د کم عمره نجونو نړۍواله ورځ: په افغانستان کې د کم عمره نجونو لومړني حقونه تر پښو لاندې شوي

د اکټوبر یوولسمه د کم عمره نجونو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. ملګرو ملتونو په ۲۰۱۲ کال د جنسیتي برابرۍ او عامه پوهاوي لوړولو په موخه د اکټوبر ۱۱مه د کم عمره نجونو د نړۍوالې ورځې په نوم نومولې ده.
د دغې ورځې د لمانځلو موخه د ماشومو نجونو ملاتړ، زدهکړو، خوړو، قانوني حقونو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي او په زوره د ودولو مخنیوی دی.
د ماشومانو د ملاتړ سازمان د ۲۰۲۳ کال د نجونو راپور ښیي، چې نږدې ۹ مېلیونه نجونې هر کال د اقلیمي ناورین او د ماشومانو د ودونو له دوه ګوني ګواښ سره مخ دي.
په نړۍ کې هر کال له دې ورځې په داسې حال کې لمانځنه کېږي، چې افغانې نجونې له دوو کلونو راهیسې د ژوند نهیلې سختې شپې او ورځې تېروي او خپل لومړني حق چې د تعلیم برخه ده له لاسه ورکړی دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له شپږم ټولګي پورته په سلګونه زره ماشومې نجونې له زدهکړو بې برخې شوې دي.
زحل شجي چې د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکې وه، د فاطمې په نوم یوه لور لري.
زحل وایي:« لور یې د شپږم ټولګي زدهکوونکې وه؛ خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې د خپلې لور د زدهکړو او راتلونکې لپاره د هېواد پرېښودو ته اړه شوه.»
تر دې مخکې هم د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د ناوړه کلتوري ستونزو له امله زرګونو نجونو د زدهکړو د ترلاسه کولو حق نه درلود، ډېری یې په درنو کارونو بوختې وې او یا هم په کم عمر کې یې په جبري توګه ودونه کول، هغه څه چې د افغانستان د اساسي قانون پربنسټ د واده کولو لپاره د نجونو عمر له اتلسو کلونو پورته ټاکل شوی و؛ خو بیا هم له دې امر څخه سرغړونه کېده.
په ورته وخت کې له کلونو راهیسې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې ډېری ښځې د نجونو د زېږولو له امله د خاوند د کورنۍ د غړیو لهخوا له سختو تاوتریخوالو سره مخ کېږي، چې ډېرې میرمنې ان له روحي او رواني ستونزو سره مخ کېږي.
اته کلنه حوا چې د درېیم ټولګي زدهکوونکې ده له سخت روحي فشار سره مخ ده.
د حوا له زېږېدو وروسته مور یې د ډېرو ماشومانو د زېږېدو له امله هغه بلې کورنۍ ته په فرزندي ورکړه؛ خو کله چې دغه ماشومه لویه شوه د نورو خلکو د خولې خبره شوه چې اصلي مور او پلار یې نور کسان دي.
د حوا په شان زرګونه نجونې له ورته ستونزې سره مخامخ دي، کله د ماشومانو د زیاتېدو له امله نجونې نورو کورنیو ته په فرزندۍ ورکول کېږي او کله هم چې یوه کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي خپلې ماشومې لوڼې خرڅوي.
دا ستونزه پر همدې ځای نه ختمیږي، داسې کورنۍ هم شته چې خپلې ماشومې لوڼې په بدو کې ورکوي او یا هم د پلار د دویم واده یا د ورور د واده لپاره د نجلۍ له رضایت او خبرېدو پرته په کم عمر کې ورکول کېږي.
د نهم ټولګي زدهکوونکې ندیمه د طالبانو لهخوا د ښوونځیو له بندېدو وروسته د خپلې کورنۍ له لوري یې د تره زوی ته ورکړل شوه.
هغه وایي:« د ګډ ژوند په اړه په هیڅ هم نه پوهېږي او له ورکولو مخکې کورنۍ یې د هغې د رضایت پوښتنه هم ونکړه.»
نالوستي، بېوزلي، له انساني حقونو او قوانینو څخه د خلکو ناپوهي او ناخبري او داسې نور مسایل د ماشومو نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي عمده لاملونه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې یونیسېف په ځلونو له طالب چارواکو غوښتي، چې د نجونو د زدهکړو د مخنیوي په برخه کې خپل دریځ بدل کړي؛ خو طالبانو تراوسه هم په دې اړه خپله پریکړه بدله کړې نهډده.
یونیسېف له تېرو دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او وایي، چې دوی د نجونو ښوونځيو د بیا پرانیستو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
اوس ډېری کورنۍ له سرپرست حکومته غواړي، له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پرمخ پرانیزي، چې دوی د هېواد پرېښودو ته زړه ښه نه کړي.