د جرمني فریدریش ایبرټ بنسټ شهرزاد اکبر ته د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو جایزه ورکړه

د جرمني فریدریش ایبرټ بنسټ اعلان وکړ چې د دغه سازمان د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو جایزه د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ته ورکړل شوه.

د جرمني فریدریش ایبرټ بنسټ اعلان وکړ چې د دغه سازمان د ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو جایزه د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ته ورکړل شوه.
دغه بنسټ وايي، مېرمن اکبر نه یوازې پر طالبانو، بلکې پر افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هم د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د ملاتړ له امله نیوکې کړې.
د فریدریش ایبرټ بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مېرمن اکبر د ټولو افغانانو د بشري حقونو رښتینې ملاتړې ده.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، شهرزاد اکبر د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او د بشري حقونو د سازمان "رواداري" د مشرې په توګه يې د افغانستان د حالاتو او مبارزې په اړه د پوهاوي کچې لوړولو په موخه خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.
د دغه سازمان په اعلاميه کې راغلي چې شهرزاد اکبر ته د فريدريش ايبرټ د بشري حقونو د جايزې ورکول د افغانستان له خلکو سره د دوامداره پيوستون ښودنه کوي چې د ١٤٠٠ د زمري په میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ له راتلو وروسته له ناوړه بشري شرايطو سره مخامخ دي.
شهرزاد اکبر له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وه.
مېرمن اکبر دې جایزې ته په اشارې سره، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، «په افغانستان کې د ښځو او نجونو له پاره په یوه تر ټولو تیاره دوره کې، د دوی زړورتیا الهام بښونکي ده.»
نوموړې وايي، په افغانستان کې ښځې له ظالمانه جبر سره سره د خپلو حقونو له پاره مبارزه کوي.
ټاکل شوې چې دغه جایزه د روانې نومبر میاشتې په ۲۸مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې شهزاد اکبر ته ډالۍ شي.


په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان وايي، په سند ایالت کې پولیسو د شپې له خوا د کډوالو پر کورونو چاپې وهلې او د افغان کورنیو په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې یې بندیانې کړې دي. د نومبر له لومړۍ نیټې وروسته تر ۲۵۰ زرو زیات افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.
اېسوشېیټېډ پرېس خبري اژانس د شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) راپور ورکړ چې د کډوالو شړل به پر افغانانو ډېر اغېز وکړي ځکه چې په پاکستان کې د مېشتو بهرنيانو ډېری برخه جوړوي.
په پاکستان کې د افغان بندیانو مدافع وکیلې منيزې کاکړې ویلي، د سند ایالت پولیس په نیمه شپه کې د خلکو پر کورونو چاپې وهي او د ښځو او ماشومانو په ګډون افغان کورنۍ بنديانوي.
کاکړه وړاندې وايي: «دوی د اکټوبر له ۳۱ نیټې راهیسې هره ورځ په سلګونو افغان اتباع بندیان کړي، او دوی د ماشومانو او ښځو له بندیانولو څخه هیڅ ډډه نه کوي.»
تېر کال په کراچۍ کې د هغو ۱۲۰۰ کسانو په ډله کې افغان ښځې او ماشومان هم شامل وو چې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور زنداني شول.
اغلې کاکړې وویل، آن هغه افغانان چې اسناد لري د نیول کېدو له پرله پسې ګواښ سره مخ دي، او دا کار د دې لامل شوی چې ډیری یې د اېستلو له ویرې ځانونه په خپلو کورونو کې بندیان کړي.
نوموړې زیاته کړه: «زه ځینې کورنۍ پیژنم چې خوراکي توکي نه لري او باید په کور کې پاتې شي ځکه چې پولیس چارواکي د دوی د کډوالۍ وضعیت ته په نه پام کولو سره د دوی بندي کولو ته دوام ورکوي.»
د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون مشرې حنا جيلاني هم ويلي، سره له دې چې پاکستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې د افغانانو کوربه توب کوي، خو پاکستان د پناه غوښتونکو او د اسناد نه لرونکو کډوالو سره د چلند له پاره يو بشپړ ميکانيزم نه لري.
هغه د پاکستان حکومت پر "له ټولو سره د یو ډول چلند" باندې نیوکه وکړه او زیاته يې کړه چې د يوې ارزونې پر بنسټ دې د ټولو کډوالو، په ځانګړې توګه د هغو کسانو له پاره تکلاره جوړه شي چې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو لخوا د افغانستان تر نیولو وروسته له کرښې څخه را اوښتي دي.
همدارنګه جنید اقبال خان، په سند ایالت کې د نیولو او اېستلو مرکزونو مشر، ومنله چې مخکې تېروتنې شوې وې او آن قانوني پناه غوښتونکي او حتا پاکستاني اتباع هم له ډیورنډ کرښې اړول شوي یا بندخونو ته لیږدول شوي وو.

له افغان شخصيتونو سره د طالبانو د اړیکو کميسیون د تېر حکومت يو شمېر پوځي او ملکي چارواکو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړي دي چې په خپل هېواد کې «په ډاډه زړه ژوند وکړي.» دغه کمیسیون وايي، شاوخوا هغو زر کسانو ته یې د خوندیتوب کارتونه ورکړي چې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه کمیسیون د دارلانشاء مشر مولوی ذاکر وویل چې د دغې ډلې بښنه «تشریفاتي نه ده بلکې په حقیقي ټوګه عملي او څارل کیږی.»
دغه کمیسیون په تېر حکومت کې د کابل د ګارنیزیون له قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي سره د مولوي ذاکر د لیدنې خبر ورکړی دی.
د دغه کمېسیون په بیان کې راغلي چې جنرال احمدزي د« تېر حکومت د پوځيانو او چارواکو امنیت ته په اشارې سره» د طالبانو دا نوښت «بې ساری» بللی دی.
طالبان په داسې حال کې د خوندیتوب د کارتونو د وېش او عمومي بښنې خبره کوي، چې د مستندو راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د راپور په ګډون د پخواني حکومت لسګونه امنیتي چارواکي د طالبانو له خوا نیول شوي، ځورول شوي او وژل شوي دي.
په ورته وخت کې له خپلو مخالفانو سره د طالبانو انتقامي چلند د تېر حکومت له امنیتي چارواکو نیولې تر خبریالانو، د بشري حقونو فعالانو او د بهرنیو پوځيانو د همکارانو په ګډون په زرګونو کسان اړ شوي چې له افغانستان ووځي.
پر دې سربیره د طالبانو د ښځو پر وړاندې سیاستونو ډیرې افغان کورنۍ اړ کړې چې ګاونډیو هېوادونو ته کډه شي او یا هم د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره د اروپا سخته لار خپله کړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ایکو په نوم د اقتصادي همکاریو سازمان غونډو کې د افغانستان پر کارند ګډون ټینګار وکړ. دا غونډه د ازبکستان په تاشکند کې روانه ده، خو تېرو دوو کلونو کې طالبان نه دي ور بلل شوي. د ازبکستان ولسمشر دې ناستې ته په وینا کې د طالب چارواکو ګډون مهم وباله.
د نوموړي په خبره، «د تلپاتې پرمختګ لپاره دا ضروري ده چې موږ د سیمه ییز یوځایتوب یا ادعام بهیر کې افغانستان په کارند ډول فعال کړو.»
هغه داهم وویل چې له پېجلو ننګونو سره د مخامختیا په حالت کې د افغانستان ګڼ توکمه ټولنه یوازې نشي پرېښودلی چې له پېړیو راهیسې ور سره ګاونډ کې ژوند کوي.
نوموړی دا هم وویل چې په افغانستان کې د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د حل لپاره له افغانانو سره دا ټولنه په ګډه خپله بشرپاله مرسته ډېره کړي.
د ازبکستان ولسمشر په داسې مهال د ایکو غونډو کې د طالبانو پر ګډون ټینګار کوي چې تر دې ناستې مخکې د نوموړي د رسنیو دفتر مشر شېرزاد اسدوف وویل، افغانستان د ایکو تړون غړی دی، خو په دغه هېواد کې د سیاسي بدلون له امله د تړون په چارو کې فعالیت نشي کولی.
نوموړي ازبکستان ورځپاڼې ته ویلي، ایکو کې به هغه وخت د طالبانو د ګډون امکان وي چې د دې تړون غړي یوې اجماع ته ورسېږي او لا یې هم نړیواله ټولنه په رسمیت وپېژني.
د ایکو په نوم د اقتصادي همکاریو سیمه ییزه ټولنه کې اذربایجان، افغانستان، ایران، قزاقستاد، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ترکیې هېوادونه غړي دي.
دا ټولنه پر ۱۹۹۴ کال ایران، ترکیې او پاکستان جوړه کړه او مرکزي دفتر یې هم تهران کې دی.
افغانستان او د پخواني شوروي ۷ نور هېوادونه پر ۱۹۹۲ کال ور سره یو ځای شول.

امریکا او هند له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او لږکيو حقونو ته درناوی وکړي. په ډيلي کې له خبرو وروسته د امريکا او هند د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو په يوه ګډه اعلاميه کې پر طالبانو غږ وکړ چې پر خپلو ژمنو ودریږي.
د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن اود دفاع وزیر لویډ اسټین د جمعې په ورځ(د لړم پ ۱۹مه) په ډیلي کې د ۲+۲ خبرو اترو په چوکاټ کې د خپلو هندي سیالانو سابر امانیام جایشنکر او راجنات سینګ سره وکتل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې د دې ناستې ګډه اعلامیه خپره شوې چې پکې راغلي: «وزیرانو له طالبانو وغوښتل چې پر خپلو ژمنو ودریږي او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم کس یا ډلې لخوا د بل هېواد د امنیت د ګواښلو لپاره استعمال شي».
په دغه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۹۳ پریکړه لیک یادونه شوې، چې له مخې یې د افغانستان خاوره باید د ترهګرو په پناه ځای بدله نه شي او نه باید د نورو هېوادونو د ګواښلو لپاره وکارول شي.
طالبان پر افغانستان د بیاځلې واکمنیدو راهیسي په دغه هېواد کې د امنیت او سولې د ټینګښت ادعاوې کوي، خو د نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو د راپورونو له مخې دا مهال په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالې دي.
د امریکا او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ژمنه وکړه چې د یوه باثباته افغانستان په هدف به د افغانستان په اړه خپلو سلا مشورو ته دوام ورکړي.

طالبانو ته نژدې المرصاد وېبپاڼه د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند له خولې وايي، داعش د پاکستاني استخباراتو لخوا په دولتي مېلمستونونو کې ساتل کیږي. د احسان الله احسان په خبره، داعش ته دنده ورکړې شوې وه چې تحریک طالبان پاکستان مات کړي او جګړه د پاکستان پر ځای افغانستان ته یوسي.
طالبانو ته نژدې المرصاد وېبپاڼه کې نن شنبه د لړم ۲۰ مه د «پاکستان او داعش د یوې سکې دوه اړخونه دي » په نوم د پاکستاني طالبانو تحریک د پخواني ویاند احسان الله احسان لېکنه خپره کړې ده.
احسان الله احسان له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې هم تایید کړه، چې دغه لیکنه ده کړې ده.
د ټي ټي پي پخوانی ویاند په دغه لېکنه کې وايي چې داعش ژمنه کړې وه چې دغه ډله به د پاکستان لپاره کوم ولایت یا تنظیمي جوړښت نه اعلانوي، خپل تشکیل به تر افغانستان پورې محدودوي او د عملیاتو مرکز به يې په افغانستان کې وي او پاکستان به ورسره یوازې مالي او لوژیستیکي مرستې کوي.
احسان الله احسان د لیکنې په یوه برخه کې لیکي چې دی په دې باور دی چې په افغانستان کې د پاکستان د داعش پروژه ناکام شوه.
خو بیا په بله برخه کې وايي پاکستان اوس هم داعش وسلوال په خپلو مېلمستونونو کې ساتلي او د دوی په فکر په راتلونکي کې به یې په کار شي.
دی وايي د داعش له جوړېدو را هیسې د دې ډلې له مشرانو نیولې تر وسلوالو پورې ټول پاکستانیان دي خو دوی د پاکستان پرځای په افغانستان کې جګړه کوي.
نوموړی د لېکنې په یوه برخه کې لیکلي: «دا خبره له هيچا پټه نه ده چې د داعش خراسان لومړی امیر حافظ سعید اورکزی د پاکستان د استخباراتي ادارې له افسرانو سره د اورکزو ایجنسۍ په ډبوري سيمه کې ناستې درلودې، مخکې له دې چې د داعش خراسان لپاره ولایت اعلان کړي، خبرې اترې او رسمي توافق وشو.»
المرصاد وېبپاڼه په کابل کې د طالبانو واک ته رسېدو سره فعاله شوې ده او د داعش اړوند ټول خبرونه په دغه وېبپاڼه کې نشریږي.
طالبان په دې کار سره غواړي چې د دوی تر کنټرول لاندې په نورو داخلي رسنیو کې د داعش اړوند راپورونه نشر نشي ترڅو عامه فکرونو باندې منفي تاثیر ونه کړي او دغه ډله همیشه کوشش کوي چې خلکو ته وايي په افغانستان کې داعش وسلوال فزیکي حضور نه لري.
احسان الله احسان د پاکستاني طالبانو تحریک یو له فعالو ویاندویانو څخه و، چې په پاکستان کې پر نوبل جایزه کټونکې ملاله یوسفزۍ او پيښور کې پر یو نظامي ښوونځی د خونړي بریدونو مسوولیت یې منلی و.
نوموړی څو کاله وړاندې پاکستاني ځواکونو ته تسلیم شو، خو بیا وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې دی د پاکستاني ځواکونو له زندانه تښتېدلی او له دغه هیواده یې پښې سپکې کړې دي.