د ننګرهار په خوګیاڼیو کې د جمهوریت د وخت د محلي پولیسو یو قومندان ووژل شو

سرچینې وايي، د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د جمهوریت د وخت د محلی پولیسو یو قومندان رازي خان پرون په میمله کې د خپل کور مخ ته وژل شوی دی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې رازي خان د جمهوریت له پرځېدو وروسته عادي ژوند کاوه او له چا سره یې شخصي دوښمني نه درلوده.