د چک ولسوالۍ د برېښنا بند او فابرېکې د بیارغونې چارې پیل شوې

په میدان وردک ولایت کې د ۱۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د چک ولسوالۍ د برېښنا بند او فابرېکې د بیا رغونې چارې پیل شوې.

په میدان وردک ولایت کې د ۱۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د چک ولسوالۍ د برېښنا بند او فابرېکې د بیا رغونې چارې پیل شوې.
د میدان وردک ولایت د رسنیز مرکز د راپور له مخې، د دغه بند د بیا رغونې د پرانېستو په مراسمو کې د برېښنا شرکت د پروګرامونو یو تن طالب چارواکي ویلي چې، د دغه بند او فابرېکې رغنیزې چارې د سږ کال لپاره د ۱۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې او په راتلوونکي کال کې ورته ۳۵۰ مېلیونه نورې افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.د راپور له مخې، د دغه بند د بیارغونې چارې به د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.د طالبانو تر واک لاندې برېښنا شرکت د پروګرامونو مشر زیاته کړې چې، د دغه بند د کار له بشپړېدو سره به ۴ زره کورنۍ د برېښنا له خدمتونو برخمنې او په کال کزې به ۱۰۰ مېلیونه افغانۍ عواید ولري.د چک ولسوالۍ د برېښنا بند او فابرېکې د بیا رغونې د پرانېستې په مراسمو کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور د خپلو خبرو پر مهال وویل چې، د دې بند چارې د دغه ولایت د اوسېدونکو په غوښتنه پیل شوې دي.


د تاجکستان په خاروع ښار کې د افغانستان جنرال قونسل نقیب الله دهقان زاده د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د سفیر ظاهر اغبر د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او د هغه څرګندونې یې بې مسوولیته او له حقیقت څخه لېرې بللې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې د تاجکستان په خاروع ښار کې د جنرال قونسل نقیب الله دهقان زاده یو ویډیویې کلیپ خپور کړی چې د افغانستان د پخواني حکومت د سفیر ظاهر اغبر پر څرګندونو یې غبرګون ښودلی.
څو ورځې وړاندې په تاجکستان کې د افغانستان د پخوانې جمهوري دولت سفیر ظاهر اغبر په یوه غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه مکتوب څیرې کړ، چې له مخې یې فیض الله د دغه سفارت د لومړي سکرتر په توګه کمارل شوی و.
اغبر ویلي وو؛ تر هغې چې په افغانستان کې یو مشروع نظام نه وي راغلی طالبان د دوی پر وړاندې هېڅ ډول مشروعیت نه لري او د لیک په څېري کولو یې وویل: «لکه ونه مستقیم پر خپل مقام یم – که خزان راباندې راشي که بهار».
ښاغلي دهقان زاده په دې ویډیو یې کلیپ کې وویل، چې د اغبر دا څرګندونې بې مسوولیته او له حقیقته لېرې دي.
هغه وویل: « د تاجکستان په خاروع کې د افغانستان جنرال قونسلګري خپلواکه څانګه ده او د طالبانو د بهرینو چارو وزارت تر مکمل واک لاندې خپل قونسلي خدمتونه ترسره کوي».
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان د پخوانې حکومت په ړنګیدو سره په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت خدمتونه د افغان او بهرنیو اتباعو لپاره د پاسپورتونو تمدید، د وثایقو او ویزو صادرول، دوه اړخیزه همکاريو، تجارتي او ترانزیتي برخو ته رسېدنه، د پولو مسالې، د حقوقي او جنایي بندیانوپه برخه کې له تاجکستاني چارواکو سره په همغږي پراخ شوي دي.
ښاغلي اغبر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اسلام قلعه پوله ساتي چارواکي وايي، په تېرو څلورو ورځو کې د اسلام کلا له پولې لږ تر لږه ۱۴۴۸۰ کډوال افغانستان ته داخل شوي دي.
د اسلام قلعه یوه چارواکي عبدالله قیومي وویل چې په وروستیو ورځو کې له ایران څخه د اخراج شویو کډوالو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.
د اسلام قلعه د پولې یوه چارواکي فرانس ۲۴ خبري اژانس ته ویلي، په ورته وخت کې چې پاکستان د استوګنې له رسمي اسنادو پرته د کډوالو د شړلو پرېکړه کړې، د ایران حکومت هم د کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.
یوشمېر افغانان چې له ایران څخه راستانه شوي دي فرانس 24 ته وویل؛ سره له دې چې ځینې یې د استوګنې رسمي جوازونه هم لري خو د ایراني پولیسو له خوا لومړی نیول شوي او بیا شړل شوي دي.
د مهاجرت د نړۍوال سازمان د ۲۰۲۳ کال د شمېرو له مخې؛ اوس مهال شاوخوا ۴،۵ میلیونه افغانان په ایران کې ژوند کوي.
خو دا شمېره ځکه کمېږي چې یاد سازمان ویلي، چې هره ورځ له ایران څخه د اخراج شویو کډوالو شمېر د هغو کډوالو په پرتله چې تازه دغه هېواد ته داخلېږي ډېر دی.
ایراني چارواکو په خپلو راپورونو کې ادعا کړې، چې په دغه هېواد کې تر پنځو میلیونو ډېر افغانان ژوند کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د دې سازمان د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشره روزا اوتونبایوا ویلي، چې په افغانستان کې پر مېرمنو او نجونو لګېدلي بندیزونه د حکومتي سیستم یوه برخه ګرځېدلې ده، چې بېلول یې ستونزمن دي.
نوموړي د اسلامي هېوادونو د همکارۍ په کنفرانس کې د افغان مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او په افغانستان کې یې له بشري حقونو څخه روانې سرغړونې جدي وبللې.
نوموړې په جده کې “ښځې په اسلام کې” د کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې د افغانستان واکمنان د افغانستان د نیمايي نفوس اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او دا تر ټولو تریخ حقیقت دی.
هغې ویلي، چې په افغانستان کې د مېرمنو اوسنی وضعیت کړکېچن دی او له هر ډول ټولنیز فعالیت څخه بې برخې دي.
د دې کنفرانس په لومړۍ ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد ویلي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مېرمنو او نجونو لګولو شویو محدودیتونو او روان وضعیت ته باید جدي پاملرنه وشي.
امنې محمد زیاته کړې وه، چې د نجونو د زدکړو، کار، سوداګرۍ او ټولنیز ژوند په تړاو د یوه روښانه راتلونکي ډاډ تر لاسه کېدلی شي او اړینه ده، چې په دغه برخه کې جدي اقدامات وشي.
نوموړې وايي، چې په اسلام کې د هغو ټولو تبعیضي قوانینو او دودنو د پای ته رسېدا حکم شوی چې له مخې یې زدکړې منع کیږي.
مېرمن محمد وویل: "د افغانستان مېرمنې باید د خپل راتلونکي په جوړولو کې پوره ونډه واخلي او هېواد د ودې لپاره د مېرمنو ونډې ته شدیده اړتیا ده".
د یوناما د مشرې د نویو څرګندونو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي، خو له لومړیو څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو موضوع حل ده او دوی ټول هغه قوانین وضع کړي کوم چې د اسلام ښکاره احکام دي.
نوموړي زیاته کړې وه، چې په افغانستان کې د ښځو ټول اسلامي حقونه ورکړل شوي او نړۍواله ټولنه دې هڅه نه کوي، چې د افغانستان په داخلي موضوعاتو کې مداخله وکړي.
وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، په افغانستان کې یې د مېرمنو او نجونو پر کار، زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو بندیز ولګاوه، دغې چارې د نړۍوالې ټولنې او بشري حقونو د یو شمېر سازمانونو غبرګونونه را وپارول؛ خو طالبانو د ښځو د زده کړو او کار مساله د دوی داخلي مساله ګڼلې ده.

په وروستیو اونیو کې د قوش تېپې کانال یو ځل بیا د طالبانو له تبلیغاتي موادو نیولې تر د دې ډلې د مخالفینو اعلامیو پورې د ژبو پر سر دی.
د طالبانو تبلیغاتي ډله د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو په څېر د قوش تپې کانال د «افغانستان د خلکو د ژغورنې لپاره د حکومت تر ټولو مهمه پروژه» بولي.
خو، مخالفان یې اندېښنه ښيي چې ښایي د قوش تېپې شاوخوا ځمکه «د طالبانو کورنیو» ته ووېشل شي او ځايي خلک اجباري کوچ ته اړ شي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي.
له افغانستانه بهر ګاونډي هېوادونه هم په دې اړه چوپه خوله نه دي پاتي.
د ازبکستان ولسمشر په وږي میاشت کې خبرداری ورکړ چې د قوش تېپې کانال جوړول په منځنۍ اسیا کې د اوبو رژیم او توازن په بنسټیز ډول بدلولی شي.

خو د قوش تېپې کیسه له کومه ځایه پیل شوه؟
د قوش تېپې کانال په افغانستان او سیمه کې د اوبو د انتقال یو ستر کانال دی چې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ پیل شوی دی.
د قوش تېپې کانال پروژه د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال د ١٣٥٢ او ١٣٥٧ کلونو ترمنځ طرحه شوې وه، خو د جګړې او بې ثباتۍ له امله پلې نه شوه.

د قوش تېپې کانال ته بهېدونکی امو سیند د پامیر له غرونو سرچینه اخلي او شاوخوا ۱۱۲۶ کیلومتره په اوږدوالي له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان د شمالي پولو په اوږدو کې بهیږي.
امو سیند د منځنۍ اسیا یو له ډېرو اوبو لرونکو سیندونو څخه دی.
امو د نړیوال سیند په ټوګه، د افغانستان او د هغه د څلورو شمالي ګاونډيو هېوادونو تر منځ د ګډې طبیعي پولې په ټوګه پیژندل شوی او د افغانستان او دغو هېوادونو ترمنځ ځمکنۍ پوله ګڼل کیږي.

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ملا برادر، د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري په لسمه نېټه په بلخ ولایت کې د دغې ډلې د لوړپوړو چارواکو په ګډون د قوش تېپې کانال پرانیست.
هغه وویل چې د دغه کانال بشپړیدل به د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه کړي او افغانستان به پر ځان بسیاینې ته نږدې کړي.

د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د دغو ادعاوو په غبرګون کې ویلي چې طالبان د قوش تېپې کانال شاوخوا ځمکې پاکستاني وګړو ته ویشي.
خو طالبانو تراوسه دا ځمکې د کانال شاوخوا پر ځايي خلکو هم نه دي وېشلې.
له بلې خوا، کله چې طالبان د افغانستان د زیربناوو د بیارغونې خبره کوي، منتقدین هغو بریدونو ته اشاره کوي چې دغې ډلې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د زیربناوو د جوړولو د مخنیوي لپاره پلان کړي وو.

د ازبکستان ولسمشرۍ دفتر وايي، نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، ځکه یې دا ډله د ایکو غونډې ته نه ده بللې. د افغان جمهوریت له پرځېدو وروسته دا دویم ځل دی چې د اېکو مشران د کابل له استازو پرته غونډه کوي.
د ازبکستان د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر مشر شېرزاد اسدوف وايي، افغانستان د ایکو تړون غړی دی، خو په دغه هېواد کې د سیاسي بدلون له امله د تړون په چارو کې فعالیت نشي کولی.
نوموړي ازبکستان ورځپاڼې ته ویلي، ایکو کې به هغه وخت د طالبانو د ګډون امکان وي چې د دې تړون غړي یوې اجماع ته ورسېږي او لا یې هم نړیواله ټولنه په رسمیت وپېژني.
د ایکو په نوم د اقتصادي همکاریو سیمه ییزه ټولنه کې اذربایجان، افغانستان، ایران، قزاقستاد، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ترکیې هېوادونه غړي دي.
دا ټولنه پر ۱۹۹۴ کال ایران، ترکیې او پاکستان جوړه کړه او مرکزي دفتر یې هم تهران کې دی.
افغانستان او د پخواني شوروي ۷ نور هېوادونه پر ۱۹۹۲ کال ور سره یو ځای شول.