ته رسېدو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د زلزلې په ځای کې ۳۵ ملي او نړۍوالې د پلټنې او ژغورنې ډلې موجودې وې.

طالبانو ویلي، چې د دې ډلې د مشر هبت الله اخندزاده په استازیتوب یو پلاوی هم هرات ته تللی او له زلزله ځپلو سره یې د مرستې ژمنه کړې ده.

طالبانو ویلي، چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

د طالبانو په وینا؛ د ایران د اسلامي جمهوریت تخنیکي ټیم هم له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې ده.

د دغې اعلاميې له مخې؛ چين، جاپان، ايران، پاکستان، اروپايي ټولنې او د روغتيا نړۍوال سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره د نغدو پيسو، خوراکي توکو او طبي مرستو ژمنه کړې ده.

طالبانو ویلي، چې هرات ته د ایران او ترکیې مرستې رسېدلې دي.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ؛ د خوست، کندهار، پکتيا، نيمروز، ننګرهار، وردګو او فراه خلکو هم اعلان کړى، چې هرات ته به نغدي، خوراکي او غير خوراکي مرستې ولېږدوي.

طالبانو دا هم ویلي، چې یو شمېر خیریه بنسټونو، سوداګرو او "یو شمېر محدودو پاکستاني شخصیتونو" د هرات له زلزله ځپلو سره څه باندې ۳۲ میلیونه او ۳۵۰ زره افغانۍ مرسته کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر له خوا د هرات د زلزلې له قربانيانو سره سل ميليونه افغانۍ هم مرسته شوې ده.

عزیزي بنسټ هم له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

ایمل ولي خان: زه افغان یم او له ما دا تمه مه کوئ چې زما افغان به وهل کیږي او زه به غلی یم

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۷ GMT+۱
ایمل ولي خان: زه افغان یم او له ما دا تمه مه کوئ چې زما افغان به وهل کیږي او زه به غلی یم
100%

د پښتونخوا لپاره د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان وايي، چې دوی افغانان دي او په پاکستان کې که څوک له افغانانو سره ناوړه چلند کوي، نو دوی به یې پر وړاندې دریږي. نوموړي په خېبرپښتونخوا کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، چې دوی په خټه افغانان او پښتانه دي.

هغه زیاته کړه: “دا دې څوک نه هېروي، چې موږ په قوم افغانان یو او کوم پښتون چې دا نه مني چې زه افغان یم، دی دې خپل پلار بیا بل چېرته ولټوي، کېدی شي له بل چا نه پېدا وي. نو زه افغان یم او له ما نه دا تمه مه کوئ، چې زما وجود او زما افغان ورور به وهل کیږي او زه به په ارام ناست یم”.

ایمل ولي خان د پاکستان حکومت ته ګواښ وکړ، چې په پاکستان کې له افغانانو سره کېدونکی چلند ودروي او دا ډول چلند ورته د زغم وړ نه دی.

نوموړي زیاته کړې، که دا چلند دا ډول روان وي؛ نو دوی به د حکومت د دغه ډول چلند پر وړاندې درېږي.

د ایمل ولي خان په خبره، چې د پاکستان لکونه خلک په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي او که چېرې له پاکستاني کډوالو سره دا ډول چلند وشي، نو د پاکستان له پاره به څه ډول تمام شي.

هغه حکومت ته په اشارې وویل: “افغانان په امریکا کې ژوند کوي، په اروپا کې ژوند کوي مګر هلته بد امني نه راځي، خو چې په پاکستان کې ژوند کوي تاسو وایئ، چې بدامني یې راوړې، حقیقت خو دا دی چې افغانانو کې مشکل نه شته په تا کې چل دی، دوی هسې ملامته ګڼې”.

دا مهال په پاکستان کې نېږدې څلور نیم میلیونه افغان کډوال ژوند کوي او د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې غیرقانوني کډوال به له دغه هېواده وباسي.

د پاکستان د حکومت دغه پرېکړه د یو شمېر قامپالو او مذهبي ګوندونو د غبرګونونو سبب شوه او دغو ګوندونو د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

خو نن د پاکستان د سرپرست حکومت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ ویلي، په پاکستان کې درې برخې کډوال اوسیږي او د افغانانو په ګډون هغه کډوال چې قانوني اسناد لري هغوی به له له پاکستانه نه ویستل کیږي.

نوموړی ویلي: «موږ د ۱،۸ میلیونه اسناد لرونکو افغان کډوالو د ویستلو په اړه هیڅ خبره هم نه ده کړې او ویل کیږي چې ټول افغانان باید له پاکستان څخه ویستل شي دا اوازه ده، موږ د اسناد لرونکو افغانانو سره هېڅ کار نه لرو.»

تېره اونۍ یو شمېر نړۍوالو سازمانونو هم د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د بشري او کډوالۍ حقونو ته په کتو دې له افغان کډوالو سره درست او له درناوي ډک چلند وشي.