• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سوېلي پښتونخوا د چمن اوسېدونکو د پاسپورټ اخیستلو له بهیر سره پرېکون وکړ

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۹ GMT+۱

د سوېلي پښتونخوا چمن اوسیدونکو، سوداګرو او د ځایي سیاسي ګوندونو غړو پر سپین بولدک چمن دروازه باندې پر پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون کې د پاکستاني پاسپورټ اخیستلو له بهیر سره د پرېکون په موخه په چمن کې پرلت وهلی. ډیورنډ کرښې ته څېرمه په چمن کې زرګونو کسانو په دغه پرلت کې ګډون کړی.

دغه پرلت د چمن لغړیانو اتحاد، سوداګرو او د ځایې سیاسي ګوندو له لوري پیل شوی دی.

یاد پرلت د پاکستان د هغې پرېکړې په غبرګون کې تر سره کیږي چې پر چمن سپین بولدک دروازه به له دې وروسته پر پاسپورټ او ویزه تګ راتګ تر سره کیږي.

په تېر کې به په دغه دروازه د ډیورنډ کرښې دواړه غاړې اوسیدونکي په افغان تذکره او پاکستاني شناختي کارډ یو او بل لور ته اوښتل.

له تېرو دوه میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان له لوري هڅه کیږي چې مساپر اړ کړي په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ وکړي.

په چمن کې د لغړي اتحاد مشر غوث الله د یاد پرلت په اړه وايي:«زموږ غوښتنه داده چې پر سپین بولدک ـ چمن دروازه په پاسپورټ تګ راتګ په هیڅ صورت نه منو. که موږ یو مرو که سل مرو موږ له خپلې غوښتنې نه په شا کیږو. کوم کسان چې پر دغه دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ خوبونه ویني هغوی خطاوتلي دي. موږ د چمن د ټولو اوسیدونکو څخه غوښتنه کوو چې د پاکستان پاسپورټ وا نه خلي.»

پاکستان پر سپین بولدک ـ چمن دروازه پر پاسپورټ د تګ راتګ د پرېکړي سره سم په چمن کې د پاسپورټ اخیستنې اداري کارکوونکي او امکات ډیر کړي دي چې د یاد ښار اوسیدونکي پاکستانی پاسپورټ واخلي.

دغه پرلت کوونکي وايي کابل او اسلام اباد دې د خبرو له لارې خپلې ستونزي حل کړي، د ډیورنډ دواړو لوریو پراته قبایل پر دروازه په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ نه مني.

د عوامي پارټی سیمه اییز مسول عطاء الله وايي، د پاکستان د یادې پرېکړې له امله د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د زرګونو کسانو کاروبار زیانمن شوی دی.

نوموړی وايي:«د زرګونو چمن مېشتو اوسیدونکو کاروبار د افغانستان لوري ته په سپین بولدک کې دی او د سپین بولدک د زرګونو اوسیدونکو کاروبار په چمن کې دی د پاکستان د یادې پرېکړې له امله د یادو ټولو کسانو کاروبار پر مخ بند شوی دی.»

دغه پرلت کوونکي وايي، د پاکستان د حکومت له لوري پرېکړه شوې چې د نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته پر سپین بولدک ـ چمن دروازه باندې په پاسپورټ تګ راتګ جبري کیږي.

خو د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته پراته قبایل وايي د پاکستان یاده پرېکړه نه مني او پرلت به تر هغه غځوي چې پاکستان خپله دغه پرېکړه بدله نه کړي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د لبنان حزب الله ډلې دوه غړي له اسراييلي پوځ سره په نښته کې وژل شوي دي

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۵ GMT+۱
د لبنان حزب الله ډلې دوه غړي له اسراييلي پوځ سره په نښته کې وژل شوي دي
100%

حزب الله ډلې د شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) د ټلګرام په یوه پیغام کې د لبنان په سویل کې له اسراییلي پوځ سره په نښته کې د خپلو دوو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ. په وروستیو ورځو کې له اسراییلي پوځ سره د نښتو په پایله کې د حزب الله لږ تر لږه ۱۶ غړي وژل شوي دي.

حزب الله وايي، بلال نمر رمیټي مشهور په ابو علي نور او علي خلیل خریس مشهور په حیدر په سویلي لبنان کې د جهادي دندې د ترسره کولو پر مهال وژل شوي دي.

د اکټوبر په اوومه د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د لبنان او اسراییل پر پوله حالت کړکېچن دی او په سیمه کې نېږدې هره ورځ له تاوتریخوالي ډکې نښتې کېږي.

پر اسراییل د حماس تر برید وروسته حزب الله د اسراییل تر ولکې لاندې د سوریې د جولان په دغه سیمه کې د اسراییل پر شپږو پوستو د راکټونو او لارښود توغندیو بریدونه وکړل.

د ایران د اسلامي جمهوریت تر ملاتړ لاندې د لبنان حزب الله ډلې په یوې بیانیه کې اعلان وکړ چې د اسراییلي پوځ د یوې مهمې برېښنايي اوریدو او څارنې دستګاه یې ویجاړه کړې ده.

اسراییلي پوځ پر دوی د بریدونو د غچ اخیستنې په غبرګون له لبنان سره په سرحدي سیمو کې د حزب الله ځواکونه په هوايي بریدونو سره په نښه کړي دي.

فلسطيني چارواکي وايي، اسرایيل په غزه کې څه باندې ۴زره کاریګر نيولي دي

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۳ GMT+۱
فلسطيني چارواکي وايي، اسرایيل په غزه کې څه باندې ۴زره کاریګر نيولي دي
100%

فلسطیني چارواکو ویلي، اسراییل په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې څه باندې ۴زره کسان نیولي او په پوځي اډو کې یې ساتي. دغو چارواکو ویلي چې، دغه شمېر نیول شوي کسان ټول کاریګر دي.

د اسراییل او حماس تر منځ تر شخړو وړاندې شاوخوا ۵زره او ۲۰۰ فلسطینیان د اسراییل په بندخونو کې بندیان وو او له دوو اونیو جګړو وروسته دغه شمېر لسو زرو ته رسېدلې دی.

فلسطیني چارواکي وايي، په غزه او قدس کې د اسراییل پوځیانو په شپنیو عملیاتو کې د ۴زره کاریګرو تر څنګ ۱۰۷۰ نور فلسطینیان هم نیول شوي.

د فلسطین په رام الله ښار کې مېشت د ادامیر بندیانو د حقونو د ډلې مشر الجزیرې ته وویل: «په غزه کې ډیری خلک د سده ټیمن په نوم پوځي اډه کې ساتل کیږي.»

ویل کیږي چې په سلګونه نور کسان رام الله او ختیځ قدس ته نېږدې په اناتوت پوځي اډه کې ساتل کیږي.

له دې سره، شاوخوا شپږ زره فلسطینیان بیا د اسراییل په بندخونو کې بندیان دي.

فلسطیني وکیلان او چارواکي له بندیانو سره د ناوړه چلند او د سختو شرایطو په اړه اندیښمن دي.

د فلسطین د بندیانو د چارو د کمیسیون مشر د بندیانو حالت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، هر هغه کس چې نیول کیږي، ځورول کیږي.

دغه فلسطيني چارواکي وايي چې «د ډېرو بنديانو لاسونه او پښې مات شوي، سپکاوي او ښکنځلې ورته کیږي، د دوی لاسونه تر شا تړلي او تر هغه بریده ځورول کیږي چې سخت دردونه ورته ورسیږي.»

یوه فلسطیني حقوقي ډله هم وايي چې اسراییل فلسطیني بندیانو ته د روغتیایي آسانتیاوو د لاسرسي مخه هم نیولې ده.

دغې ډلې ویلي، «دوی (اسراییل) د بندخونې کلینیکونه تړلي او د بندیانو په منځ کې د سرطان ځینې ناروغان چې اوږدمهالې درملنې ته اړتیا لري، له بند څخه بهر روغتونونو او کلینیکونو ته د تګ اجازه نه لري.»

م. م: د هرات د زلزلې له امله تر ۷ زرو ډېرې میندوارې ښځې رواني او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري

۲۹ تله ۱۴۰۲ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۴۷ GMT+۱
م. م: د هرات د زلزلې له امله تر ۷ زرو ډېرې میندوارې ښځې رواني او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري
100%

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې اووه زره ۵۰۰ میندوارې میرمنې رواني او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري. ډېرو یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي. د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق د زیږون د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ۱۱.۵ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ ـد تلې په ۲۸مه ـ په یوه راپور کې د افغانستان په لویدیځ کې د زلزلې پر روغتیايي پایلو بحث کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، د افغانستان په لوېدیځ کې د زلزلې له امله له ۲۱ زره ۵۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي او شاوخوا ۱۷ زره کورونه سخت زیانمن شوي دي.

اوچا د اغیزمنو سیمو دوه پر دریمه برخه ارزولو سره موندلې، چې د افغانستان په لویدیځ کې د زلزلې له امله له ۱۵۴ زرو ډیر کسان اغیزمن شوي.

ملګري ملتونه وايي، په زلزله ځپلو سیمو کې روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي برخه سخته اغېزمنه شوې او لږ تر لږه ۴۰مرکزونه زیانمن شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې شاوخوا ۵۸۰ زره کسانو ته د خدماتو وړاندې کول سخت ټکني شوي دي.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان د بېړنیو حالاتو د ډلې مشر هم ویلي، چې «روغتیايي کارکوونکي هم له دې ناورین څخه اغېزمن شوي دي». هغه وویل چې د زلزلې روغتیایي پایلې «حیرانونکې» دي.

د قبرس پولیسو په نیکوزیا کې د اسراییل سفارت ته نږدې د یوې چاودنې خبر ورکړ

۲۹ تله ۱۴۰۲ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۴ GMT+۱
د قبرس پولیسو په نیکوزیا کې د اسراییل سفارت ته نږدې د یوې چاودنې خبر ورکړ
100%

د قبرس پولیسو ویلي، چې د د دغه هېواد پلازمینه نیکوزیا کې د اسراییل سفارت ته نږدې یوه نسبتاً کوچنۍ چاودنه شوې. تر اوسه په دې پېښه کې د ځاني او مالي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي. د قبرس دولتي راډیو راپور ورکړ چې پولیسو د پیښې سیمه کې څلور سوریایي ځوانان نیولي دي.

د قبرس پولیسو د شنبې په ورځ -د تلې په ۲۹مه- رویټرز ته وویل، چې یو فلزي شی چې د اورلګیدنې لږ مقدار مواد پکې شامل وو له سفارت څخه شاوخوا ۳۰ متره لېې، د نیکوزیا په ګڼه ګوڼه سیمه کې وچاودید.

يوې امنيتي سرچينې وويل، چې د پېښې سیمه کې څلور ځوانان چې عمرونه يې د ١٧ او ٢١ کلونو ترمنځ وو، د پوليسو له خوا پوښتل شوي دي. پولیسو د دې نیول شویو ځوانانو په موټر کې دوه چاکوان او یو چټک وموندل.

د حماس او اسراییل تر منځ له نښتو وروسته د قبرس په بېلابېلو برخو کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

دغه هېواد د اسراییل د سفارت شاوخوا کې امنیتي کړۍ تاو کړې او ملکي لارې یې تړلې دي.

مصر د غزې د بشري ناورین د پای او د اسراییل او فلسطین د سولې لپاره لار نقشه وړاندیز کړه

۲۹ تله ۱۴۰۲ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۷ GMT+۱
مصر د غزې د بشري ناورین د پای او د اسراییل او فلسطین د سولې لپاره لار نقشه وړاندیز کړه
100%

د مصر ولسمشر د شنبې په ورځ د قاهرې په ناسته کې په غزه کې د بشري ناورین د پای ته رسولو او د اسراییل او فلسطین ترمنځ د سولې لپاره د لار نقشې وړاندیز وکړ. عبدالفتاح السیسي وویل، په دې پلان کې غزې ته د مرستو استول، اوربند او د شخړې د حل لپاره «د دوو دولتونو» خبرې اترې شاملې دی.

د اردن پاچا دویم ملک عبدالله هم په دې سرمشریزه کې وویل، چې د فلسطینیانو جبري بې ځایه کیدل به یو جنګي جنایت وي.

هغه په غزه تړانګه کې د اسراییل د بریدونو په اړه د نړۍ چوپتیا وغندله او د فلسطین او اسراییل شخړې د حل لپاره یې د ګډې تګلارې غوښتنه وکړه.

د بښنې نړیوال سازمان هم د جمعې په ورځ د اسراییل او حماس تر منځ د نښتو له پیلیدو وروسته د غزې کلابندي وغندله او ویې لیکل، چې پر غزې د اسراییل «ناقانونه» بریدونه باید د «جنګي جرمونو» په توگه وڅیړل شي.

د اردن پاچا د قاهرې د سولې په سرمشریزه کې وویل:«عربي نړۍ دا پیغم اوري چې د فلسطینیانو ژوند تر اسراییلیانو لږ ارزښت لري».

د فلسطین ادارې مشر محمود عباس هم وویل، چې فلسطینیان به نه بې ځایه شي او نه به هم وشړل شي. هغه ټینګار وکړ: «موږ نه ځو .. موږ نه ځو».

وروسته له هغه چې حماس د اکټوبر پر ۷مه پر دغه هېواد برید وکړ، اسراییل ګواښ وکړ چې دغه وسله واله ډله به له منځه وړي.

د اسراییل پوځ په غزه کې مېشتو فلسطینیانو ته امر کړی چې «د خپل ځان د خوندیتوب» لپاره دې د غزې سویل ته ولاړ شي.

په دې شرایطو کې مصر غواړي چې د اسراییل او فلسطین د شخړې د پای ته رسولو لپاره د هڅو په سر کې وي.

مصر لومړنی عربي هېواد و چې څه باندې څلویښت کاله مخکې یې له اسراییل سره د سولې تړون لاسلیک کړ او تل د اسراییل او فلسطین په تېره بیا د حماس تر منځ د یوه دودیز منځګړي په توګه یاد شوی دی.

دا هېواد د غزې یوازینۍ لار چې د اسراییل لخوا نه کنټرول کیږي، اداره کوي او د قاهرې د سولې سرمشریزه د رفح له لارې د بشرپالو مرستو د لیږدونکو لومړنیو لاریو له رسیدو سره هممهاله ترسره شوه.

رویټرز خبري اژانس د دریو ډیپلوماټانو له خولې ویلي، امکان نه لري چې له دې سرمشریزې دې یوه ګډه اعلامیه خپره شي،ځکه چې د هر ډول اوربند د موافقې په اړه حساسیتونه شته او دا چې ایا پر اسراییل د حماس برید او دې هېواد ته به د ځان د دفاع لپاره اشاره وشي او که نه.

رویټرز زیاته کړ، چې په دې ناسته کې د امریکا او ځینو نورو سترو لویدیځو مشرانو د استازو نشتوالي یوې حل لارې ته د رسیدو هیلې کمې کړې دي.

دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوه چې د اسراييل او حماس ترمنځ د جګړې په پنځلسمه ورځ د اسراييل پوځ په غزه کې د ځمکنۍ جګړې لپاره د عملیاتو تابیا نیسي.