د اردن پاچا دویم ملک عبدالله هم په دې سرمشریزه کې وویل، چې د فلسطینیانو جبري بې ځایه کیدل به یو جنګي جنایت وي.
هغه په غزه تړانګه کې د اسراییل د بریدونو په اړه د نړۍ چوپتیا وغندله او د فلسطین او اسراییل شخړې د حل لپاره یې د ګډې تګلارې غوښتنه وکړه.
د بښنې نړیوال سازمان هم د جمعې په ورځ د اسراییل او حماس تر منځ د نښتو له پیلیدو وروسته د غزې کلابندي وغندله او ویې لیکل، چې پر غزې د اسراییل «ناقانونه» بریدونه باید د «جنګي جرمونو» په توگه وڅیړل شي.
د اردن پاچا د قاهرې د سولې په سرمشریزه کې وویل:«عربي نړۍ دا پیغم اوري چې د فلسطینیانو ژوند تر اسراییلیانو لږ ارزښت لري».
د فلسطین ادارې مشر محمود عباس هم وویل، چې فلسطینیان به نه بې ځایه شي او نه به هم وشړل شي. هغه ټینګار وکړ: «موږ نه ځو .. موږ نه ځو».
وروسته له هغه چې حماس د اکټوبر پر ۷مه پر دغه هېواد برید وکړ، اسراییل ګواښ وکړ چې دغه وسله واله ډله به له منځه وړي.
د اسراییل پوځ په غزه کې مېشتو فلسطینیانو ته امر کړی چې «د خپل ځان د خوندیتوب» لپاره دې د غزې سویل ته ولاړ شي.
په دې شرایطو کې مصر غواړي چې د اسراییل او فلسطین د شخړې د پای ته رسولو لپاره د هڅو په سر کې وي.
مصر لومړنی عربي هېواد و چې څه باندې څلویښت کاله مخکې یې له اسراییل سره د سولې تړون لاسلیک کړ او تل د اسراییل او فلسطین په تېره بیا د حماس تر منځ د یوه دودیز منځګړي په توګه یاد شوی دی.
دا هېواد د غزې یوازینۍ لار چې د اسراییل لخوا نه کنټرول کیږي، اداره کوي او د قاهرې د سولې سرمشریزه د رفح له لارې د بشرپالو مرستو د لیږدونکو لومړنیو لاریو له رسیدو سره هممهاله ترسره شوه.
رویټرز خبري اژانس د دریو ډیپلوماټانو له خولې ویلي، امکان نه لري چې له دې سرمشریزې دې یوه ګډه اعلامیه خپره شي،ځکه چې د هر ډول اوربند د موافقې په اړه حساسیتونه شته او دا چې ایا پر اسراییل د حماس برید او دې هېواد ته به د ځان د دفاع لپاره اشاره وشي او که نه.
رویټرز زیاته کړ، چې په دې ناسته کې د امریکا او ځینو نورو سترو لویدیځو مشرانو د استازو نشتوالي یوې حل لارې ته د رسیدو هیلې کمې کړې دي.
دا ناسته په داسې حال کې ترسره شوه چې د اسراييل او حماس ترمنځ د جګړې په پنځلسمه ورځ د اسراييل پوځ په غزه کې د ځمکنۍ جګړې لپاره د عملیاتو تابیا نیسي.