د خېبر پښتونخوا لنډمهاله وزیراعلی اعظم خان ومړ

پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد اعظم خان له ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی. خان د روان کال په جنورۍ میاشت کې د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلی په توګه لوړه کړې وه.

پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد اعظم خان له ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی. خان د روان کال په جنورۍ میاشت کې د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلی په توګه لوړه کړې وه.
اعظم خان د پخواني لومړي وزیر ناصر الملک په سرپرسته کابینه کې د کورنیو چارو، د پلازمېنې ادارې او پراختیا د وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه.
هغه د اکتوبر ۲۰۰۷ څخه د ۲۰۰۸ کال تر اپریل میاشتې پورې د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی شمس الملک په کابینه کې د مالیې، پلان او پراختیا صوبايي وزیر هم پاتې شوی او په وفاقي او صوبايي حکومتونو کې یې په مهمو څوکیو کار کړی و.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په خپل وروستي راپور کې لیکلي، د استولو یا ټرانزیټ په مرکزونو کې یې ۸۰ سلنه داسې کسان لیدلي چې په پاکستان کې د اوسېدو بشپړ اسناد لري او دغې مسلې چارواکو ته د هغوی د استولو په بهیر کې ستونزې پېښې کړې دي.
له هغه مهاله چې د افغان کډوالو د ستنولو خبره پورته شوې؛ نو پاکستاني پولیس چې چېرته افغانان ویني هغوی نیسي، بندیانوی یې او یا یې هم د بډو اخیستو وروسته خوشې کوي.
دغه چاره د پاکستان تر نورو صوبو زیاته په سند کې ډېره ترسره کېږي او په ګڼ شمېر کې افغانان په تېره بیا پښتانه زندانونو ته استول کېږي او په ډلهییزه توګه بېرته افغانستان ته شړل کېږي.
هغه افغانان چې تر نیولو وروسته د ساتلو مرکزونو ته وړل کېږي، هلته د دوی د اسنادو بهیر دومره پېچلی او ځنډنی دی چې په څو ورځو او اوونیو کې دغه بهیر نه بشپړیږي، چې په دې توګه ګڼ نیول شوي افغانان هلته تر ډېره ساتل کېږي چې د خوراک، څښاک او دارو درملو اسانتیاوې هم نه لري.
داسې رپوټونه هم شته، چې په نیول شویو کسانو کې د خامې خولې ماشومان هم شته چې کورنۍ یې له حال او احواله خبرې نه وي او هغوی زندانونو او یا هم د ېمرکزونو ته راوړل شوي وي.
تر ډېره افغان کډوال په طالب چارواکو نیوکې کوي، چې د دوی په وینا د هغوی د نیولو، بندي کولو او جبری شړلو په برخه کې یې له ډیپلوماسۍ کار نه دی اخیستی او نه یې هم له ډیپلوماټیکو لارو دغه ستونزه غوڅه کړې.
دوی وايي، اوس چې په دې وروستیو کې طالب مشرانو کومې نارې سورې پیل کړې دي دا له اختره وروسته د نکریزو په مانا دي.

اسټرالیا اعلان کړی چې د تووالو ټولو اوسیدونکو ته چې د اقلیمي ناورین له خطر سره مخ دي پناه ورکوي. تووالو په ارام سمندر کې د لږ جګو پوګانو یوه کوچنۍ مجموعه ده چې له ۱۱ زرو څخه ډېر نفوس لري.
د اسټرالیا حکومت ویلي چې هر کال شاوخوا ۲۸۰ کسانو ته ویزې ورکوي.
اسټرالیایي ورځپاڼي سانډي هرالډ مارنینګ راپور ورکړی چې د تووالو ټول ۱۱ زره او ۲۰۰ اوسیدونکو ته به پناه ورکړل شي که د اقلیمي بدلون له امله دې کوچني هېواد کې استوګنه ستونزمنه شي.
وړاندوینه کیږي چې د تووالو د پلازمینې فونافوټي نیمایي برخه به تر ۲۰۵۰ میلادي کاله پورې له اوبو لاندې شي.
د استرالیا د لومړي وزیر انټوني البانیز او د تووالو د حکومت ترمنځ د تړون له مخې د دغه هېواد اوسیدونکي په استرالیا کې ژوند، کار او زدکړې کولی شي.
استرالیا هم ژمنه کړې چې د طبیعي پېښو، ساري ناروغیو یا پوځي یرغل پر وړاندې له دغه کوچني هېواد سره به مرسته وکړي.

د تووالو د بهرنیو چارو وزیر په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د اوبو له منځه د ملګرو ملتونو د اقلیم په سرمشریزه کې وینا وکړه
اسټرالیا د نوې هوکړې ځینې برخې د ارام سمندر دې هېواد کې د چین د نفوذ په اړه د اندېښنې له امله دي.
دا تړون اسټرالیا ته اجازه ورکوي چې د تووالو او چین ترمنځ هر ډول امنیتي تړون یا دفاعي همکارۍ ویټو کړي ترڅو د چین د نفوذ مخه ونیسي.
په ورته وخت کې، تووالو یو له هغو ۱۳ هېوادونو څخه دی چې له تایوان سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې لري.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي اعلان وکړ چې افغانستان ته له پاکستان څخه افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته د رسیدنې لپاره ۳۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته کوي. عزیزي د جمعې په ورځ «د لړم په ۱۹مه» پر خپل اېکس لیکلي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو بشري ناورین سخت اندیښمن کړی.
هغه زیاته کړې، چې دې مرسته کې به د کډوالو لپاره ګرم خواړه، د ژمي البسه یا اغوستوکي او نور اړین ضروریات شامل وي.
د عزیزي په وینا سبا ته به د دوی ټیمونه تورخم او سپین بولدک ته د اړتیاوو د کچې د تثبیت لپاره ولاړ شي. تر څنګ به یې له مربوطه چارواکو سره په همغږۍ د دغو مرستو د رسولو لړۍ پیل کړي.
یوه میاشت او لس ورځې کیږي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل لړۍ پیل شوې ده.
تر اوسه د طالب چارواکو د راستانه شویو کډوالو کره شمېره نه دی خپور کړی خو، په تېره یوه میاشت کې نږدې دوه لکه ۱۵ زره افغان کډوال په جبري توګه د پاکستان له بېلابېلو برخو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، پاکستان د افغان مهاجرینو په لسګونو توقیف خونو ته د خبریالانو د لاسرسي مخه نیولې ده. دغه سازمان وايي، دغه مرکزونه د یوه ځانګړي قانون له مخې نه دي جوړ شوي او په ځینو کې مهاجرو ته د وکیل لرلو یا د کورنۍ له غړو سره د اړیکې نیولو حق نشته.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې دا ډول مرکزونه د ازادۍ او عادلانه محاکمې حق تر پښو لاندې کوي او د معلومات نه خپریدل کورنیو ته د خپلو عزیزانو موندل ستونزمنوي.
د بښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ په یوه بیان کې پر پاکستان غږ وکړ چې سملاسي د افغان کډوالو نیول، ایستل او ډله ییزه ځورونه ودروي.
دغه سازمان ویلي، که پاکستان سملاسي د ایستلو مخه ونه نیسي، په زرګونو افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې به امنیت، زدکړو او ژوند ژواک ته له لاسرسي بې برخې شي.
د دغه سازمان په بیانیه کې راغلي چې له زرګونو افغان کډوالو څخه د سياسي وسيلو په توګه کار اخيستل کېږي او د بشري حقونو د سرغړونو او بشري ناورين سره مخ دي، دوی د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته استول کېږي چې هلته یې ژوند له خطر سره مخ دی.
د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان سیمه ییزې مرستیالې لیویا ساکاردي په یوه بیان کې وویل، «هیڅوک باید له ډله ییز ایستلو سره مخ نشي او ښه به وي چې پاکستان خپل نړیوال قانوني مکلفیتونه له هغې جملې د کډوالو د نه شړلو اصل په یاد وساتي.»

پاکستاني چارواکو ویلي، د افغان کډوالو د ایستلو لپاره یې ۴۹ توقیف ځایونه جوړ کړي دي
د بښنې نړیوال سازمان د هغو افغانانو د نیول کېدو خبر هم ورکړی، چې کره اسناد یې درلودل او ځینې مجبور شوي چې د خلاصون لپاره پولیسو ته ډېرې پیسې ورکړي.

په پاکستان کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو شمیر پلویانو د پيښور شمشتو پڼډغالي کې د اسراییل ضد او د فلسطین په ملاتړ لاریون وکړ. دغو لاریونوالو چې د حکمتیار انځورونه او د فلسطین بیرغونه یې له ځانونو سره لېږدول، په غزه کې د جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه.
دغه لاریون نن د لړم پر ۱۹ مه د جعمې له لمانځه وروسته ګڼ شمیر د حزب اسلامي پلویان د شمشتو کمپ کې سره راټول شوي وو.
لاریونوالو په غزه کې د اسراییل بمباریو کې د فلسطینانو وژل کېدل وغندل او د اسراییل ضد شعارونه یې زمزمه کړل.
حزب اسلامي ته منصوب نشراني ارګان شهادت ورځپاڼې په خپل اېکس پاڼه کې په دې تړاو د ګلبدین حکمتیار د وینا څو جملې لیکلي دي.
د حکمتیار له قوله ویل شوي چې «که نن له غزې دفاع ونشي سبا له مکې او مدینې هم نشي کېدی.»
سرچینې وايي که څه هم د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار له کابله پاکستان ته تللی خو دې لاریون کې یوازې د ده وینا ولوستل شوه خو حکمتیار او یا هم نورو نوموتو مشرانو یې پکې حضور نه درلود.
هغه وېډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي په کې ښکاري چې په دغه لاریون کې ګڼ شمیر د ښوونځیو او مدرسو کم عمره ماشومان هم کډون درلود.
په دغه لاریون کې زیاتره ویناوې په عربي ژبه کې وشوې.
