• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند نهو غړو د استازو جرګې د مشر په توګه ځانونو نومولي دي

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۷ GMT+۱

په دې وروستیو کې د بودیجې او یو شمېر نورو اختلافاتو پر سر د امریکا د استازو د جرګې د مشر کیون مکارتي له لرې کېدو وروسته نېږدې درې اونۍ د استازو د جرګې د مشر چوکۍ خالي ده.

خو جمهوري غوښتونکي ګوند له هماغې مودې را په دېخوا له پرلپسې هڅو وروسته هم نه دی توانېدلی، چې د استازو د جرګې د مشرۍ لپاره کس انتخاب کړي.

فاکس نیوز د جمهوري غوښتونکو په حواله خبر ورکړی، چې د دغه ګوند نهه غړي به نن ماښام په غونډه کې ویناوې کوي تر څو معلومه شي، چې د استازو د جرګې مشري ګټلی شي او که نه.

دا مهال د امریکا د استازو جرګې د غړو تر منځ د اوکراین – روسیې او حماس – اسراییل د جګړو په تړاو موافق او مخالف نظرونه موجود دي، د دغو جګړو په اړه رغنده نظر ښايي یو کس د بریا تر څوکۍ ورسوي.

ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

•
•
•

نور کیسې

په تهران کې د ارمنستان او اذربایجان د اړیکو په اړه غونډه د روسیې په ګډون ترسره شوه

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۱ GMT+۱

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د «۳+۳» هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته رسېدلی او نن یې په دغه غونډه کې ګډون کړی.

د ۳+۳ هېوادونو دویمه غونډه د ارمنستان، روسیې، ترکیې، اذربایجان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور کې نن دوشنبه (د لړم لومړۍ) په تهران کې وشوه.

ایرنا خبري اژانس خبر ورکړی، چې په دې غونډه کې د جنوبي قفقاز پر مسالو بحث شوی او په ځانګړې ډول د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې شوې دي.

په خبر کې راغلي، چې د ټولو اړخو تر منځ پر اقتصادي، ترانزیتي او سیاسي مسایلو ګڼ بحثونه شوې دي.

د ۳+۳ په غونډه کې د جنوبي قفقاز درې هېوادونه (اذربایجان، ارمنستان او ګرجستان) او د دې سیمې درې ګاونډي هېوادونه روسیه، ترکیه او ایران ګډون لري.

ایراني رسنیو ویلي، چې د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د غونډې له ترسره کېدو سره موافقه کړې وه، خو د ګرجستان د بهرنیو چارو وزیر له روسیې سره د اختلاف له امله په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.

د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو د مرستیالانو په کچه لومړنۍ ۳+۳ غونډه په ۱۴۰۰ کال کې په مسکو کې جوړه شوې وه.

د ایران د سپاه پاسداران مرستیال: د اړتیا په صورت کې به پر حیفا مستقیم توغندي وتوغوو

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۶ GMT+۱

د ایران د سپاه پاسداران ځواک د قومندان مرستیال علي فدوي د غزې په جګړه کې د ایران د اقداماتو په هکله وویل: ځینې ځوانان د حیفا په لور د توغندیو د توغولو اقدام عملي ګڼی. که اړتیا وي، دا به ترسره شي."

حیفا د اسراییل یو له لویو او مهمو ښارونو څخه دی.

علي فدوي زیاته کړه: "د مقاومت د جبهې لاسونه ډک دي، قاسم سلیماني د دوی لاسونه ډک کړل."

د سپاه پاسداران مرستیال زیاته کړه، چې که چېرې حکم ورته وشي؛ نو د اسراییل پر شمالي ښار به پرته له ځنډه په توغندیو په نښه کړي.

د بشری حقونو د څار ادارې له سراج الدین حقانی سره د جاپان د سفیر لیدنه غندلې

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۸ GMT+۱

د بشری حقونو د څار ډلې د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره د جاپان د سفیر تاکاشي اوکادا په لیدنه نیوکه وکړه او د جاپان حکومت یې "یو تکراری متخلف" وباله.

هیدر بار پر اېکس ټولنیزې پاڼې په یوه یادښت کې دا لیدنه د کومې مېرمنې د نشتوالي له امله ناهیلې کوونکې وبلله.

نوموړې په طنزیه انداز ویلي: “څنګه له طالبانو سره تعامل وشي: لومړی ټول باید سړی ور ولېږئ، د عکسونو لپاره پوزبند وتړئ او درېیم طالبانو ته اجازه ورکړئ چې په رسنیو کې یې سرچپه انعکاس کړي”.

په دې وروستیو کې د جاپان پخوانیو او نویو سفیرانو د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقانی سره وکتل او له افغانستان سره یې د جاپان د دوامداره همکاریو اعلان وکړ.

د جاپان له سفیرانو سره په خبرو کې هېڅ ښځینه ګډون نه درلود.

د بشری حقونو د څار ادارې د ښځو د څانګې مرستیالې دغه سفرونه "نا هیلي کوونکي" بللي او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غېر دایمي غړي په توګه د جاپان د رول اهمیت ته یې اشاره کړې ده.

د جاپان سفیر تر دې مخکې په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره وکتل او ورسره یې خبرې وکړې.

د بشری حقونو د څار ادارې په یوه اعلامیه کې په ترکمنستان، برېتانیا، چین، قزاقستان، پاکستان، مالیزیا، قطر، روسیې او ازبکستان کې له طالبانو سره په غونډو کې د ښځو پر نشتوالي نیوکه کړې ده.

د بلوچستان د نشنل ګوند مشر ادعا کړې چې حکومت يې د سیاسي فعالیت مخه نیسي

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۱ GMT+۱

د بلوچستان نشنل ګوند مشر سردار اختر مینګل اعلان کړی چې د بلوچستان د وډه په نوم سیمې د ناسم امنتي وضعيت په ضد به دوی د ګوند پخواني پارلماني غړي د اکټوبر په ۳۰ مه په اسلام آباد کې د اعتراض په ډول پرلت پیل کړي.

د نوموړي په خبره چې د «وډه سیمې د اوسني ناسم وضعيت تر شا د مرکزي او صوبايي حکومت لاس دی چې له امله یې نه یوازې په وډه سیمه کې د امنیت حالت خراب دی بلکې، حکومت د لادرکه بلوڅانو د غږ پورته کولو په تور موږ په سیاسي میدان کې هم نه پریږدي.»

نوموړي دا خبره تېره شپه په کوټه کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې ده

پرون د یک شنبې په ورځ د بلوچستان نشنل ګوند د مشر سردار اختر مینګل د خپلې پلرنۍ سیمې وډه څخه لاریون پیل کړی وو.

په دغه لاریون کې د یاد ګوند ګڼ شمېر پلویانو برخه اخیستې وه.

خو د بلوچستان صوبايي حکومت د سردار اختر مینګل دا تورنه رد کړي دي او ویلي يې دي چې ښاغلی مینګل د سیاسي ګټو د لاسته راوړلو په پار دا خبرې کوي.

اسلام اباد کې یوې محکمې عمران خان او شاه محمود قریشي د حکومتي رازونو په افشا کولو تورن کړل

۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۱ GMT+۱

اسلام اباد کې یوې محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي پر ضد نوې دوسیه پرانیستله. د تحریک انصاف ګوند د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱ نېټه) اعلان وکړ، چې محکمې ښاغلی خان او قریشي د "دولتي رازونو په افشا کولو" تورن کړي.

عمران خان د هغه پټ ټیلګرام په افشا کولو تورن شوی چې په واشنګټن کې د پاکستان سفیر د تېر کال په لومړیو کې اسلام اباد ته استولی و.

عمران خان د دې ټیلګرام په افشا کولو کې خپل لاس لرل ردوي او وايي چې د دې ټیلګرام مواد د نورو سرچینو له لارې په رسنیو کې خپاره شوي دي.

د هغه ګوند وايي، پلان لري چې د جمعې په ورځ پر ښاغلي خان او قریشي لګول شوي تورونه وننګوي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د تېر کال په اپریل میاشت کې د پارلمان د غړو په رایو له دندې لرې کړای شو.

نوموړی له دندې څخه تر لیرې کیدو وروسته، له د ډیرو تورونو سره تر سخت فشار لاندې و.

د روان کال په زمري میاشت کې د پاکستان یوې محکمې عمران خان د مالي فساد په تور په درې کاله بند محکوم کړ چې له دغه حکم وروسته سملاسي ونیول شو.

د تحریک انصاف مشر په نېږدې راتلونکي کې په پارلماني ټاکنو کې له ګډون څخه هم محروم شوی دی.

هغه د تېر کال په وروستیو کې له افغانستان انټرنشنل سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي و، چې له کفر ویلو نیولې بیا تر قتل او د دسیسو تر جوړولو پورې د ده پر ضد شاوخوا سل دوسیې موجوديدي.

په دې مرکه کې ښاغلي خان ادعا وکړه، دا دوسیې د دې لپاره جوړې شوې چې په ټاکنو کې د ده د بریا مخه ونیسي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر هغه مهال دا ادعا هم وکړه چې «که دوی زه بندي هم کړم، بیا به هم ټاکنې وګټم.»

د نوموړي په خبره، «له همدې امله دوی غواړي ما ووژني.»