پوتین او اردوغان د غزې پر استوګنځیو د اسراییل برید د نه منلو وړ بللی

د روسیې او ترکیې ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان د ټیلیفوني خبرو له لارې په غزه کې پر استوګنځیو، دیني او ټولنیزو تاسیساتو برید د «نه منلو وړ» بللی دی.

د روسیې او ترکیې ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان د ټیلیفوني خبرو له لارې په غزه کې پر استوګنځیو، دیني او ټولنیزو تاسیساتو برید د «نه منلو وړ» بللی دی.
کرملین په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دوی په غزه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو مشرانو د سې شنبې په ورځ (د لړم په دویمه) د غزې د جګړې په اړه خبرې وکړې.
د وروستیو راپورونو له مخې؛ په غزه کې تر ۵۳۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ۱۸ زره نور ټپیان شوي دي.
د کرملین ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلی پوتین او اردوغان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د ترکیې د سیاسي او ډېپلوماتیکو اقداماتو له لارې د وینې تویېدنې د مخنیوي او غزې ته د بشري مرستو د بې خنډه رسولو په اړه د روسیې هڅې وستایلې.
ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ، چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړېدل به د سولې او امنیت لامل شي.


د ډله ییزو امنیتي تړونونو د سازمان د عمومي منشي مرستیال اعلان وکړ، چې مخدره توکې له افغانستان څخه د دغه تړون غړو او نورو هېوادونو ته واردیږي. والري سمریکوف ټینګار وکړ، چې دغو هېوادونو ته د مخدره موادو د ننوتلو د مخنیوي لپاره ټولې لازمه پرېکړې به ونیول شي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ (د لړم په دویمه) په مینسک کې د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان د نشه یي توکو له قاچاق سره د مبارزې د همغږۍ شورا د ۲۵مې ناستې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، چې له افغانستان سره باید د تاجکستان پوله پیاوړې شي.
په دې ناسته کې د ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان، روسیې، تاجکستان او بیلاروس د کورنیو چارو وزرات استازو حضور درلود.
ښاغلي سمریکوف وویل، چې د دغه سازمان غړو هېوادونو د نشه يي توکو پر وړاندې د جرایمو د مخنیوي لپاره د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د ټینګولو د پروګرام د پراختیا چارې بشپړې کړې دي.
د روسي رسنیو د راپور له مخې؛ والري سمریکوف زیاته کړه: «موږ به هر هغه څه وکړو چې په نېږدې راتلونکي کې دا پروګرام د ډله ییز امنیتي تړون سازمان د هېوادونو د مشرانو لخوا تصویب شي؛ ترڅو موږ یې سمدستي پلي کړو».
نوموړي د یاد پروګرام په اړه جزییات نه دي وړاندې کړي؛ خو خوښي یې څرګنده کړه چې د یاد پروګرام پلې کېدل به هېوادونو ته د مخدره توکو د ننوتلو په برخه کې د پام وړ تاثیرات ولري.
د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د نشه يي توکو د قاچاق د زياتوالي په اړه په داسې حال کې اندېښنې شته، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د کوکنارو پر کښت، پېر او پلور بنديز لګولى دى.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸مه غونډه کې ویلي وو، چې دغه هېواد په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پوله له لسو ټنو ډېر نشه یې توکي نیولي دي.

د غزې چارواکي وایي، چې د اسراییل د هوايي عملیاتو له پراخېدو سره په تېرو ۲۴ ساعتونو ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي. د غزې د روغتیا وزارت په وینا؛ دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مرګ ژوبلي تر ټولو لوړ شمېر دی.
د رویټرز په حواله؛ د غزې د روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ (د اکټوبر په ۲۴مه) وویل، چې د اسراییل په شپنیو هوایي بریدونو کې له ۷۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.
اسراییل چې د حماس د جنګیالیو د ځپلو لپاره د هوايي عملیات پیل کړي او د اکټوبر له اومې نېټې یې پر غزې خونړي حیرانوونکي بریدونه کړي، دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو لوړه مرګ ژوبله ده.
اسراییل ویلي، چې په محاصره شوې سیمه کې یې د حماس لسګونه جنګیالي وژلي؛ خو زیاته کړې یې ده، چې حماس اسلامي ډلې د له منځه وړلو لپاره به یې جګړه اوږد مهاله شي.
د اکټوبر په اومه حماس د اسراییل په سویلي برخو برید وکړ او له امله یې ۱۴۰۰ کسان چې ډېری یې ولسي خلک وو ووژل، د حماس د برید په ځواب کې د غزې تړانګه د اسراییل د سختو بریدونو لاندې راغله.
مرستندویه سازمانونو په غزه کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو خبرداری ورکړ؛ خو د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اسراییل ته تللی او له دې هېواده یې خپل ملاتړ اعلان کړی.
هغه د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په کتنه کې وویل، فرانسه له حماس سره په جګړه کې له اسراییل سره «اوږه په اوږه» ولاړه ده. هغه زیاته کړه چې «له قوانینو پرته» جګړه باید ونه شي.
ملګرو ملتونو هم له اسراییل وغوښتل، چې غزې ته د لا زیاتو مرستو د داخلېدو اجازه ورکړي او ویلي یې دي، چې دې مرستو تر اوسه د ځپل شویو خلکو د اړتیا یوه کوچنۍ برخه پوره کړې ده.

د امریکا پخواني ولسمشر د غزې په تړانګه کې پر فلسطینیانو د اوبو، خوړو، او برېښنا پرېکولو غبرګون ښودلی.
هغه وویل چې ښايي په غزه کې د اسراییل ځینې کړنې له اسراییل نړۍوال ملاتړ کمزوری کړي.
ملګرو ملتونو دې ته په اشارې چې سيمې ته د مرستې رسولو پر مهال به یې کارکوونکي خوندي وي یا نه وویل، چې د اسراییل او حماس له جګړې لسیزې تېریږي او تل په دې خونړيو بریدونو کې د اوربند امکان په ځنډ لیدل شوی.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د اکټوبر له اومې نېټې راپه دې خوا د حماس تر ولکې لاندې سیمو کې د اسراییل د بریدونو په پایله کې د۲۳۶۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵ زره ۷۹۱ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.
یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ټولټال ۷۰۴ تنه وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اشرف القدره ویلي، دا په تېرو دوه اونیو کې چې اسراییل پر غزې بریدونه کړي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مرګ ژوبلې تر ټولو زیات شمېر دی.

د چین مرکزي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر شي جین پینګ د یوه فرمان په لاسلیکولو سره د خپل حکومت د دفاع وزیر له دندې ګوښه کړی دی. لي شنګ فو د تېر سنبلې په اومه نېټه په عام محضر کې وليدل شو.
هغه په همدې ورځ په بېجينګ کې د چين او افريقا د سولې او امنيت په درېيم فورم کې وينا وکړه.
خو له هغه وروسته د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو په ملي جشن کې هم نه دی ليدل شوی.
د چين مرکزي ټلويزيون د دوشنبې په ورځ د ( لړم ۲مه) خبر ورکړ چې لي شانګ فو د چين د ولسمشر د فرمان له مخې د چين د ولسي جمهوريت د دولتي شورا د غړي او د دفاع د وزير په توګه له خپلې دندې لېرې شو.
د هغه ځای ناستی تر اوسه نه دی اعلان شوی.
لي شنګ فو د شي جين پينګ په کابينه کې دویم لوړ پوړی وزير دی، چې په دې وروستيو کې له کوم رسمي توضيحاتو پرته له دندې ګوښه شو.
له دې مخکې د بهرنیو چارو پخواني وزیر چن ګنګ د جولای په میاشت کې د خلکو له سترګو څخه د دوه میاشتې غیر حاضرۍ وروسته له دندې ګوښه شو.
د فاینینشل ټایمز د رايور په وینا؛ هغه د ټلویزیون یوې کارکونکې سره د واده پرته اړیکه درلوده.

پرلت کوونکي وايي، که تر راتلوونکو دوو ورځو د پاکستان حکومت خپله پرېکړه بدله نه کړي په لویو لاریونونو به لاس پورې کړي. په سویلي پښتونخوا چمن کې زرګونه کسانو د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان د یوې پوځې اډې مخې ته پرلت وهلی دی.
دغه پرلت وهوونکي د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې خپله هغه پرېکړه بېرته واخلې چې پر سپین بولدک ـ چمن دروازه تګ راتګ به په پاسپورټ او ویزه تر سره کیږي.
د چمن اوسیدونکی او قومي مشر عبدالحلیم پهلوان، پرلت ته د وینا پر مهال وویل:«موږ ازاد قبایل له پیړیو، پیړیو راهیسې پر دغه سیمه اباد یو. انګریزانو زموږ په منځ کې کرښه وکښله خو دا په دې مانا نه ده چې موږ دې پر دې سیمه د هر واکمن پرېکړه ومنو. موږ د چمن اوسیدونکي په هیڅ صورت د پاکستان دا پرېکړه نه منو چې پر دروازه باندې په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ وکړو.»
د لغړي اتحاد مسولان وايي، له تېرو دوو کلو راهیسې د پاکستان له لورې دا هڅې روانې چې تګ راتګ په پاسپورت او ویزه وشي.
«پاکستان د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه لومړی د مساپرو تګ راتګ کې ستونزې پیدا کړې چې مساپر په دغه دروازه تګ راتګ و نه کړي.»
همدارنګه وروسته د پاکستان حکومت په چمن او سپین بولدک کې مېشت سوداګرو پر کاروبار باندې، «په ځېنو بندیزونو لګولو سره هڅه وکړه چې دلته د زرګونو کسانو کاروبار بند شي.»
د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي «که تر راتلونکو دوو ورځو مو د پاکستان حکومت له لورې غوښتنې و نه منل شي په چمن کې به په لویو لاریونونو لاس پورې کړو.»
نوموړی وايي:« که د جمعې تر شپې زموږ غوښتنې و نه منل شي موږ دلته په چمن کې ټول دولتي ادارو او پوځي ادارو دفترونه تړو او ښايي له تاوتریخوالي ډک لاریون وکړو.»
تر دې مهاله د پاکستان حکومت د یادو پرلت کوونکو د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د بودیجې او یو شمېر نورو اختلافاتو پر سر د امریکا د استازو د جرګې د مشر کیون مکارتي له لرې کېدو وروسته نېږدې درې اونۍ د استازو د جرګې د مشر چوکۍ خالي ده.
خو جمهوري غوښتونکي ګوند له هماغې مودې را په دېخوا له پرلپسې هڅو وروسته هم نه دی توانېدلی، چې د استازو د جرګې د مشرۍ لپاره کس انتخاب کړي.
فاکس نیوز د جمهوري غوښتونکو په حواله خبر ورکړی، چې د دغه ګوند نهه غړي به نن ماښام په غونډه کې ویناوې کوي تر څو معلومه شي، چې د استازو د جرګې مشري ګټلی شي او که نه.
دا مهال د امریکا د استازو جرګې د غړو تر منځ د اوکراین – روسیې او حماس – اسراییل د جګړو په تړاو موافق او مخالف نظرونه موجود دي، د دغو جګړو په اړه رغنده نظر ښايي یو کس د بریا تر څوکۍ ورسوي.