ریچارد بېنټ: د طالبانو له بنده د خبریال مرتضی بهبودي په خوشې کېدو خوښ یم

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ د طالبانو له بنده د مرتضی بهبودي د خوشې کېدو هرکلی وکړ.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ د طالبانو له بنده د مرتضی بهبودي د خوشې کېدو هرکلی وکړ.
نوموړي تېره شپه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، د طالبانو له بنده د مرتضی بهبودي په خوشې کېدو خوشاله دی او هیله لري چې نوموړی او کورنۍ به یې یوځای هوسا وخت ولري.
د افغاني الاصله فرانسوي خبریال کورنۍ د چهارشنبې په ورځ( د تلې په ۲۶مه) افغانستان انټرنشنل ته ومنله، چې طالبانو ښاغلی بهبودي له ۲۸۴ ورځو بند وروسته خوشې کړی دی.
د بې پولې خبریالانو سازمان په یوې وینا پاڼه کې لیکلي، چې ښاغلی بهبودي د طالبانو د «محکمې په حکم خوشې شوی دی».
د طالبانو قضایي چارواکو تر اوسه د دغه خبریال د نیولو او پر هغه د لګول شویو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
د بې پولې خبریالانو د سازمان په وینا، دغه خبریال د کابل په یوې محکمه کې «د جاسوسۍ، د بهرنیانو د ناقانونه ملاتړ او له پولې هاخوا د خلکو تېرولو د مرستې په تور محکمه شوی و» او قاضي له دې تورونو برائت ورکړ.
بهبودي د تېر ۱۴۰۱ کال د مرغومې پر ۱۵مه په کابل کې د طالبانو لهخوا نیول شوی و.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي:« موږ هغه کسانو ته د اوسېدو اجازه ورکوو، چې قانوني وي او ویزې ولري.» همدارنګه نوموړي ویلي، د ایرانیانو او افغان کډوالو تر منځ د اختلاف رامنځته کول د منافقینو کار دی.
د اېسنا د راپور له مخې احمد وحیدي د چهار شنبې په ورځ د (تلې ۲۶مه) د ایران د حکومت د مشرانو د غونډې په څنډه کې وویل: «ایران له دغو خلکو سره مرسته وکړه او هغوی ته یې اسانتیاوې برابرې کړې، چې زدهکوونکي یې ښوونځیو ته ولاړ شي؛ خو ځینې کسان هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ ښې اړیکې په ننګونو بدلې کړي او دا د دواړو هېوادونو د دښمنانو طرحه ده.»
نوموړي په دې اړه د کوم هېواد نوم یاد نه کړ.
خو د ایران د کورنیو چارو وزیر اعتراف وکړ، ځینې ایرانیان د کډوالو د تنظیم په اړه اندېښنه لري چې دا اندېښنه د منلو وړ ده او کډوال به تنظیم شي.
احمد وحیدي تر دې مخکې په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې د زیاتېدو په پایله کې د ایراني ټولنې او افغان کډوالو ترمنځ د شخړې پړه د «دښمن استخباراتي کړۍ» بللې وه.
هغه ویلي: «د دښمن جاسوسې دستګاوې د ګډوډۍ په رامنځته کولو کې له مايوسۍ وروسته په دې کار کوي.»
ایراني چارواکي په دغه هېواد کې د ټولو ناکراریو او اعتراضونو مسوولیت د نورو هېوادونو پر استخباراتي ادارو اچوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره ګن شمېر افغانان د ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوه.

د امریکا په واشنګټن کې د طالبانو پر ضد د پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، جنرالانو، افسرانو او نورو افغانانو په ګډه د افغانستان متحدې جبهې په نوم یو سیاسي او پوځي خوځښت جوړ کړ.
د دغې جبهې مشران وایي:« د دغې جبهې د جوړولو موخه په افغانستان کې د جمهوري نظام بیا ټینګول او د ملي ارزښتونو ساتنه ده.»
د افغانستان په سوېل کې د پخواني پوځ قوماندان سمیع سادات د دغې جبهې په پرانیست غونډه کې وویل:« د خپل هېواد د ازادۍ لپاره به ترهغه وخته جګړه کوو؛ چې افغانستان د ترهګرو له منګلو نه وي خلاص شوی.»
دغې جبهې په خپلې پرانیست غونډه کې پنځه ځانګړې موخې د غونډې ګډونوالو ته په ګوته کړې:
لومړی: د افغانستان اسلامي جمهوريت ټینګښت.
دویم: د افغانستان د ۲۰۰۲ کال د اساسي قانون بيا نافذول.
درېيم: د ملي بېرغ او ملي سرود په ګډون د ټولو ملي ارزښتونو بيا را ژوندي کول.
څلورم: ټاکنې، کورنی او نړۍوال مشروعيت، د بيان ازادي، د ښځو حقونو، د نړۍ سره غوره اړيکې او د بشر حقونو د بشپړ ټینګښت سره ټولو جمهوري انساني ارزښتونو ته ژمنتیا.
پنځم: افغانستان د نړۍوالو ترهګرو ډلو له شتونه پاکول
تر دې وړاندې هم یو شمېر افغان سیاستوالو له افغانستانه بهر یو شمېر خوځښتونه رامنځته کړي، چې د ځینو په اړه یې یو شمېر خلکو نېوکې هم لرلې دي؛ خو د دغه نوي رامنځته شوي خوځشت په اړه چې په سر کې یې پخواني جنرالان او پوځي څېرې لیدل کېږي تر اوسه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی، وبه کتل شي چې په راتلونکې کې یې په اړه خلک څه وايي.

نن سهار د پنجشنبې ورځ د (تلې ۲۶مه) هرات ولایت او د افغانستان ځینې برخې یوې زلزلې ولړزولې. د اروپا_ مدیترانې مرکز د دغې زلزلې لویوالی د ریښتر په کچه ۴.۱ درجې ښودلی دی.
لاتراوسه د دغې زلزلې د اوښتو زیانونو په اړه مالومات نه دي تر لاسه شوي.

د پاکستان لنډ مهالي لومړي وزیر د روسیې له ولسمشر سره په کتنه کې ویلي، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې دواړه هېوادونه ګډې ګټې لري. انورالحق کاکړ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې ویلي: «له ترهګرۍ سره مبارزه په ځانګړې توګه په افغانستان کې، سیمهییزې تګلارې ته اړتیا لري.»
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي کاکړ په دغې ناسته کې زیاته کړه: «ګاونډي هېوادونه باید د استخباراتو، دفاع او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې عملي ګامونه واخلي او یو له بل سره همکاري وکړي.»
په دې کتنه کې کاکړ د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان او روسيې تر منځ د همکاريو پياوړتيا او د یوې ګډې تګلارې د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لږ تر لږه ۱۳۰ مشرانو په بېجينګ کې د ورېښمو لارې د بيا ژوندي کولو لپاره د «يو کمربند او يوې لارې» پلان په درېيمه سرمشريزه غونډه کې ګډون کړی.
د پاکستان لنډ مهالي لومړي وزیر په دغه کتنه کي زیاته کړه: «هیواد مو د انرژۍ له کمښت سره مخ دی او د انرژۍ په ګډون په بیلابېلو برخو کې د روسیې د پانګونې هرکلی کوو.»
نیکي اسیا رسنۍ څه موده وړاندې د پاکستان د حکومت د یوه چارواکي په حواله لیکلي وو: «د اسلام اباد حکومت پلان لري چې له روسیې څخه د تیلو واردات زیات کړي.»
د پاکستاني چارواکو په وینا، په ګوادر کې وړاندیز شوی تصفیه ځای کیدای شي د روسیې د اومه تیلو د مخ په زیاتیدونکي حجم کې مرسته وکړي.
پاکستان له خپل ګاونډي هند سره د روسیې د اومو تېلو په واردولو کې همکاري کړې، چې د بندیزونو له امله د لویدیځ له بازارونو راګرځول شوي دي.
دغه پاکستانی چارواکی زیاته کړه چې له روسیې څخه د اومه تیلو د واردولو بهیر بریالی شوی دی.

له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو له وتلو دوه کاله وروسته؛ یوه نوې نظرپوښتنه ښيي، چې د بېلابېلو مسایلو په اړه له سختو اختلافونو سره-سره، ډېموکراټان او جمهوري غوښتونکي رایه ورکوونکي په یوه خبره موافق دي: افغانستان د جګړې ارزښت نه درلود.
دا د اسوشیټیډ پرېس او یوې څېړنیزې ادارې له خوا په ګډه شوې سروې ده، چې د نن چهارشنبه خپره شوه.
امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له حملې او القاعده ته د سزا ورکولو وروسته پر افغانستان برید وکړ. په همدغه کال کې د طالبانو تر نسکوریدو وروسته؛ امریکا خپل ماموریت له القاعدې سره د مبارزې څخه نیولې د دولت جوړونې او په افغانستان او بیا عراق کې د ډېموکراسۍ په خپرولو بدل کړ.
دوه پر درېیمه برخه امریکایان، ۶۵٪ډېموکراټان او ۶۳٪ جمهوري غوښتونکي په دې باور دي، چې د افغانستان ماموریت په دې هېواد کې د امریکا د دوو لسیزو جګړو ارزښت نه درلود.
ډېری امریکایان په دې باور نه دي، چې امریکا دې له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو له منځه وړلو په څېر اهداف ترلاسه کړي.
یوه امریکايي اسوشیټیډ پرېس ته ویلي، چې په افغانستان کې جګړه له پیله د ګټلو وړ نه وه.
هغه وویل، چې امریکا باید په افغانستان کې د شوروي اتحاد ماتې ته پام کړی وی.
یو بل امریکایي تبعه چې په سروې کې یې برخه اخیستې؛ دې خبري اژانس ته ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له راتګ څخه خوښ نه دی، خو دی فکر کوي چې نور هلته پاتې کېدل ګټور نه وو.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت ویلي دي، چې په افغانستان کې د القاعدې د ځپلو له امله امریکا خپل هدف تر لاسه کړی او په دغه هېواد کې د نورو امریکایي ځواکونو شتون ته اړتیا نه لیدل کیږي.
خو د سروې پر بنسټ شاوخوا ۴۶ سلنه امریکایان په دې باور دي چې امریکا دغه هدف ترلاسه کړی دی.
له بلې خوا دغه سروې ښيي، چې ډېری خلک له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ګډوډ او غیر پلان شوي بولي.
په افغانستان کې د امریکا ناکامۍ د نړۍ په کچه د دغه هېواد د رول په اړه د رایه ورکوونکو نظرونه اغېزمن کړي دي.
۵۵ سلنه جمهوري غوښتونکي په دې باور دي چې امریکا باید په نړۍوالو چارو کې کم رول ولوبوي.
په نړۍ کې د امریکا د پیاوړي رول ملاتړ د ډېموکراټانو په منځ کې لوړ دی. یوازې 15٪ ډېموکراټان په دې باور دي چې د امریکا نړۍوال رول به کم شوی وي.
دغه اختلاف د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې هم څرګندیږي. په داسې حال کې چې امریکا د روسیې پر ضد د لویدیځو هېوادونو ترمنځ د ایتلاف په جوړولو او د اوکراین په ملاتړ کې اصلي رول لوبوي، جمهوري غوښتونکي سیاستوال له سپینې ماڼۍ غواړي چې خپل ملاتړ کم کړي او له اوکراین سره مالي مرستې د امریکا په کورنیو چارو ولګوي.
