• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرېکټ نړیوال جام کې د هند او پاکستان د ملي لوبډلو سیالي روانه ده

۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۸ GMT+۱

په هند کې د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د شنبې په ورځ د کوربه هېواد او پاکستان سیالي پیل شوه. پاکستان او هند تر دې مخکې په دغه جام کې دوه- دوه سیالۍ کړې او دواړو دا لوبې ګټلې دي. د هند او پاکستان نننۍ لوبه د ګجرات ایالت په احمد اباد ښار کې روانه ده.

د رویټرز د راپور له مخې دې لوبې ته تر یو لک کسان د نندارې لپاره ورغلي دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا نړیوال جام د اکتوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.

په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نوی زیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لری.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

په بلوچستان کې پر یوې ودانۍ برید اتو تنو ته مرګ‌ ژوبله اړولې ده

۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۵۲ GMT+۱
په بلوچستان کې پر یوې ودانۍ برید اتو تنو ته مرګ‌ ژوبله اړولې ده
100%

د بلوچستان په تربت سيمه کې پر يوې ودانۍ برید شوی، چې په ترڅ کې یې شپږ تنه مړه او دوه نور ژوبلېدلي دي. په سیمه کې پولیس وایي، دغه کسان ټول سره مزدوران وو چې په دغه ودانۍ کې یې ودانیزې چارې پر مخ بیولې.

پولیسو نه دي ویلي، چې د دغه برید موخه څوک و او ولې دغه مزدوران او کاریګر په نښه شوي دي.

په وژل شویو او ټپيانو کې شپږ تنه د یوې کورنۍ غړي وو.


دپولیسو په وینا، د وژل شویو کسانو جسدونه او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.


که څه هم چې تر اوسه د دغه برید پړه کومې ‌‌‌‌‌‌ډلې نه ده منلې او نه د سیمې پولیسو په دې اړه څه ویلي؛ خو دغلته بلوڅ بېلتون پالو تل د ودانیزو چارو مخه نیولې او پخوا یې هم هغه انجنیران په نښه کړي وو، چې ودانېزې چارې به یې پر مخ بېولې.

د بلوچستان د وزير اعلي له دفتره په خپره شوې وینا پاڼه کې د دغې پېښې غندنه شوې او پولیسو ته یې سپارښتنه کړې، چې په پېښه کې ښکېل کسان دې ژر تر ژره ونیسي او قانوني چلند دې ورسره وشي.

له پاکستانه د هغو افغان کډوالو بېرته ستنېدنه چې له نړۍوالې ټولنې نهیلې شوي دي

۲۲ تله ۱۴۰۲ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۲۵ GMT+۱
له پاکستانه د هغو افغان کډوالو بېرته ستنېدنه چې له نړۍوالې ټولنې نهیلې شوي دي
100%

له پاکستانه یو شمېر افغان کډال چې په نورو هېوادونو کې یې لا تراوسه د منلو بهیر نه دی بشپړ شوی، په زیاتې نهیلۍ بېرته افغانستان ته د ستنېدو په درشل کې دي.

دغه افغانان وايي، سره له دې چې ښايي په بېرته ستنېدو سره د هغوی سر او مال ته کواښونه ډېر وي؛ خو په وینا یې دغه د زهرو غړپ به څښي او که د سر په بیه یې هم تمامیږي مجبور دی، چې بېرته ستانه شي.


نور محمد چې د یو نیم کال را په دې خوا په اسلام اباد کې اوسېدلی وايي:« د ژوند ټوله شتمني مې ولګېده او نور هېڅ هم نه دي را پاتې، مجبور یم چې بېرته ستون شم.»

هغه زیاته کړه:« په تېر یو نیم کال کې مې له هېواده راوړې ټولې پیسې ولګولې ما هلته خپل کور ګرو کړ او د کور سامانونه مې پلورلي ول، چې لاسته راغلې پیسې مې ټولې په پاکستان کې ولګولې او اوس تش لاس بېرته وطن ته ستنېږم.»
په پاکستان کې ګڼ مېشت افغان کډوال له نړۍوالې ټولنې شکایت کوي، چې دوی سره په شویو ژمنو نه دي درېدلې او د دوی د اېستلو چارې ډېرې پڅې او مټه روانې دي.


نادره هغه بله افغانه کډواله ده، چې ډېر کلونه یې د بهرنیو ادارو سره کار کړی هغه وايي، چې پخوانیو چارواکو او همکارانو یې د برېښنا لیکونو له لارې ورته ویلي و چې ژر تر ژره دې دریمګړي هېواد ته ووځي، چې بیا یې دوی د اېستلو چاره چټکه کړي؛ خو د هغې په خبره څه کم دوه کاله تېر شول چې چا یې بیا پوښتنه هم نه ده کړې.


نادرې وړاندې زیاته کړه:« نه پوهېږم چې څه وکړم او چا ته وژاړم، نور له خپلوانو هم شرمېږم چې ورته هره میاشت د سوال لاس غځوم، نور مې وجدان هم اجازه نه راکوي چې له چا پیسې وغواړم او دلته مې اولادونه په لوږه دي، نه د کور کرایه لرم او نه د نورو لګښتونو وس. بېرته ستنېدای هم نه شم که ستنه شم هلته به څه وخورم، هلته هم ما ته کار نه شته.»
ګڼ افغانان وايی، نه پوهېږي چې خپل لالهانده برخلیک ته کومه لاره بیامومي.

هغوی وايي، په افغانستان کې د جمهوریت تر ړنګېدو وروسته یې ټولې خوارۍ په اوبو لاهو شوي، نه یې نړۍوالې ټولنې لاس نیوی وکړ او نه یې هم په هېواد کې پر حاکم نظام دا باور پیدا شو چې بېرته د نظام تر سیوري لاندې کار وکړي او خپلې تجربې او شته ځواک د خپل هېواد د ښېرازرۍ پر لاره ولګوي، د دوی په خبره یو پلو ته ډانګ دی او بل پلو ته پړانګ.

د پروېز مشرف له خوا جوړ شوی ال پاکستان مسلم لیګ د ګوندونو له فهرست واېستل شو

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۹ GMT+۱
د پروېز مشرف له خوا جوړ شوی ال پاکستان مسلم لیګ د ګوندونو له فهرست واېستل شو
100%

د پاکستان ټاکنو کمېسون د دغه هېواد د پخواني ولسمشر پروېز مشرف له خوا جوړ شوی ګوند ال پاکستان مسلم لیګ د ګوندونو له لېست وباسه او ټاکنیز نشان یې هم ترې واخیست. د ټاکنو کمسیون درې کسیز پلاوي د جمعې په ورځ په خپله پرېکړه کې ویلي، چې دا سیاسي ګوند نور وجود نه لري.

د کمېسون په ۱۴ مخیز لیک کې ویل شوي چې ال پاکستان مسلم لیګ اوس نه کوم مسوول لري او تېرو څلورو کلونو کې یې د خپلې شتمنۍ په هکله هم له دوی سره مالومات شریک کړي نه دي.

د ټاکنو کمېسون د پرېکړې له مخې همدې نیمګړتیاوو ته په پام دا ګوند د سیاسي ګوندونو له فهرست لرې کړل شوی، شاهین ټاکنیزه نښه ترې اخیستل شوې او راتلونکو ټاکنو کې ګډون هم نشي کولی.

د پاکستان پخواني ولسمشر او د پوځ لوی درستیز پروېز مشرف پر ۲۰۱۰ کال دا ګوند جوړ کړی و.

پروېز مشرف ۱۹۹۹ز کال د اکتوبر پر ۱۲ د کودتا له لارې د نواز شریف په مشرۍ ولسي حکومت ختم او ځان یې د دغه هېواد مشر کړ.

نوموړي په ۲۰۰۲ کې د ټولپوښتنې له لارې ځان د پنځو کلونو لپاره د پاکستان ولسمشر کړ، وروسته یې پر ۲۰۰۷ کال هم د پارلمان له لارې ورته هڅه وکړه، خو عدالت یې خنډ شو.

پروېز مشرف د سیاسي ګوند تر جوړولو وروسته له مختلفو تورونو سره مخ و او د روان کال په فبرورۍ کې په دوبۍ کې مړ او پاکستان ته ولېږدول شو.

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د اسیا مرکزي زون په سیالیو کې له سریلانکا ماتې وخوړه

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۸ GMT+۱
د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د اسیا مرکزي زون په سیالیو کې له سریلانکا ماتې وخوړه
100%

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې نن د اسیا د مرکزي زون د والیبال په سیالیو کې له سریلانکا ۱-۳ ماتې وخوړه. دا په دغو سیالیو کې د افغانستان څلورمه سیالي وه، چې دوه یې ګټلې او دوه یې بایللې دي.

د افغانستان د والیبال لوبغاړو د ازبکستان او بنګله دیش ټیمونو ته ماتې ورکړه او د نیپال او سریلانکا ټیمونو څخه یې ماتې وخوړه.

په نننۍ لوبه کې افغانستان دریم سېټ ۱۸-۲۵ وګټه او لومړۍ، دویم او څلورم سېټ کې یې په ترتیب له سریلانکا د ۱۷-۲۵، ۲۲-۲۵ او ۱۹-۲۵ په توپیر ماتز وخوړه.

دا د اسیا د مرکزي زون د والیبال دویم پړاو سیالۍ دي چې د سریلانکا په کولمبو کې ترسره کیږي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، سریلانکا، بنګله دیش، سعودي عربستان، نیپال او ازبکستان لوبډلې برخه لري.

د پاکستان لومړي وزیر له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اوازې رد کړې

۲۱ تله ۱۴۰۲ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۴ GMT+۱
د پاکستان لومړي وزیر له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اوازې رد کړې
100%

د پاکستان لومړي وزیر د دغه هېواد له مخالفې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د حکومت د خبرو اوازې رد کړې. انوارالحق کاکړ د جمعې په ورځ په پېښور کې وویل: «د حکومت ضد وسلوالو سره خبرې نه کېږي او په هره بیه چې وي د حکومت حاکمیت به برقرارېږي.»

ښاغلي کاکړ رسنیو ته دا هم وویل، چې «د هېواد پر امنیت به له هیچا سره سودا ونه کړي او د حکومت ضد ټول عناصر به له هېواد وشړي.»

هغه دا هم ویلي چې د پاکستانۍ ټولنې ټول پاړکي له ترهګرۍ بد اغېز من شوي دي.

د طالبانو حکومت په منځګړتوب پاکستان او ټي ټي پي د ۲۰۲۲ کال په مۍ میاشت کې خبرې درلودې چې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

له هغه راهیسې په پاکستان کې بریدونه هم ډېر شوي دي او اسلام اباد د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې ټي ټي پي ته یې په افغانستان کې پنا ور کړې ده.

خو طالبان دا تورونه ردوي.

پاکستاني چارواکي افغانان هم په دې بریدونو کې ښکېل بولي او په دغه هېواد کې یې بې قانونه افغان کډوالو ته د اکتوبر میاشتې وروستۍ نېټه د وتلو لپاره ټاکلې ده.

که څه هم په پاکستان کې سیاستوال او نړیوالې ادارې له پاکستان غواړي چې دا پرېکړه بېرته واخلي، خو انوارالحق کاکړ وايي، دا پرېکړه پر خپل ځای ده او افغان کډوال به خپل هېواد ته ستنېږي.