• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د طالبانو والي: اسراییل به ډېر ژر د نړۍ له نقشې ورک شي

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۱ GMT+۱

د کابل ولایت لپاره د طالبانو والي د اسراییل په اړه خبرداری ورکړی، چې دغه هېواد به ډېر ژر د نړۍ له نقشې څخه لېرې شي. محمد قاسم خالد د سې شنبې په ورځ (د میزان ۱۸مه) وویل؛ اسراییل غوښتل چې فلسطین د نړۍ له نقشې څخه لېرې کړي، خو اوس خپله د نړۍ له نقشې څخه د لېرې کېدو په درشل کې دی.

دغه طالب چارواکي په کابل کې په یوه غونډه کې فلسطیني وسله والو ته وویل ستاسو دښمنان له منځه تللي دي.

محمد قاسم خالد زیاته کړه، چې اسراييل به د فلسطینیانو په لاس له منځه یوړل شي او "اقصی جومات او بیت المقدس به فتح شي".

هغه ټینګار وکړ، چې فلسطین په ټوله اسلامي نړۍ پورې اړه لري او مساله "د الاقصی جومات او بیت المقدس فتحه" ده.

قاسم خالد له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د فلسطین ملاتړ وکړي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه، چې طالبان او د افغانستان خلک د فلسطین د خلکو او مجاهدینو د مظلمیت په فکر دي او له هغوی څخه خپل ملاتړ اعلانوي.

په اسراييل باندې د فلسطیني ډلې حماس له حملې وروسته د طالبانو ډلې د دغې فلسطیني ډلې ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ، چې فلسطینیان د خپل ځان د دفاع حق لري.

د حماس له خوا تر دغه برید وروسته اسراييلي ځواکونو په غزه کې د حماس پر مرکزونو بمباري وکړه.

دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د سعودي عربستان ولیعهد: موږ د فلسطین د خلکو تر څنګ یو او د هغوی د مشروع حقونو په لټه یو

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۲۲ GMT+۱
د سعودي عربستان ولیعهد: موږ د فلسطین د خلکو تر څنګ یو او د هغوی د مشروع حقونو په لټه یو
100%

د سعودي عربستان ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان ویلي، هېواد یې د فلسطیني ولس تر څنګ ولاړ دی، چې د دوی مشروع حقونه تعقیب کړي. نوموړي دغه موضوع د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره په ټیلیفوني خبرو کې مطرح کړه.

د سې شنبې په ورځ (د میزان ۱۸مه) سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د محمد بن سلمان له قوله لیکلي، چې هېواد یې د فلسطین د خلکو تر څنګ ولاړ دی، چې د هغوی د حقونو، عزت او دایمي سولې او پر امنه ژوند د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.

محمد بن سلمان همداراز محمود عباس ته د حماس او اسراييل تر منځ له جګړې وروسته مخ په خرابېدو وضعیت د ملکیانو ژوند او د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ بللی دی.

دسعودي عربستان ولیعهد زیاته کړه، چې هېواد یې له نړۍوالو او سیمه ییزو خواو سره د اړیکو د ټینګولو او په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو او د هغې د خپرېدو د مخنیوي لپاره هر اړخیزې هڅې کوي .

محمد بن سلمان همداراز د نړۍوالو بشردوستانه قوانینو د رعایتولو او د ملکیانو په نښه کولو څخه د مخنیوی پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د فلسطیني ادارې مشر هم د سعودي عربستان د «متوقع دریځونو» او «د فلسطین د خلکو تر څنګ د درېدو» ستاینه کړې ده.

د وروستیو شمېرو له مخې؛ د حماس او اسراییلو ترمنځ په جګړو کې تر ۹۰۰ ډېر اسراییلیان او ۷۰۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

پر اسراييل د حماس ډلې برید په داسې حال کې شوی، چې د دغه هېواد او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو هڅې روانې دي.

طالبان: اوسنی نظام مو د ښځو او ځوانانو د "فدایي" بریدونو په قربانیو لاسته راوړی

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۴ GMT+۱
طالبان: اوسنی نظام مو د ښځو او ځوانانو د "فدایي" بریدونو په قربانیو لاسته راوړی
100%

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري په کابل کې د سې شنبې په ورځ د (تلې ۱۸مه) د دیني عالمانو او مسولانو غونډه جوړه شوه. دغه غونډه چې د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه د فلسطین په ملاتړ او د اسراییل پر ضد پکې شعارونه ورکړل کېدل.

امربالمعروف وزارت د پالیسۍ معین محمد فقیر محمدي په غونډه کې د خپلې وینا پر مهال وویل: «فدایانو قربانۍ ورکړي دي، ښځو فدایانو قربانۍ ورکړې او دا نظام مو لاس ته راوړی، او اوس یې باید په ګډه ساتنه وکړو.»

یاده غونډه په داسې مهال جوړه شوې چې په هرات کې د زلزلې له امله انساني ناورین رامنځته شوی.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په دغه غونډه کې د کابل لپاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد له فلسطین څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

همدارنګه نوموړي په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته په اشارې د یادو هیوادونو حکومتونه اسراییل پرسته هیوادونه وبلل.

په دغې غونډه کې د کابل د پیشه ورانو او کسبګرو خونې، د زرګرانو ټولنې او د خصوصې سکتور د نورو ټولنو مشرانو ویناوې وکړې.

دوی د امربالمعروف له لوري په جوړه شوې غونډه کې د طالبانو له حکومته ملاتړ اعلان کړ او په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو سره یې د مرستو ژمنې وکړې.

د یادې غونډې پر مهال د طالبانو امربالمعروف سرپرست محمد خالد حنفي د خپلې وینا پر مهال وویل، «د اسلامي نظام ساتنه فرض عین ده، د دیني عالمانو، متنفذینو او د ټولنې مخورو مسولیت دی چې د اسلامي نظام ساتنه وکړي.»

د طالبانو دغه چارواکي له دیني عالمانو وغوښتل چې د دغې ډلې د اصلاح لپاره سلا مشورې ورکړې.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت له لوري یاده غونډه په داسې مهال جوړیږي چې په هرات ولایت کې د زلزلې له امله انساني ناورین رامنځه شوی دی.

یو شمېر شنونکي وايي، طالبان د داسې غونډو په جوړولو سره هڅه کوي چې کورنی مشروعیت ترلاسه کړي خو طالبان تر اوسه پر خپلو دغه شان هڅو کې نه دي بریالي شوي.

د اوچا نوی راپور: په هرات کې د زلزلې د مړو او ټپیانو په شمېر کې ډېروالی او مرستې

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۶ GMT+۱
د اوچا نوی راپور: په هرات کې د زلزلې د مړو او ټپیانو په شمېر کې ډېروالی او مرستې
100%

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې زلزلې دوه ورځې وروسته هم ټکانونو دوام درلود. د ایران، چین او ترکیې په ګډون د نړیوالو شریکانو په ملاتړ د لټون او ژغورنې هڅې اوس هم روانې دي.

اوچا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د اټکل له مخې تر دې دمه د هرات ولایت په پنځو ولسوالیو کې د زلزلې له امله ۱۲۱۱۰ کسان (۱۷۳۰ کورنۍ) اغیزمن شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دې ولایت په ګلران ولسوالۍ کې ۹۵ کورنۍ، په انجیل کې ۱۵۰ کورنۍ، رباط سنګي کې ۳۰ کورنۍ او زنده جان ولسوالۍ کې ۱۳۹۵ کورنۍ زیانمنې شوي او د اټکل له مخې د اغیزمنو کورنیو شمېر به تر دې هم لوړ شي.

د زلزلې مرکز زنده جان ولسوالۍ تر ټولو زیاته ځپل شوې سیمه ده چې ۱۲۹۴ تنه مړه شوي، ۱۶۸۸ ټپیان شوي او سل په سلو کې کورونه ویجاړ شوي دي.

د اوچا د نویو شمیرو له مخې په دې پیښه کې تراوسه ۴۸۵ کسان (۱۹۱ نارینه او ۲۹۴ ښځې) ورک دي.

په دغه پیښه کې د شپږو ښوونځیو د ویجاړیدو راپور هم ورکړل شوی دی.

د راپور په حواله، په لومړیتوبونو کې بیړنۍ سرپناوې لکه خیمې او همدارنګه د ژمي په وړاندې د اوږدې مودې لپاره غیر خوراکي توکي لکه ترپالونه، کمپلې، جامې، او داسې نور اړین توکي شامل دي.

د یادولو ده چې، د افغانستان د بشردوستانه وجهي صندوق د بیړنیو مرستو لپاره ۵ میلیون ډالره ځانګړې کړي او د لا زیاتو مرستو هڅې روانې دي.

پاکستاني پولیس: د پښتون ژغورنې غورځنګ يو غړی مو په هېواد کې د ګډوډۍ خپرولو له امله بندي کړ

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۴ GMT+۱
پاکستاني پولیس: د پښتون ژغورنې غورځنګ يو غړی مو په هېواد کې د ګډوډۍ خپرولو له امله بندي کړ
100%

پاکستاني پولیس وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ د برخې مشر نورالله ترین یې له قانون څخه د سرغړونې په تور نیولی او یوه میاشت به یې په زندان کې ساتي.

د سند د کورنیو چارو محکمې په خپاره شوي امر کې ویلي چې نوموړي په سهراب ګوټ نومې سیمه کې د حالاتو د ګډوډولو هڅه کړې وه، چې په دې سره به نوموړی یوه میاشت په زندان کې ساتل کیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ د برخې د مشرتابه غړی محمد الله مسید بیا وايي چې پاکستاني پولیسو د اکتوبر په څلورمه نېټه نورالله ترین له خپله کوره نیولی او نامعلوم لوري ته یې وړی و، چې د څلور ورځو تري تم کېدو وروسته پرون پولیسو د هغه د ځای ځایګي په اړه معلومات شریک کړی دي، ښاغلی مسید وايي په تېرو څو ورځو کې دوی ته د ښاغلي ترین په اړه هېڅ ډول معلومات نه و.
ښاغلي مسید رسنیو ته ویلي دوی د سند لوړې محکمې ته شکایت کړی او د هغه د راخوشې کولو له پاره به نورو قضایي څانګو ته هم خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي چې د دوی د ملګرو په نیولو سره به دوی هیڅکله هم د خپلې مبارزې څخه په شا نه شي.

د سپین بولدک له لارې شاوخوا ۱۵۰ افغانې کورنۍ افغانستان ته ستنې کړل شوې

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۰ GMT+۱
د سپین بولدک له لارې شاوخوا ۱۵۰ افغانې کورنۍ افغانستان ته ستنې کړل شوې
100%

د پاکستان دولتي راډيو خبر ورکړی، چې د کندهار د سپين بولدک له لارې شاوخوا ۱۵۰ افغان کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې کړل شوې دي. په بلوچستان ایالت کې د چارواکو په خبره، بې اسناده کډوال درې ورځې په کمپونو کې ساتل کېږي او بیا افغانستان ته استول کیږي.

په وروستیو ورځو کې پاکستان په ځانګړي ډول په اسلام اباد او کراچۍ ښارونو کې افغانان نیولي او له دې هیواده یې شړلي دي.

د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۵۰ کورنۍ د تورخم له لارې د ۲۰ لاریو په مرسته افغانستان ته لیږدول شوي دي.

د پاکستان موقت حکومت یوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د روانې میاشتې تر پایه به ۱.۷۳ میلیونه افغان کډوال له هېواده وباسي.

له کډوالو سره دغه سخت دریځی چلند په پاکستان دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

ګڼو نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونو له پاکستانه غوښتي چې د بشري ناورین او د طالبانو د ګواښ له امله له دغه هېواده د کډوالو د ایستلو پلان وځن‌‌‌‌‌‌ډوي.