اوکراین په دغه ګام اندېښمن دی، ځکه بې پیلوټه الوتکو له روسیې سره د هغوی په جګړو ژورې اغیزې کړې دي.
چین د روان کال د سپټمبر له لومړیو راهیسې د اوږده واټن ویشتونکو بې پیلوټه الوتکو چې وزن یې څلور کیلو ګرامه دی او همدارنګه د ډرون اړوند وسایلو لکه کامرې او راډیویي وسایلو بندیز لګولی دی.
سربېره پر دې، د سوداګریزو بې پیلوټه الوتکو تر ټولو لوی تولید کونکي شرکت «ډي جي آی» دوه میاشتې مخکې اوکراین او روسیې ته د ډرون مستقیم پلور بند کړ.
د چین حکومت وايي چې سوداګریز چینایي ډرون باید د پوځي موخو لپاره ونه کارول شي او چینایي تولید کوونکي د صادراتو د جواز او د وروستي کارونکو د مشخصاتو د وړاندې کولو په برخه کې د معلوماتو غوښتلو ته اړ دي.
د نیویارک ټایمز څیړنې هم ښیي چې چینایي شرکتونو په وروستیو میاشتو کې اوکراین ته د بې پیلوټه الوتکو او د هغې د پرزو خرڅلاو کم کړی دی.
له دې سره، اوکرایني پوځیان وايي که څه هم د چین دغو بندیزونو د بې پیلوټه الوتکو پر شته والي لږ اغېز کړی، خو دوی په راتلونکي کې د وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښمن دي.
د اوکراین د پوځ د بې پیلوټه الوتکو برابروونکی دګنیټاس مشر لیوبا شیپوویچ وایي:«اوس یوازینی بدلون دا دی چې موږ هر هغه تجهیزات اخلو چې په اروپا کې په ګودامونو کې پاتې دي، خو دا چې په راتلونکي کې به څه کوو، څرګنده نه ده.»
نوموړی هغو پرزو لکه د حرارتي انځور اخیستونکو کیمرو ته د لاسرسي د بندیزونو په اړه اندیښمن دی او وايي چې «دا پرزې د پوځ تدارکات او د جګړو د تر سره کولو طریقه اغیزمنه کوي، ځکه موږ ډیری حرارتي انځور اخیستونکي ډرون نه لرو.»
د چین له لوري د دغو بندیزونو له لګولو وروسته اوکراین هڅه کوي چې یوه بدیله لاره ومومي.
د چینايي بې پیلوټه الوتکو د صادراتو کمښت نه یوازې اوکراین بلکې روسیه هم اغیزمنه کړې ده.
د روسیې کومرسانټ ورځپاڼې د راپور له مخې «د چینايي چارواکو لخوا د بې پیلوټه الوتکو په صادراتو لګول شوي بندیزونو روسیې ته د دوی اکمالات خورا پیچلي کړي او د ځینو برخو لکه د حرارتي انځور اخیستونکو کیمرو د کموالي لامل شوي.»
له دې سره، روسیه ډیری وختونه د قزاقستان په څیر هیوادونو څخه چینایي بې پیلوټه الوتکې اخلي.