د ترهګرۍ ضد ادارې پښتونخوا کې د «مطلوبو ترهګرو» د سر د بیې درېیم فهرست خپور کړ

د پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې په دغه صوبه کې د ۱۲۸ «مطلوبو ترهګرو» د سر د بیې نوملړ خپور کړ. د دوی د سر بیه له درې لکو نیولې تر اویا لکو روپو پورې مقرره شوې ده. تر دې مخکې هم په پښتونخوا کې دوه ځلې ورته لېست خپور شوی دی.