• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړۍوال پروګرام: د هرات د زلزله ځپلو لپاره ۲۳ میلیونه ډالرو بېړنیو مرستو ته اړتیا ده

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۱ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې په راتلونکو اوو میاشتو کې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۲۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. په افغانستان کې د دې ادارې یوه مسوول وویل، چې په هرات کې زرګونه کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هسيایو وي لي پر اېکس پاڼې يو يادښت خپور کړی او ليکلي يې دي، چې په هرات کې پرله پسې زلزلې زرګونه کسان اغېزمن کړي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړې، چې غوښتل شوې پیسې به له ۱۲۰ زرو کسانو سره د خوراکي توکو د مرستې او د ویجاړو شویو کورونو د بیارغونې لپاره ولګول شي.

په افغانستان کې د خوړو د نړۍوال پروګرام دغه چارواکی وايي، د هرات زلزلې د څه باندې ۱۵۰ زرو کسانو ژوند اغېزمن کړی دی.

په هرات کې د تلې د ۱۵مې نېټې له زلزلې وروسته تر دوو زرو زیات کسان مړه او ګڼ شمېر کلي د ځمکې لاندې شول.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو، چې په دې زلزله کې د وژل شویو کسانو ۹۰ سلنه ماشومان او ښځې دي.
​

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د قلم لار بنسټ د ښځو په ګډون د بشري حقونو د فعالانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۹ GMT+۰

د مطیع الله ویسا په مشرۍ د قلم لار بنسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له طالب چارواکو غوښتي چې، د فعالو ښځو په ګډون ټول نیول شوي خبریالان، مدني فعالان او د بشري حقونو ملاتړي له بند څخه خوشې کړي. مطیع الله ویسا چې ۲۱۵ ورځې د طالبانو په بند کې و په دې وروستیو کې خوشې شوی.

د نوموړي ورور عطاءالله ویسا له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، «د مطیع الله ویسا د بندي کېدو په اړه د طالبانو دلایل ورته د منلو وړ نه دي.»

یاد بنسټ د ټولو هغو کسانو هڅې ستایلې چې د مطیع الله ویسا د خوشې کیدو لپاره یې د عدالت غوښتنه کړې وه.

د دغه بنسټ په خبره، افغانان باید تل د عدالت پر وړاندې په يوه خوله وي.

د قلم لار بنسټ له طالب چارواکو په تینګار سره وغوښتل، چې د یو شمیر فعالو ښځو په ګډون ټول نیول شوي خبریالان، مدني فعالان او د بشري حقونو ملاتړي له بند څخه خوشې کړي.

د یادولو وړ ده چې د ژولیا پارسي او ندا پرواني په ګډون د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې او خبریالان له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دي.

ډان ورځپاڼه: په دریو ورځو کې ۲۲ پوځیان او ولسي وګړي په «ترهګریزو» بریدونو کې وژل شوي

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۷ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) راپور ورکړ چې په تېرو درېیو ورځو کې د دغه هېواد په دریو ایالتونو کې د "ترهګریزو بریدونو" په لړ کې ۱۷ پوځیان او پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي. د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، دا بریدونه په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او پنجاب کې شوي دي.

ویل کېږي چې یوازې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې څلور "ترهګریز" بریدونه شوي چې د مرګ ژوبلې کره شمېر یې لا هم معلوم نه دی.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) اعلان وکړ، نهه تنه وسله والو چې د پنجاب ایالت په میانوالي سیمه کې د هوايي ځواک پر روزنیز مرکز برید کړی و، د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

د پاکستان تحریک جهاد پاکستان نومې نوې جوړې شوې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د کډوالو د اېستلو لړۍ؛ پاکستان څه باندې ۶۵۰۰ نور افغان کډوال اېستلي دي

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۰ GMT+۰

پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د دغه هېواد د چارواکو په حواله خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ زره ۵۸۴ نور افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي. په پاکستان کې د اوسیدو له اسنادو پرته د افغان کډوالو نیول او شړل دوام لري.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو په بېلابېلو سیمو کې د "ناقانونه" افغان کډوالو په لویه کچه د اېستلو له امله لنډمهاله ټرانزیټي کمپونه جوړ شوي دي.

پاکستان په رسمي ډول اعلان کړی چې په ټول هیواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د لټون په عملیاتو بوخت دي.

د اعلان شویو شمېرو له مخې، په پاکستان کې له څلور میلیونو ډېر افغان کډوال مېشت دي، چې له دې ډلې شاوخوا یو میلیون او اوه سوه زره یې د اوسېدو اسناد نه لري.

دوه ورځې وړاندې هم د تورخم له لارې ۷زره ۱۳۵ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په سرحدي کرښو کې د څه باندې ۱۲۰ زره افغان کډوالو د حضور خبر ورکړ او ویې ویل چې دا ټول له پاکستان څخه په زوره اېستل شوي دي.

علي اکبر احمدیان: ایران د افغانستان له خپلواکۍ او ثبات څخه ملاتړ کوي

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۰ GMT+۰

د ایران ملي امنیت د عالي شورا منشي د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) د طالبانو د رییس‌الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره وکتل. علي اکبر احمدیان په دې کتنه کې وویل: «ایران د افغانستان له خپلواکۍ، ټیکاو او پرمختګ څخه ملاتړ کوي.»

د اېسنا خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي احمدیان له طالبانو سره د سوداګریزې او صنعتي، ټرانسپورټ، کرنې، په هلمند سیند کې د ایران د حقابې او د اوبو په برخه کې د همکاریو په زیاتیدو ټینګار وکړ.

د دغه راپور له مخې، د ایران ملي امنیت د عالي شورا منشي د فلسطین په اړه هم د طالبانو د دریځ ستاینه وکړه.

د ایران اسلامي جمهوريت د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني او د حقابې په اړه له کړکېچونو سره سره له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري.

ملا عبدالغني برادر له علي اکبر احمدیان سره په کتنه کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا په ځانګړي ډول د ټرانزیټي سکتور پر فعالولو، چابهار بندر او د هوايي ټرانسپورت په برخه کې پر همکاریو ټینګار وکړ.

د اېسنا د راپور پر بنسټ، د طالبانو د رییس‌الوزرا مرستيال د افغانستان او ايران ترمنځ د هوکړه ليک عملي کېدل په ځانګړي ډول د اوبو، د پولو د اقتصادي کېدو او په دې برخه کې ګډه پانګونه د دواړو خواوو په ګټه وبلله.

ملا عبدالغني برادر تر دې کتنې مخکې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتلي وو.

حسین امیر عبداللهیان په دې کتنه کې ویلي چې د اسلامي جمهوریت په بهرني سیاست کې د افغانستان ځای مهم دی.

نوموړي په دې کتنه کې په ایران کې د افغان کډوالو او د ایران د حقابې په اړه خبرې وکړې.

ملا برادر د ایران په بلنه د شنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) له یوه۳۰ کسیزي پلاوي سره تهران ته ولاړ.

دا په تېرو دوو کلونو کې ایران ته د ملا برادر لومړی سفر دی.

ملا برادر مخکې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه تهران ته سفر کړی و.

پاپ فرانسس: د پاکستان له لوري د افغان کډوالو په زور اېستلو، وروستۍ پرېکړه غندم

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۲۸ GMT+۰

د طالبانو حکومت، د بشري حقونو د بېلابېلو سازمانونو او د ملګرو ملتونو د ادارو ترڅنګ په نړیواله کچه د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس هم د یکشنبې په ورځ له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه غندلې ده.

نوموړي په واتیکان کې د ستنېدونکو افغان کډوالو پر وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې چې، «افغان کډوالو په پاکستان کې پنا اخیستې وه، خو اوس د بېرته تګ له پاره هېڅ ځای نه لري.»

هغه ویلي د کډوالو په زور اېستلو سره به ځینې هغه کسان له ګواښ سره مخ شي چې افغانستان يې د سر خوندينې په پار پریښی و.

بېلابېلو نړیوالو ادارو په وار وار سره له پاکستانه وغوښتل چې د کډوالو د اېستلو په اړه خپله پرېکړه بدله کړي خو پاکستان خپل دغه دریځ نه بدلیدونکی بولي.

له دې سره، د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ محسن داوړ په خپله اېکسپاڼې لیکلي چې، پاکستان اوس د افغان کډوالو په پلمه د پاکستان پښتانه هم خپل هدف ګرځوي.

د نوموړي په خبره، «پاکستان د افغان کډوالو په اېستلو سره د بشر ضد جنایت کوي.»

اخوا، د عوامي نېشنل ګوند مخکښ مشر سردار حسین بابک افغانستان انټرنشنل ته د یوې ویډیو په استولویو ځل بیا ټینګار کړی چې، په پاکستان کې د افغان کډوالو د «تذلیل یا سپکاوي» مخنیوی باید وشي.

نوموړي همداراز زیاته کړې ده چې، د کډوالو ستونزو ته په کتو سره د پاکستان حکومت باید خپله پرېکړه بدله کړي.

پاکستان د روانې میاشتې له پیل سره له دې هېواده د څه باندې۱،۷ میلیونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ رسماً پيل کړه.

د راپورونو له مخې له تېرو څو اونیو راهیسې څه باندې یو لک او ۵۰ زره کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

دغه کډوال اوسمهال د خوراکي توکو، اوبو او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي، خو د طالبانو حکومت د راستنېدونکو کسانو له پاره د یو کمېسیون د جوړېدو خبر ورکړی چې د کډوالو ستونزو ته ورسیږي.