• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پېښور سترې محکمې له پاکستانۍ سره د واده په دلیل یوه افغان ته د وګړتوب ور کولو حکم وکړ

۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ تله ۱۴۰۲ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۰ GMT+۱

د پښتونخوا د مرکز پېښور سترې محکمې هغه افغان ته د پاکستان د وګړتوب ور کولو حکم کړی چې مېرمن یې پاکستانۍ ده. دې محکمې خپله لیکلې پرېکړه کې ویلي، زینت بېګم پاکستانۍ او مېړه یې افغان دی، ځکه یې مېړه ته هم باید د پاکستان شهریت یا وګړتوب ور کړل شي.

عدالت وايي، د زینت بېګم مېړه دې د پاکستاني وګړتوب لپاره د کورنیو چارو وزارت ته درخواست وکړي.

دا پرمختیا په داسې مهال ده چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په دغه هېواد کې بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی.

د پاکستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال اوسېږي چې ۱.۷ میلیونه یې بې قانونه دي.

د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون مختلفو ادارو له اسلام اباد غوښتي چې د افغان کډواول په هکله وروستۍ فیصله بېرته واخلي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د هند کرېکټ ملي لوبډلې د ۷ ویکټو په لرلرو سره پاکستان ته په نړیوال جام کې ماته ور کړه

۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۵ GMT+۱
د هند کرېکټ ملي لوبډلې د ۷ ویکټو په لرلرو سره پاکستان ته په نړیوال جام کې ماته ور کړه
100%

د هند کرېکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د اوو ویکټو په لرلرو سره پاکستان ته ماتې ور کړه. د پاکستان لوبډلې په ۴۲.۵ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره هندۍ لوبډلې ته ۱۹۲ منډې هدف وټاکه، خو سیالې لوبډلې په ۳۱ اور کې دا هدف پوره کړ.

د هند او پاکستان نننۍ لوبه د کوربه هېواد د احمد اباد ښار په نرېندر مودي لوبغاړي کې د پاکستانیانو په توپ وهلو پیل شوه.

د پاکستان ټوله لوبډله په ۴۲ اور کې وسوځېده او هند ته یې ۱۹۲ ټیټ هدف وټاکه.

د پاکستانیو لوبغاړو له توپوهلو اټکل دا و چې دا لوبه به هند ګټي.

په نړیوال جام کې دا د هند دریمه لوبه ده چې ګټي یې.

تر دې مخکې پاکستان هم په دغه جام کې دوه لوبې ګټلې دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام د اکتوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نوی زیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لری.

د ایران ۵۴۰ ټولنیزو او فرهنګي شخصیتونو په دغه هېواد کې د افغان ځورونې د مخنیوي غوښتنه وکړه

۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۸ GMT+۱
د ایران ۵۴۰ ټولنیزو او فرهنګي شخصیتونو په دغه هېواد کې د افغان ځورونې د مخنیوي غوښتنه وکړه
100%

ایران کې له ۵۴۰ ډېرو هنرمندانو، وکیلانو، ډاکټرانو، خبریالانو او مدني فعالانو په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ځورېدو مخنیوي وغوښت. دوی هغه کسان د «ایرانۍ ټولنې د اوږو بار او وروسته پاتې» وبلل چې د مهاجرو د ستونزې د حل لپاره تاوتریخوالي ته په لمن وهلو سره «کرکه او تعصب» زیاتوي.

دغو کسانو د یوه لیک لاسیکولو سره ویلي چې د کډوالو ضد بهیر د دوبي په وروستیو کې جوړ شوی دی.

نږدې لس ورځې مخکې هم ځینې ایرانیانو د قزوین ولایت په اقبالیه ښار کې د افغان کډوالو پر کورونو بریدونه وکړل.

ور سره ځینې رسنیو په ایران کې له افغان ځورونې د هڅو د زیاتولو په هکله خبرداری ور کړ.

ځینو هم دا هڅې «امنیتي پروژه» او سرچینه یې د ایران د حکومت اړوند کسان وبلل چې په دې کار ره غواړي د لوږې، ګراني او تورم په څېر له مختلفو ستونزو ځان خلاص او سپین کړي.

لاسلیکوونکو خپل بیان کې ویلي کوم کسان چې له دې بهیر سره یو ځای شوي، د واقعیت خلاف مطالبو نشرولو، سترولو او نفاق ته لمن وهلو او کله هم توکمپالو څرګندونو سره هڅه کوي چې کډوال د ایرانۍ ټولنې د اقتصادي او امنیتي ستونزو عامل وبولي.

دوی په دغه ډول بهیرونو او د افغان کډوالو ۴۰ کلنو ستونزو کې د ایران د حکومت پر رول او عاملتوب هم ټینګار کړی دی.

د دې بیانیې له مخې، ایران کې د کډوالو د کره شمېر نشتوالی د رواعجنو اطلاعاتو وړاندې کولو، جعلي خبرونو او د افغانانو پرضد د نامنطقي چاپېریال جوړولو وسیله ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې افغان کډوال د ایران د وګړو شپږ سلنه جوړوي.

لاسلیکوونکي وايي، دومره وګړي په ایران کې د بېکاري، تورم، ګرامي، چاپېریالي ستونزو او امنیتي خطرو سبب نه کېږي او زیاتوي چې د حکومت ناکارندوالی د امنیتی، اقتصادي، مالي او ټولنیزو ستونزو لامل دی.

دوی دا هم وايي چې افغان کډوال یوازې خدمتونه نه ترلاسوي، بلکې تېرو څلورو لسیزو کې یې خورا کم مزد سره سخت کارونه کړي دي.

دې فعالانو د ایران حقوقي نظام هم په ایرانۍ ټولنه د افغان کډوالو د ور ګډېدو لامل بللی او ویلي یې دي د ۴۰ کلونو تېرېدو سره د اول او دویم نسل کډوالو ته وګړتوب نه دی ور کړل شوی او نه هغه ماشومان دا امتیاز لري چې له ایرانۍ مور او افغان پلار زېږېدلي دي.

دوی زیاتوي چې افغان کډوال د ملکیت، بانکي حساب، سیم کارډ او ښوونځي کې د ماشوم ثبتولو په څېر قانوني محدودیتونو سره مخ دي او غوښتنه کوي چې په دې برخه کې په قوانیو کې بدلون راشي.

د ننګرهار په خوګیاڼیو کې د جمهوریت د وخت د محلي پولیسو یو قومندان ووژل شو

۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۷ GMT+۱
د ننګرهار په خوګیاڼیو کې د جمهوریت د وخت د محلي پولیسو یو قومندان ووژل شو
100%

سرچینې وايي، د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د جمهوریت د وخت د محلی پولیسو یو قومندان رازي خان پرون په میمله کې د خپل کور مخ ته وژل شوی دی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې رازي خان د جمهوریت له پرځېدو وروسته عادي ژوند کاوه او له چا سره یې شخصي دوښمني نه درلوده.

تراوسه کوم کس یا ډلې د رازي خان د وژلو مسوولیت نه دی منلی.

د روان کال د جنورۍ پر ۲۱ هم د جمهوریت د وخت د خوګیاڼیو ولسوالۍ امنیه قومندان سید فاروق پاچا د نامعلومو وسلوالو له خوا وژل شوی و.

که څه هم د طالبانو مشر د دې ډلې په واکمنېدو پسې ټولبښنه یا عمومي عفوه اعلان کړې، خو په ننګرهار او نورو ولایتونو کې د پخواني حکومت کارمنان په تېره نظامیان په مرموز ډول او یا هم د طالبانو په بندونو کې د شکنجو له امله وژل کېږي.

طالبان: ننګرهار کې د هرات زلزله ځپلو ته شاوخوا ۸.۵ ميليونه افغانۍ نغده مرسته ټوله شوه

۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۸ GMT+۱
طالبان: ننګرهار کې د هرات زلزله ځپلو ته شاوخوا ۸.۵ ميليونه افغانۍ نغده مرسته ټوله شوه
100%

باختر اژانس وايي، د ننګرهار لپاره د طالبانو والي او نورو چارواکو او ځايي ځوانانو د هرات د زلزله ځپلو لپاره شاوخوا ۸.۵ ميليونه افغانيو نغده مرسته ټوله کړې ده.

د دې راپور له مخې دغه مرسته کې ۵.۵ میلیونه افغانۍ د ننګرهار ولايت لپاره د طالبانو سوداګرۍ رياست له يو شمېر سوداګرو او پانګه والو او نږدې درې میلیونه افغانۍ هم ځوانانو له ولس را ټولې کړې دي.

د طالب چارواکو په لاس راټوله شوې مرسته په هرات کې ځايي چارواکو ته سپارل شوې ده.

باختر اژانس وايي، د ننګرهار د ځوانانو يوه ۷ کسيزه پلاوي هم خپله نږدې درې میلیونه نغده مرسته او د یو میلیون په ارزښت درمل او اغوستوکي د شنبې په ورځ هرات او بادغېس ته ولېږدول.

کرېکټ نړیوال جام کې د هند او پاکستان د ملي لوبډلو سیالي روانه ده

۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۴ GMT+۱
کرېکټ نړیوال جام کې د هند او پاکستان د ملي لوبډلو سیالي روانه ده
100%

په هند کې د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د شنبې په ورځ د کوربه هېواد او پاکستان سیالي پیل شوه. پاکستان او هند تر دې مخکې په دغه جام کې دوه- دوه سیالۍ کړې او دواړو دا لوبې ګټلې دي. د هند او پاکستان نننۍ لوبه د ګجرات ایالت په احمد اباد ښار کې روانه ده.

د رویټرز د راپور له مخې دې لوبې ته تر یو لک کسان د نندارې لپاره ورغلي دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام د اکتوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نوی زیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لری.