• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پروېز مشرف له خوا جوړ شوی ال پاکستان مسلم لیګ د ګوندونو له فهرست واېستل شو

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۹ GMT+۱

د پاکستان ټاکنو کمېسون د دغه هېواد د پخواني ولسمشر پروېز مشرف له خوا جوړ شوی ګوند ال پاکستان مسلم لیګ د ګوندونو له لېست وباسه او ټاکنیز نشان یې هم ترې واخیست. د ټاکنو کمسیون درې کسیز پلاوي د جمعې په ورځ په خپله پرېکړه کې ویلي، چې دا سیاسي ګوند نور وجود نه لري.

د کمېسون په ۱۴ مخیز لیک کې ویل شوي چې ال پاکستان مسلم لیګ اوس نه کوم مسوول لري او تېرو څلورو کلونو کې یې د خپلې شتمنۍ په هکله هم له دوی سره مالومات شریک کړي نه دي.

د ټاکنو کمېسون د پرېکړې له مخې همدې نیمګړتیاوو ته په پام دا ګوند د سیاسي ګوندونو له فهرست لرې کړل شوی، شاهین ټاکنیزه نښه ترې اخیستل شوې او راتلونکو ټاکنو کې ګډون هم نشي کولی.

د پاکستان پخواني ولسمشر او د پوځ لوی درستیز پروېز مشرف پر ۲۰۱۰ کال دا ګوند جوړ کړی و.

پروېز مشرف ۱۹۹۹ز کال د اکتوبر پر ۱۲ د کودتا له لارې د نواز شریف په مشرۍ ولسي حکومت ختم او ځان یې د دغه هېواد مشر کړ.

نوموړي په ۲۰۰۲ کې د ټولپوښتنې له لارې ځان د پنځو کلونو لپاره د پاکستان ولسمشر کړ، وروسته یې پر ۲۰۰۷ کال هم د پارلمان له لارې ورته هڅه وکړه، خو عدالت یې خنډ شو.

پروېز مشرف د سیاسي ګوند تر جوړولو وروسته له مختلفو تورونو سره مخ و او د روان کال په فبرورۍ کې په دوبۍ کې مړ او پاکستان ته ولېږدول شو.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان لومړي وزیر له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اوازې رد کړې

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۴ GMT+۱
د پاکستان لومړي وزیر له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اوازې رد کړې
100%

د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد له مخالفې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د حکومت د خبرو اوازې رد کړې. انوارالحق کاکړ د جمعې په ورځ په پېښور کې وویل: «د حکومت ضد وسلوالو سره خبرې نه کېږي او په هره بیه چې وي د حکومت حاکمیت به برقرارېږي.»

ښاغلي کاکړ رسنیو ته دا هم وویل، چې «د هېواد پر امنیت به له هیچا سره سودا ونه کړي او د حکومت ضد ټول عناصر به له هېواد وشړي.»

هغه دا هم ویلي چې د پاکستانۍ ټولنې ټول پاړکي له ترهګرۍ بد اغېز من شوي دي.

د طالبانو حکومت په منځګړتوب پاکستان او ټي ټي پي د ۲۰۲۲ کال په مۍ میاشت کې خبرې درلودې چې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

له هغه راهیسې په پاکستان کې بریدونه هم ډېر شوي دي او اسلام اباد د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې ټي ټي پي ته یې په افغانستان کې پنا ور کړې ده.

خو طالبان دا تورونه ردوي.

پاکستاني چارواکي افغانان هم په دې بریدونو کې ښکېل بولي او په دغه هېواد کې یې بې قانونه افغان کډوالو ته د اکتوبر میاشتې وروستۍ نېټه د وتلو لپاره ټاکلې ده.

که څه هم په پاکستان کې سیاستوال او نړیوالې ادارې له پاکستان غواړي چې دا پرېکړه بېرته واخلي، خو انوارالحق کاکړ وايي، دا پرېکړه پر خپل ځای ده او افغان کډوال به خپل هېواد ته ستنېږي.

طالبان وايي د بغلان په یوه جومات کې د ځانمرګي برید له امله ۷ کسان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۰ GMT+۱
طالبان وايي د بغلان په یوه جومات کې د ځانمرګي برید له امله ۷ کسان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي
100%

د بغلان لپاره د طالبانو امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د مرکز پلخمري ښار په امام زمان جومات کې د ځانمرګي برید له امله اووه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. امنیه قوماندانۍ په اعلامیه کې ویلي: «دغه ځانمرګی برید د جمعې د لمانځه پر مهال د اهل تشیع وروڼو په جومات کې شوی دی.»

طالبان وايي، امنیتي او کشفي ځواکونه یې د پلټنو لپاره سیمې ته تللي دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه ځانمرګي برید مسوولیت نه دی منلی.

دغه پېښه د جمعې په ورځ -د تلې په ۲۱ مه- د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار د دويمې ناحيې اړوند د شيعه ګانو په جومات کې رامنځته شوې ده.

افغانستان انټرنشنل ته له دغه جومات رسېدلې ویدیوګانې او انځورونه د یو شمېر لمونځ کوونکو جسدونه ښيي.

ورته وخت کې له پلخمري ښار څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دې چاودنه کې د مرګ ژوبلې کچه لوړه ده، خو طالبان یې په اړه راپور نه ورکوي.

دغو سرچینو د تلفاتو شمېر تر شلو زیات ښودلی.

د طالبانو يوه چارواكي ویلي، چې د پېښې يو شمېر ټپيان یې د درملنې لپاره كندز ولايت ته لېږدولي چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

په افغانستان کې د هزاره ګانو او د اهل تشییع مذهبي ځایونه او عامه مرکزونه په وروستیو کلونو کې د خونړیو چاودنو هدف ګرځېدلي دي.

دا بریدونه په تیرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ سره لا هم دوام لري او د ځینو دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

ایران د پلخمري ښار په امام زمان جومات کې چاودنه وغندله

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۴ GMT+۱
ایران د پلخمري ښار په امام زمان جومات کې چاودنه وغندله
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بغلان ولایت د پلخمري ښار په امام زمان جومات کې چاودنه وغندله. دا چاودنه د جمعې لمانځه پر مهال شوې. طالب چارواکو لا هم د دې پېښې د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي، خو جومات کې ریکارډ شوې ویډیوګانې ښيي چې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ناصر کنعاني د دې چاودنې په غندلو سره وايي: «په جوماتونو کې لمونځغاړي او مومنان په نښه کول تر ټولو رزیل ترهګریز جنایت دی او دا ښيي چې عاملان یې د اسلام مبین دین له ریښتینو او رحماني لارښوونو لرې دي.»

د بغلان لپاره د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رییس مصطفا هاشمي رویټرز ته ویلي چې دا ډله د چاودنې د دول په هکله څېړنې کوي.

لا هم د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. خو په تېر کې داعش د ورته بریدونو ټټر وهلی دی.

ولادیمیر پوتین: زه د تاجکستان ملاتړ کوم، له افغانستان څخه ډېر ګواښونه موجود دي

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۹ GMT+۱
ولادیمیر پوتین: زه د تاجکستان ملاتړ کوم، له افغانستان څخه ډېر ګواښونه موجود دي
100%

د روسیې ولسمشر د جمعې په ورځ په بشکیک کې د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرداری ورکړ. ولادیمیر پوتین ویلي، چې له افغانستان څخه ډېر ګواښونه شته او روسیه له افغانستان څخه د ګواښونو په اړه د تاجکستان د اندېښنو ملاتړ کوي.

د تاس خبري اژانس د خبر له مخې پوتین وویل: زه د افغانستان له خاورې د ګواښونو په اړه د تاجکستان د اندیښنو ملاتړ کول مناسب ګڼم. "په دې هیواد کې وضعیت پیچلی دی."

ولسمشر امام علي رحمان په وار وار خبرداری ورکړی چې ترهګر د افغانستان په پولو کې په فعاله توګه شته او هڅه کوي چې تاجکستان او منځنۍ اسیا ته ننوځي.

د روان کال په پسرلي کې د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې اعلان وکړ چې له افغانستان سره پر پوله یې درې ترهګر په نښه او وژلي دي.

تاجکستان اعلان وکړ، چې دغه کسان د "جماعت انصارالله" ډلې غړي وو او په دغه هېواد کې یې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو هوډ درلود.

پر دې سربېره په تېرو دوو کلونو کې داعش له افغانستانه پر تاجکستان څو راکټونه توغولي او په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته یې ځانمرګي برید کې دوه روسي ډیپلوماټان وژلي دي.

د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو د جمعې په ورځ (د میزان ۲۱مه) د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو د غونډې په څنډه کې جلا جلا وکتل او د افغانستان په اړه یې خبرې وکړې.

وروسته له هغه چې طالبان په ۱۴۰۰ میلادي کال کې واک ته ورسېدل، روسیې په تاجکستان کې خپله پوځي اډه په عصري تجهیزاتو سمباله کړه چې د پولو د ساتنې د پياوړتیا لپاره یې کار پیل کړ.

روسیه، اذربایجان، ارمنستان، ازبکستان، بیلاروس، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان او مالداویا د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو ټولنې غړي دي.

د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان په نننۍ غونډه کې حاضر نه و.
​

پاکستان کې د ملي جمهوري غورځنګ د زدکوونکو سازمان د افغان کډوالو د اېستلو خلاف مظاهرې وکړې

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۱ GMT+۱
پاکستان کې د ملي جمهوري غورځنګ د زدکوونکو سازمان د افغان کډوالو د اېستلو خلاف مظاهرې وکړې
100%

د ملي جمهوري غورځنګ د زدکوونکو سازمان په پښتونخوا او بلوچستان کې د بې قانونه افغان کډوالو په ملاتړ لاریون وکړ. دغو زدکوونکو د پاکستان له حکومت وغوښتل چې افغانستان ته د بې قانونه کډوالو د ستنولو پرېکړه واخلي.

په دې مظاهرو کې پرون د پښتونخوا د پېښور پوهنتون او اسلامیه کالج، د بنو او ډېره اسماعیل خان پوهنتونونو او د بلوچستان د هرنايي زدکوونکو ګډون درلود.

دغو مظاهره چیانو پرون خپلو مظاهرو کې د پاکستان له حکومت دا غوښتنه هم وکړه چې له افغانانو سره «ناانساني چلن، ظلم او جبر بند کړي.»

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په دغه هېواد کې بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی.

تر دې مخکې هم په پاکستان کې مختلفو ګوندونو او سیاسي مشرانو په مظاهرو او ویناوو سره د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړه غندلې ده.

خو د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر د جمعې په ورځ بیا ویلي، بې قانونه کډوالو ته د اکټوبر تر وروستۍ نېټې ور کړل شوې موده کې کوم سازش نه کېږي.

د پاکستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال اوسېږي چې ۱.۷ میلیونه یې بې قانونه دي.

د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون مختلفو ادارو له اسلام اباد غوښتي چې د افغان کډواول په هکله وروستۍ فیصله بېرته واخلي.