• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل شهزاده سرای د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې د بې سارې ټیټېدو خبر ورکړ

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۱ GMT+۰

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې له راټیټېدو سره سم د کابل په شهزاده سراى کې صرافانو د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۱۸مه) وویل چې، د پلازمینې په بازارونو کې د یوه امریکایي ډالر بیه اویا افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د راپورونو پر بنسټ په تېرو دوو کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت تر دې اندازې راټیټ شوی دی.

د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه ډېره لوړه شوې وه، ان یو ډالر په ۱۱۷ افغانیو بدلېده؛ خو افغانستان ته د ډالرو د فزيکي کڅوړو له راتګ سره د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بيه پیاوړې شوه.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وخت په وخت د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه له ۱۰ تر ۱۴ مېلیونو ډالرو کڅوړې په لیلام پلوري او د ډالرو دغه کڅوړې په صرافانو پلورل کېږي.

د امریکا متحده ایالات له افغانستانه تر وتلو وروسته له دغه هېواد سره تر ټولو ستر تمویلوونکی پاتې شوی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې، امریکا د طالبانو په دوره کې تراوسه افغانستان ته ۲.۱ مېلیارد ډالره ورکړي دي.

که څه هم په افغاني مارکېټ کې د ډالرو د ارزښت کمېدل له اقتصادي پلوه د خلکو په ګټه تمامېږي؛ خو دغه اقتصادي پرمختګ يو شمېر خلکو ته چې ډالر يې لرل زيانونه هم اړولي دي.

محسن چې د کابل په شهرنو کې درې پوړیزه کور لري وایي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ټول عاید یې د خپل کور په کرایه ورکولو ترلاسه کول؛ خو د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته د کورونو او هټیو د کرایو په راټیټېدو سره دی هم اړ شو ،چې د خپل کور کرایه راټیټه کړي.

د نوموړي په خبره، سره له دې چې د کور کرایه یې دوه برابره کمه کړې هم وه؛ خو اوس د ډالرو د بیو په کمېدو سره نور هم زیانمنېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر نور هیوادوال بیا وايي، د ډالرو د بیې له راټیټېدو سره د تېلو او نورو سون توکو بیې سره له دې چې راټیټې شوې نه دي؛ بلکې لوړې شوې هم دي.

دوی له طالبانو غواړي چې، د خلکو اقتصادي وضعیت او د ډالرو د بیې ټیټوالي ته په کتو سره د خوراکي توکو بیې هم کنټرول کړي.

ډېر لیدل شوي

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟
۱
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۲

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۳

د پاکستان استازي په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی

۴

فوزیه کوفي: د افغانانو له ګډون پرته د مسکو فارمټ ناسته مشروعیت نه‌لري

۵

د ښوونکي نړۍواله ورځ؛ افغان ښوونکي له اقتصادي ستونزو او کمزوري ښوونیز نظام شکایت کوي