• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران طالبانو ته د کانونو د موندلو او اېستلو لپاره د ګډ شرکت د جوړولو وړاندیز کړی

۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۰:۰۷ GMT+۱

د خراسان رضوي ولایت یوه چارواکي ویلي، ایران طالبانو ته وړاندیز کړی چې د افغانستان د کانونو د کشف او اېستلو لپاره دې په ګډه یو شرکت جوړ کړي. د خراسان رضوي د والي اقتصادي مرستیال ابوالفضل چمندي زیاته کړه، چې افغانستان د سرب، لیتیم او اوسپنې د کانونو پراخې زیرمې لري.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو همغږي کوونکي مرستیال ابوالفضل چمندي د شنبې په ورځ -د تلې ۲۲ مه- وویل، د طالبانو له خوا د اوسپنې د استخراج په بولیو کې تر ټولو زیاتې بولۍ ایراني شرکتونو ګټلې دي.

ښاغلي چمندي دغه راز افغانستان ته د ايراني درملو د صادراتو يادونه هم وکړه او ويې ويل، په دې اړه او په دې برخه کې د صادراتو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په اړه د طالبانو روغتيا وزارت له ايراني چارواکو سره خبرې کړې دي.

له بلې خوا دغه ایراني چارواکي په بېلابېلو هېوادونو کې د ناروغانو درملنې ته په اشارې سره اټکل کړی چې افغان ناروغان په پاکستان او هند کې د درملنې لپاره یو میلیارد ډالر لګوي او په دې برخه کې د ایران ونډه لږ ده.

هغه وویل، د افغان ناروغانو د درملنې په برخه کې د ایران د مرستو د زیاتولو لپاره د طالبانو د روغتیا ادارې موافقه کړې ده.

ښاغلی چمندي افغانستان ته د ایران د اقتصادي څانګې د چارواکو وروستي سفر او له طالب چارواکو سره خبرو ته په اشارې سره ویلي چې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ له وزیر سره په لیدنه کې د ایران د اړتیا په اساس د چغندر، اوربشو او جوارو په څېر د فصلونو د کرکیلې د تړون په اړه خبرې اترې شوي.

هغه وويل، ايران په دې برخه کې دوه ميليارده ډالره صادرات او شل میلیونه ډالره واردات لري او غواړي په دې برخو کې پرمختګ وکړي.

د خراسان رضوي تجارتي او اقتصادي پلاوی او د خراسان رضوي والي له افغانستان سره د اقتصادي تعاملاتو د زياتولو په موخه تېره اونۍ افغانستان ته سفر وکړ.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان د چین په لار او کمربند اقتصادي ناسته کې ګډون کوي

۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۶ GMT+۱
طالبان د چین په لار او کمربند اقتصادي ناسته کې ګډون کوي
100%

د طالبانو د صنعت او تجارت وزیر نورالدین عزیزي د چین په لار او کمربند اقتصادي غونډه کې ګډون کوي. مهمو طالب چارواکو تر دې مخکې هم د افغانستان اړوند سیمه ییزو غونډو کې ګډون کړی، خو لار او کمربند غونډه تر نورو مهمه او څو اړخیزه ناسته ده، چې دا ډله ور بلل کېږي.

بېجینګ کې دا اقتصادي غونډه راتلونې سې شنبه او چارنشنبه د یوه لار یو کمربند د جوړېدو د لسمې کلیزې په مناسبت جوړېي.

د طالبانو د تجارت او صنعت وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، وزیر حاجي نورالدین عزیزي دې غونډې ته ځي او لویو پانګولو ته به افغانستان کې د پانګونې بلنه ور کړي.

نوموړی وايي، ښاغلی عزیزي به د بدخشان د واخان له لارې د افغانستان او چین د مخامخ نښلولو لپاره د سړک جوړولو پر پلانونو هم له چینايي چارواکو سره خبرې وکړي.

چینايي چارواکو د طالبانو د دې څرګندونو په هکله لا څه نه دي ویلي، خو په تېره مې میاشت کې د طالبانو، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه کې چارواکو وویل، دوی غواړي افغانستان په یوه لار یو کمربند کې ور ګډ شي او همدارنګه افغانستان ته هم د چین او پاکستان اقتصادي کورېډور غځول غواړي.

چین له طالبانو سره نږدې اړیکي لري او لومړنی هېواد دی چې په کابل کې سفیر خپل باورلیک د طالبانو ریاست الوزرا ته وړاندې کړ.

دغه هېواد د افغانستان په کانونو په تېره تېلو او مسو کې هم پانګونه کړې ده.

حکمتیار: لومړی باید شهزاده هري محاکمه شي چې د ۲۵ افغانانو پر وژلو یې اعتراف کړی دی

۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۹ GMT+۱
حکمتیار: لومړی باید شهزاده هري محاکمه شي چې د ۲۵ افغانانو پر وژلو یې اعتراف کړی دی
100%

د حزب اسلامي مشر وايي، د ۳ بریتانوي پوځیانو په لاس د ۸۰ افغانانو د عام وژنې څېړلو سره بریتانیا افغانستان کې «خپل ټول جنایتونه پټوي.» د ګلبدین حکمتیار په خبره، «د دې مسخره محاکمې هدف د خلکو غولول دي؛ لومړی باید شهزاده هري محاکمه شي چې د پنځویشت افغانانو د وژلو اعتراف یې کړی.»

د ښاغلي حکمتیار دا څرګندونې د ګارډین ورځپانې د هغه راپور په غبرګون کې دي چې وايي تېره دوشنبه د درې بریتانوي پوځیانو له خوا د ۸۰ افغانانو د عام وژنې د تورونو په هکله څېړنې پیل شوې دي.

حکمتیار خپل اېکس کې زیاتوي: «ګارډین لیکلي، د ۳ بریتانوي پوځیانو له لوري د ۸۰ افغانانو عام وژنه څیړل کیږي. پوښتنه کوو: ایا هدف یې له دې پرته بل څه دی چې وښیي، د اشغال په شلو کلونو کې یې یوازې همدغو دریو تنو دا جنایت کړی؟ او ګواکې په دې مسخره محاکمې سره به دوی خپل ټول جنایات پټ او ټول پوځ ته برائت ورکړی وي».

هغه د خپل یادښت په دوام کې لیکلي: « لومړی باید شهزاده هري محاکمه شي چې د پنځویشت افغانانو د وژلو اعتراف یې کړی؛ چې د خپلې نښې پخولو لپاره به یې له هیلکوپټر څخه پرې ډزې کولې».

رسنیو د شهزاده هري د کتاب خپرېدو په درشل کې د روان کال لومړیو کې ویلي و چې نوموړي په افغانستان کې د پیلوټۍ پر مهال ۲۵ طالبان وژلي وو.

هغه مهال پر شهزاده هري په کور او بهر سختې نیوکې وشوې او بیا نوموړي رسنۍ په درواغو تورنې کړې او ویې ویل، انګریزي رسنیو له اصلي متن خبرې ناسمې را اخیستې دي.

خو حکمتیار وايي، «د بریتانیا هر سرتېري د وحشي شهزاده هري په څېر وژنې کړي، دا درې بریتانوي سرتېرو چې اتیا افغانان وژلي دا یې یوازینې بیلګه نه ده.»

ګارډین ورځپانې د دوشنبې په ورځ د -اکټوبر په نهمه- لیکلي و، د هغو ادعاوو په اړه پلټنه پیل شوه، چې اتیا افغانان د دریو بریتانوي پوځیانو له خوا وژل شوي دي.

دا پلټنه د دوشنبې په ورځ د قربانیانو د کورنیو په غوښتنه د دې وژنو د حقیقت د څرګندولو لپاره پیل شوې ده.

ویل کېږي دغه وژنې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ ترمنځ د افغانستان په هلمند ولایت کې شوې دي.

طالبانو اول د پارلمان پخواني استازي ته د خوندیتوب کارت ورکړ او بیا یې په «قصاص» محکوم کړ

۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۲ GMT+۱
طالبانو اول د پارلمان پخواني استازي ته د خوندیتوب کارت ورکړ او بیا یې په «قصاص» محکوم کړ
100%

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اسناد ښيي، چې طالبانو د ولسي جرګې پخوانی غړی محمد پاینده د «قصدي وژنې» په تور په «قصاص» محکوم کړی دی. د تېر کال په سرطان میاشت کې طالبانو ښاغلی پاینده افغانستان ته راوباله او هغه ته یې د «خوندیتوب کارت» ورکړ.

طالبانو د سرپل ولایت دغه پخوانی استازی په ۱۳۷۶لمریز کال کې د «جلال الدین» په نوم د یوه کس په قصدي قتل تورن کړی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د «اسحاق زي» قوم ځینې کسانو ادعا کړې، چې ښاغلي پاينده په سرپل کې د دوى ځمکې غصب کړې دي.

دوی دا هم ویلي چې د پارلمان دغه پخواني غړي د دوی یو خپلوان وژلی دی.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو اسنادو له مخې، د طالبانو په حکم کې راغلي: «حاجي پاینده نومی د قصدي قتل په سزا محکوم شوی دی».

د ولسي جرګې د دغه پخواني غړي کورنۍ ته نږدې سرچینو ویلي چې ښاغلی پاینده دا مهال په جوزجان ولایت کې د طالبانو په زندان کې بندي دی.

طالبان ادعا کوي چې «ټولبښنه یا عمومي عفوه»یې اعلان کړې او دا ډله په دوامداره توګه له پخوانیو حکومتي چارواکو غواړي چې افغانستان ستانه شي.

طالبانو له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون، کابل ته د پخوانیو حکومتي چارواکو د بلنې لپاره جوړ کړی دی. دغه کمیسبون د ۱۴۰۱ لمریز کال د سرطان په ۲۳مه نېټه د ښاغلي پاینده د ستنیدو اعلان وکړ.

سرچینو د ښاغلي پاینده «د خوندیتوب کارت» افغانستان انټرنشنل ته استولی، چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته طالبانو ور کړی دی.

تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي، چې ښیي طالبان «عمومي بښنې» ته ژمن نه دي او د «خوندیتوب کارت» لرونکي کسان یې هم نیولي دي.

همداراز هغو سرچینو چې له افغانستان انټرنشنل سره یې اړیکه نیولې، د طالبانو د محاکمو د پریکړو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستلی او ویلي یې دي، چې د طالبانو په محاکمو کې «عادلانه پریکړې» نه کیږي.

دغو سرچینو ویلي، چې طالبانو د پارلمان دغه پخوانی غړی د «سیاسي انګیزو» له مخې په «قصاص» محکوم کړی دی.

د پېښور سترې محکمې له پاکستانۍ سره د واده په دلیل یوه افغان ته د وګړتوب ور کولو حکم وکړ

۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۴ GMT+۱
د پېښور سترې محکمې له پاکستانۍ سره د واده په دلیل یوه افغان ته د وګړتوب ور کولو حکم وکړ
100%

د پښتونخوا د مرکز پېښور سترې محکمې هغه افغان ته د پاکستان د وګړتوب ور کولو حکم کړی چې مېرمن یې پاکستانۍ ده. دې محکمې خپله لیکلې پرېکړه کې ویلي، زینت بېګم پاکستانۍ او مېړه یې افغان دی، ځکه یې مېړه ته هم باید د پاکستان شهریت یا وګړتوب ور کړل شي.

عدالت وايي، د زینت بېګم مېړه دې د پاکستاني وګړتوب لپاره د کورنیو چارو وزارت ته درخواست وکړي.

دا پرمختیا په داسې مهال ده چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په دغه هېواد کې بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی.

د پاکستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال اوسېږي چې ۱.۷ میلیونه یې بې قانونه دي.

د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون مختلفو ادارو له اسلام اباد غوښتي چې د افغان کډواول په هکله وروستۍ فیصله بېرته واخلي.

د اسراییل او حماس جګړه؛ زرګونه فلسطینیان د غزې له شمال ووتل

۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۶ GMT+۱
د اسراییل او حماس جګړه؛ زرګونه فلسطینیان د غزې له شمال ووتل
100%

زرګونه فلسطینیان د شنبې په ورځ د -تلې په ۲۲مه- د اسراییل د ځمکنيو بریدونو له امله د غزې ټرانګې له شمال څخه ووتل. اسراییل ویلي، په داسې حال کې چې په سیمه کې یې ډېر هوایي بریدونه کړي خو فلسطینیانو ته یې د وتلو لپاره دوه لارې خلاصې پرېیښي.

تر دې مخکې د اسراییل پوځ اعلان کړی و، چې د شنبې په ورځ د- تلې ۲۲مه- د سهار له ۱۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې به پر غزې خپل بریدونه ودروي چې ولسي وګړي له دوو خوندي لارو څخه د غزې سویلي سیمو ته ووځي.

همدا راز، اسراییل د غزې د شمال له خلکو غوښتي و، چې دې سیمه کې پر حماس د دوی له بریدونو د خوندي پاتې کېدو لپاره دې دلته نه پاتېږي.

د رویټر په حواله، اسراییل ګواښ کړی، چې «حماس» وسله واله ډله چې پر غزې کنټرول لري له مینځه وړي. دې ډلې یوه اونۍ وړاندې د اسراییل په ښارونو برید وکړ او په سلګونو کسان یې ووژل.

دا د اسراییل په تاریخ کې پر ملکي وګړو تر ټولو بد برید دی چې شاوخوا یو زرو ۳۰۰ کسان تر دې مهاله پکې وژل شوي.

د اسراییل پوځ خبر ورکړی، چې په غزې تړانګه کې د حماس وسله‌والو تر اوسه هم ۱۲۰ ملکیان یرغمل کړي دي.

اسراییلي ځواکونو د حماس تر کنټرول لاندې غزه ټرانګه چې شاوخوا ۲.۳ میلیونه فلسطینیان پکې میشت دي، په بې ساري ډول بمبار کړې او تر محاصرې لاندې یې راوستې ده.

د غزې چارواکي وایي، تر اوسه له دوه زرو ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې یو پر څلورمه برخه یې ماشومان دي او شاوخوا لس زره کسان ټپیان دي.

د سیمې اوسیدونکو پر ټولنیزو شبکو داسې ویډیو ګانې خپرې کړې چې ښیې، د غزې ښار د تل الحوا په ګاونډ کې اسراییلو په یوې سیمې چې مخکې یې ورته د تخلیې امر کړی وه، د شپې په اوږدو کې بمبار کړې.

د سیمې زرګونه اوسیدونکو د قدس ښار یوه روغتون ته پناه وړې ترڅو له هغو کسانو سره یوځای شي چې سهار وختي غواړي سویل ته لاړ شي.

له روغتون څخه د درېیو ماشومانو پلار چې د نوم له اخیستلو یې ډډه وکړه رویټرز ته وویل: «موږ له وحشت څخه ډکه شپه تېره کړه. اسراییل موږ ته د خپلو کورنو د نه پرېښودلو سزا راکوي. ایا تر دې ستر وحشت شته؟»

هغه زیاته کړه: «غوړه ګڼم چې مړ شم خو خپل کور نه پرېږدم، خو د خپلې مېرمنې او ماشومانو مرګ په خپلو سترګو نه شم لیدلې. موږ ډېر بې وسې یوو».

د غزې سویل ته په خان یونس کې اسراییلي الوتکو یوه څلور پوړیزه ودانۍ په نښه کړه، چې له امله یې څو تنه وژلي او ټپیان کړي دي. ګاونډیان په خټو کې د بندو خلکو ژغورلو ته تللي دي.

ځایي خلک وایي، دا جنګ نه دی بلکې نسل وژنه ده او دا غزه تړانګه کې د خلکو د بې ځایه کولو هڅه ده چې دا امکان نه لري.

تر دې وړاندې د اسراییل د دفاع وزارت ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړی و، چې د غزې په شمال کې مېشت یو مېلیون او سل زره کسان باید په ۲۴ ساعتونو کې له دغې سیمې سویلي سیمو ته ووځي.

د حماس چارواکو د غزې له شمالي سیمو څخه د شاوخوا ۱.۱ مېلیونو خلکو د اېستلو په اړه د اسراییل خبرداری یوه «رواني جګړه» بللې وه او د دې سیمې له اوسېدونکو یې غوښتي و، چې ورته پاملرنه ونه کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورل هم وویل چې، یوازې په یوه ورځ کې له شمالي غزې تړانګې څخه تر یو مېلیونه د ډېرو فلسطینیانو د اېستلو په برخه کې د اسراییل د پلان پلې کېدل ناشونې ده.

همدا راز، سپینې ماڼۍ هم څرګنده کړې وه، چې له غزې د ملکي وګړو د اېستلو لپاره د اسراییل د غوښتنې منل ناشوني برېښي.