• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: اوسنی نظام مو د ښځو او ځوانانو د "فدایي" بریدونو په قربانیو لاسته راوړی

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ تله ۱۴۰۲ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري په کابل کې د سې شنبې په ورځ د (تلې ۱۸مه) د دیني عالمانو او مسولانو غونډه جوړه شوه. دغه غونډه چې د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه د فلسطین په ملاتړ او د اسراییل پر ضد پکې شعارونه ورکړل کېدل.

امربالمعروف وزارت د پالیسۍ معین محمد فقیر محمدي په غونډه کې د خپلې وینا پر مهال وویل: «فدایانو قربانۍ ورکړي دي، ښځو فدایانو قربانۍ ورکړې او دا نظام مو لاس ته راوړی، او اوس یې باید په ګډه ساتنه وکړو.»

یاده غونډه په داسې مهال جوړه شوې چې په هرات کې د زلزلې له امله انساني ناورین رامنځته شوی.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په دغه غونډه کې د کابل لپاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد له فلسطین څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

همدارنګه نوموړي په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته په اشارې د یادو هیوادونو حکومتونه اسراییل پرسته هیوادونه وبلل.

په دغې غونډه کې د کابل د پیشه ورانو او کسبګرو خونې، د زرګرانو ټولنې او د خصوصې سکتور د نورو ټولنو مشرانو ویناوې وکړې.

دوی د امربالمعروف له لوري په جوړه شوې غونډه کې د طالبانو له حکومته ملاتړ اعلان کړ او په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو سره یې د مرستو ژمنې وکړې.

د یادې غونډې پر مهال د طالبانو امربالمعروف سرپرست محمد خالد حنفي د خپلې وینا پر مهال وویل، «د اسلامي نظام ساتنه فرض عین ده، د دیني عالمانو، متنفذینو او د ټولنې مخورو مسولیت دی چې د اسلامي نظام ساتنه وکړي.»

د طالبانو دغه چارواکي له دیني عالمانو وغوښتل چې د دغې ډلې د اصلاح لپاره سلا مشورې ورکړې.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت له لوري یاده غونډه په داسې مهال جوړیږي چې په هرات ولایت کې د زلزلې له امله انساني ناورین رامنځه شوی دی.

یو شمېر شنونکي وايي، طالبان د داسې غونډو په جوړولو سره هڅه کوي چې کورنی مشروعیت ترلاسه کړي خو طالبان تر اوسه پر خپلو دغه شان هڅو کې نه دي بریالي شوي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د اوچا نوی راپور: په هرات کې د زلزلې د مړو او ټپیانو په شمېر کې ډېروالی او مرستې

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۶ GMT+۱
د اوچا نوی راپور: په هرات کې د زلزلې د مړو او ټپیانو په شمېر کې ډېروالی او مرستې
100%

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې زلزلې دوه ورځې وروسته هم ټکانونو دوام درلود. د ایران، چین او ترکیې په ګډون د نړیوالو شریکانو په ملاتړ د لټون او ژغورنې هڅې اوس هم روانې دي.

اوچا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د اټکل له مخې تر دې دمه د هرات ولایت په پنځو ولسوالیو کې د زلزلې له امله ۱۲۱۱۰ کسان (۱۷۳۰ کورنۍ) اغیزمن شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د دې ولایت په ګلران ولسوالۍ کې ۹۵ کورنۍ، په انجیل کې ۱۵۰ کورنۍ، رباط سنګي کې ۳۰ کورنۍ او زنده جان ولسوالۍ کې ۱۳۹۵ کورنۍ زیانمنې شوي او د اټکل له مخې د اغیزمنو کورنیو شمېر به تر دې هم لوړ شي.

د زلزلې مرکز زنده جان ولسوالۍ تر ټولو زیاته ځپل شوې سیمه ده چې ۱۲۹۴ تنه مړه شوي، ۱۶۸۸ ټپیان شوي او سل په سلو کې کورونه ویجاړ شوي دي.

د اوچا د نویو شمیرو له مخې په دې پیښه کې تراوسه ۴۸۵ کسان (۱۹۱ نارینه او ۲۹۴ ښځې) ورک دي.

په دغه پیښه کې د شپږو ښوونځیو د ویجاړیدو راپور هم ورکړل شوی دی.

د راپور په حواله، په لومړیتوبونو کې بیړنۍ سرپناوې لکه خیمې او همدارنګه د ژمي په وړاندې د اوږدې مودې لپاره غیر خوراکي توکي لکه ترپالونه، کمپلې، جامې، او داسې نور اړین توکي شامل دي.

د یادولو ده چې، د افغانستان د بشردوستانه وجهي صندوق د بیړنیو مرستو لپاره ۵ میلیون ډالره ځانګړې کړي او د لا زیاتو مرستو هڅې روانې دي.

د سپین بولدک له لارې شاوخوا ۱۵۰ افغانې کورنۍ افغانستان ته ستنې کړل شوې

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۰ GMT+۱
د سپین بولدک له لارې شاوخوا ۱۵۰ افغانې کورنۍ افغانستان ته ستنې کړل شوې
100%

د پاکستان دولتي راډيو خبر ورکړی، چې د کندهار د سپين بولدک له لارې شاوخوا ۱۵۰ افغان کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې کړل شوې دي. په بلوچستان ایالت کې د چارواکو په خبره، بې اسناده کډوال درې ورځې په کمپونو کې ساتل کېږي او بیا افغانستان ته استول کیږي.

په وروستیو ورځو کې پاکستان په ځانګړي ډول په اسلام اباد او کراچۍ ښارونو کې افغانان نیولي او له دې هیواده یې شړلي دي.

د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۵۰ کورنۍ د تورخم له لارې د ۲۰ لاریو په مرسته افغانستان ته لیږدول شوي دي.

د پاکستان موقت حکومت یوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د روانې میاشتې تر پایه به ۱.۷۳ میلیونه افغان کډوال له هېواده وباسي.

له کډوالو سره دغه سخت دریځی چلند په پاکستان دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

ګڼو نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونو له پاکستانه غوښتي چې د بشري ناورین او د طالبانو د ګواښ له امله له دغه هېواده د کډوالو د ایستلو پلان وځن‌‌‌‌‌‌ډوي.

د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو په بهیر کې د درغلیو اندېښنې

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۹ GMT+۱
د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو په بهیر کې د درغلیو اندېښنې
100%

د شنبې په ورځ (د تلې ۱۵مه) د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. تر اوسه د ګڼو کسانو د مرګ او ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي؛ خو دا وروستۍ شمېرې نه دي او د مرګ ژوبلې د شمېر د زیاتېدو اندېښنې هم شته.

سره له دې چې ژغورونکو ډلو د خاورو لاندې د ژوندي پاتې شویو کسانو د ایستلو لپاره هڅې پیل کړې خو بیا هم د پوره امکاناتو د نشتوالي له امله دا بهیر پڅ روان دی چې د زیانونو د زیاتېدو لامل شوی.

د هرات زلزله په داسې حال کې شوې، چې افغانستان له جدي بشري ناورین سره مخ دی او نړیوال مرستندویه بنسټونه هم د بودیجې له کمښت سره مخ دي.

سره له دې چې نن څلورمه ورځ ده په زنده جان ولسوالۍ کې دولس کلي تر ځمکې لاندې شوي، خو له هرات سره د نړۍ د هیوادونو مرستې ‌‌‌‌‌‌ډېرې پيکه دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وړاندیز کوي چې د زلزله ځپلو لپاره باید یو ځانګړی بانکي حساب جوړ شي چې له مرستو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیول شي.

د پوهنتون استاد سید مسعود وايي چې، «باید یو منظم میکانیزم جوړ شي ترڅو جوته شي چې مرستې په کومو برخو لګیدلي دي.»

تر دغې زلزلې وروسته که څه هم ځينو هېوادونو له زلزله ځپلو سره د مرستې ټټر وهلی خو تر اوسه په لږه کچه مرستې سیمې ته رسېدلې دي.

په هرات کې له زلزله ځپلو سره جرمني پنځه میلیونه یورو، ملګرو ملتونو ورته اندازه، چین دوه لکه ډالره، د ملک سلمان خیریه بنسټ دوه میلیونه ډالر، ‏ميرويس عزيزي ۲۰۰ میليونه افغانۍ، ‏کام اير هوايي شرکت ۱۰ میليونه افغانۍ، ‏د افغانستان کرېکټ بورډ ۲ میليونه افغانۍ، ‏جاوېد اپرېدی ۳ میليونه افغانۍ
‏راشد خان د نړېوال جام لخوا ورکړل کېدونکې ټولې پیسې او لسګونو نورو سازمانونو، هیوادونو او ملي، سوداګرو د مرستو اعلان کړی.

اوس په دغو مرستو کې د درغلیو اندېښنې هم راپيدا شوې دي.

د بشري حقونه فعاله عطیه مهربان وایي، تر دې وړاندې هم کومې طبیعي پیښې چې په افغانستان کې کیدلې د یو شمیر کسانو له خوا مرستې شخصي جیبونو ته تللې او په ریښتیني توګه اړمنو کسانو ته نه ورکول کیدې.

نوموړې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې همداراز وویل: «اوسمهال د طالبانو حکومت هیڅ کوم سیسټم نه لري نو هیڅ داسې یوه اداره هم نه شته چې د دغو مرستو څارنه وکړي او د پیښې قربانیان وپیژني.»

د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ دوام لري.
د کرېکټ ملې لوبغاړي محمد نبې په ۲۴ ساعتونو کې تر څلویښت زره ډالرو زیاتې پیسې راټولې کړي دي.

له دې سره، په ځینو ولایتونو کې صندوقونه اېښودل شوي او له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د پیسو ټولولو کمپاینونه روان دي.

افغانې خبریالې حسینې ذهبي هم د مرستو د ټولولو کمپاین پیل کړی چې تر اوسه یې لسګونو زیانمنو ته په بیلابیلو برخو کې مرستې ټولې کړې دي.

نوموړې وایي، په هرات ولایت کې ډیره زړه بوږنوونکې پیښه رامنځته شوې او په داسې یوه حالت کې باید د خپلو هیوادوالو لاسنیوی وکړو.

د اقتصادي چارو شنونکی سمیع ستانکزی وایي، د طالبانو اصلي کمزورتیا دا ده چې په تېرو دوو کلونو کې یې له ټولو ادارو څخه ظرفیتونه ایستلي دي.

د نوموړي په خبره، «طالبانو ته جوړه اداره په لاس ورغلې وه، نو له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست باید په ټولو شرایطو کې خپل ټیمونه او میکانیزمونه ولري چې د پیښې په وخت کې ژر تر ژره عمل وکړي.»

د یادولو وړ ده، په مرستو کې د درغلیو په اړه اندېښنې تر هغه وروسته رامنځته شوې چې په افغانستان کې تر هرې طبیعي پیښې وروسته د زرګونو ډالرو مرستې شوې خو د یو شمیر درغلو کسانو له خوا دغه مرستې اړمنو کسانو ته نه دي رسیدلې او پکې پراخه درغلي شوې ده.

د سپین بولدک ـ چمن دروازه تر دوه ساعته تړل کېدو وروسته بېرته د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۱ GMT+۱
د سپین بولدک ـ چمن دروازه تر دوه ساعته تړل کېدو وروسته بېرته د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه
100%

د کندهار سپین بولدک اوسیدونکي وايي، نن د سې شنبې په سهار (د تلې ۱۸مه) د سپین بولدک ـ چمن دروازه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو له لوري هغه مهال وتړل شوه، کله چې پاکستاني پوځیانو له افغانستان څخه پاکستان ته ورتلونکي افغانانو ته پر تذکره د تګ اجازه نه ورکوله.

پاکستاني پوځیان وايي، افغان مساپر پاکستان لوري ته د تګ پر مهال باید پاسپورټ او تذکره دواړه ولري.

خو د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته پراته قبایل د پاکستان دغه غوښتنه نه مني.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل د پاکستاني پوځیانو د دغې کړنې په غبرګون کې طالبانو افغانستان ته د هغه مساپرو د ننوتلو مخه ونیوله چې پر پاکستاني شناختي‎ کارډ افغانستان ته تلل.

خو تر دوه ساعته وروسته طالبانو او پاکستاني چارواکو پریکړه وکړه چې د افغانستان له لوري مساپرو ته پر تذکره او د پاکستان له لوري مساپرو ته پر شناختي کارډ د تګ اجازه ورکړي.

په دې ورستیو کې پاکستان هڅه کوي چې پر سپین بولدک دروازه افغان مساپر باید پر پاسپورټ او تذکره د چمن لوري ته واوړي.

خو د ډیورنډ دواړو لوریو ته پراته قبایل د پاکستان دغه پریکړه نه مني.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د دغې پریکړي په غبرګون د پاکستان په چمن ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري لاریون هم تر سره شوی و.

څلور برېتانویان د طالبانو له بنده خوشې شول

۱۸ تله ۱۴۰۲ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۱۶ GMT+۱
څلور برېتانویان د طالبانو له بنده خوشې شول
100%

د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د (تلې په ۱۸مه) د طالبانو له زندانه د دغه هېواد د څلورو وګړو د خوشې کولو خبر ورکړ. برېتانیا د یادو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې دغه څلور تنه د افغانستان له قانونه د سرغړونې په تور نیول شوي وو.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د روان کال په لومړیو کې د خپلو وګړو د خلاصون لپاره له طالبانو سره د خبرو کولو په اړه ویلي و.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له لارې له خپلو ټولو اتباعو څخه غوښتي، چې له هیواده بهر د ترهګرۍ ضد قوانیو او همدارنګه د هیوادونو قوانین له پامه و نه غورځوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، ډېرو هیوادونو خپلو وګړو ته لارښوونه کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته له تګ څخه ډډه وکړي.

یو شمېر لویدیځو هیوادونو په وار، وار خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان د بې ثباته امنیتي وضعیت او د وسله والو جنګیالیو د شتون له امله د سیاحت لپاره د لوړ خطر په توګه پیژندل شوی دی.

د راپورونو له مخې، که څه هم اوس د طالبانو له خوا رامنځته شوې امنیتي ستونزې هوارې شوې، خو د بهرنیو وګړو لپاره د داعش، اختطاف او نیول کېدو خطر لا هم لوړ دی.