• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اڅکزی: هغه افغانان چې له پخوا راهیسې په پاکستان کې اوسیږي باید پېژند پاڼې ورکړل شي

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۸ GMT+۰

د سرحدي مسايلو او افغان کډوالو په اړه د اسلام اباد د نويو پرېکړو پر ضد د زرګونو لاریون والو پرلت نن اولسمه ورځ هم دوام لري. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې هغه افغانان چې کلونه – کلونه په پاکستان کې اوسي باید پېژندپاڼې ورکړل شی.

ښاغلي اڅکزي پر اېکس پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې، چې د بلوچستان په چمن کې د پرلت کوونکو ګڼه ګوڼه پکې ښيي.

دغه پېژندل شوي پښتون سیاستوال په خپل یادښت کې لیکلي، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هغو پناه غوښتونکو ته تابعیت ورکول کېږي، چې له جرمي اسنادو پرته له ډېر وخت راهیسې په هغه هېواد کې ژوند کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې له افغان کډوالو سره باید ورته چلند وشي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ټینګار وکړ، چې د پاکستان حکومت باید د کډوالو په اړه نړۍوال کنوانسیونونه او پروټوکولونه مراعات کړي.

د پاکستان د صدراعظم انوارالحق کاکړ موقت حکومت چې ټاکل شوې ده انتخابات ترسره کړي، په دې وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د سرحدي ستونزو او کډوالو په اړه بې سارې پرېکړې کړې دي.

د هغه د کار په لومړیو میاشتو کې له دغه هېواده له غیرقانوني کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه او ویې ویل، چې نور نه شي کولی، په پاکستان کې غیرقانوني کډوال پاتې شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

راستانه شوي متخصص کډوال: طالبان راستانه شوي ملایان محتسبان ټاکي مګر زموږ لپاره دنده نه شته

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۰ GMT+۰

یو شمېر افغان متخصصین او د عصري زده کړو درلودونکي چې تازه له پاکستانه بېرته افغانستان ته راستانه شوي وايي، چې راستانه شویو ملایانو ته د دندو وعدې ورکول کیږي؛ مګر هغه تخنیکي او متخصص افغانان چې بېرته راستانه شوي بې دندو دي او د کار هېڅ ډاډ نه لري. دوی اندېښمن دي چې څه به کوي.

د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۱۵مه) د طالبانو د امربالمعروف وزارت اعلان وکړ، چې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شويو "ملایانو" ته به د کار زمینه برابره کړي.

د دغه وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې یاد ملایان به د "محتسبانو" په توګه وټاکل شي؛ مګر د نورو متخصصو او تخنیکي راستانه شویو کډوالو په اړه یې څه نه دي ویلي.

خو له دې اعلانه وروسته یو شمېر تخنیکي او متخصص راستانه شوي افغانان خواشیني ښيي، چې د طالبانو په اداره کې ملایانو ته دندې شته؛ خو متخصصینو ته هېڅ د دندې ډاډ نه شته.

عبدالروف خاکسار چې د کیمیا په برخه کې یې د ماسترۍ تر کچې له لاهور پوهنتون څخه زده کړې کړي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې نېږدې یوه میاشت یې کیږي بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.

نوموړي وویل، چې طالبان د ملایانو لپاره دندې وړاندیز کوي؛ مګر د عصري زده کړو درلودونکو ته هېڅ داسې کومه برنامه نه لري، چې له مخې یې دوی په کار وګومارل شي.

هغه زیاته کړه: “طالبان د جومات چڼي ته هم دنده لري؛ مګر د تخنیکي او عصري زده کړو درلودونکو ته نه یوازې دا چې دنده نه لري، بلکې د یو دښمن په سترګه ورته ګوري”.

د خاکسار په خبره، چې په بېرته راستنو شویو کډوالو کې یې زرګونه داسې ځوانان شته چې په عصري علومو کې یې د ماسټرۍ او لېسانس تر کچې زده کړې کړې دي.

محمد اسحاق مومند هم یو له هغو تازه راستنو شویو کډوالو څخه دی، نوموړي له پېښور پوهنتون څخه په اقتصاد کې د ایم فیل تر کچې زده کړې کړي دي.

هغه وايي، چې دا مهال له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دی او نه پوهېږي چې په افغانستان کې به ورته کومه دنده پېدا شي او که نه.

مومند وویل: “زه اوس حیران یم چې د خپل ژوند د چلولو لپاره څه وکړم؟ دلته په وطن کې خو له پخوا ډېر د عصري علومو متخصصین بې کاره دي”.

د هغه به خبره، چې که دنده ورته پېدا نه شي مجبور دی، چې لویدیځو هېوادونو ته په قاچاقي لارو لاړ شي.

رڼا پکتیانۍ هم له تازه راستنو شویو کډوالو ده، نوموړې له علامه اقبال پوهنتون څخه په عامه اداره کې د ماسترۍ تر کچې زده کړې کړې دي؛ خو وايي، چې زده کړې یې په افغانستان کې په درد نه خوري.

هغې وویل: “زه فکر کوم چې زما زده کړې عبث وې، نه کار کولی شم او نه هم له کوره وتلی شم”.

د رڼا په خبره؛ د هغې په څېر زرګونه داسې نجونې شته چې له زده کړو سره – سره به په کور کې د څلورو دېوالونو بندیوانې شي.

طالبانو تر اوسه د راستنو شویو افغانانو د کار او ژوند چلولو په اړه څه نه دي ویلي.

د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د طالبانو له خوا جوړ شوي کمېسیون اعلان وکړ، چې د تېر وږي میاشتې له ۲۶ نېټې څخه تر اوسه پورې له ۲۰۰ زرو زیات افغانان کډوال یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت د کډوالو د اېستلو لپاره د تلې په ۱۱مه نېټه اعلان کړې و او د لړم په ۱۰ نېټه عملي شو.

دغه کمیسیون د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۱۵مه) پر اېکس ټولنیزه پاڼه خپاره کړي یادښت کې لیکلي، چې د لړم له ۱۰مې نېټې څخه تر اوسه د راستنېدونکو کډوالو شمېر ۱۵۲۰۷ کورنیو ته رسېدلی، چې ټول یې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د خېبرپښتونخوا په کوز کوهستان کې ملایانو د مېرمنو د کار په اړه فتوا ورکړې

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۱ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا د کوز کوهستان یو شمېر دیني عالمانو فتوا ورکړې، چې له مخې یې په نا دولتي ادارو کې د بې له شرعي محرم څخه د مېرمنو کار ناجایز بللی شوی او له خپلې سیمې څخه یې د دا ډول ادارو او کارکوونکو د شړلو ګواښ کړی دی.

تېره ورځ د دغو ملایانو یاده فتوا په ټولنیزو رسنیو کې هم خپره شوه او پکې ویل شوي وو، چې د بې محرمه مېرمنو د کار کولو او جبري ودونو په صورت کې باید یاد کسان له سیمې وشړل شي.

د ملایانو د دغې ډلې مشر مولانا کریم داد سیمه ییزو پاکستاني رسنیو ته ویلي دي، چې دوی دغه فتوا د شرعیت په رڼا کې ورکړې او ښځې باید له یوه شرعي محرم سره یو ځای کارځای او بازار ته لاړې شي.

تر اوسه د خېبر پښتونخوا دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

شننونکي بیا په دې اند دي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې هم یو شمېر ملایانو دا ډاډ تر لاسه کړی، چې د ټولیزې مبارزې له مخې کولی شي، چې دوی هم واک تر لاسه کړي.

له دې وړاندې د ټي ټي پي یو شمېر چارواکو هم د طالبانو واکمنېدو ته په اشارې ویلي وو، چې که د دوی لار تعقیب شي نو لېرې نه ده، چې دوی هم د افغانستان د طالبانو په څېر واک تر لاسه کړي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت له پاکستانه راشړل شوي ملايان د محتسبانو په توګه ګوماري

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۳ GMT+۰

د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۱۵مه) د طالبانو د امربالمعروف وزارت اعلان وکړ، چې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي "ملایانو" ته به د کار زمینه برابره کړي. د دغه وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کسان به د "محتسب" په توګه وټاکل شي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په میاشت کې کابل ته له ننوتلو وروسته طالبانو خپله کابینه جوړه کړه، چې له مخې یې د ښځو چارو وزارت حذف او پر ځای یې د امربالمعروف وزارت جوړ شو.

په تېرو دوو کلونو کې دغه وزارت یو لړ فرمانونه او سپارښتنې کړي، چې د بشري حقونو د نړۍوالو سازمانونو په وینا؛ د افغانانو له اساسي حقونو څخه سرغړونه ده.

دغه وزارت په ټول افغانستان کې محتسبین ګومارلي چې په پراخ او سیستماتیک ډول د اتباعو ازادي محدودوي.

که څه هم امربالمعروف وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت محتسبان د خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کارولو حق نه لري؛ خو افغانستان انټرنشنل په تېرو دوو کلونو کې د دغو محتسبانو له خوا د خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې ثبت کړې دي.

100%

د افغانستان انټرنشنل د څو ویډیوګانو په خپرولو سره ښودلې، چې د طالبانو محتسبین په بېلابېلو ولایتونو کې له خلکو سره سخت چلند کوي.

تېره ورځ هم په تورخم کې یوه محتسب یوه کډواله مور د بې حجابه ناستې په تور په لښتو وهلې ده.

طالبان: د وږي له ۲۶ نېټې راهیسې د تورخم له لارې تر ۲۰۰ زره ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د طالبانو له خوا جوړ شوي کمېسیون اعلان وکړ، چې د تېر وږي میاشتې له ۲۶ نېټې څخه تر اوسه پورې له ۲۰۰ زرو زیات افغانان کډوال یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت د کډوالو د اېستلو لپاره د تلې په ۱۱مه نېټه اعلان کړې و او د لړم په ۱۰ نېټه عملي شو.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته د منسوب فرمان له مخې؛ د کډوالو د انتقال او ځای پر ځای کولو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ شوی دی.

دغه کمیسیون د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۱۵مه) پر اېکس ټولنیزه پاڼه خپاره کړي یادښت کې لیکلي، چې د لړم له ۱۰مې نېټې څخه تر اوسه د راستنېدونکو کډوالو شمېر ۱۵۲۰۷ کورنیو ته رسېدلی، چې ټول یې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د سپین بولدک له لارې هېواد ته د راستانه شویو کډوالو کره شمېره لا نه ده اعلان شوی.

پاکستان د خپل یوه میاشتني ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته د لړم په ۱۰ مه نېټه د افغان کډوالو د استوګنې له اجازې پرته د نیولو او جبري شړلو لړۍ پیل کړه.

دا هېواد لومړی د استوګنې له رسمي اسنادو پرته کډوال نیسي او بیا یې په زوره شړي.

د ملګرو ملتونو او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو له پرله پسې غوښتنو سره - سره چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي، پاکستان او ایران د کډوالو شړلو ته دوام ورکړی.
​

عباس ستانکزی: پاکستان دې موږ نه مجبوروي چې د دوی د عمل پر وړاندې عکس العمل وښيو

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۲ GMT+۰

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل؛ پاکستان حکومت دې دوی نه مجبوروي، چې د عمل پر وړاندې یې عکس العمل وښيي. شېر محمد عباس ستانکزي له پاکستان څخه غوښتنه وکړه، چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپل چلند ته تغیر ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال نن دوشنبه ( د لړم په ۱۵مه ) یوې غونډې ته په کابل کې خبرې کولې وویل، چې پاکستان د افغان کډوالو په نوم ملیاردونو ډالره ګټه وکړه.

عباس ستانکزي وویل، چې افغانان پر پاکستان بوج نه دي بلکې دغه هېواد د خپلې سوداګرۍ وسیله ګرځولې ده ترڅو له نړۍوالو څخه پيسې پرې راغونډې کړي.

ستانګزی له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون کې وايي؛ د پاکستان دا تصیم ظالمانه دی او دوی یې په کلکو ټکو غندي.

نوموړي زیاته کړه؛ چاته اجازه نه ورکوي، چې له افغانانو سره داسې ظالمانه چلند وکړي، کوم چې پاکستان شروع کړی دی.

دی خبرداری ورکوي، چې د افغانان حوصله په ختمېدو ده.

له دې وړاندې د طالبانو رییس الوزرا، د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه توند غبرګون ښودلی دی.

دوی د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه غندلې وه.