• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه په رسمي توګه د اروپا له یوه مهم امنیتي تړون څخه ووتله

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۶ GMT+۰

روسیه د سې شنبې په ورځ د اروپا له یوه مهم امنیتي تړون څخه ووتله. دې تړون له سړې جګړې نه وروسته د اروپا دودیز وسله وال ځواکونه محدودول. مسکو د ناټو پر پراختیا له نیوکې سره وویل چې په ناټو کې د فنلنډ او سویډن غړیتوب په عملي توګه د دغه تړون د مرګ په معنا دی.

په اروپا کې د دودیزو وسله والو ځواکونو معاهده د برلین دیوال له ړنګیدو یو کال وروسته په ۱۹۹۰ کې لاسلیک شوه، چې په هغه وخت کې یې د ناټو او ورشو یا وارسا تړون هېوادونو تر منځ د پوځي توازن او تعادل ساتلو لپاره محدودیتونه وټاکل.
دا تړون د سړې جګړې د دواړو خواوو لپاره و چې د یو بل په مقابل کې ځواکونه لښکر نه کړي او پر مقابل لوري د ناڅاپي برید مخه ونیسي.

روسیې په ۲۰۰۷میلادي کال کې په دغه تړون کې خپل ګډون وځنډاوه او په ۲۰۱۵میلادي کال کې خپل فعال ګډون په دې تړون کې ختم کړ.

پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل شاوخوا یو کال وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مې په میاشت کې د یوه فرمان په لاسلیکولو سره پر دغه تړون نیوکه وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې هېواد یې تیره شپه په رسمي توګه له دې تړون څخه ووت او دا تړون اوس "تاریخ ته سپارل شوی."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل: «په اروپا کې د دودیزو وسله والو ځواکونو تړون، د سړې جګړې په پای کې وشو، کله چې د همکارۍ پر بنسټ د نوې اروپا او نړیوال امنیتي جوړښت رامنځته کول ممکن ښکاریدل او مناسبې هڅې هم وشوې».

دغه وزارت زیاته کړه چې د ناټو د پراخولو لپاره د امریکا اقدامات د دې تړون د "ښکاره سرغړونې" لامل شوي او په دې پوځي اتحاد کې د فنلنډ او سویډن د غوښتنې منل د دغه تړون د "مرګ" په معنا دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره نوي ډېلي کې د ګاډو چلښت محدودېږي

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۶ GMT+۰

د هند پلازمېنه نوي ډېلي کې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره راتلونکې اونۍ د ګاډو چلښټ محدودېږي. دغه ښار کې د هوا ککړتیا د کمولو لپاره پر هڅو سربېره بیا هم د دریمې ورځې لپاره هوا تر خطرناکې کچې خرابه ده.

نوي ډېلي کې ځايي چارواکي وايي، د نومبر له ۱۳ تر شلمې د جفت او طاق له مخې د ګاډو د چلښټ قانون پیلوي.

د دې قانون له مخې د طاق نمبر پلېټ ګاډي په طاقو ورځو او د جفت پلېټ ګاډي په جفتو ورځو چلېږي.

چاپېریالپوهان وايي، له ۲۰۱۶ کال راهیسې دا قانون څو ځلې پلی شوی چې د ګاډو د بیروبار په کمولو کې ډېر، خو د هوا ککړتیا په کمولو کې کم اغېز لري.

هند د هر ژمي په سر کې د نړۍ تر ټولو ککړو ښارونو په نوملړ کې اول نمبر راځي. په دغه مهال په نوي ډېلي کې باد کم وي، هوا ټټیته وي او د ګاډو او صنعت او همدارنګه د ګاونډیو صوبو د کرنېزو محصولاتو د سوځولو له امله د هوا ککړتیا خورا لوړې کچې ته رسېږي.

تر ټولو ککړ ښار

د هند سترې محکمې له ګاونډیو صوبو غوښتي چې ډېلي کې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره کروندې ونه سوځوي
100%
د هند سترې محکمې له ګاونډیو صوبو غوښتي چې ډېلي کې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره کروندې ونه سوځوي

د هوا څرنګوالي مالوموونکې سوېسۍ ادارې د تېرې اونۍ د څېړنې له مخې، د هند پلازمېنه نوی ډېلی بیا د نړۍ تر ټولو ککړو ښارونو د لېست په سر کې دی.

له نوي ډېلي وروسته د پاکستان لاهور د نړۍ دویم تر ټولو ککړ ښار بلل شوی دی.

په نوي ډېلي کې تېره اونۍ د هوا خطرناکه ککړتیا ۶۴۰ او لاهور کې ۳۳۵ درجې وه.

د هوا څرنګوالي ګراف تر پنځوسو درجو صحت ته ښه بلل کېږي، خو له ۴۰۰ تر ۵۰۰ درجې یې بیا د خلکو صحت اغېزمنوي او د ناروغانو لپاره خطرناک دی.

انټوني بلېنکن د ناټو په تړون کې د سوېډن د داخلېدو هیله مندي وښوده

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۵ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي او د دغې لیدنې وروسته یې ویلي؛ دوی ډاډ لري چې د ناټو په غړو هېوادونو کې به د سوېډن د غړیتوب هڅې کړندۍ شي.

څو میاشتې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو په تړون کې د سوېډن د غړیتوب په اړه مخالفت څرګند کړی و.

که څه هم بلېنکن او د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو بشپړ جزییات نه دي روښانه شوي؛ خو د بلېنکن له خبرو ښکاري، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر منځ د خبرو یو مهم بحث په ناټو کې د سوېډن داخلېدل وو.

بلېنکن له دې سفره وړاندې ویلي وو، چې دی ډاډه دی په دغه برخه کې به ځانګړی پرمختګ وشي.

له دې وړاندې اوکراین هم له ناټو غړیو هېوادونو څخه غوښتي وو، چې دغه هېواد د ناټو په تړون کې شامل کړي؛ له دغې غوښتنې سره روسیې مخالفت ښودلی و.

د کرېکټ نړۍوال جام؛ بنګله دېش سریلانکا ته په درېیو ویکټو ماتې ورکړه

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۱ GMT+۰

د کرېکټ د نړۍوال پنځوس اوریز جام په سیالیو کې نن بنګله دېش د سریلانکا لوبډلې ته د درېیو ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه.

د توپ وهنې په لومړۍ پاڼۍ کې سریلانکا د بنګله دېش لوبډلې ته ۲۸۰ منډې هدف وټاکه او د بنګله دېش د توپوهنې په پاڼۍ کې یادې لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۲ اورونو کې یاد هدف پوره کړ.

ټاکل شوې، چې د نړۍوال جام د سیالیو په ترڅ کې سبا افغانستان له اسټرالیا سره په لوبه کې مخامخ شي.

افغانستان تر دې دمه څلور لوبې ګټلي او په درېیو کې یې ماتې خوړلې ده.

طالبانو په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت لپاره یو ډېپلوماټ ګومارلی

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۱ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل-پښتو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه مکتوب تر لاسه کړی، چې له مخې یې دغې ډلې د تاجکستان لپاره یو ډېپلوماټ د لومړي سکرتر په توګه ګومارلی دی.

په مکتوب کې په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته لیکل شوي، چې فیض الله د دغه سفارت د اول سکرتر په توګه ګومارل شوی او د دندې د اشغال په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.

یاد مکتوب د روانې لړم میاشتې په یولسمه نېټه په تاجکستان کې د افغانستان سفارت ته لېږل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته تایید کړه، چې د تاجکستان لپاره یې یو ډېپلوماټ په دنده ګومارلی دی.

تر اوسه د دغه مکتوب په اړه په تاجکستان کې د افغانستان سفارت څه نه دي ویلي.

دا مهال په تاجکستان کې د افغانستان سفارت د پخواني جمهوري دولت د ډېپلوماټانو له خوا اداره کیږي او سفیر یې ظاهر اغبر دی.

تر اوسه پورې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د نوي ډېپلوماټ په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې طالبانو ته په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت وسپارل شو او دغې ډلې خپل یو ډېپلوماټ د دغه سفارت د چارسمبالي په توګه وګوماره.

ملا برادر د ایران د کورنیو چارو وزیر ته: په کوچنیو جرمونو محکوم افغان بندیان راوسپارئ

۱۵ لړم ۱۴۰۲ - ۶ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د ایران د کورنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل؛ هغه افغان بندیان چې په کوچنیو جرمونو تورن یا محکوم دي دوی ته وسپاري.

ملا عبدالغني برادر احمد وحيدي ته وويل، چې دغه بنديان بايد د خپل بند پاتې موده د افغانستان په زندانونو کې تېره کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د جنرال قونسلګرۍ د شمېرو پر بنسټ څه باندې شپږ زره افغانان په ایران کې بندیان دي.

د طالبانو اقتصادي پلاوي چې د شنبې په ورځ (لړم۱۳مه) ایران ته سفر کړی، د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د "سوداګریزو، سیاسي، ټرانسپورټي، روغتیايي خدمتونو، ګرځندوی او کرنیزو اړیکو پر پراختیا" خبرې کړې دي.

د دوشنبې په ورځ (لړم ۱۵مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ پر اېکس پاڼې یو یادښت کې راغلي، چې ښاغلي وحیدي ویلي؛ ایران د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي او د افغاني محصولاتو د ټرانزیت په برخه کې لومړیتوب لري.

د ایران د کورنیو چارو وزیر دغه هېواد د افغاني محصولاتو لپاره نېږدې او ښه بازار وباله او زیاته یې کړه، چې افغان لوری باید خپل تولیدات ایران ته صادر کړي څو په ایران کې وپلورل شي.

څه موده وړاندې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې اندازه په کال کې دوه میلیارد ډالرو ته رسېږي.

دغه وزارت وايي؛ هڅه کوي چې دا اندازه په کال کې لس میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د دې ترڅنګ د ایران د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغانستان له لارې د ایران او چین پر اړیکو ټینګار کړی دی.