• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپايي ټولنې د هغو افغانانو لپاره ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې چې 'بېرته هېواد ته ستانه شي'

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۶ GMT+۰

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ اعلان وکړ، چې له نورو هېوادونو څخه بېرته خپل هېواد ته د ستنېدونکو افغانانو لپاره يې ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.

دغه دفتر ویلي چې دوی غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې راستنېدونکي افغانان ملاتړ ته لاسرسی ولري چې دوی اړتیا ورته لري او د خوندیتوب احساس کوي.

د یکشنبې په ورځ د (لړم په ۷مه) په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نمایندګۍ په خپله رسمي اېکس پاڼه لیکلي چې دغه مرسته به د کډوالو نړیوال سازمان په همکارۍ له راستنېدونکو افغان کډوالو سره وشي.

د دغو مرستو ژمنه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان حکومت له ۱.۴ میلیونو څخه د زیاتو افغان کډوالو د جبري اېستلو لپاره د ضرب الاجل ټاکلی دی.

د پاکستان حکومت هغو کډوالو ته چې په دغه هېواد کې د اوسېدو رسمي اسناد نه لري، خبرداری ورکړی چې د اکتوبر تر ۳۱مې له دغه هېواده ووځي، که نه نو له هېواده به شړل کېږي.

په وروستیو میاشتو کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه شوې ده.

د ایران د سیستان او بلوچستان د سرحدي ساتونکو قوماندان رضا شجاعي د لړم میاشتې په ۶مه نیټه اعلان وکړ چې په تېره یوه میاشت کې ۴۰ زره ۵۰۹ تنه کډوال چې د اوسېدو رسمي اسناد یې نه درلودل له پاکستان او افغانستان سره د ایران په پولو کې نیول شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان د پنجاب صوبې د اطلاعاتو وزیر د جمعې په ورځ د لړم په پنځمه اعلان وکړ چې څه د پاسه ۹۹ زره کډوالیې بندیان کړي دي.

عامر میر وویل، ۳۳ زره کسان د اوسېدو اسناد نه لري او له هېواده ایستل کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د کندهار او ارزګان تر منځ د ۲۱۰ کیلو متره سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۰ GMT+۰

په کندهار کې ځايي طالب چارواکو نن د یک شنبې په ورځ د (لړم ۸مه) د شمال دهلیز په نوم د کندهار له ارغنداب څخه د ارزګان تر دهراود ولسوالۍ د ۲۱۰ کیلو متره سړک د جوړیدو پروژه پیل کړه. کندهار کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي، د یاد سړک پر جوړیدو څه د پاسه ۱۲۰ میلیونه ډالر لګښت راځي.

په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند له لوري رسنیو ته په لیږل شوې خپرپاڼه کې ویل شوي چې د یک شنبې په ورځ د (لړم ۸مه) نیټه د کندهار ـ ارزګان تر منځ د ۲۱۰ کیلومتره سړک د اساسي جوړېدو چارې پيل شوې.

د خبرپاڼي په حواله یاد سړک د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ څخه پیلږي او د ارزګان تر دهراود ولسوالۍ رسیږي.

همدارنګه په خبر پاڼه کې لیکل شوي چې یاد سړک د جوړیدو چارې به په څلورو کلنو کې بشپړي شي او پر جوړیدو يې څه د پاسه ۱۲۰ میلیونه ډالره لګښت راځي.

په خبر پاڼه کې په سویل لویدیځه حوزه کې د پرمختیايي پروژو د مسول انجینر خوشیوال په حواله لیکل شوي چې یادې پروژې ته د شمال دهلیز نوم ورکول شوی او په پام کې ده چې یاد سړک به د افغانستان په شمال کې د سالنګونو سره وصل شي.

یاد سړک له کندهار څخه د ارزګان تر مرګز ترینکوټ ښاره د تېر جمهوري نظام پر مهال هم جوړ شوی و.

خو د سړک ډيره برخه د ځای پر ځای شویو ماینونو او موسمي سیلابونو له امله ویجاړه شوي وه.

د ارزګان د هیواد یو له غرنیو ولایتونو څخه دی او دغه ولایت یواځي د کندهار ولایت څخه د تګ راتګ لاره لري.

د کندز په مرکز کې اور لګېدنې خلکو ته زیانونه اړولي دي

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۴ GMT+۰

سیمه ییزې سرچينې وايي نن له غرمې مخکې د کندز ښار په یوه څنډه کې اورلګېدنې ولسي خلکو ته زیانونه اړولي. د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند جمعه الدين خاکسار رسنیو ته ویلي چې د کندوز ښار د کابل بانک په کوڅه کې د حاجي رحمت په کور کې اور لګېدلی، خو وايي د پېښې په اړه نور معلومات نه لري

د پېښې عيني شاهدان وايي، چې د دې اورلګېدنې په پايله کې د پنبې څو دوکانونه سوځېدلي او دغه کور ته څېرمه يو روغتيايي مرکز هم زيانمن شوى دى.

په کندز کې سوداګر وايي تر اوسه پورې د دغې پيښې زیان نه دی معلوم خو وايي هر ځل د داسې پیښو تر رامنځته کیدو وروسته سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوړي.

تراوسه پورې ددغې اورلګېدنې لامل نه دى معلوم شوى .

په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د اورلګېدنې پیښې زیاتې شوې دي او په پیښو کې د ځاني زیانونو تر څنګ خلکو ته مالي زیاونه خورا زیات اوښتې دي.

د سیمې خلک وايي د چارواکو د نه پاملرنې له امله هر ځل د اور تر لګېدو وروسته سیمې ته اور وژونکي موټر یا اتفایه ناوخته رسیږي چې هر څه لولپه شوي وي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د جاپان سفیر د هرات له زلزله ځپلو سیمو لیدنه کړې

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او د جاپان سفیر کرومیا د شنبې په ورځ د (لړم ۷مه ) نېټه د افغانستان په لویدځ کې د زلزله ځپلو څخه د لېدنو پر مهال د زنده جان ولسوالۍ د موشک کلي څخه لېدنه کړې ده.

په کابل کې د جاپان سفارت پر خپل ایکس پاڼه لیکي، چې د یاد هیواد د جایکا ادارې له لارې به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د کدوالۍ عالي شورا او نورو نا دولتي ادارو په همکارۍ ۴،۴ میلیونه ډالره مرسته کوي.

همدارنګه یوناما هم پر خپل ایکس پاڼه د زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې په اړه لیکلي، په زلزله ځپلو سیمو کې د ژمي په رارسیدو سره په دغه سیمو کې ستونزې نورې هم ډیرې شوې دي.

یوناما وړاندې لیکي چې په سیمه کې مایوسي خورا ډیره ده.

د افغانستان په لویدیځ کې هرات ولایت د تېرو څو اونیو راهیسې دوامداره زلزلو شاهد دی.

په تازه زلزلو کې تېره شپه د رېښتر په کچه ۵،۲ درجې او نن سهار ۴،۸ درجې زلزلزې شوې دي.

د زلزلو د یادو دوه ټکانونو د زیانونو په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

د هرات ولایت اوسېدونکې د کابو یوې میاشتې راهیسې د شپې له لورې د زلزلې له وېرې له خپلو کورونو بهر په ازاده فضا کې ویده کیږي. او ډيریو هراتیانو د خپلوکورنیو غړي په زلزلو کې د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه ګاونډيو ولایتونو ته لیږلي دي.

د ازبکستان جمهوريت رسمي پلاوی کابل ته رسېدلی

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۲۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلويزیون په اېکس پاڼه ليکلي، چې د ازبکستان جمهوريت رسمي پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه یوف په مشرۍ نن سهار کابل ته رسېدلی.

خبر زیاتوي چې د دغه پلاوي په جوړښت کې د کانونو، ترانسپورت او سوداګرۍ وزیران او د هغه هېواد شاوخوا ۴۵ د بېلابېلو ادارو مشران او سوداګر شامل دي.

طالبان وايي، چې کابل ته د ازبکستان جمهوریت د پلاوي د رسمي سفر موخه د دوه اړخیزه سوداګرۍ پراختیا، د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانزیټي ستونزو له پاره د حل لارو موندل او په کابل کې د دغه هېواد د سوداګریزو توکو د نندارتون پرانیستل دي.

دا د افغانستان په شمال کې د قوشتېپې کانال تر جوړېدو او پرانیستو وروسته د ازبکستان هيواد تر نورو لوی پلاوی دی چې د هغه هیواد د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ کابل ته له طالبانو سره د ځينو مسایلو د حل په موخه سفر کوي.

په زابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۱ تنو ته مرګژوبله اوښتې

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۴ GMT+۰

عیني شاهدان وايي، نن سهار یو مساپر وړونکی لوی بس موټر د کندهار کابل پر لویه لاره د زابل ولایت د شهري صفا ولسوالۍ د سنګر مانده په سیمه کې له سړک وتلی او اوښتی چې له امله يې دوه تنه مړه او۱۹نورټپیان شوي.

د پېښې قربانیان روغتون لېږدول شوي او ویل کیږي چې د یو شمېر ټپیان روغتیایي حالت نازک دی.

یاد مساپر وړونکی موتر له نیمروز ولایت څخه کابل ته پر لاره و.

د کابل ـ کندهار لاره تل د دا ډول خونړیو ترافیکو پیښو شاهده وي چې ځېنې ترافیکي پيښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ځینې هم د سړک د خرابوالي له امله را منځته کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د کابل ـ کندهار د عمومي سړک د رغیدو چارې دوام لري خو لاهم معلومه نه ده چې څه وخت به د یاد سړک د جوړیدو چارې بشپړې شي.