د امریکا د پوځ لوی درستیز د خبریالانو یوې وړې ډلې ته وویل: «موږ غواړو یو ډېر قوي پیغام واستوو. موږ نه غواړو چې دا شخړه خپره شي او نظر دا دی، چې ایران باید دا پیغام په لوړ او روښانه توګه ترلاسه کړي".
د امریکا پوځ اسراییل ته د هوايي دفاع، مهماتو او نورو امنیتي مرستو نوي اکمالات زیاتوي، چې د حماس له خوا د بې ساري برید په ځواب کې له هغوی سره مرسته وکړي.
د امریکا متحده ایالات وايي؛ په اسراييل باندې د فلسطیني اسلامي ډلې حماس له خوا په بریدونو کې د ایران د مستقیم لاس لرلو په اړه هېڅ معلومات او شواهد نه لري.
په دې حال کې پر اسراییل د حزب الله د توغندیزو بریدونو ایران نور هم تر شک لاندې راوستی دی، چې واشنګټن پرې له حماس سره د همکارۍ تور پورې کوي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ (د میزان ۱۷مه ) اماسانبي سي شبکې ته وویل، چې که څه هم متحده ایالات په اسراییل باندې د حماس په بریدونو کې د ایران د مستقیمې ونډې په اړه هېڅ معلومات او ثبوت نه لري، "ایران شریک د جرم دی."
هغه زیاته کړه، چې ایران له ډېرې مودې راهیسې په ټوله سیمه کې د حماس او نورو ترهګرو شبکو ملاتړ کوي.
وال سټریټ ژورنال هم په لبنان کې د حماس او حزب الله د جګپوړو غړو په حواله راپور ورکړی، چې سپاه پاسداران په تېرو څو اونیو کې د حماس سره د ځمکې، هوا او سمندري برید په پلان کې مرسته کړې وه.
حماس تایید کړې، چې د دې ډلې پراخ برید د ایران په ملاتړ ترسره شوی دی.