• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان په نړیوال جام کې له دوه پرله پسې بریو وروسته نن له سریلانکا سره سیالي کوي

۸ لړم ۱۴۰۲ - ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۹ لړم ۱۴۰۲ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۷ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وايي،‌ له سریلانکا سره د لوبې له پاره یې بشپړ چمتوالی نیولی. د افغانستان او سریلانکا تر منځ سیالۍ نن دوشنبه د (لړم ۹مه) د هند په پونې ایالت کې د کابل پر وخت د ماسپښین په یوه بجه تر سره کیږي .

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر تېره ورځ د یوې خبرې ناستې پر مهال له سریلانکا سره د سیالۍ په اړه وویل: «موږ د سیالۍ لپاره پوره چمتوالی نیولی دی. له سریلانکا سره سیالي به ډيره په زړه پورې وي ځکه موږ دواړو هیوادونو په دې ورستیو کې تر خپل منځ څو لوبې کړې دي.»

افغانستان او سریلانکا تردې مهاله یو د بل پر وړاندې ۱۱ یو ورځنۍ سیالۍ تر سره کړې دي.

په دغو ۱۱ سیالیو کې اوه سریلانکا ګټلې، درې افغانستان ګټلي او یوه سیالي هم بې پایلې اعلان شوې.

په نړیوال جام کۍ نننۍ سیالي د افغانستان او سریلانکا لپاره خورا مهمه ده ځکه دواړو لوبډلو دوه دوه لوبې ګټلې او درې درې لوبې یې بایللې دي او د نمرو په جدول کې څلور څلور پواینټونه لري.

د کرېکټ مبصرین وايي، د هند پونې ایالت پیچونه د منډو جوړولو لپاره مناسب دي او د ورو توپ اچوونکو لپاره به هم ګټور وي.

د مصبرینو په خبره په نن سیالۍ کې به د پچې ګټل هم خورا مهم وي او که هره لوبډله لومړی توپ وهنه وټاکي د لوبې د ګټلو چانس به یې ډیر وي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ نړۍوال جام؛ هند انګلنډ ته په ماتې ورکولو سره د لوبډلو لومړی مقام خپل کړ

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۵ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوال جام په ۲۹ سیالۍ کې د هند او انګلنډ کرېکټ ملي لوبډلو نن د لکنو ښار په بریسبیو لوبغالي کې لوبه پیل وکړ او د سلو په توپیر د هند په ګټه تمامه شوه.

هند د پچې په ګټلو سره ټوپ وهل غوره کړل او د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ۵۰ اورونو کې ۲۲۹ منډې وکړې.

په نننۍ لوبه کې کپتان روهیت شرما د ۸۷ منډو کولو سره تر نورو ښه وځلېد.

د انګلینډ د توپ وهنې په پاڼۍ کې د دغې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۲۹ منډو وسوزېدل او لوبه د هند په ګټه تمامه شوه.

په دې سره هند د لسو هېوادونو په نوملړ کې لومړی مقام خپل کړ او انګلنډ د لسو لوبډلو له نوملړه ووت.

هند په روان کرېکټ جام کې تر اوسه شپږ لوبې ګټلې دي.

انګلنډ په پنځو لوبو کې پنځه ځله ماتې خوړلې ده.

په کرېکټ نړیوال جام کې هند د انګلنډ لوبډلې ته ۲۳۰ منډې هدف وټاکه

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۰ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام په ۲۹ سیالۍ کې د هند او انګلنډ کرېکټ ملي لوبډلې نن د لکنو ښار په بریسبیو لوبغالي کې سره لوبېږي. هند د پچې ګټلو سره ټوپ وهل غوره کړل او د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ۵۰ اورونو کې ۲۲۹ منډې وکړې.

په نننۍ لوبه کې کپتان روهیت شرما د ۸۷ منډو کولو سره تر نورو ښه وځلېد.

هند په روان کرېکټ جام کې تراوسه پنځه لوبې ګټلې او د ټولو په ګټلو سره یې لسو نومرو سره د فهرست سر کې ځای لري.

انګلنډ پنځو لوبو کې د څلورو ماتو له امله د دې نوملړ په اخر کې دی.

افغان کرېکټ بورډ: په ننګرهار کې د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ پیل شوې

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۷ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه بورډ کورني کرېکټ څانګې اړوند د زونونو په کچه غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ نن د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي کې پیل شوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په یادو سیالیو کې به د هیواد له پنځو زونونو څخه پنځه منتخبې لوبډلې د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه نن د یک شنبې په ورځ د (لړم ۸مه) د مس عینک زون او امو زون لوبډلو تر منځ تر سره کیږي.

د یادو لوبډلو څخه به هره لوبډله په لومړي پړاو کې اته لوبې ترسره کوي او دوه مخکښې لوبډلې به د یادو سیالیو پایلوبې ته وځي.

د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو پایلوبه به د راتلونکي نومبر میاشتې په شلمه نېټه ترسره شي.

د کرېکټ بورډ مسولان وايي، یادې سیالۍ د کورني کرېکټ د ودې له پاره خورا ګټوري دي.

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي د کوریا "هي جین پارک" ته ماتې ورکړه

۷ لړم ۱۴۰۲ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۱ GMT+۰

د کډو هنرونو رزمي افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي تېره شپه د هند په اتراپردېش ایالت د نیوډا په لوبغالي کې د سیالۍ قفس ته ننوت. هغه د لوبې په سر کې لا خپل کوریایي سیال ته کلک ګوزارونه ورکړل.

نوموړي د سیالۍ د لومړي پړاو په لومړنیو ثانیو کې د سویلي کوریا "هي جین پارک" ته د کلکو سوکونو په ورکولو سره نیک اوټ کړ او په «ایم ایم اې» سیالیو کې یې خپل یوولسم بری ثبت کړ.

بدخشي تر دې وړاندې ۱۶ ځله د ازادو مبارزو سیالۍ تر سره کړې وې، چې ۱۰ یې ګټلې او په دریو کې یې ماتې خوړلې وه. خو د تېرې شپې سیالۍ په ګټلو سره یې خپل یوولسم بری ثبت کړ.

په ازادو سیالیو کې د سوېلي کوریا د "هي جین پارک" دا څلورمه ماتې وه.

عبدالعظیم بدخشي د سوېلې اسیا د ازادو سیالیو (ایم ایم اې) کې په لومړي مقام کې ځای لري او په دې سیالۍ کې یې د دغه مقام د ساتلو او د خپلو بریو د زیاتولو هڅه وکړه.

بدخشي خپل دغه بری د افغانستان په لوېدیځ کې زلزله ځپلو ته ډالۍ کړ.

هالنډ په کرېکټ نړیوال جام کې بنګله دېش ته په ۸۷ منډو ماته ور کړه

۶ لړم ۱۴۰۲ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۴ GMT+۱

د کرېکټ نړیوال جام په ۲۸ لوبه کې هالنډ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ له بنګله دېش د ۸۷ منډو په توپیر لوبه وګټله. د هند د کلکتې په ایډن ګارډنز لوبغالي کې هالنډ د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او د ټولو ۵۰ اورونو لوبولو سره یې ۲۲۹ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې بنګله دېش لوبډلې په ۴۲.۲ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې وکړې او په لوی توپیر یې لوبه وبایلله.

تر دې مخکې دواړو پنځه پنځه لوبې کړې، خو یوه یوه یې ګټلې وه.

هالنډ تر دې مخکې سوېلي افریقا او بنګله دېش هم افغانستان ته ماتې ور کړې وه.