• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امنه محمد: په افغانستان کې پر مېرمنو او نجونو لګېدلو بندیزونو ته باید جدي پاملرنه وشي

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۴ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مېرمنو او نجونو لګولو شویو محدودیتونو او روان وضعیت ته باید جدي پاملرنه وشي.

نوموړې “په اسلام کې د ښځو واک او مقام” په نوم په یوه نړیواله غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو پر وړاندې لګیدلي محدودیتونه جدي څېړنې ته اړتیا لري.

دا غونډه د سعودي عربستان په پلازمینه جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري جوړه شوې وه، چې د بېلابېلو نړیوالو مسالو تر څنګ پکې د افغانستان موضوعات هم بحث شول.

امنه محمد زیاتوي، چې د نجونو د زدکړو، کار، سوداګرۍ او ټولنیز ژوند په تړاو د یوه روښانه راتلونکي ډاډ تر لاسه کېدلی شي او اړینه ده، چې په دغه برخه کې جدي اقدامات وشي.

نوموړې وايي، چې په اسلام کې د هغو ټولو تبعیضي قوانینو او دودنو د پای ته رسېدا حکم شوی چې له مخې یې زدکړې منع کیږي.

مېرمن محمد وویل: "د افغانستان مېرمنې باید د خپل راتلونکي په جوړولو کې پوره ونډه واخلي او هېواد د ودې لپاره د مېرمنو ونډې ته شدیده اړتیا ده".

نوموړې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو لپاره د کار، زدکړو او ټولنیزو حقونو د خوندیتابه غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې افغان مېرمنې باید خپل حقونه تر لاسه کړي.

هغې وویل: “تاسو پوهیږئ چې په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته یو پلاوی استولی و. موږ فکر کاوه چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د سیمې هېوادونه هم اړین دي. هغوی د نړیوالې ټولنې برخه دي او باید فشار پرې راوړي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان کې د ښځو حقونه یو ځل بیا ورکول کیږي”.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد د روان کال د تلې په شپږمه په یوه خبره غونډه کې په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو، چې په دغه هېواد کې د مېرمنو او نجونو وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

د امنې محمد د نویو څرګندونو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي، خو له لومړیو څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو موضوع حل ده او دوی ټول هغه قوانین وضع کړي کوم چې د اسلام ښکاره احکام دي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې په افغانستان کې د ښځو ټول اسلامي حقونه ورکړل شوي او نړۍواله ټولنه دې هڅه نه کوي، چې د افغانستان په داخلي موضوعاتو کې مداخله وکړي.

وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، په افغانستان کې یې د مېرمنو او نجونو پر کار، زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو بندیز ولګاوه، دغې چارې د نړۍوالې ټولنې او بشري حقونو د یو شمېر سازمانونو غبرګونونه را وپارول؛ خو طالبانو د ښځو د زده کړو او کار مساله د دوی داخلي مساله ګڼلې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

نایجیریا کې وسله والو د قرآن زدکړې مدرسه کې ۱۳ زدکوونکي وژلي دي

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۵ GMT+۰

د نایجیریا په کاتسینا ایالت کې وسله والو پر یوه دیني مدرسه برید کړی، ۱۳ زدکوونکي یې وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي. فرانس پرس خبري اژانس د ځایي چارواکو له قوله لیکلي چې په جنایي ډلو پورې تړلو کسانو د اسلام د پیغمبر (ص) د میلاد د مراسمو پر مهال پر عبادت کوونکو ډزې وکړې.

د پولیسو ویاند تایید کړه چې دا برید د یکشنبې په شپه د کاتسینا په سیمه کې شوی دی. پولیسو د ټپیانو شمېر ۱۸ تنه اعلان کړ، چې دوه یې په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله مړه شول.

کاتسینا د نایجیریا د شمال لویدیز او مرکزي سیمو یوه برخه ده، چې د "غلو" په نوم جنایي ډلې کلي لوټ کوي او اوسیدونکی یې وژني.

د نایجیریا په شمال لویدیځ کې د بزګرانو او مالدارانو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړې پخوانې رېښې لري، چې اوس مهال ډېرې شوې هم دي

ځایي اوسیدونکي د ځان او د کلیو د ساتلو لپاره روزل شوي دي، خو د غلو او غاصبینو ډلې د غچ اخیستونکو اقداماتو سره ډله ییزو تښتونو په بڼه تاوان اخلي.

د ۲۰۲۰میلادي کال په ډسمبر کې، غلو له ګاونډ سیمې څخه د پیغمبر (ص) د میلاد له لمانځلو وروسته د قران کریم د تدریس له یوه ښوونځي څخه اتیا زدکوونکي وتښتول.

د سيمې اوسېدونکو او پوليسو له څه مودې وروسته وتوانېدل چې هغوى وژغوري.

غلا او انسان تښتونه هغه ننګونې دي چې د نایجیریا د ولسمشر بولا تینوبو حکومت ورسره مخ دی. هغه د مې په میاشت کې واک ته ورسید.

د نایجیریا ولسمشر په دې هېواد کې د ناامنیو د ختمولو په ژمنې سره ټاکل شوی دی.

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر د طالبانو مکتوب څیرې کړ

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۱ GMT+۰

په تاجکستان کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت سفیر ظاهر اغبر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه مکتوب په یوه غونډه کې څیرې کړ، چې له مخې یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دغه سفارت لپاره خپل یو ډېپلوماټ د لومړي سکرتر په توګه ګومارلی و.

تېره ورځ افغانستان انټرنشنل-پښتو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه مکتوب تر لاسه او خپور کړ، چې له مخې یې دغې ډلې تاجکستان کې افغان سفارت ته یو ډېپلوماټ د لومړي سکرتر په توګه ور پېژندلی و.

په مکتوب کې په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته لیکل شوي، چې فیض الله د دغه سفارت د اول سکرتر په توګه ګومارل شوی او د دندې د اشغال په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.

دا مکتوب د روانې لړم میاشتې په یولسمه نېټه په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته لېږل شوی دی.

په تاجکستان کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت سفیر ظاهر اغبر بیا په یوه غونډه کې د دغه مکتوب یادونه کړې او ویې ویل؛ تر هغې چې په افغانستان کې یو مشروع نظام نه وي راغلی طالبان د دوی پر وړاندې هېڅ ډول مشروعیت نه لري هغه د دغه لیک په څېري کولو وویل: “ لکه ونه مستقیم پر خپل مقام یم – که خزان راباندې راشي که بهار”

دا مهال په تاجکستان کې د افغانستان سفارت د پخواني جمهوري دولت د ډېپلوماټانو له خوا اداره کیږي .

تر دې وړاندې طالبانو ته په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت وسپارل شو او دغې ډلې خپل یو ډېپلوماټ د دغه سفارت د چارسمبالي په توګه وګوماره.

روسیه په رسمي توګه د اروپا له یوه مهم امنیتي تړون څخه ووتله

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۶ GMT+۰

روسیه د سې شنبې په ورځ د اروپا له یوه مهم امنیتي تړون څخه ووتله. دې تړون له سړې جګړې نه وروسته د اروپا دودیز وسله وال ځواکونه محدودول. مسکو د ناټو پر پراختیا له نیوکې سره وویل چې په ناټو کې د فنلنډ او سویډن غړیتوب په عملي توګه د دغه تړون د مرګ په معنا دی.

په اروپا کې د دودیزو وسله والو ځواکونو معاهده د برلین دیوال له ړنګیدو یو کال وروسته په ۱۹۹۰ کې لاسلیک شوه، چې په هغه وخت کې یې د ناټو او ورشو یا وارسا تړون هېوادونو تر منځ د پوځي توازن او تعادل ساتلو لپاره محدودیتونه وټاکل.
دا تړون د سړې جګړې د دواړو خواوو لپاره و چې د یو بل په مقابل کې ځواکونه لښکر نه کړي او پر مقابل لوري د ناڅاپي برید مخه ونیسي.

روسیې په ۲۰۰۷میلادي کال کې په دغه تړون کې خپل ګډون وځنډاوه او په ۲۰۱۵میلادي کال کې خپل فعال ګډون په دې تړون کې ختم کړ.

پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل شاوخوا یو کال وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مې په میاشت کې د یوه فرمان په لاسلیکولو سره پر دغه تړون نیوکه وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې هېواد یې تیره شپه په رسمي توګه له دې تړون څخه ووت او دا تړون اوس "تاریخ ته سپارل شوی."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل: «په اروپا کې د دودیزو وسله والو ځواکونو تړون، د سړې جګړې په پای کې وشو، کله چې د همکارۍ پر بنسټ د نوې اروپا او نړیوال امنیتي جوړښت رامنځته کول ممکن ښکاریدل او مناسبې هڅې هم وشوې».

دغه وزارت زیاته کړه چې د ناټو د پراخولو لپاره د امریکا اقدامات د دې تړون د "ښکاره سرغړونې" لامل شوي او په دې پوځي اتحاد کې د فنلنډ او سویډن د غوښتنې منل د دغه تړون د "مرګ" په معنا دي.

د بشري حقونو کمیسیون: له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونو سخت خواشیني کړي یو

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۴ GMT+۰

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وايي، په اسلام اباد، سند، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونو له کبله "خواشیني" شوي دي. دغه کمیسیون یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې د مهاجرو د ایستلو پر پرېکړه دې له سره غور وکړي.

دغه کمیسیون د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۱۶مه» په اېکس ټولنیزه شبکه کې د یوه یادښت په خپرولو سره لیکلي چې له افغانانو سره ناوړه چلند د ایستلو پروګرام د یوې برخې په توګه شوی او په پایله کې یې کم عمره ماشومان هم په پاکستان کې له خپلو کورنیو څخه بیل شوي او ایستل شوي دي.

دغه کمیسیون لیکلي چې د پاکستان صوبايي او فدرالي حکومت باید اطمینان ور کړي چې له ټولو افغانانو سره په درناوي چلند کیږي او ماشومان په هیڅ شرط له خپلو کورنیو څخه نه جلا کیږي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون لیکلي: «د کډوالو په چارو کې د مدني ټولنې او نړیوالو ادارو له سختو نیوکو سره سره، د دغه هېواد حکومت د مهاجرینو په شړلو باندې په ټینګار سره له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده.»

له دغه هېواد څخه د بې اسنادو مهاجرو د وتلو په اړه له ټولو نیوکو سره سره، پاکستان پرله پسې غوښتنو ته پام نه دی کړی او د مهاجرینو نیولو او ایستلو ته دوام ورکوي.

ننګرهار کې د طالبانو د استناف محکمې رییس بندي د بډو په بدل کې خوشی کړی او پخپله هم تښتېدلی

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۷ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو اسنادو له مخې د طالبانو د ننګرهار د استناف محکمې رییس څو ورځې وړاندې پر شلو کالو محکوم بندي د بډو بدل کې له زندانه خوشی کړی. سرچینې وايي، مولوي معاذ الله عارف له دې کار وروسته پاکستان ته تللی او له هغه ځای یې طالبانو سترې محکمې ته استعفا لیږلې.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلي معلومات ښيي چې ازاد شوی بندي عمران خاطر د بېلابیلو جرمونو له امله د طالبانو نظامي محکمې لخوا پر شل کاله بند د ننګرهار محبس کې بندي و، خو څو ورځې وړاندې د ننګرهار د استناف محکمې رییس په خپل سر له زندانه خوشی کړی دی.

د معلوماتو له مخې کله چې د طالبانو نظامي محکمه له استخباراتو غواړي چې د محکمې رییس ونیسي نو نوموړی له ریاست څخه په تېښته بریالی کیږي او پاکستان ته اوړي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د طالبانو د ننګرهار د استناف محکمې رییس مولوي معاذالله عارف غږیز پېغام ترلاسه کړی دی، چې پکې خوشی شوی بندي بې ګنا بولي او وايي د ننګرهار نظامي محکمې شخصي زنداني کړی و.

دی زیاتوي چې دا کس یې په غلا یا په پټه نه دی خوشی کړی، بلکې په زور یې ازاد کړی دی.

خو بیا د دغه غږیز پېغام بله برخه کې که څه هم د طالب مشرانو نومونه نه اخلي خو تاکید کوي چې دا کس یې د دې ډلې د مشرانو په غوښتنه خوشی کړی دی.

د نوموړي په استعفا لیک کې نېټه نه ده لیکل شوې او یوازې دومره لیکل شوي چې نور نه غواړي چې په خپله دنده کې پاتې شي.

100%

په دغه مکتوب کې لیکل شوي چې د ننګرهار د استناف محکمې رییس د طالبانو د مشر ملا هبت الله لخوا ګمارل شوی و.

ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د ننګرهار د استناف محکمې رییس مولوي معاذ الله عارف پاکستان ته تښتېدلی دی.

دغه سرچېنې زیاتوي د طالبانو د ننګرهار استناف محکمې رییس له خوشي شوي بندي لکونه ډالره بډې اخیستې دي.

طالبانو تراوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم د طالبانو اړوند چارواکي په ورته کړنو او جرمونو باندې خاموش پاتې شوي او رسنیو ته یې له څه ویلو ډډه کړې ده.

نیوکې دا دي چې طالبان د خپلو چارواکو پر فساد او نورو جرمونو سترګې پټوي.

طالبانو پر رسنیو د محدودیتونو په لړ کې دا هم ویلي چې په داخلي رسنیو کې به د طالب چارواکو د فساد راپورونه نه خپریږي او نیوکې به پرې نه کیږي.

په تېر حکومت کې هم عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد راپورونه ورکړل شوي وو خو هغه وخت ځینې چارواکي د فساد له امله محاکمه شوي وو.

خو د طالبانو د ډلې واک ته رسېدو سره که څه هم په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد شکایتونه شته دي خو تراوسه کوم طالب چارواکي د فساد په تور نه دی محاکمه شوي.

د افغانانو نیوکې دا دي چې طالبان پر عامو افغانانو قانون پلی کوي خو پر خپلو طالب چارواکو قانون نه پلي کوي او سزا نه ورکوي.

له خپل ساتونکي سره په یوه بستره کې د طالبانو د کابل برېښنا رییس ملا احمد اخوند د څملاستو مستنده وېډیو افغانستان انټرنشنل خپره کړه خو د څو میاشتو په تېریدو سره د طالبانو یوې نظامي محکمې نوموړی بري اعلان کړ خو طالبانو هغه له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې نوی رییس وګومارل شو.

اوس پوښتنه داده چې ایا طالبان به د ننګرهار د استناف محکمې رییس مولوي معاذ الله عارف ونیسي او محاکمه کړي او که د نورو طالب چارواکو په شان به ازاد ګرځي؟