هرات د درېیم ځل لپاره د ریښتر په کچه د ۵.۱ درجې یوې بلې زلزلې ولړزاوه

د دوشنبې په ورځ (د میزان ۱۷مه) یوې بلې زلزلې د هرات ولایت ځینې برخې ولړزولې. د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د دغې زلزلې شدت ۵.۱ ښودلی دی. دا په هرات کې نن درېیمه پرلپسې زلزله ده.

د دوشنبې په ورځ (د میزان ۱۷مه) یوې بلې زلزلې د هرات ولایت ځینې برخې ولړزولې. د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د دغې زلزلې شدت ۵.۱ ښودلی دی. دا په هرات کې نن درېیمه پرلپسې زلزله ده.
دغه راز د دوشنبې په ورځ (د میزان په ۱۷ مه) په هرات ولایت کې د رېښتر په کچه د ۴،۷ درجې یوې بلې زلزلې ولړزاوه.
د امریکا د جیولوژیکي ادارې ویلي چې د وروستۍ زلزلې مرکز د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په مرکز قره باغ کلي کې و.
څو ساعته وړاندې هرات د ریښتر په کچه د ۴،۹ درجې یوې بلې زلزلې شاهد و.
د دوشنبې په ورځ (د میزان په ۱۷مه) ماسپښین څخه مخکې لومړۍ زلزله د افغانستان لویدیځ ولړزاوه.
د اروپا مدیترانې سیسمولوژیکي مرکز د معلوماتو له مخې؛ دغه زلزله د هرات ښار شمال لوېدیځ ته په ۵۰ کیلومترۍ کې شوې ده.
په هرات کې د شنبې په ورځ (د میزان ۱۵مه) له خونړۍ زلزلې چې سلګونه کسان یې مړه او ژوبل کړل، دوه ورځې وروسته نن دوشنبې (د میزان ۱۷ مه ) درې ځله زلزلې وشوې.


د طالبانو د پېښو ته رسېدو وزارت اعلان وکړ، چې په هرات کې د دوشنبې ورځ (د میزان ۱۷مه) د زلزلې له امله څلور زره تنه مړه او ټپيان شوي دي. د دې وزارت چارواکو په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د هرات په ۲۰ کلیو کې ۱۹۸۳ کورونه "په بشپړه توګه" ویجاړ شوي.
طالبانو یو ځل بیا د هرات په زلزله کې د مړو او ټپیانو شمېرې سره نه دی جلا کړي.
د دوشنبې په ورځ (د میزان ۱۷مه) په کابل کې له یوې خبري غونډې وروسته د طالبانو د پېښو ته رسېدو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د زلزلې په ځای کې ۳۵ ملي او نړۍوالې د پلټنې او ژغورنې ډلې موجودې وې.
طالبانو ویلي، چې د دې ډلې د مشر هبت الله اخندزاده په استازیتوب یو پلاوی هم هرات ته تللی او له زلزله ځپلو سره یې د مرستې ژمنه کړې ده.
طالبانو ویلي، چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
د طالبانو په وینا؛ د ایران د اسلامي جمهوریت تخنیکي ټیم هم له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د دغې اعلاميې له مخې؛ چين، جاپان، ايران، پاکستان، اروپايي ټولنې او د روغتيا نړۍوال سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره د نغدو پيسو، خوراکي توکو او طبي مرستو ژمنه کړې ده.
طالبانو ویلي، چې هرات ته د ایران او ترکیې مرستې رسېدلې دي.
د دې خبرپاڼې پر بنسټ؛ د خوست، کندهار، پکتيا، نيمروز، ننګرهار، وردګو او فراه خلکو هم اعلان کړى، چې هرات ته به نغدي، خوراکي او غير خوراکي مرستې ولېږدوي.
طالبانو دا هم ویلي، چې یو شمېر خیریه بنسټونو، سوداګرو او "یو شمېر محدودو پاکستاني شخصیتونو" د هرات له زلزله ځپلو سره څه باندې ۳۲ میلیونه او ۳۵۰ زره افغانۍ مرسته کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر له خوا د هرات د زلزلې له قربانيانو سره سل ميليونه افغانۍ هم مرسته شوې ده.
عزیزي بنسټ هم له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د پښتونخوا لپاره د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان وايي، چې دوی افغانان دي او په پاکستان کې که څوک له افغانانو سره ناوړه چلند کوي، نو دوی به یې پر وړاندې دریږي. نوموړي په خېبرپښتونخوا کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، چې دوی په خټه افغانان او پښتانه دي.
هغه زیاته کړه: “دا دې څوک نه هېروي، چې موږ په قوم افغانان یو او کوم پښتون چې دا نه مني چې زه افغان یم، دی دې خپل پلار بیا بل چېرته ولټوي، کېدی شي له بل چا نه پېدا وي. نو زه افغان یم او له ما نه دا تمه مه کوئ، چې زما وجود او زما افغان ورور به وهل کیږي او زه به په ارام ناست یم”.
ایمل ولي خان د پاکستان حکومت ته ګواښ وکړ، چې په پاکستان کې له افغانانو سره کېدونکی چلند ودروي او دا ډول چلند ورته د زغم وړ نه دی.
نوموړي زیاته کړې، که دا چلند دا ډول روان وي؛ نو دوی به د حکومت د دغه ډول چلند پر وړاندې درېږي.
د ایمل ولي خان په خبره، چې د پاکستان لکونه خلک په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي او که چېرې له پاکستاني کډوالو سره دا ډول چلند وشي، نو د پاکستان له پاره به څه ډول تمام شي.
هغه حکومت ته په اشارې وویل: “افغانان په امریکا کې ژوند کوي، په اروپا کې ژوند کوي مګر هلته بد امني نه راځي، خو چې په پاکستان کې ژوند کوي تاسو وایئ، چې بدامني یې راوړې، حقیقت خو دا دی چې افغانانو کې مشکل نه شته په تا کې چل دی، دوی هسې ملامته ګڼې”.
دا مهال په پاکستان کې نېږدې څلور نیم میلیونه افغان کډوال ژوند کوي او د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې غیرقانوني کډوال به له دغه هېواده وباسي.
د پاکستان د حکومت دغه پرېکړه د یو شمېر قامپالو او مذهبي ګوندونو د غبرګونونو سبب شوه او دغو ګوندونو د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
خو نن د پاکستان د سرپرست حکومت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ ویلي، په پاکستان کې درې برخې کډوال اوسیږي او د افغانانو په ګډون هغه کډوال چې قانوني اسناد لري هغوی به له له پاکستانه نه ویستل کیږي.
نوموړی ویلي: «موږ د ۱،۸ میلیونه اسناد لرونکو افغان کډوالو د ویستلو په اړه هیڅ خبره هم نه ده کړې او ویل کیږي چې ټول افغانان باید له پاکستان څخه ویستل شي دا اوازه ده، موږ د اسناد لرونکو افغانانو سره هېڅ کار نه لرو.»
تېره اونۍ یو شمېر نړۍوالو سازمانونو هم د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د بشري او کډوالۍ حقونو ته په کتو دې له افغان کډوالو سره درست او له درناوي ډک چلند وشي.

د بلخ اوسېدونکو وروسته له هغه چې جوماتونو د یوې "خطرناکې زلزلې" خبرداری ورکړ، شپه یې په سړکونو او پارکونو کې سرګردانه تېره کړه.
افغانستان انټرنشنل ته څو ویډیوګانې رسېدلي، چې د بلخ مرکز مزارشریف او دهدادي ولسوالۍ یو جومات د یکشنبې په شپه د لاوډ سپیکر له لارې د "خطرناکې زلزلې" خبرداری ورکوي.
د مزارشريف له ښار څخه په نورو جلا ويډيوګانو کې ليدل کېږي، چې د دې ښار اوسېدونکي د ماشومانو او ښځو په ګډون د يکشنبې په شپه (د مېزان ١٦مه) د زلزلې له وېرې پر سړکونو تېروي.
د بلخ ولايت لږ تر لږه اوو تنو اوسېدونکو په جلا - جلا توګه له جوماتونو څخه د زلزلې د اعلانونو د خپرېدو او د مزارشريف ښار د اوسېدونکو ترمنځ د وېرې د خپرېدو خبر تاييد کړ.
دا اوازې یوازې په بلخ ولایت کې نه وې خپرې شوې، بلکې په کندهار او هلمند ولایتونو کې هم ورته اوازې خپرې شوې وې، چې ګواګې د شپې دوه بجې زلزله کیږي، چې په خلکو کې یې سخته وېره خپره کړې وه.
په ټولنیزو رسنیو کې یوه وېډیو خپره شوې، چې په کندهار ښار کې طالبانو دوه تنه نیولي چې د زلزلې اوازې خپرولې.
دا اوازې د افغانستان په لویدیځ کې د شنبې د ورځې له خونړۍ زلزلې وروسته خپرې شوې دي.
د شنبې په ورځ (د میزان ۱۵مه) د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې زلزلې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د ایران بیړنۍ مرستې او مرستندویه ډلې زلزله ځپلو سیمو ته رسیدلې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران له دې همکاریو هر کلی وکړ.
د شنبې په یوولسو بجو د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې د هرات ولایت زنده جان او یو شمیر نورې ولسوالۍ و لرزولې.
دغې زلزلې پس لرزې هم درلودې چې د زیانونه کچه یې زیاته کړه.
له پیښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د شمیرو له مخې، د مړو او ټپیانو شمیر دوه زره او ۵۳ کسانو ته رسېدلی دی.
یاد وزارت ویلي چې، په دې زلزله کې ۳۲۹ کورونه یا په بشپړ ډول له منځه تللي او یا هم زیانمن شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان په لویدیځ کې یې د زلزلې ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو د استولو لړۍ پیل کړې ده.
په هره کڅوړه مرستو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او نور شامل دي او دا کڅوړه د يوې اوه کسیزې کورنۍ له پاره یوه میاشت بسنه کوي.
د طالبانو حکومت، د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو، او مدني فعالانو په ګاونډیو هيوادونو او نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د هرات له زلزله ځپلو سره دې هر رنګ مرستې ته را ودانګي.