طالبان وايي د دې ډلې د ریاست الوزرا مرستیال ملا برادر سره په لیدنه کې ایراني لوري ورته ویلي، افغانستان «سر له سبا له چابهار بندر د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ لپاره عملاً کار اخیستلی شي.»
دا پرمختیا په داسې مهال ده چې د افغانستان تر څلور زرو ټرانزېټ کانتینر په کراچۍ کې بند دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند له څو ورځو راهیسې د یوه طالب پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی او نن یې د دغه هېواد سیستان بلوچستان ته په تګ سره چابهار بندر ته ورغلی دی.
نوموړي په چابهار کې د بلوچستان له والي حسین مدرس خیاباني، په افغانستان کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي، د ایران د ازادو سوداګریزو سیمو مسوول حجتالله عبدالملکي، د چابهار بندر له مسوول قاسم عسکري او یوشمېر نورو ایراني مسوولینو سره ناسته درلوده.
د دې خبرپاڼې له مخې، ایراني لوري «د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ته وویل، افغانستان کولای شي سر له سبا له چابهار بندر څخه د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ عملاً استفاده پيل کړي.»
د طالبانو واکمنېدو سره له چابهار بندر د افغانستان صادرات بند شوي او وجه یې هم د طالبانو له امله له نړیوال بانکي سیستم د افغانستان بې برخې کېدل بلل کېږي.
طالبان وایي، د غونډې په پای کې چابهار بندر ته د افغانستان د بشپړ لاسرسي او په دغه برخه کې د ایران له لوري د هر ډول اسانتیاوو او همکارۍ رامنځته کولو توافق هم وشو.
ملا برادر تېره شنبه د یوه لوړپوړي طالب پلاوي په مشرۍ ایران ته ورسېد او د دغه هېواد پر بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو سربېره یې له مختلفو چارواکو او سوداګرو سره ولیدل.
چابهار بندر
چابهار بندر د افغانستان د نیمروز ولایت په ګاونډ د ایران په سیستان بلوچستان کې پروت دی او پر تهران سربېره هند هم له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د وصل لپاره پر دې بندر پانګونه کوي.
ایران دوه کاله مخکې د دې بندر او د سیستان بلوچستان د مرکز زاهدان ترمنځ د پټلۍ غځولو چارې پیل کړې دي. تهران غواړي دا پټلۍ افغانستان او بیا تر منځنۍ اسیا وغځوي.
په وچه ایسار افغانستان چې د کراچۍ له لارې سمندري سوداګري کوي، دغه بندر ته د بدیل په سترګه ګوري او د پاکستان له خوا د افغان ټرانزېټ مالونو په مخ کې خنډونو ورته لا مهم کړی دی.
دا اوس هم د افغانستان تر څلور زرو ډېر کانتینر د پاکستان د حکومت له خوا په کراچۍ کې ایسار کړل شوي چې ښايي هره ورځ ترې یو میلیون ډالر اضافه مالیه هم واخیستل شي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوزی د پاکستان دا ګام د نړیوال سوداګریز قانون خلاف بولي.
هغه زیاته کړه:« د دغې پرېکړې له مخې ۲۱۲ قلمه سوداګریز توکي موږ نه شو راوړلی او په نورو توکو دوی زموږ څخه لس سلنه محصول غواړي، چې په بل هېواد کې د محصول ورکول د ترانزیټي اصولو سره قانوني کړنه نه ده، د دې تر څنګ کله چې یو افغان سوداګر د یو لک ډالرو جنس واردوي؛ نو د دوی په بانکونو کې باید یو لک نور ډالره د ضمانت په توګه کېښودل شي، چې دا هم ناقانونه غوښتنه ده.» افغان سوداګر وايي، سره له دې چې په دغو سوداګریزو توکو کې خوراکي توکي هم شامل دي چې تر ډېره خوسا شوي؛ خو هغه نور توکي چې د خوسا کېدو نه دي هغه هم د وخت په تېرېدو سره یې تاریخ ختمیږي چې ټول زیان یې افغان سوداګرو ته رسېږي. د خانجان الکوزي په خبره چې پر سوداګریزو توکو د پاکستان له اړخه له دغه بندیز سره هره ورځ یو مېلیون ډالره پر افغان سوداګرو ګمرکي محصول زیاتېږي، چې دا په ټوله کې د افغان سوداګرو لپاره ملا ماتوونکی ګوزار دی.
د هغه په وینا، د دغې تګلارې له مخې نه موږ دغه توکي محصولوو او نه یې محصولولای شو او نه هم دا دوی حق جوړېږي. د افغانستان سوداګرۍ خونې مشران د دغې ستونزې د هواري لپاره په وار، وار له طالب چارواکو سره غږېدلي؛ خو لا هم د مشوړې ورک سر نه دی مېندل شوی.
ښاغلی الکوزی زیاتوي، چې څو، څو ځلې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت دوی ته ډاډ ورکړی چې دغه ستونزه به د ډیپلوماټیکو لارو حل کړي؛ خو وایي لا تر اوسه ستونزه هماغه شان ستونزمنه پاتې ده. د خانجان الکوزي په باور د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګریزې ستونزې د جمهوریت پر مهال هم راټوکېدلې او پاکستاني لوري تل د ټرانزیټي چارو نه سیاسی ګټه پورته کړې ده، چې په دې سره دواړو غاړو ته یې زیانونه اوړي. د پاکستان یو لامل دا دی، چې افغانستان ته تلونکي سوداګریز توکي بېرته پاکستان ته قاچاقیږي؛ خو افغان سوداګر وايی په داسې حال کې چې په ټولو قاچاقي لارو د پخوا پرخلاف اغزن تارونه غځېدلي او ان چې پرته له ویزې خلک له کرښې نه شي اوښتی، د دوی له نظره د قاچاقو خبره تشه پلمه ده او پاکستاني لوری غواړي، چې پر افغان چارواکو د دې لارې فشارونه زیات کړي.
د خېبر پښتونخوا لپاره د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان وايي، چې د طالبانو له یو شمېر مشرانو سره په ملاقات کې یې هغوی ته ویلي، که چېرې تاسو فکر کوئ چې افغانستان ازاد دی؛ نو ایمان مو تازه کړئ او افغانانو ته د انتخاب حق ورکړئ، چې خپل زعیم پخپله وټاکي.
نوموړي په خېبر پښتونخوا کې په یوې غونډې کې د طالبانو د مشر نوم نه دی اخیستی، خو زیاته کړې یې ده: «په اسلام اباد کې په یوه مجلس کې مې ورته ورته وویل، که فکر کوئ چې افغانستان ازاد دی نو ایمان تېر کړه او افغانانو ته حق ورکړه، انتخاب دې وکړي، تا دې وټاکي، زه د ولي خان لمسی به له هر چا مخکې دنیا ته ولاړ یم دنیا ته به وایم چې دا ومنه».
هغه زیاته کړه، «چې د افغان ولس اعتماد په رایه نه راځي، د امریکې او نورو پوځونو په غلامۍ او د ټوپک په زور راځي، څنګه چې مو ملا عمر او اسامه بن الادن مو نه دی منلی تاسو هم نه مو منو».
ایمل ولي خان طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې دا سپین بېرغ په افغانستان کې هم نه منو. زموږ لپاره د افغانستان یو بیرغ دی او هغه درې رنګه بېرغ دی.
نوموړي د پښتونخوا او کوېټې د یو شمېر پښتنو مشرانو د نوم له نه ښودلو سره ویلي، چې دوی طالبانو ته ویل چې په پاکستان کې د طالبانو د نماینده رول ادا کوي.
د یادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په لومړي ځل د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي اسلام اباد ته تللی و، چې هلته ورسره د محمود خان اڅکزي په ګډون ایمل ولي خان او یو شمېر نورو پښتنو قامپالو سیاستوالو لیدلي وو.
دغې لیدنې د ګڼو قامپالو غبرګونونه راپارولي وو؛ خو د یاد مجلس د بحث مسایله هغه وخت نه وو په ډاګه شوي.