• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کندز په مرکز کې اور لګېدنې خلکو ته زیانونه اړولي دي

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۴ GMT+۰

سیمه ییزې سرچينې وايي نن له غرمې مخکې د کندز ښار په یوه څنډه کې اورلګېدنې ولسي خلکو ته زیانونه اړولي. د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند جمعه الدين خاکسار رسنیو ته ویلي چې د کندوز ښار د کابل بانک په کوڅه کې د حاجي رحمت په کور کې اور لګېدلی، خو وايي د پېښې په اړه نور معلومات نه لري

د پېښې عيني شاهدان وايي، چې د دې اورلګېدنې په پايله کې د پنبې څو دوکانونه سوځېدلي او دغه کور ته څېرمه يو روغتيايي مرکز هم زيانمن شوى دى.

په کندز کې سوداګر وايي تر اوسه پورې د دغې پيښې زیان نه دی معلوم خو وايي هر ځل د داسې پیښو تر رامنځته کیدو وروسته سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوړي.

تراوسه پورې ددغې اورلګېدنې لامل نه دى معلوم شوى .

په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د اورلګېدنې پیښې زیاتې شوې دي او په پیښو کې د ځاني زیانونو تر څنګ خلکو ته مالي زیاونه خورا زیات اوښتې دي.

د سیمې خلک وايي د چارواکو د نه پاملرنې له امله هر ځل د اور تر لګېدو وروسته سیمې ته اور وژونکي موټر یا اتفایه ناوخته رسیږي چې هر څه لولپه شوي وي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د جاپان سفیر د هرات له زلزله ځپلو سیمو لیدنه کړې

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او د جاپان سفیر کرومیا د شنبې په ورځ د (لړم ۷مه ) نېټه د افغانستان په لویدځ کې د زلزله ځپلو څخه د لېدنو پر مهال د زنده جان ولسوالۍ د موشک کلي څخه لېدنه کړې ده.

په کابل کې د جاپان سفارت پر خپل ایکس پاڼه لیکي، چې د یاد هیواد د جایکا ادارې له لارې به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د کدوالۍ عالي شورا او نورو نا دولتي ادارو په همکارۍ ۴،۴ میلیونه ډالره مرسته کوي.

همدارنګه یوناما هم پر خپل ایکس پاڼه د زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې په اړه لیکلي، په زلزله ځپلو سیمو کې د ژمي په رارسیدو سره په دغه سیمو کې ستونزې نورې هم ډیرې شوې دي.

یوناما وړاندې لیکي چې په سیمه کې مایوسي خورا ډیره ده.

د افغانستان په لویدیځ کې هرات ولایت د تېرو څو اونیو راهیسې دوامداره زلزلو شاهد دی.

په تازه زلزلو کې تېره شپه د رېښتر په کچه ۵،۲ درجې او نن سهار ۴،۸ درجې زلزلزې شوې دي.

د زلزلو د یادو دوه ټکانونو د زیانونو په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

د هرات ولایت اوسېدونکې د کابو یوې میاشتې راهیسې د شپې له لورې د زلزلې له وېرې له خپلو کورونو بهر په ازاده فضا کې ویده کیږي. او ډيریو هراتیانو د خپلوکورنیو غړي په زلزلو کې د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه ګاونډيو ولایتونو ته لیږلي دي.

د ازبکستان جمهوريت رسمي پلاوی کابل ته رسېدلی

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۲۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلويزیون په اېکس پاڼه ليکلي، چې د ازبکستان جمهوريت رسمي پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه یوف په مشرۍ نن سهار کابل ته رسېدلی.

خبر زیاتوي چې د دغه پلاوي په جوړښت کې د کانونو، ترانسپورت او سوداګرۍ وزیران او د هغه هېواد شاوخوا ۴۵ د بېلابېلو ادارو مشران او سوداګر شامل دي.

طالبان وايي، چې کابل ته د ازبکستان جمهوریت د پلاوي د رسمي سفر موخه د دوه اړخیزه سوداګرۍ پراختیا، د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانزیټي ستونزو له پاره د حل لارو موندل او په کابل کې د دغه هېواد د سوداګریزو توکو د نندارتون پرانیستل دي.

دا د افغانستان په شمال کې د قوشتېپې کانال تر جوړېدو او پرانیستو وروسته د ازبکستان هيواد تر نورو لوی پلاوی دی چې د هغه هیواد د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ کابل ته له طالبانو سره د ځينو مسایلو د حل په موخه سفر کوي.

په زابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۱ تنو ته مرګژوبله اوښتې

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۴ GMT+۰

عیني شاهدان وايي، نن سهار یو مساپر وړونکی لوی بس موټر د کندهار کابل پر لویه لاره د زابل ولایت د شهري صفا ولسوالۍ د سنګر مانده په سیمه کې له سړک وتلی او اوښتی چې له امله يې دوه تنه مړه او۱۹نورټپیان شوي.

د پېښې قربانیان روغتون لېږدول شوي او ویل کیږي چې د یو شمېر ټپیان روغتیایي حالت نازک دی.

یاد مساپر وړونکی موتر له نیمروز ولایت څخه کابل ته پر لاره و.

د کابل ـ کندهار لاره تل د دا ډول خونړیو ترافیکو پیښو شاهده وي چې ځېنې ترافیکي پيښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ځینې هم د سړک د خرابوالي له امله را منځته کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د کابل ـ کندهار د عمومي سړک د رغیدو چارې دوام لري خو لاهم معلومه نه ده چې څه وخت به د یاد سړک د جوړیدو چارې بشپړې شي.

طالبان: له بهرنیو هیوادونو څخه په زور د اېستونکو افغان کډوالو له پاره چمتوالی نیسو

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۲۵ GMT+۰

دغې ډلې له بهرنیو هیوادونو څخه په زور د اېستونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمیسیون جوړ کړی خو له پاکستان څخه په زور د اېستونکو افغان کډوالو په اړه د پاکستان چلند ته چپه خوله پاته دي. طالبانو له بهره په زور د اېستونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون ناسته تر سره کړي.

له بهرنیو هیوادونو څځه په زور د اېستونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمیسیون ناسته د طالبانو ریاست الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوې.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي د شنبې په ماښام پر خپل ایکس پاڼه د یاد کمیسون د ناستې په اړه لیکلي، «په دغه ناسته کې د بېلابېلو کمېټو د فعالیتونه په ګوته شول او هرې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په بیړه خپلې چارې تنظیم او دندې پیل کړي.»

همدارنګه نوموړي لیکلي، «له راستنېدونکو کډوالو سره د یادې ډلې د امکاناتو سره سم د مرستو برابرولو په اړه هم پرېکړه وشوه.»

له بهرنیو هیوادونو څخه په زور د اېستونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمیسیون کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد په ګډون د یادې ډلې د کابینې اکثریت غړي غړیتوب لري او په یاده ناسته کې یې ګډون کړی دی.

په دغه ناسته کې له بهرنیو هیوادونو څخه په زور د اېستونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په اړه خبر ورکول شوی، خو د ایران او پاکستان هیوادونو له لورې په زور د افغان کډوالو اېستلو ته هیڅ اشاره نه ده شوي.

د طالبانو یاد کمیسیون په داسې مهال له بهرنیو هیوادونو څخه په زور د اېستونکو کډوالو ستونزو ته د چمتوالي ناسته کوي چې د پاکستان له لوري په زور د افغان کډوالو اېستلو ته ټاکل شوی ضرب الاجل په پوره کېدو دی.

د پاکستان حکومت خبر ورکړی چې د روان کال د نومبر په لومړۍ نېټه د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو د نیولو او له پاکستان څخه د اېستلو عملیات پیلوي.

ټاکل شوې چې نن د پاکستان په ځينو لویو ښارونو کې د افغان کډوالو په ملاتړ لاریونونه وشي

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۷ GMT+۰

په پام کې ده چې نن ماسپښین په درې نیمو بجو د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او ملتان کې د ځېنو بنسټونو له لوري د افغان کډوالو په ملاتړ لاریونونه ترسره شي. ويل کيږي دغه لاریونونه د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې کیږي چې ګنې افغان کډوال به له پاکستانه وشړي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د پاکستان موقت حکومت سرپرست لومړي وزیر انوار الحق کاکړ اعلان وکړ چې په پاکستان کې مېشت ناقانونه افغان کډوال به د را روانې نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې وځي، او که و نه وتل نو دوی به یې په زور وشړي.

د پاکستان حکومت له لوري افغان کډوالو ته د ټاکل شوې وروستۍ نيټې ته ايله درې ورځې پاتې دي او د پاکستان حکومت لا هم پر خپلې پرېکړې ټينګ ولاړ دی.

تر اوسه پورې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې زرګونه افغان کډوال د پولیسو له لوري نیول شوي، زنداني شوي او له ډیورنډ کرښې پورې غاړه افغانستان ته اړول شوي.

د پاکستان د دغې پرېکړې په غبرګون کې په نړیواله کچه ځينو هيوادونو، د بشري حقونو سازمانونو او کډوالۍ نړیوالو سازمانونو د پاکستان په موقت حکومت غږ کړی چې له خپلې دغې پرېکړې لاس په سر شي او افغان کډوال پريږدي چې په خپله خوښه د ژوند کولو تصمیم و نیسي.