• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د رویټرز سرچینې: پوتین پلان لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په واک کې پاتې شي

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۵ GMT+۰

یو شمېر سرچینو رویټرز ته ویلي؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي او تر ۲۰۳۰ پورې په واک کې پاتې شي. د سرچینو په وینا؛ پوتین په دې باور دی چې هغه باید د دې هیواد په عصري تاریخ کې تر ټولو په خطرناکه دوره کې روسیه رهبري کړي.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د موضوع د حساسیت له امله رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ښاغلي پوتین سلاکاران اوس انتخاباتي کمپاین ته تیاری نیسي.

یوې بهرنۍ ډېپلوماتیکې سرچینې چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل؛ ښاغلي پوتین دا پرېکړه په دې وروستیو کې کړې او ډېر ژر به اعلان شي.

د رویټرز په وینا؛ نظر پوښتنې ښیي چې پوتین په روسیه کې د 80 سلنې د تایید درجه لري او دا چې هغه ډاډه دی چې هغه به د حکومت په ملاتړ، دولتي رسنیو او د عامه اپوزیسیون په ملاتړ کمپاین ته ننوځي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف په سپټمبر کې وویل، چې که پوتین د ټاکنو پرېکړه وکړي نو هیڅوک نه شي کولی د هغه پر وړاندې ودریږي.

پوتین چې د ۱۹۹۹ کال په وروستیو ورځو کې یې د روسیې له پخواني ولسمشر بوریس یلتسین څخه واک واخیست، له جوزف سټالین راهیسې تر بل هر واکمن په روسیه کې زیات واکمن دی، حتا د لیونید برژنیف ۱۸ کلن ریکارډ یې مات کړ.

پوتین د روان کال د اکټوبر په اوومه (د تلې ۱۵ مه) ۷۱ کلن شو.

د اوکراین جګړه

په داسې حال کې چې پوتین ممکن په ټاکنو کې له جدي ننګونې سره مخ نه شي، د روسي استخباراتي اداری پخوانی جاسوس د اوکراین د جګړې په ګډون له خورا جدي ننګونو سره مخ دی.

په اوکراین کې جګړه په ۱۹۶۲ کال کې د کیوبا د میزایلو له کړکېچ وروسته له لویدیځ سره د روسیې تر ټولو لویه مقابله ده.

سربیره پردې؛ د لویدیځ بندیزونه په وروستیو لسیزو کې د روسیې اقتصاد ته ترټولو لوی زیان رسولی دی. د یوګیني پرېګوژین ناکام بغاوت د پوتین لپاره بله جدي ننګونه وه.

د اپوزیسیون زنداني سیاستوال الیکسي ناوالني ویلي دي، چې پوتین د یو ستراتیژیک کړکېچ پر لور د روسیې د تباهۍ لامل شوی او یو نازک سیستم یې رامنځته کړی چې بالاخره به د ثبات پر ځای ګډوډي راولي.

اولیګ اورلوف د روسیې د بشري حقونو له فعالینو څخه دی، د جولای په میاشت کې رویټرز ته وویل: "روسیه په شا کیږي.موږ کمونیستي توکمپالنه پرېښوده، مګر اوس موږ په بل ډول مطلقیت کې نیول شوي یو".

د رویټرز په وینا؛ د اوکراین له جګړې راهیسې څو سوه زره روسي او اوکرایني پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي، چې دا د افغانستان په لس کلنه جګړه کې له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ کلونو پورې د پخواني شوروي اتحاد د پوځ له تلفاتو ډېر دي.
​

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د طالبانو د کوکنارو د مخنیوي حکم کروندګرو ته یو میلیارد ډالر زیان اړولی

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۳ GMT+۰

ملګري ملتونه وايي، د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت د بندولو حکم د دې لامل شوی، چې کروندګرو د تریاکو له خرڅلاو څخه تر یو میلیارد ډالرو زیات عاید له لاسه ورکړي.

د دغه سازمان له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر وايي، چې د دغه فرمان له صادرېدو وروسته د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.

کله چې د ۱۴۰۰ په اوړي کې طالبانو پر کابل واک ترلاسه کړ، افغانستان په نړۍ کې د تریاکو لوی صادرونکی او په اروپا او اسیا کې د هیروینو اصلي سرچینه وه.

طالبانو د ۱۴۰۱ کال حمل په میاشت کې د مخدره موادو پر کښت او تولید بندیز اعلان کړ. د طالبانو دغه اقدام په سلګونو زره بزګرانو او د ورځ مزدو کارګرانو ته سخته ضربه ورکړه، چې د خپل ژوند د دوام لپاره یې د دې فصل په عایداتو تکیه کوله.

ملګرو ملتونو اوس په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کموالی تایید کړی، کلیوالو ته د لا زیاتو مرستو او په دغه هېواد کې د کوکنارو پرته د راتلونکي لپاره د بدیل کښت پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کوي.

د نشه يي توکو او جرمونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر اجرايوي مشرې غاده ولي په افغانستان کې د اپينو د توليد د کمښت هرکلى وکړ.

په ورته وخت کې هغه وویل، چې دا کمښت مهمې پایلې او خطرونه لري چې باید په پام کې ونیول شي.

مېرمن ولي ټینګار وکړ، چې نن ورځ د افغانستان خلک د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره د ضایع شوي عاید پر ځای عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي؛ که څه هم د غنمو کرل په افغانستان کې د خوراکي توکو ناامني تر یوه حده راکمولای شي؛ خو د کوکنارو په پرتله د غنمو حاصل ډېر کم دی.
​

د اروپايي ټولنې یو چارواکي د منځني ختیځ وضعیت "ټولیزه سیاسي او اخلاقي ناکامي" بللې ده

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست یوه چارواکي په منځني ختیځ کې وضعیت په تړاو د اسراییل او فلسطین د ستونزې د حل لپاره د ریښتینې لېوالتیا د نشتوالي له امله "د ټولیزې سیاسي او اخلاقي ناکامۍ پایله" وبلله.

جوزپ بورل ټینګار وکړ، چې د یهودو ضد او د مسلمانانو ضد احساسات په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي.

رویټرز مخکې راپور ورکړی و، چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې په یو شمېر هیوادونو کې د یهودانو ضد کرکه زیاته شوې ده.

د راپورونو له مخې؛ په تېرو اونیو کې د امریکا، برېتانیا، فرانسې او جرمني په هېوادونو کې د صهیونیزم ضد څپې ډېرې شوې دي.

په تېرو څلورو اونیو کې په یو شمیر هېوادونو کې د یهودیت ضد څپې په اړه رویټرز راپور ورکړ، چې په لاس انجلس کې یو سړي هڅه وکړه، چې د یهودي کورنۍ کور ته ننوځي په داسې حال کې چې "یهودان ووژنئ" چیغې یې وهلې.

دغه خبری اژانس د ارجنټاین په بیونس ایرس کې د یوې یهودی کورنۍ د والدینو له قوله خبر ورکړی، چې د یهودانو په یوه مشهور ښوونځی کې د هغوی له ماشومانو څخه غوښتل شوي، چې خپل دودیز کالي وانه غوندي ترڅو د پېژندل کېدو او له ځورونې څخه مخنیوي وشي.

د ګارډین په وینا؛ جوزپ بورل د دوشنبې په ورځ ( د لړم په ۱۵مه ) د اروپايي اتحادیې د سفیرانو په کلني کنفرانس کې وویل: "زه فکر کوم چې موږ اروپایان اخلاقي او سیاسي مکلفیت لرو، چې د حل لپاره مرسته وکړو".

د هغه په ​​وینا؛ اروپا باید یو قوي او متوازن دریځ غوره کړي، څو په هر قیمت اروپا ته د شخړو د راوستلو مخه ونیول شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر د نړۍوالو بشردوستانه قوانینو پر درناوي ټینګار وکړ او ویې ویل چې په غزه کې بشردوستانه اوربند لومړی ګام دی.
​

د خوړو نړۍوال پروګرام: د هرات د زلزله ځپلو لپاره ۲۳ میلیونه ډالرو بېړنیو مرستو ته اړتیا ده

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۵ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې په راتلونکو اوو میاشتو کې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. په افغانستان کې د دې ادارې یوه مسوول وویل، چې په هرات کې زرګونه کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هسيایو وي لي پر اېکس پاڼې يو يادښت خپور کړی او ليکلي يې دي، چې په هرات کې پرله پسې زلزلې زرګونه کسان اغېزمن کړي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړې، چې غوښتل شوې پیسې به له ۱۲۰ زرو کسانو سره د خوراکي توکو د مرستې او د ویجاړو شویو کورونو د بیارغونې لپاره ولګول شي.

په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرام دغه چارواکی وايي، د هرات زلزلې د څه باندې ۱۵۰ زرو کسانو ژوند اغېزمن کړی دی.

په هرات کې د تلې د ۱۵مې نېټې له زلزلې وروسته تر دوو زرو زیات کسان مړه او ګڼ شمېر کلي د ځمکې لاندې شول.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو، چې په دې زلزله کې د وژل شویو کسانو ۹۰ سلنه ماشومان او ښځې دي.
​

ډان ورځپاڼه: په دریو ورځو کې ۲۲ پوځیان او ولسي وګړي په «ترهګریزو» بریدونو کې وژل شوي

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۷ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) راپور ورکړ چې په تېرو درېیو ورځو کې د دغه هېواد په دریو ایالتونو کې د "ترهګریزو بریدونو" په لړ کې ۱۷ پوځیان او پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي. د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، دا بریدونه په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او پنجاب کې شوي دي.

ویل کېږي چې یوازې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې څلور "ترهګریز" بریدونه شوي چې د مرګ ژوبلې کره شمېر یې لا هم معلوم نه دی.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) اعلان وکړ، نهه تنه وسله والو چې د پنجاب ایالت په میانوالي سیمه کې د هوايي ځواک پر روزنیز مرکز برید کړی و، د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

د پاکستان تحریک جهاد پاکستان نومې نوې جوړې شوې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د چمن پرلت وهوونکي: د خپلو غوښتنو تر منل کېدو پورې اعتراضونو ته دوام ورکوو

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۱ GMT+۰

د ویزې او پاسپورټ د حتمي کېدو په وړاندې نن د سوېلي پښتونخوا په چمن کې اعتراضونه اوولسمې ورځې ته وغځېدل. پرلت وهوونکي وايي پاکستاني چارواکو يې تر اوسه پورې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

دغه پرلت چې د سيمې ولسي خلکو، سوداګرو اتحاديې او سياسي ګوندونو له خوا د اکټوبر پر ۲۱مه پيل شوی و، پرلتوال له پاکستاني چارواکو غواړي چې دوی باید د پخوا په شان د چمن او سپين بولدک ترمنځ پر دروازه په پاکستاني شناختي کارټ او افغان تذکرې د تګ و راتګ اجازه ورکړي.

د پاکستان حکومت له خوا د چمن پر لار د پاسپورټ او ویزې د حتمي کېدو له اعلان وروسته دغه پرېکړه د نومبر په لومړۍ نېټه عملي شوه.

اعتراض کوونکي یو ځل بیا ټینګار کوي چې پر دغې کرښې د تګ راتګ له پاره د پاکستان وروستۍ پرېکړه به د سیمې د زرګونو کسانو د اوزګارتیا لامل شي.

د چمن پر دغې فرضي کرښې چې له کلونو راهیسې سوداګري او تګ راتګ په آسانه توګه کېده، اوس د پاکستاني چارواکو د پرېکړې له مخې، له دغې کرښې څخه یوازې په پاسپورټ او ویزې سره خلک تېریدلی شي چې دا پرېکړه له پراخو اعتراضونو سره مخ شوې ده.

د پرلت کوونکو په خبره، دوی چې د ټولو ګوندونو ملاتړ له ځانه سره لري د خپلو غوښتنو تر منل کېدو پورې به اعتراضونو ته دوام ورکوي.

په دغه پرلت کې د لویو سوداګرو ترڅنګ هغه مزدوران هم شته چې، هره ورځ به یې د چمن او سپین بولدک له لارې سوداګریز او د مساپرو سامانونه لیږدول.