• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ نړیوال جام کې د نیو زیلینډ لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۷ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام په ۴۱ سیالۍ کې نن د سریلانکا ملي لوبډله د نیو زیلنډ لوبډلې سره مخامخ شوه. نیو زیلنډ د پچې په ګټلو سره د توپ اچولو پرېکړه وکړه، سریلانکا په ۴۶.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۷۱ منډې وکړې.

د نیو زیلینډ د توپ وهنې په پاڼۍ کې دې لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۳،۲ اورونو کې ټاکلی هدف پوره کړ او دا لوبه یې په خپله ګټه تمامه کړه.

دا سیالي د روان جام د کوربه هېواد هند په بنګلور کې ترسره شوه.

دواړو لوبډلو په دې جام کې اته - اته لوبې کړې دي، خو نيو زیلنډ له نننۍ سره پنځه او سریلانکا دوه لوبې ګټلې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

کرېکټ نړیوال جام کې سریلانکا د نوي زیلنډ لپاره ۱۷۲ منډې هدف وټاکه

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۸ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام په ۴۱ سیالۍ کې نن د سریلانکا ملي لوبډلې د نوي زیلنډ په مقابل کې۱۷۲ منډې هدف وټاکه نوي زیلنډ د پچې ګټلو سره د توپ اچولو پرېکړه وکړه. سریلانکا په ۴۶.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۷۱ منډې وکړې.

دا سیالي د نړیوال جام د کوربه هېواد هند په بنګلور کې روانه ده.

دواړو لوبډلو په نړیوال جام کې اته اته لوبې کړې، خو نوي زیلنډ څلور او سریلانکا دوه لوبې ګټلې دي.

د جدول له مخې، نوی زیلنډ شپږم او سریلانکا نهم ځای لری

په نړۍوال جام کې انګلنډ هالنډ ته په ۱۶۰ منډو ماته ورکړه

۱۷ لړم ۱۴۰۲ - ۸ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۸ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوال جام په ۴۰مه سیالۍ کې نن انګلنډ د هالنډ ملي لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو په توپیر ماته ورکړه. د انګلنډ کپتان جوز بټلر د پچې په ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د نهو ویکټو په زیان سره ۳۳۹ منډې جوړې کړې.

د انګلنډ په لوبډه کې بین سټوکس د ۱۰۸ منډو جوړولو سره تر نورو ښه وځلېده. نوموړي دغه منډې په ۸۴ بالونو سره پوره کړې چې شپږ څلوریزې او شپږ شپږیزې هم پکې دي.

د هالنډ له لوبډلې باسډي لیډاني درې ویکټې، اریان دت او لوګن وان بیک دوه دوه ویکټې او میکارین یوه ویکټه واخیسته.

د هالنډ ټول لوبغاړي د انګلنډ د ۳۴۰ منډو په تعقیب کې په ۳۷.۲ اورونو کې د ۱۷۹ منډو په ترسره کولو وسوزیدل.

د هالڼد توپ وهونکو سکاټ ایډورډز ۳۸، ویسلي بریسي ۳۷، او سایرانډ ۳۳ منډې وکړې.

د انګلنډ توپ اچوونکو معین علي‌ او عادل رشید درې، درې ویکټې واخیستې.

دا لوبه د کوربه هند په پونه ښار کې ترسره شوه.

انګلنډ د کرېکټ د تېر جام د مدافع په توګه او همدارنګه هالنډ په سږني جام کې ښه ونه ځلېدل.

د سږني جام د نومرو له مخې هالنډ نهم او انګلنډ لسم ځای لري.

څرګنده ده چې دواړو لوبډلو نیمه پایلوبې ته لار نه ده موندلې.

په کرېکټ نړیوال جام کې انګلنډ د هالنډ لپاره ۳۴۰ منډې هدف وټاکه

۱۷ لړم ۱۴۰۲ - ۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۶ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام په ۴۰ سیالۍ کې نن د انګلنډ او هالنډ ملي لوبډلې سره مخ دي. د انګلنډ کپتان جوز بټلر د پچې ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د نهو ویکټو په زیان سره ۳۳۹ منډې جوړې کړې.

د انګلنډ لوبډه کې بین سټاکس د ۱۰۸ منډو جوړولو سره تر نورو ښه وځلېد. نوموړي دغه منډې په ۸۴ بالونو سره پوره کړې چې شپږ چکې او شپږ شپږیزې هم پکې دي.

دا لوبه د کوربه هند په پونه ښار کې روانه ده.

انګلنډ د کرېکټ د تېر جام د مدافع په توګه او همدارنګه هالنډ په سږني جام کې ښه ونه ځلېدل.

د سږني جام د نومرو له مخې هالنډ نهم او انګلنډ لسم ځای لري.

ابراهیم ځدراڼ اول ځل نړیوال جام کې سلیزه وکړه

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۲ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ لوبډلې لوبغاړی ابراهیم ځډران لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په نړیوال جام کې یې سلیزه وکړه. ابراهیم ځدران نن له اسټرالیا سره په سیالۍ کې دا ویاړ وګاټه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخې تر دې مخکې ابراهیم ځدران په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې څلور سلیزې کړې او له نننۍ سره پنځه شوې.

د کرېکټ نړیوال جام ۳۹ سیالۍ د اسټرالیا په مقابل کې د افغان لوبډلې په توپ وهلو پیل شوه.

دا لوبه د ممبيي په وانکیدا لوبغالي کې روانه ده.

کرېکټ نړیوال جام کې د افغانستان او اسټرالیا لوبه پیل شوه

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۸ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام ۳۹ سیالۍ د اسټرالیا په مقابل کې د افغان لوبډلې په توپ وهلو پیل شوه. افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ په دې لوبه کې پنځوسیزه وکړه. د افغان کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخې، دا په روان نړیوال جام کې د ابراهیم ځدراڼ شپږمه پنځوسیزه ده.

تراوسه د افغان لوبډلې یو لوبغاړی رحمان الله ګربز سوځېدلی دی.

افغان لوبډلې تر ۲۵ اور پورې ۱۲۱ منډې کړې دي.

دواړو لوبډلو تراوسه ۷ـ۷ لوبې کړې، چې پکې اسټرالیا پنځه او افغانستان څلور ګټلې دي.

د جدول له مخې افغانستان څلور او اسټرالیا دریم ځای لري.