د طالبانو د کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه تر ۷۰۰۰ ډېر افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې ۷۱۴۶ افغان کډوالو د لړم په اتمه نېټه له اېران او پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې ۷۱۴۶ افغان کډوالو د لړم په اتمه نېټه له اېران او پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.
د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۵۳۰ کورنۍ چې ټولټال ۳۵۷۲ تنه کېږي په جبري ډول هېواد ته راستنانه کړل شوي، چې د ثبتېدو وروسته د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ته ورپېژندل شوي دي.په ورته مهال له ایرانه هم ۱۵۷۴ تنه په جبري او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.د اسلام کلا د سرحدي امریت په وینا، په دغې ډله کې ۱۹۹ تنه یې اړمن او اغېز منونکي کسان وو، چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ته ورپېژندل شوي دي.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې هېواد ته د ستنو شویو کډوالو شمېر مخ پر لوړېدو دی.
د طالبانو په وینا، یوازې له پاکستانه ۱۰۰ زره کسان تر دې مهاله هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د بدني روزنې او سپورټ ادارې په هڅو د پکتیا له بېلابېلو ولسوالیو څخه د نیزه بازۍ د لوبغاړو تر منځ يوه ورځنۍ سیالي ترسره شوه. سرچینې وایي دا لومړی ځل دی چې د نیزه بازۍ په برخه کې په ولايتي کچه د غواروي سیالۍ کيږی.
د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست تر چتر لاندې د نیزه بازۍ فدراسیون له لوري د ۶۰ لوبغاړو تر منځ په لومړي ځل د ۱۴۰۲ کال له پاره په ولايتي کچه د غوراوي سېالۍ ترسره شوې.
سرچینې زیاتوي چې د افغانستان په کچه د نیزه بازۍ د ملي لوبډلې د جوړېدو په موخه په هغو ولايتونو کې د نیزه بازانو تر منځ سیالۍ کیږي چې هلته تر دې مخکې په ولسي کچه د نیزه بازۍ لوبې کېدلې.
ويل کیږي دا لومړی ځل دی چې د هيواد په کچه د نیزه بازۍ ملي لوبډلې د جوړېدو هڅې پیل شوې.
په پکتیا کې د نیزه بازۍ په دغه سیالۍ کې چې یوه ورځ يې دوام درلود، ۱۶ تنه نیزه بازان د ۱۴۰۲ لمریز کال د ولايتي لوبډلې لپاره غوره شول چې د هیواد په کچه به د نیزه بازۍ په ملي سیالیو کې د پکتیا استازيتوب کوي.
نیزه بازي هم د بزکشۍ په ډول یوه لرغونې لوبه ده چې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې له ډیر پخوا راهیسې دود ده،
نیزه بازان وايي د دغې لوبې له پاره ځانګړی آس چې د لوبې پر ډګر د یرغه ځغاستې وړتیا لري روزل کیږي.
د نیزه بازۍ د لوبې ډګر په عادي هواره ځمکه چې اوږدوالی يې د شاوخوا یو کیلو متر په اندازه وي، د ډګر په منځ کې اېښودل شوې نښه په رنګینو ټوګرو نښه شوې او د نښې د ښې څرګندیدا په موخه يې مخې ته آینه اېښول وي چې په آس سپور کس يې له ورایه ووينې او په نیزې سره یې له ځمکې وباسي.
نيزه د اوسپنې څخه هغې جوړې شوې ښاخۍ ته وايي چې درې څوکې لري او درې متره د نري لرګي لاستی لري چې په آس سپور نیزه باز د همدې نیزې په مټ د آس ځغاستو پر مهال اېښودل شوی نښه (مېږوی) له ځمکې پې را وباسي.

هر هغه څوک چې د نیزه بازۍ له پاره يې آس په سم ډول روزلی وي او خپله هم د دې وړتیا لري چې پر آس سپور د ځغاستې پر مهال په نیزه باندې په ځمکې کې خښ شوی (مېږوی) له ځمکې وباسي او په نيزه کې یې له ځان سره یوسي هغه د لوبې بریالی کس دی.

له کابل څخه د سوالګرو د راټولولو په درشل کې، د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت یو ځل بیا د سوالګرو د راټولولو پر بهیر ټینګار وکړ. د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د راټولو شویو سوالګرو لپاره به د ښه او مناسب ژوند زمینه برابره کړي.
یادې ادارې په اېکس ټولنیزه پاڼه د دې خبر په خپرولو سره همداراز زیاته کړې چې، دا پریکړه یې په هیواد کې د سوالګرو د شمیر له زیاتیدو وروسته وکړه چې هیوادوالو ته د ژوند او کار ښه فرصتونه برابر کړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د لوږې کچه په بېسارې توګه لوړه شوه، بانکي او اقتصادي سیسټم ویجاړ شو او د ښځو په ګډون سلګونه زره کسان بې دندو شول.
کابل ښار چې په تیرو شلو کلونو کې د مخ پر ودې ښارونو کې شمېرل کیده، اوسمهال په داسې یوه ښار بدل شوی چې هره سیمه یې له لسګونو سوالګرو ډکه ده.
طالبانو په تیرو څه باندې دوو کلونو کې څو ځلې د سوالګرو د راټولولو په برخه کې ګام پورته کړ خو دغه سوالګر بیرته سوالګرۍ ته مخه کوي، ځکه د دوی لپاره طالبانو داسې کومه تګلاره نه ده جوړه کړې چې سوالګر دې له دغه کاره لاس واخلي.
په داسي حال کې چې له افغانستان سره په تیرو څه باندې شلو کلونو کې د میلیارډونو امریکایې ډالرو مرسته هم شوې خو بیا هم حکومتونه له اړمنو کسانو سره د مرستې په برخه کې د فساد په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د ضرب الاجل پایته رسېدو په درشل کې نن د پاکستان پلازمینې په ګډون، د دغه هېواد په بېلابېلو لویو ښارونو کې حکومت د جوماتونو له لارې ناقانونه کډوالو ته خبرداری ورکړ، چې نن د ضرب الاجل وروستۍ ورځ ده. دغه خبرداری د افغان کډوالو لپاره د خطر زنګ بلل کېږي.
د پاکستان حکومت لهخوا د ورکړل شوي ضرب الاجل نن وروستۍ ورځ ده او سر له سبا به په دغه هېواد کې د ناقانونه کډوالو د نیونو په برخه کې پراخ چاڼیز عملیات پیل شي.
په خواله رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د جوماتونو کې ویل شوي هغه ناقانونه بهرنیان چې د اوسېدو اسناد نه لري ژر تر ژره دې دغه هېواد په خپله خوښه پرېږدي؛ کنه له قانوني چارو سره به مخامخ شي.

د پاکستان دغه پرېکړې نه یوازې ناقانونه؛ بلکې نور هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد هم لري اندېښمن کړي دي، دوی د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلنده په وېره کې دي.
سر له سبا د پاکستان حکومت د ناقانونه کډوالو پر وړاندې چاڼیز عملیات پیلوي او ټول ناقانونه کډوال به بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

په داسې حال کې چې د پاکستان د حکومت له خوا د بې اسنادو کډوالو د اېستلو مهال ویش پای ته رسیږي، د جرمني حکومت اعلان وکړ، له هغو زیانمنو افغان کډوالو سره چې له پاکستانه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي، د کډوالو د منلو د پروګرام له لارې مرسته کوي.
د جرمني خبري اژانس د جرمني فدرالي حکومت ته د نېږدې سرچینو په حواله ویلي چې، دوی د پاکستان له حکومت سره په اړیکه کې دي چې له هغو افغانانو سره چې د جرمني د فدرالي حکومت د منلو پروګرام ته وړ دي، همکاري وکړي.
د جرمني خبري آژانس د راپور په یوه برخه کې راغلي، چې، د د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دی، د هغو افغانانو له پاره چې د جرمني د حکومت د منلو په پروګرام کې د شاملیدو وړ دي، کار وکړي.
د اکټوبر له دریمې نیټې راهیسې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې هغه افغان کډوال له دغه هیواده وباسي چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.
د پاکستان حکومتي چارواکو تر دې دمه د ملګرو ملتونو او نړیوالو چارواکو غوښتنې ته پام نه دی کړی چې دا پرېکړه وځنډوي یا یې لغوه کړي، خو د نومبر له لومړۍ نیټې څخه د جبري اېستلو بهیر پیلوي.
د پاکستان حکومت په وروستیو میاشتو کې زرګونه نا قانونه کډوال نیولي دي.
د پنجاب د اطلاعاتو وزیر د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د نومبر له لومړۍ نیټې څخه چې د پاکستان حکومت د کډوالو د وتلو لپاره ټاکلی ضرب الاجل دی، شاوخوا ۹۹ زره نا قانونه کډوال نیول شوي دي.
یوه اونۍ وړاندې پاکستاني رسنیو اعلان وکړ، چې له پاکستانه تر ۶۰ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ایستل شوي دي، خو ښایي دغه شمیر اوس تر اتیا زرو رسیدلي وي.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هم د افغانستان له ګاونډیو او نورو هیوادونو لکه ترکیې څخه هره اونۍ د زرګونو افغان کډوالو د ستنیدو خبر ورکوي.
د جرمني د کډوالو د منلو پروګرام د هغو خلکو ملاتړ کوي چې د بشري حقونو، عدالت، سیاست، رسنیو، تعلیم، کلتور او سپورټ په برخو کې د دوی د فعالیتونو له امله ګواښل کیږي.
جرمني په داسې حال کې له هغو افغانانو سره چې له پاکستانه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي د همکارۍ خبر ورکوي چې، دغه پروګرام تیر کال له سختو نیوکو سره مخامخ شو.
تر ګواښ لاندې افغانانو ته د منلو پروګرام د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر میاشت کې پیل شو، خو تر دې مهاله د دغه پروګرام له لارې یوازې ۱۳ کسان له افغانستانه جرمني ته لېږدول شوي دي.
د جرمني له خوا د منلو له ژمنو سره سره، اوس هم زرګونه افغان کډوال د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا پاکستان کې د ویزو او منلو په تمه دي، چې په زوره یې د ایستلو لپاره فشارونه زیات شوي دي.

اروپايي ټولنه وايي، د هرات د زلزله ځپلو لپاره یې کړې مرستې افغانستان ته رسېدلي او دغه هېواد ته به نورې بشري مرستې هم ولېږدوي.
په دغو مرستو کې د خیمو، درملو او خوراکي توکو په ګډون ۹۲ټنه اړین توکي شامل دي.
د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري عملیاتو ادارې د دوشنبې په ورځ لیکلي، چې په دغو مرستو کې ۵۷ټنه کمپلې او ژمنۍ کڅوړې، ۲۰ټنه درمل او ۱۵ټنه خوراکي توکي شامل دي.
دغه مرستې افغانستان ته د الوتکو په وسیله استول شوې دي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ته وسپارل شوې.
په پام کې ده، چې د اروپا د مرستو د لېږد دویمه او درېیمه الوتنه ډېر ژر هرات او کابل ته وشي.
