ملا برادر د ایران د کورنیو چارو وزیر ته: په کوچنیو جرمونو محکوم افغان بندیان راوسپارئ

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د ایران د کورنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل؛ هغه افغان بندیان چې په کوچنیو جرمونو تورن یا محکوم دي دوی ته وسپاري.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د ایران د کورنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل؛ هغه افغان بندیان چې په کوچنیو جرمونو تورن یا محکوم دي دوی ته وسپاري.
ملا عبدالغني برادر احمد وحيدي ته وويل، چې دغه بنديان بايد د خپل بند پاتې موده د افغانستان په زندانونو کې تېره کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د جنرال قونسلګرۍ د شمېرو پر بنسټ څه باندې شپږ زره افغانان په ایران کې بندیان دي.
د طالبانو اقتصادي پلاوي چې د شنبې په ورځ (لړم۱۳مه) ایران ته سفر کړی، د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د "سوداګریزو، سیاسي، ټرانسپورټي، روغتیايي خدمتونو، ګرځندوی او کرنیزو اړیکو پر پراختیا" خبرې کړې دي.
د دوشنبې په ورځ (لړم ۱۵مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ پر اېکس پاڼې یو یادښت کې راغلي، چې ښاغلي وحیدي ویلي؛ ایران د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي او د افغاني محصولاتو د ټرانزیت په برخه کې لومړیتوب لري.
د ایران د کورنیو چارو وزیر دغه هېواد د افغاني محصولاتو لپاره نېږدې او ښه بازار وباله او زیاته یې کړه، چې افغان لوری باید خپل تولیدات ایران ته صادر کړي څو په ایران کې وپلورل شي.
څه موده وړاندې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د راکړې ورکړې اندازه په کال کې دوه میلیارد ډالرو ته رسېږي.
دغه وزارت وايي؛ هڅه کوي چې دا اندازه په کال کې لس میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.
د دې ترڅنګ د ایران د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغانستان له لارې د ایران او چین پر اړیکو ټینګار کړی دی.

د سرحدي مسايلو او افغان کډوالو په اړه د اسلام اباد د نويو پرېکړو پر ضد د زرګونو لاریون والو پرلت نن اولسمه ورځ هم دوام لري. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې هغه افغانان چې کلونه – کلونه په پاکستان کې اوسي باید پېژندپاڼې ورکړل شی.
ښاغلي اڅکزي پر اېکس پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې، چې د بلوچستان په چمن کې د پرلت کوونکو ګڼه ګوڼه پکې ښيي.
دغه پېژندل شوي پښتون سیاستوال په خپل یادښت کې لیکلي، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هغو پناه غوښتونکو ته تابعیت ورکول کېږي، چې له جرمي اسنادو پرته له ډېر وخت راهیسې په هغه هېواد کې ژوند کوي.
هغه ټینګار وکړ، چې له افغان کډوالو سره باید ورته چلند وشي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ټینګار وکړ، چې د پاکستان حکومت باید د کډوالو په اړه نړۍوال کنوانسیونونه او پروټوکولونه مراعات کړي.
د پاکستان د صدراعظم انوارالحق کاکړ موقت حکومت چې ټاکل شوې ده انتخابات ترسره کړي، په دې وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د سرحدي ستونزو او کډوالو په اړه بې سارې پرېکړې کړې دي.
د هغه د کار په لومړیو میاشتو کې له دغه هېواده له غیرقانوني کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه او ویې ویل، چې نور نه شي کولی، په پاکستان کې غیرقانوني کډوال پاتې شي.

یو شمېر افغان متخصصین او د عصري زده کړو درلودونکي چې تازه له پاکستانه بېرته افغانستان ته راستانه شوي وايي، چې راستانه شویو ملایانو ته د دندو وعدې ورکول کیږي؛ مګر هغه تخنیکي او متخصص افغانان چې بېرته راستانه شوي بې دندو دي او د کار هېڅ ډاډ نه لري. دوی اندېښمن دي چې څه به کوي.
د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۱۵مه) د طالبانو د امربالمعروف وزارت اعلان وکړ، چې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شويو "ملایانو" ته به د کار زمینه برابره کړي.
د دغه وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې یاد ملایان به د "محتسبانو" په توګه وټاکل شي؛ مګر د نورو متخصصو او تخنیکي راستانه شویو کډوالو په اړه یې څه نه دي ویلي.
خو له دې اعلانه وروسته یو شمېر تخنیکي او متخصص راستانه شوي افغانان خواشیني ښيي، چې د طالبانو په اداره کې ملایانو ته دندې شته؛ خو متخصصینو ته هېڅ د دندې ډاډ نه شته.
عبدالروف خاکسار چې د کیمیا په برخه کې یې د ماسترۍ تر کچې له لاهور پوهنتون څخه زده کړې کړي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې نېږدې یوه میاشت یې کیږي بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.
نوموړي وویل، چې طالبان د ملایانو لپاره دندې وړاندیز کوي؛ مګر د عصري زده کړو درلودونکو ته هېڅ داسې کومه برنامه نه لري، چې له مخې یې دوی په کار وګومارل شي.
هغه زیاته کړه: “طالبان د جومات چڼي ته هم دنده لري؛ مګر د تخنیکي او عصري زده کړو درلودونکو ته نه یوازې دا چې دنده نه لري، بلکې د یو دښمن په سترګه ورته ګوري”.
د خاکسار په خبره، چې په بېرته راستنو شویو کډوالو کې یې زرګونه داسې ځوانان شته چې په عصري علومو کې یې د ماسټرۍ او لېسانس تر کچې زده کړې کړې دي.
محمد اسحاق مومند هم یو له هغو تازه راستنو شویو کډوالو څخه دی، نوموړي له پېښور پوهنتون څخه په اقتصاد کې د ایم فیل تر کچې زده کړې کړي دي.
هغه وايي، چې دا مهال له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دی او نه پوهېږي چې په افغانستان کې به ورته کومه دنده پېدا شي او که نه.
مومند وویل: “زه اوس حیران یم چې د خپل ژوند د چلولو لپاره څه وکړم؟ دلته په وطن کې خو له پخوا ډېر د عصري علومو متخصصین بې کاره دي”.
د هغه به خبره، چې که دنده ورته پېدا نه شي مجبور دی، چې لویدیځو هېوادونو ته په قاچاقي لارو لاړ شي.
رڼا پکتیانۍ هم له تازه راستنو شویو کډوالو ده، نوموړې له علامه اقبال پوهنتون څخه په عامه اداره کې د ماسترۍ تر کچې زده کړې کړې دي؛ خو وايي، چې زده کړې یې په افغانستان کې په درد نه خوري.
هغې وویل: “زه فکر کوم چې زما زده کړې عبث وې، نه کار کولی شم او نه هم له کوره وتلی شم”.
د رڼا په خبره؛ د هغې په څېر زرګونه داسې نجونې شته چې له زده کړو سره – سره به په کور کې د څلورو دېوالونو بندیوانې شي.
طالبانو تر اوسه د راستنو شویو افغانانو د کار او ژوند چلولو په اړه څه نه دي ویلي.
د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د طالبانو له خوا جوړ شوي کمېسیون اعلان وکړ، چې د تېر وږي میاشتې له ۲۶ نېټې څخه تر اوسه پورې له ۲۰۰ زرو زیات افغانان کډوال یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د پاکستان حکومت د کډوالو د اېستلو لپاره د تلې په ۱۱مه نېټه اعلان کړې و او د لړم په ۱۰ نېټه عملي شو.
دغه کمیسیون د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۱۵مه) پر اېکس ټولنیزه پاڼه خپاره کړي یادښت کې لیکلي، چې د لړم له ۱۰مې نېټې څخه تر اوسه د راستنېدونکو کډوالو شمېر ۱۵۲۰۷ کورنیو ته رسېدلی، چې ټول یې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۱۵مه) د طالبانو د امربالمعروف وزارت اعلان وکړ، چې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي "ملایانو" ته به د کار زمینه برابره کړي. د دغه وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کسان به د "محتسب" په توګه وټاکل شي.
د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په میاشت کې کابل ته له ننوتلو وروسته طالبانو خپله کابینه جوړه کړه، چې له مخې یې د ښځو چارو وزارت حذف او پر ځای یې د امربالمعروف وزارت جوړ شو.
په تېرو دوو کلونو کې دغه وزارت یو لړ فرمانونه او سپارښتنې کړي، چې د بشري حقونو د نړۍوالو سازمانونو په وینا؛ د افغانانو له اساسي حقونو څخه سرغړونه ده.
دغه وزارت په ټول افغانستان کې محتسبین ګومارلي چې په پراخ او سیستماتیک ډول د اتباعو ازادي محدودوي.
که څه هم امربالمعروف وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت محتسبان د خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کارولو حق نه لري؛ خو افغانستان انټرنشنل په تېرو دوو کلونو کې د دغو محتسبانو له خوا د خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې ثبت کړې دي.

د افغانستان انټرنشنل د څو ویډیوګانو په خپرولو سره ښودلې، چې د طالبانو محتسبین په بېلابېلو ولایتونو کې له خلکو سره سخت چلند کوي.
تېره ورځ هم په تورخم کې یوه محتسب یوه کډواله مور د بې حجابه ناستې په تور په لښتو وهلې ده.

د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د طالبانو له خوا جوړ شوي کمېسیون اعلان وکړ، چې د تېر وږي میاشتې له ۲۶ نېټې څخه تر اوسه پورې له ۲۰۰ زرو زیات افغانان کډوال یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
د پاکستان حکومت د کډوالو د اېستلو لپاره د تلې په ۱۱مه نېټه اعلان کړې و او د لړم په ۱۰ نېټه عملي شو.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته د منسوب فرمان له مخې؛ د کډوالو د انتقال او ځای پر ځای کولو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ شوی دی.
دغه کمیسیون د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۱۵مه) پر اېکس ټولنیزه پاڼه خپاره کړي یادښت کې لیکلي، چې د لړم له ۱۰مې نېټې څخه تر اوسه د راستنېدونکو کډوالو شمېر ۱۵۲۰۷ کورنیو ته رسېدلی، چې ټول یې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د سپین بولدک له لارې هېواد ته د راستانه شویو کډوالو کره شمېره لا نه ده اعلان شوی.
پاکستان د خپل یوه میاشتني ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته د لړم په ۱۰ مه نېټه د افغان کډوالو د استوګنې له اجازې پرته د نیولو او جبري شړلو لړۍ پیل کړه.
دا هېواد لومړی د استوګنې له رسمي اسنادو پرته کډوال نیسي او بیا یې په زوره شړي.
د ملګرو ملتونو او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو له پرله پسې غوښتنو سره - سره چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي، پاکستان او ایران د کډوالو شړلو ته دوام ورکړی.

یو شمېر سرچینو رویټرز ته ویلي؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي او تر ۲۰۳۰ پورې په واک کې پاتې شي. د سرچینو په وینا؛ پوتین په دې باور دی چې هغه باید د دې هیواد په عصري تاریخ کې تر ټولو په خطرناکه دوره کې روسیه رهبري کړي.
دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د موضوع د حساسیت له امله رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ښاغلي پوتین سلاکاران اوس انتخاباتي کمپاین ته تیاری نیسي.
یوې بهرنۍ ډېپلوماتیکې سرچینې چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل؛ ښاغلي پوتین دا پرېکړه په دې وروستیو کې کړې او ډېر ژر به اعلان شي.
د رویټرز په وینا؛ نظر پوښتنې ښیي چې پوتین په روسیه کې د 80 سلنې د تایید درجه لري او دا چې هغه ډاډه دی چې هغه به د حکومت په ملاتړ، دولتي رسنیو او د عامه اپوزیسیون په ملاتړ کمپاین ته ننوځي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف په سپټمبر کې وویل، چې که پوتین د ټاکنو پرېکړه وکړي نو هیڅوک نه شي کولی د هغه پر وړاندې ودریږي.
پوتین چې د ۱۹۹۹ کال په وروستیو ورځو کې یې د روسیې له پخواني ولسمشر بوریس یلتسین څخه واک واخیست، له جوزف سټالین راهیسې تر بل هر واکمن په روسیه کې زیات واکمن دی، حتا د لیونید برژنیف ۱۸ کلن ریکارډ یې مات کړ.
پوتین د روان کال د اکټوبر په اوومه (د تلې ۱۵ مه) ۷۱ کلن شو.
د اوکراین جګړه
په داسې حال کې چې پوتین ممکن په ټاکنو کې له جدي ننګونې سره مخ نه شي، د روسي استخباراتي اداری پخوانی جاسوس د اوکراین د جګړې په ګډون له خورا جدي ننګونو سره مخ دی.
په اوکراین کې جګړه په ۱۹۶۲ کال کې د کیوبا د میزایلو له کړکېچ وروسته له لویدیځ سره د روسیې تر ټولو لویه مقابله ده.
سربیره پردې؛ د لویدیځ بندیزونه په وروستیو لسیزو کې د روسیې اقتصاد ته ترټولو لوی زیان رسولی دی. د یوګیني پرېګوژین ناکام بغاوت د پوتین لپاره بله جدي ننګونه وه.
د اپوزیسیون زنداني سیاستوال الیکسي ناوالني ویلي دي، چې پوتین د یو ستراتیژیک کړکېچ پر لور د روسیې د تباهۍ لامل شوی او یو نازک سیستم یې رامنځته کړی چې بالاخره به د ثبات پر ځای ګډوډي راولي.
اولیګ اورلوف د روسیې د بشري حقونو له فعالینو څخه دی، د جولای په میاشت کې رویټرز ته وویل: "روسیه په شا کیږي.موږ کمونیستي توکمپالنه پرېښوده، مګر اوس موږ په بل ډول مطلقیت کې نیول شوي یو".
د رویټرز په وینا؛ د اوکراین له جګړې راهیسې څو سوه زره روسي او اوکرایني پوځیان وژل شوي یا ټپیان شوي دي، چې دا د افغانستان په لس کلنه جګړه کې له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ کلونو پورې د پخواني شوروي اتحاد د پوځ له تلفاتو ډېر دي.
