د پاکستان د کورنیو چارو وزارت افغانانو ته د پاکستاني پاسپورټونو د ورکړې په اړه څېړنه کوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت، افغانانو ته د څه باندې ۱۲ زره پاکستاني پاسپورټونو د صادرولو په اړه د څېړنو لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده. د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کمیټه کې به د « اېف ای اې» او د ملي ډيټابېس او نوملیکنې (نادرا) لوړپوړي افسران هم شامل وي.





