• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په زابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۱ تنو ته مرګژوبله اوښتې

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۶ GMT+۰

عیني شاهدان وايي، نن سهار یو مساپر وړونکی لوی بس موټر د کندهار کابل پر لویه لاره د زابل ولایت د شهري صفا ولسوالۍ د سنګر مانده په سیمه کې له سړک وتلی او اوښتی چې له امله يې دوه تنه مړه او۱۹نورټپیان شوي.

د پېښې قربانیان روغتون لېږدول شوي او ویل کیږي چې د یو شمېر ټپیان روغتیایي حالت نازک دی.

یاد مساپر وړونکی موتر له نیمروز ولایت څخه کابل ته پر لاره و.

د کابل ـ کندهار لاره تل د دا ډول خونړیو ترافیکو پیښو شاهده وي چې ځېنې ترافیکي پيښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ځینې هم د سړک د خرابوالي له امله را منځته کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د کابل ـ کندهار د عمومي سړک د رغیدو چارې دوام لري خو لاهم معلومه نه ده چې څه وخت به د یاد سړک د جوړیدو چارې بشپړې شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له بهرنیو هیوادونو څخه په زور د اېستونکو افغان کډوالو له پاره چمتوالی نیسو

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۵ GMT+۰

دغې ډلې له بهرنیو هیوادونو څخه په زور د اېستونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمیسیون جوړ کړی خو له پاکستان څخه په زور د اېستونکو افغان کډوالو په اړه د پاکستان چلند ته چپه خوله پاته دي. طالبانو له بهره په زور د اېستونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون ناسته تر سره کړي.

له بهرنیو هیوادونو څځه په زور د اېستونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون ناسته د طالبانو ریاست الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوې.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي د شنبې په ماښام پر خپل ایکس پاڼه د یاد کمیسون د ناستې په اړه لیکلي، «په دغه ناسته کې د بېلابېلو کمېټو د فعالیتونه په ګوته شول او هرې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په بیړه خپلې چارې تنظیم او دندې پیل کړي.»

همدارنګه نوموړي لیکلي، «له راستنېدونکو کډوالو سره د یادې ډلې د امکاناتو سره سم د مرستو برابرولو په اړه هم پرېکړه وشوه.»

له بهرنیو هیوادونو څخه په زور د اېستونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمیسیون کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد په ګډون د یادې ډلې د کابینې اکثریت غړي غړیتوب لري او په یاده ناسته کې یې ګډون کړی دی.

په دغه ناسته کې له بهرنیو هیوادونو څخه په زور د اېستونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په اړه خبر ورکول شوی، خو د ایران او پاکستان هیوادونو له لورې په زور د افغان کډوالو اېستلو ته هیڅ اشاره نه ده شوي.

د طالبانو یاد کمیسیون په داسې مهال له بهرنیو هیوادونو څخه په زور د اېستونکو کډوالو ستونزو ته د چمتوالي ناسته کوي چې د پاکستان له لوري په زور د افغان کډوالو اېستلو ته ټاکل شوی ضرب الاجل په پوره کېدو دی.

د پاکستان حکومت خبر ورکړی چې د روان کال د نومبر په لومړۍ نېټه د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د نیولو او له پاکستان څخه د اېستلو عملیات پیلوي.

ټاکل شوې چې نن د پاکستان په ځينو لویو ښارونو کې د افغان کډوالو په ملاتړ لاریونونه وشي

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۷ GMT+۰

په پام کې ده چې نن ماسپښین په درې نیمو بجو د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او ملتان کې د ځېنو بنسټونو له لوري د افغان کډوالو په ملاتړ لاریونونه ترسره شي. ويل کيږي دغه لاریونونه د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې کیږي چې ګنې افغان کډوال به له پاکستانه وشړي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د پاکستان موقت حکومت سرپرست لومړي وزیر انوار الحق کاکړ اعلان وکړ چې په پاکستان کې مېشت ناقانونه افغان کډوال به د را روانې نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې وځي، او که و نه وتل نو دوی به یې په زور وشړي.

د پاکستان حکومت له لوري افغان کډوالو ته د ټاکل شوې وروستۍ نيټې ته ايله درې ورځې پاتې دي او د پاکستان حکومت لا هم پر خپلې پرېکړې ټينګ ولاړ دی.

تر اوسه پورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه افغان کډوال د پولیسو له لوري نیول شوي، زنداني شوي او له ډیورنډ کرښې پورې غاړه افغانستان ته اړول شوي.

د پاکستان د دغې پرېکړې په غبرګون کې په نړیواله کچه ځينو هيوادونو، د بشري حقونو سازمانونو او کډوالۍ نړیوالو سازمانونو د پاکستان په موقت حکومت غږ کړی چې له خپلې دغې پرېکړې لاس په سر شي او افغان کډوال پريږدي چې په خپله خوښه د ژوند کولو تصمیم و نیسي.

پرلتوال: له اصف غفور سره مو د سپین بولدک ـ چمن د دروازې په اړه خبرې بې پایلې شوې

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۱ GMT+۰

په سویلې پښتونخوا چمن کې په پاسپورټ او ویزه د تګ راتګ په غبرګون کې پرلت نن نهمه ورځ هم روان دی. پرلت کوونکي وايي، دوه ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت له پاره د پوځ له قوماندان اصف غفور سره یې خبرې بې پایلې شوې دي.

له تېرو نهو ورځو راهیسې د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د چمن د ځایي اوسېدونکو، سوداګرو، ځایي سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو له لوري، په پاسپورټ او وېزې د تګ راتګ په غبرګون پرلت وهلی.

پرلت کوونکي وايي، دوه ورځې وړاندې د بلوچستان ایالت له پاره د پوځ قوماندان اصف غفور له پرلت کوونکو سره د خبرو اترو له پاره چمن ته ورغلی و، خو له ساعتونو خبرو وروسته د پرلت وهوونکو غوښتنې د پاکستان د دغه پوځي چارواکي له لوري و نه منل شوې.

د بشري حقونو او مدني فعال حمیدالله چې د څو نورو کسانو سره یو ځای د پرلت وهوونکو په استازیتوب د بلوچستان ایالت د پوځ له مشر اصف غفور سره کتل‍ي وايي: «موږ د چمن په پوځي کلا کې د اصف غفور سره وکتل نوموړی په دې موخه راغلی و چې زموږ غوښتنې واوري، خو اصف غفور وویل چې د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه تګ راتګ به د پاسپورټ او ویزې سره حمتي وي. خو موږ ورسره و نه منله او زموږ پرلت به تر هغه دوام لري تر هغه چې زموږ دا غوښتنې نه وي منل شوي.»

په تېرو اتو ورځو کې پرلت وهوونکو په چمن ښار کې دوه ځله لوی لوی لاریونه هم تر سره کړي دي.

په دغو لاریونونو کې د چمن ښار لسګونه زرو اوسېدونکو ګډون کړی و. دغو کسانو د پاکستان له لوري پر سپین بولدک ـ چمن دروازه باندې د پاسپورټ او وېزې سره تګ راتګ حتمي کېدو په غبرګون کې د پاکستان حکومت د دغې پرېکړې په ضد شعارونه ورکول.

حافظ محمد یوسف چې د چمن ښار یو دیني عالم دی پرلت کوونکو ته د خپلې وینا پر مهال وویل: «موږ پر حکومت غږ کوو چې د عامو خلکو دغه راټولېدنه وویني، موږ په دې موخه راټول شوي یو چې په هیڅ صورت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه وېزه او پاسپورټ نه منو. تاسو (د پاکستان حکومت) دا واورئ چې دا یواځې د سوېلي پښتونخوا نه بلکې د خیبر پښتونخوا مسله هم ده هلته هم باید د دواړو لوریو قبایل په ازادانه ډول له پاسپورټ او وېزې پرته تګ راتګ وکړي.»

پرلت کوونکي وايي، که یې ژر تر ژره يې غوښتنې ونه منل شي په چمن او کوټه ښارونو کې به په لویو لاریونونو لاس پوري کړي.

د ایران استازي د یوناما مرستیال ته ویلي د افغانستان کړکېچ دې د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۲:۱۹ GMT+۰

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي او د یوناما مرستیال په کابل کې سره کتلي. حسن کاظمي قمي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له مارکس پوتزل سره یې په کتنه کې په افغانستان کې د کړکېچ د له منځه وړلو لپاره د سیمې د هېوادونو ګډې او څو اړخیزې ډیپلوماسۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

کاظمي قمي ویلي، د شنبې په ورځ د (لړم شپږمه) لېدنه کې د سیمه ایزو لوبغاړو په ځانګړې توګه د امریکا د حساب ورکولو پر اړتیا ټینګار وشو.

د ایران د ولسمشر استازي د افغانستان د روان وضعیت لامل امریکا بللې ده.

په ورته مهال کې ښاغلي قمي لیکلي، «زه په نړیوالو نوښتونو کې د اضافي سیمه ایزو لوبغاړو په رغنده ګډون شک لرم.»

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي همدارنګه ویلي، د ترهګرۍ سره د اغیزمنې مبارزې او له نشه یې توکو سره د مبارزې په لاره کې لګول شوي بندیزونه یو له جدي خنډونو او ستونزو څخه دي.

د څه پاسه دوه کلونو په تېریدو سره هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او دغه ډله تر نړیوالو بندیزونو لاندې ده.

کاظمي قمي وويل، له ملګرو ملتونو هيله کېږي چې د سولې لپاره خپل ماموريت ته غاړه کېږدي او د حل لپاره يې اغېزمن تدبيرونه او ترتيب برابر کړي.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني لومړي وزیر غوښتي چې د کډوالو د ایستلو پرېکړه ژر لغوه کړي

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۷ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر انوار الحق کاکړ ته په یوه پرانیستي لیک کې له هغه څخه غوښتي چې د مهاجرینو په ځانګړې توګه د ناقانونه افغان کډوالو د جبري اېستلو پریکړه لغوه کړي. دغه سازمان ویلي چې په پاکستان کې دې پر افغان کډوالو جبر او ځورول بند شي.

په جنوبي اسیا کې د بښنې نړیوال سازمان سیمه ییز دفتر په دغه لیک کې چې د شنبې په ورځ ـ د لړم په ۶ مه- خپور شو، د پاکستان موقت لومړي وزیر ته لیکلي چې د پاکستان د حکومت له دې پرېکړې سره به د ژمي په سختو میاشتو افغانان له بې کورۍ، د ژوند او ژواک له لاسه ورکولو او د اولیه خدمتونو ته د نشتوالي سره مخامخ کوي او د کډوالو کورنیو د غړو د جلا کیدو لامل کیږي.
د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که افغان کډوال په ځانګړې توګه نجونې او ښځې افغانستان ته واستول شي، نو دوی به د کار، زدکړې او ازادۍ له حقه محرومې شي او «خپل حقونه به یې سخت تر پښو لاندې شي».
دغه سازمان ویلي چې په پاکستان کې ژوند او زدکړه د ډېرو افغان نجونو لپاره «د زدکړې یوازینی چانس» دی.

په دغه لیک کې د بښنې نړیوال سازمان د تېر حکومت د خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعینو، مظاهره کوونکو ښځو، هنرمندانو او چارواکو د اېستلو پایلو ته هم اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې جبرې ایستلو سره به د هغوی ژوند د طالبانو له خوا له جدي خطر سره مخ شي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په پاکستان کې یې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی او ځورونې مستند کړې دي.

د دې سازمان په وینا، د اکتوبر له دریمې راهیسې چې د کډوالو د ایستلو لپاره ضرب الاجل ټاکل شوی، د افغان کډوالو نیول او ځورول "زیات" شوي دي.
په جنوبي اسیا کې د بښنې نړیوال سازمان سیمه ییز دفتر په پاکستان کې له افغانانو سره پر بې غورۍ هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د باوري ویزو په لرلو سره د دوی ویزې نه دي تمدید شوې او دا د ډېرو افغانانو لپاره خطرناک او بې دفاع انتخاب دی.
د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان لومړي وزیر انور حق کاکړ ته په خطاب کې ویلي، چې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو په رڼا کې دې د مهاجرینو کوربتوب ته دوام ورکړي.
د بښنې د نړيوال سازمان د دغه لیک په دوام کې ويل شوي دي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا له بشري حقونو سرغړونې هم مستند شوې دي چې شکنجې، خپلسري نيول، جبري بې درکه کیدل او قتلونه پکې شامل دي.
دغه سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د افغان کډوالو د کوربه توب لپاره دې له پاکستان سره مالي مرسته وکړي او په دې سره د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې له افغانستان څخه د تاوتریخوالي او ځورونې له امله وځي.