• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کامرسانټ ورځپاڼه: روسیه او اوکراین د پوځیانو جسدونه تبادله کوي

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۷ GMT+۱

د روسیې کامرسانت ورځپاڼې د اوکراین د جګړې د بندیانو د درملنې د همغږۍ د مرکزي دفتر په حواله د مسکو او کییف تر منځ د پوځي ارګانونو د تبادلې خبر ورکړی. د دغه راپور له مخې روسیې اوکراین ته د ۶۴ پوځیانو جسدونه سپارلي دي.

د اوکراین له لوري روسیې ته د سپارل شویو مړو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

خو روسیې چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د روسیې کامرسانت ورځپاڼې د جمعې په ورځ د تلې ۱۴مه لیکلي چې د پوځیانو د جسدونو تبادله د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په څلورمه تر سره شوې وه.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، هغه مهال مسکو د ۴۴ اوکراییني ځواکونو جسدونه کییف ته او اوکراین د ۱۶۰ روسیې پوځیانو جسدونه مسکو ته وسپارل.

د اوکراین د جګړې د بندیانو د درملنې د همغږۍ مرکز ویلي چې د جګړې د بندیانو د بېرته ستنېدو او د وژل شویو پوځیانو د جسدونو په لټه کې دي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو سرمنشي نړۍوالې ټولنې ته: د هرات له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړئ

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۹ GMT+۱
د ملګرو ملتونو سرمنشي نړۍوالې ټولنې ته: د هرات له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړئ
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش په هرات کې د زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ تر څنګ وايي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو همغږې ادارې له زلزله ځپلو سره په مرستو بوختې دي.

نوموړي په یوه بیان کې د هرات وروستۍ پېښه بوږنوونکې بللې او ویل یې دي، چې د ملګرو ملتونو همکارې ادارې د زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو په همغږۍ کار کوي او دغه پېښه له نېږدې څاري.

ښاغلي ګوترش پر نړۍوالې ټولني هم غږ کړی، چې په هرات کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره په بېړني ډول مرسته وکړي.

هغه ویلي، چې دغه خلکو لا له وړاندې د مرستې اړتیا لرله، مګر په اوسني بېړني حالت کې دا اړتیا څو چنده زیاته شوې او اړینه ده، چې د قربانیانو د کورنیو لاسنیوی وشي.

په ورته وخت کې چين، جاپان، ايران، پاکستان، اروپايي ټولنې او د روغتيا نړۍوال سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره د نغدو پيسو، خوراکي توکو او طبي مرستو ژمنه کړې ده.

طالبانو ویلي، چې هرات ته د ایران او ترکیې مرستې رسېدلې دي.

همداراز د خوست، کندهار، پکتيا، نيمروز، ننګرهار، وردګو او فراه خلکو هم اعلان کړى، چې هرات ته به نغدي، خوراکي او غير خوراکي مرستې ولېږدوي.

دا مهال د یو شمېر سوداګرو، بنسټونو او طالبانو له خوا د هرات له زلزله ځپلو سره نېږدې ۳۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان شوې ده.

اسراییل د لبنان پر خاوره د برید اعلان وکړ

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۱ GMT+۱
اسراییل د لبنان پر خاوره د برید اعلان وکړ
100%

د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د لبنان پر خاوره یې د هیليکوپټرو په وسیله برید کړی دی. دغه پوځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې اسراییلي ځواکونو "یو شمېر وسله وال چې له لبنان څخه د اسراییل خاورې ته داخل شوي وو له منځه وړي دي."

د اسراییل پوځ زیاتوي، چې وسله وال د لبنان له سویل څخه شمالي اسراییل ته ننوتلي وو او زیاته کړې یې ده، چې د دوی سرتیري به د سیمې پلټنې ته دوام ورکوي.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې د لبنان حزب الله ډلې د یکشنبې په ورځ (د تلې په ۱۶مه) اعلان وکړ، چې د شنبې په ورځ یې پر اسراییل د حماس د بریدونو په ملاتړ د اسراییل په شمال کې د «جبل دوف» سیمه په نښه کړه.

حزب الله ډلې په یوه بیان کې د دغو بریدونو مسوولیت منلی او اعلان یې کړی، چې دا کار یې د «فلسطین له مقاومت» سره په همکارۍ ترسره کړی دی.

د جرمني د هامبورګ هوايي ډګر د یوې ایرانۍ الوتکې د ګواښ له امله خپلې الوتنې بندې کړې

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۴ GMT+۱
د جرمني د هامبورګ هوايي ډګر د یوې ایرانۍ الوتکې د ګواښ له امله خپلې الوتنې بندې کړې
100%

د جرمني پولیسو اعلان وکړ، چې د هامبورګ هوايي ډګر د یوې ایرانۍ الوتکې د ګواښ له امله خپلې الوتنې وځنډولې. د فيډرال پولیسو ویاند وویل، چې د دې ګواښ له خبرېدو وروسته هغه الوتکه چې له تهران څخه د هامبورګ په هوايي ډګر کې ښکته شوې وه، وپلټل شوه.

پولیسو ویلي، چې دوی ته د دې ګواښ په اړه د برېښنالیک له لارې خبر ورکړل شوی و.

د المان په شمال کې د هامبورګ د هوايي ډګر ویب پاڼې اعلان وکړ، چې د امنیتي تدابیرو له امله اوس مهال په دغه هوایي ډګر کې هېڅ الوتنه یا ناسته نه ترسره کیږي.

د پولیسو په وینا؛ په دغه الوتکه کې ۱۹۸ مسافر سپاره وو.

تر اوسه د الوتنو د بیا پیلولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ د المان او فرانسې مشرانو په هامبورګ کې په یوه ځانګړې غونډه کې ګډون وکړ.

د هارورډ پوهنتون یوې ښځینه استادې د ۲۰۲۳ کال د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزه وګټله

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۸ GMT+۱
د هارورډ پوهنتون یوې ښځینه استادې د ۲۰۲۳ کال د اقتصاد په برخه کې د نوبل جایزه وګټله
100%

د سوېډن د علومو شاهي اکاډمۍ اعلان وکړ، چې کلودیا گلدن د امریکا اقتصادي تاریخ لیکونکې، د اقتصاد په برخه کې د ۲۰۲۳ نوبل جایزه وګټله.

د اکاډمۍ په وینا؛ اغلې گلدن د هغې د کار لپاره پېژندل شوې چې د نارینه او ښځو ترمنځ د معاشونو نابرابرۍ تحقیق کوي.

د اقتصادي علومو لپاره د نوبل کمېټې مشر د دوشنبې په ورځ وویل، چې د کار په بازار کې د ښځو د رول په اړه د کلودیا گلدن څېړنې څخه مننه کوي او اوس د اصلي عواملو او خنډونو په اړه ډېر پوهیږي چې ممکن په راتلونکي کې ورسره نړۍ مخ شي.

کلودیا گلدن په هارورډ پوهنتون کې د اقتصاد استاده ده او د اقتصادي څېؤنې ملي بیورو کې د متحده ایالاتو د اقتصادي برنامې پراختیا مدیره ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه د حماس د بریدونو د غندلو له اعلان پرته تمامه شوه

۱۷ تله ۱۴۰۲ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۷ GMT+۱
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه د حماس د بریدونو د غندلو له اعلان پرته تمامه شوه
100%

پر اسراييل د حماس د بريدونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بېړنۍ غونډه د دې شورا د ټولو غړو له يوه متحد دريځ ته له رسېدو پرته پای ته ورسېده. د رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغې شورا پر اسراییل د حماس د بریدونو د غندلو لپاره کومه ګډه اعلامیه خپره نه کړه.

د امنیت شورا د بندو دروازو ترشاه غونډه (د مېزان په ۱۶مه) د مالتا هېواد په غوښتنه جوړه شوه.

د اسراییل د روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې د حماس په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۲۳۸۲ نور ټپیان شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ په ټپيانو کې د ۲۲ تنو روغتیايي حالت نازک دی.

پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۴۹۳ کسان وژل شوي او ۲۷۵۰ نور ټپیان شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي مرستیال رابرټ ووډ ویلي، چې د امنیت شورا یو شمېر غړو د حماس دغه بریدونه غندلي دي.

هغه زیاته کړه، چې رسنۍ کولای شي د کوم یوه هېواد نوم واخلي چې دغه بریدونه یې نه دي غندلي.

د راپورونو له مخې؛ د دغه امریکايي ډېپلوماټ د نیوکې هدف روسیه وه.

د ووډ په وینا؛ امریکا غوښتنه کړې وه، چې د امنیت شورا ټول پنځلس غړي دې پر اسراییل د حماس بریدونه وغندي، خو داسې ونه شول.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا اسوشیټیډ پرېس ته ویلي، د واشنګټن دا ادعا چې روسیې د حماس بریدونه نه دي غندلي، حقیقت نه لري.

هغه وویل، چې د روسیې دریځ دا دی چې سمدستي شخړه ودروي، اوربند وکړي او د دواړو خواوو ترمنځ خبرې پیل کړي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ژانګ جون هم د حماس د نوم له اخیستو پرته ویلي چې بیجینګ پر ولسي وګړو برید غندي.

د هغه په ​​وينا؛ هغه څه چې اوس مهم دي د وضعيت د خرابېدو او د ملکي تلفاتو د زياتېدو مخنيوى دى.

په همدې حال کې رویټرز د دوشنبې په ورځ (د میران۱۷مه) راپور ورکړ، چې د امریکا مشهور سناتور چاک شومر په بیجینګ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره په کتنه کې وویل، چې د حماس د حملې په اړه د چین له دریځه مایوسه شوی دی.

شومر پر بیجینګ غږ وکړ، چې د اسراییل تر څنګ ودرېږي او د حماس له خوا «بزدلانه او وحشي» بریدونه وغندي.