• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روهیت شرما کرېکټ نړیوال جام کې د ډېرو شپږیزو ریکارډ جوړ کړ

۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لړم ۱۴۰۲ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۶ GMT+۰

د هند کرېکټ ملي لوبډلې کپتان روهیت شرما د سړیو کرېکټ نړیوال جام کې د ډېرو شپږیزو ریکارډ جوړ کړ. نوموړي نن په ممبیي کې د کرېکټ نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې د نوي زیلنډ په مقابل کې د خپلو شپږیزو شمېر پنځوسو ته ورساوه.

روهیت شرما د نړیوال جام په ۲۷ پاڼیو کې ۵۰ شپږیزې پوره کړې.

تر دې مخکې دا ریکارډ د ویسټ انډیز د لوبغاړي کریس ګېل سره و.

کریس ګېل چې د شپږیزو پر پاچا هم مشهور دی د نړیوال جام په ۳۴ پاڼیو کې ۴۹ شپږیزې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ په نړیوال جام کې د افغان ملي لوبډلي بریالی سفر او د هیوادوالو تود هرکلی

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۶:۲۵ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په نړیوال جام کې له نهو لوبو څخه د څلورو لوبو په ګټلو په نړیوال جام کې خپل لوبیز سفر پای ته ورساوه او په ۲۰۲۵ کال کې د ترسره کېدونکي چمپينز ټراپي کې يې د لوبېدو چانس پیدا کړ. افغان ملي لوبډله به د لومړي ځل له پاره په دغه ټورنمنټ کې ولوبیږي.

د کرېکټ افغان ملي لوبډله تېره ورځ هیواد ته ستنه شوه.

په کابل هوایي ډګر کې د افغان ملي لوبډلې د هرکلي له پاره چمتوالی نیول شوی و او سلګونه افغانان د کرېکټ ملي لوبډلې هرکلی وکړ.

افغانستان د یو ورځینو لوبو په نړیوال جام سیالیو کې انګلینډ، پاکستان، سریلانکا او هالنډ ته په ماتې ورکولو سره د نهو لوبو څخه څلور لوبې وګټلې.

د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل و چې افغان لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې څلور بریاوي خپلوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي مشر نصیب خان، هیواد ته د کرېکټ ملي لوبډلې د رسېدو پر مهال وویل: «د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په دغه جام کې د لوبېدو له پاره دوه کاله چمتوالی نیولی و، موږ دا تمه لرله چې لوبډله به نوره هم مخته ولاړه شي خو بیا هم کوم هدف چې لوبډلې د ځان له پاره ټاکلی و هغه یې ترلاسه کړ. موږ ښې لاسته راوړنې لرلې او نور به ملي لوبډله د هرې لوبډلې سره داسې سیالي کوي لکه څنګه چې یې په نړیوال جام کې وکړې.»

همدارنګه د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وايي: «موږ خپلې ټولې هڅې وکړلې چې د هیوادوالو د خوشحالیو له پاره په نړیوال جام کې ښې لاسته راوړنې ولرو، په نړیوال جام کې مو ښه پایله ولرله. نړۍ ته مو یو پیغام لاره، چې په دې نړیوال جام کې مو ورکړ نور به شاته نه ګورو او په نورو سیالیو کې به هم ښې لاسته راوړني ولرو.»

په نړیوال جام کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبېدو انداز د کرېکټ د نړۍ د ډیرو مشهورو څیرو د پام وړ ګرځیدلی و.

په افغان لوبډله کې راشدخان، مجیب ځدران، نور احمد، عظمت عمرزی، ابراهیم ځدران او رحمان الله ګربز هغه لوبغاړي وه چې د نورو په پرتله په توپ اچونه او توپ وهونه کې د نړیوالو پام ځان ته اړولی و.

د کرېکټ مبصرین او د کرېکټ د نړۍ پخوانیو ستورو افغان لوبډله قوي لوبډله یادوي او وايي چې د کرېکټ په نړۍ کې به یو ښه تاریخ جوړ کړي.

د کرېکټ نړۍوال جام؛ هند په ۱۶۰ منډو هالنډ مات کړ

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۹ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوال جام په ۴۵ او وروستۍ ګروپي لوبه کې کوربه هند د ۱۶۰ منډو په لوی توپیر هالنډ ته ماتې ورکړه. هند د ۴۱۱ منډې هدف ټاکلی و؛ خو هالنډ یې په مقابل کې یوازې ۲۵۰ منډې جوړې کړې. دا لوبه د هند په بنګلور ښار کې د کوربه هېواد له خوا د پچې ګټلو او توپ وهلو سره پیل شوه.

هند په پنځوسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان سره ۴۱۰ منډې جوړې کړې.

خو هالنډ تر ۴۸ اور پورې د ټولو لوبغاړو په زیان سره ۲۵۰ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

دواړو لوبډلو تر دې مخکې اته - اته لوبې کړې دي، هند ټولې ګټلې؛ خو هالنډ دوه ګټلې وې.

د دې جام د نومرو د مهالوېش له مخې؛ هند د ټولو په سر او هالنډ په لسم نمبر دی.

هند، سوېلي افریقا، اسټرالیا او نیو زیلنډ د جام نیمه پایلوبې ته وتلي دي.

کرېکټ نړۍوال جام؛ هند د هالنډ لپاره ۴۱۱ منډې هدف وټاکه

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوال جام په ۴۵ سیالۍ کې نن د دې جام د کوربه هند ملي لوبډله په وروستۍ ګروپي لوبه کې د هالنډ لپاره ۴۱۱ منډې هدف وټاکه. د هند په لوبغاړو کې په ۱۲۸ منډو سره شریاس تر ټولو ډېرې منډې وکړې او ونه سوځېد او ورپسې کې اېل راهول هم ۱۰۲ منډې وکړې.

هند د پچې په ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه او په پنځوسو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په زیان سره ۴۱۰ منډې جوړې کړې.

د هند په بنلګلور ښار کې دا له نیمه پایلوبې مخکې وروستۍ لوبه ده.

دواړو لوبډلو اته - اته لوبې کړې دي؛ هند ټولې لوبې وګټلې، خو هالنډ دوه ګټلې دي.

د دې جام د نومرو د مهالوېش له مخې؛ هند د ټولو په سر او هالنډ په لسم نمبر دی.

هند، سوېلي افریقا، اسټرالیا او نیو زیلنډ د جام نیمه پایلوبې ته وتلي دي.

کرېکټ نړیوال جام کې هند د هالنډ په مقابل کې ډګر ته وتلی

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۰ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام په ۴۵ سیالۍ کې نن د دې جام د کوربه هند ملي لوبډله او هالنډ سره مخ دي. دا سیالي په ننګلور ښار کې روانه ده او هند د پچې ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه. دا له نیمه پایلوبې مخکې وروستۍ سیالي ده.

داړو لوبډلو اته اته لوبې کړې، هند ټولې ګټلې، خو هالنډ دوه ګټلې دي.

د دې جام د نومرو د مهالوېش له مخې، هند د ټولو په سر او هالنډ په لسم نمبر دی.

هند، سوېلي افریقا، اسټرالیا او نوی زیلنډ د جام نیمه پایلوبې ته وتلي دي.

پاکستان له انګلنډه په ماتې خوړلو له نیمه پای لوبې هم پاتې شو

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۳ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام په ۴۴ سیالۍ کې نن د انګلنډ ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته په ۹۳ منډو ماته ورکړه چې له دې سره د پاکستان نیمه پای لوبې ته د تلو ارمان پوره نه شو.

د کوربه هند د کلکتې په ایډنز ګارډن کې انګلنډ پچه وګتله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه او د نهو ویکټو په زیان ۳۳۷ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې پاکستان تر ۴۳. ۲ اور پورې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

پاکستان نیمه پایلوبې ته د تلو لپاره باید د انګلنډ هدف په ۶.۴ اورونو کې ترلاسه کړی وی.

دا ناممکن کار ترسره نشو او په نړیوال جام کې یې سفر هم پای ته ورسید.

د انګلنډ توپ وهونکو کې بین ستوک ۸۴، جو روټ ۶۰ او جوني بریسټو ۵۹ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

پاکستاني توپ اچوونکو حارث روف او محمد وسیم درې درې ویکټي، شاهین اپریدي دوه او افتخار احمد یوه ویکټه واخیسته.

پاکستانې توپ وهونکو کې سلمان علي اغا ۵۱، بابر اعظم ۳۸ او محمد رضوان ۳۶ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

د انګلنډ توپ اچوونکو ډویډ والي ۳ ویکټې، عادل رشید، ګس اتکینسون او معین علي دوه دوه ویکټې او کریس ووکس یوه ویکټه واخیسته.

په نړیوال جام کې دا د دواړو هېوادونو نهمه لوبه وه، پاکستان څلور او انګلنډ له نن سره درې لوبې وګټلې.

د کرېکټ نړیوال جام نومورو له مخې پاکستان پنځم او انګلنډ اووم ځای لري.

د پاکستان ملي لوبډله به سبا خپل هېواد ته ستنه شي.