د بارک اوباما خبرداری: کېدای شي په غزه کې د اسراییل ځینې کړنې معکوسه پایله ولري

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړی، چې ښايي په غزه کې د اسراییل ځینې کړنې له اسراییل نړۍوال ملاتړ کمزوری کړي. اوباما ویلي، هره هغه پوځي تګلاره چې په کې د جګړې انساني زیانونه له پامه وغورځول شي، "پایله یې معکوسه راخیژي ."