• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ټي ټي پي سره په جګړه کې لسو پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۵ GMT+۰

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګه( ای ایس پي ار) وايي، چې له وسلوالو سره په نښته کې د خېبرپښتونخوا په تیراه کې یوه لوړ رتبه افسر په ګډون درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ نن دوشنبه (د لړم په ۱۵مه) په یوه بیان کې ویلي، چې په دغه جګړه کې درې وسلوال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

په بیان کې راغلي، چې پاکستاني پوځیانو د خېبرپښتونخوا په تېراه سیمه کې چاڼیز عملیات کول، چې له یو شمېر وسلوالو سره یې نښته رامنځته شوه او له امله یې د پوځ یو لوړ رتبه افسر هم وژل شوی دی.

بل خوا په ټیلګرام کې د پاکستاني طالبانو تحریک ته نېږدې کانالونو دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې په دغه پېښه کې د یوه قوماندان په ګډون اته پاکستاني پوځیان وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي دي.

ټي ټي پي د خلکو ملګرو د وژنې په تړاو څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده، چې دوی پاکستاني سرتېرو ته کمین نیولی و او د پوځیانو یو شمېر وسلې هم دوی نیولي دي.

بل خوا پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) راپور ورکړ، چې په تېرو درېیو ورځو کې د دغه هېواد په درېیو ایالتونو کې د "ترهګریزو بریدونو" په لړ کې ۱۷ پوځیان او پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دا بریدونه په بلوچستان، خېبر پښتونخوا او پنجاب کې شوي دي.

ویل کېږي چې یوازې د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې څلور "ترهګریز" بریدونه شوي چې د مرګ ژوبلې کره شمېر یې لا هم معلوم نه دی.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) اعلان وکړ، نهه تنه وسله والو چې د پنجاب ایالت په میانوالي سیمه کې د هوايي ځواک پر روزنیز مرکز برید کړی و، د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

په پاکستان کې د تحریک جهاد پاکستان نومې نوې جوړې شوې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

اڅکزی: هغه افغانان چې له پخوا راهیسې په پاکستان کې اوسیږي باید پېژند پاڼې ورکړل شي

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۸ GMT+۰

د سرحدي مسايلو او افغان کډوالو په اړه د اسلام اباد د نويو پرېکړو پر ضد د زرګونو لاریون والو پرلت نن اولسمه ورځ هم دوام لري. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې هغه افغانان چې کلونه – کلونه په پاکستان کې اوسي باید پېژندپاڼې ورکړل شی.

ښاغلي اڅکزي پر اېکس پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې، چې د بلوچستان په چمن کې د پرلت کوونکو ګڼه ګوڼه پکې ښيي.

دغه پېژندل شوي پښتون سیاستوال په خپل یادښت کې لیکلي، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هغو پناه غوښتونکو ته تابعیت ورکول کېږي، چې له جرمي اسنادو پرته له ډېر وخت راهیسې په هغه هېواد کې ژوند کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې له افغان کډوالو سره باید ورته چلند وشي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ټینګار وکړ، چې د پاکستان حکومت باید د کډوالو په اړه نړۍوال کنوانسیونونه او پروټوکولونه مراعات کړي.

د پاکستان د صدراعظم انوارالحق کاکړ موقت حکومت چې ټاکل شوې ده انتخابات ترسره کړي، په دې وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د سرحدي ستونزو او کډوالو په اړه بې سارې پرېکړې کړې دي.

د هغه د کار په لومړیو میاشتو کې له دغه هېواده له غیرقانوني کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه او ویې ویل، چې نور نه شي کولی، په پاکستان کې غیرقانوني کډوال پاتې شي.

د خېبرپښتونخوا په کوز کوهستان کې ملایانو د مېرمنو د کار په اړه فتوا ورکړې

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۱ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا د کوز کوهستان یو شمېر دیني عالمانو فتوا ورکړې، چې له مخې یې په نا دولتي ادارو کې د بې له شرعي محرم څخه د مېرمنو کار ناجایز بللی شوی او له خپلې سیمې څخه یې د دا ډول ادارو او کارکوونکو د شړلو ګواښ کړی دی.

تېره ورځ د دغو ملایانو یاده فتوا په ټولنیزو رسنیو کې هم خپره شوه او پکې ویل شوي وو، چې د بې محرمه مېرمنو د کار کولو او جبري ودونو په صورت کې باید یاد کسان له سیمې وشړل شي.

د ملایانو د دغې ډلې مشر مولانا کریم داد سیمه ییزو پاکستاني رسنیو ته ویلي دي، چې دوی دغه فتوا د شرعیت په رڼا کې ورکړې او ښځې باید له یوه شرعي محرم سره یو ځای کارځای او بازار ته لاړې شي.

تر اوسه د خېبر پښتونخوا دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

شننونکي بیا په دې اند دي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې هم یو شمېر ملایانو دا ډاډ تر لاسه کړی، چې د ټولیزې مبارزې له مخې کولی شي، چې دوی هم واک تر لاسه کړي.

له دې وړاندې د ټي ټي پي یو شمېر چارواکو هم د طالبانو واکمنېدو ته په اشارې ویلي وو، چې که د دوی لار تعقیب شي نو لېرې نه ده، چې دوی هم د افغانستان د طالبانو په څېر واک تر لاسه کړي.

طالبان: د وږي له ۲۶ نېټې راهیسې د تورخم له لارې تر ۲۰۰ زره ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۳ GMT+۰

د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د طالبانو له خوا جوړ شوي کمېسیون اعلان وکړ، چې د تېر وږي میاشتې له ۲۶ نېټې څخه تر اوسه پورې له ۲۰۰ زرو زیات افغانان کډوال یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت د کډوالو د اېستلو لپاره د تلې په ۱۱مه نېټه اعلان کړې و او د لړم په ۱۰ نېټه عملي شو.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته د منسوب فرمان له مخې؛ د کډوالو د انتقال او ځای پر ځای کولو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ شوی دی.

دغه کمیسیون د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۱۵مه) پر اېکس ټولنیزه پاڼه خپاره کړي یادښت کې لیکلي، چې د لړم له ۱۰مې نېټې څخه تر اوسه د راستنېدونکو کډوالو شمېر ۱۵۲۰۷ کورنیو ته رسېدلی، چې ټول یې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د سپین بولدک له لارې هېواد ته د راستانه شویو کډوالو کره شمېره لا نه ده اعلان شوی.

پاکستان د خپل یوه میاشتني ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته د لړم په ۱۰ مه نېټه د افغان کډوالو د استوګنې له اجازې پرته د نیولو او جبري شړلو لړۍ پیل کړه.

دا هېواد لومړی د استوګنې له رسمي اسنادو پرته کډوال نیسي او بیا یې په زوره شړي.

د ملګرو ملتونو او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو له پرله پسې غوښتنو سره - سره چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي، پاکستان او ایران د کډوالو شړلو ته دوام ورکړی.
​

عباس ستانکزی: پاکستان دې موږ نه مجبوروي چې د دوی د عمل پر وړاندې عکس العمل وښيو

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۲ GMT+۰

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل؛ پاکستان حکومت دې دوی نه مجبوروي، چې د عمل پر وړاندې یې عکس العمل وښيي. شېر محمد عباس ستانکزي له پاکستان څخه غوښتنه وکړه، چې د افغان کډوالو پر وړاندې خپل چلند ته تغیر ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال نن دوشنبه ( د لړم په ۱۵مه ) یوې غونډې ته په کابل کې خبرې کولې وویل، چې پاکستان د افغان کډوالو په نوم ملیاردونو ډالره ګټه وکړه.

عباس ستانکزي وویل، چې افغانان پر پاکستان بوج نه دي بلکې دغه هېواد د خپلې سوداګرۍ وسیله ګرځولې ده ترڅو له نړۍوالو څخه پيسې پرې راغونډې کړي.

ستانګزی له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون کې وايي؛ د پاکستان دا تصیم ظالمانه دی او دوی یې په کلکو ټکو غندي.

نوموړي زیاته کړه؛ چاته اجازه نه ورکوي، چې له افغانانو سره داسې ظالمانه چلند وکړي، کوم چې پاکستان شروع کړی دی.

دی خبرداری ورکوي، چې د افغانان حوصله په ختمېدو ده.

له دې وړاندې د طالبانو رییس الوزرا، د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه توند غبرګون ښودلی دی.

دوی د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه غندلې وه.

ډان ورځپاڼه: په دریو ورځو کې ۲۲ پوځیان او ولسي وګړي په «ترهګریزو» بریدونو کې وژل شوي

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۷ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) راپور ورکړ چې په تېرو درېیو ورځو کې د دغه هېواد په دریو ایالتونو کې د "ترهګریزو بریدونو" په لړ کې ۱۷ پوځیان او پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي. د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، دا بریدونه په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او پنجاب کې شوي دي.

ویل کېږي چې یوازې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې څلور "ترهګریز" بریدونه شوي چې د مرګ ژوبلې کره شمېر یې لا هم معلوم نه دی.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) اعلان وکړ، نهه تنه وسله والو چې د پنجاب ایالت په میانوالي سیمه کې د هوايي ځواک پر روزنیز مرکز برید کړی و، د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

د پاکستان تحریک جهاد پاکستان نومې نوې جوړې شوې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.