• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرېکټ نړیوال جام کې هند د هالنډ په مقابل کې ډګر ته وتلی

۲۱ لړم ۱۴۰۲ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۰ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام په ۴۵ سیالۍ کې نن د دې جام د کوربه هند ملي لوبډله او هالنډ سره مخ دي. دا سیالي په ننګلور ښار کې روانه ده او هند د پچې ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه. دا له نیمه پایلوبې مخکې وروستۍ سیالي ده.

داړو لوبډلو اته اته لوبې کړې، هند ټولې ګټلې، خو هالنډ دوه ګټلې دي.

د دې جام د نومرو د مهالوېش له مخې، هند د ټولو په سر او هالنډ په لسم نمبر دی.

هند، سوېلي افریقا، اسټرالیا او نوی زیلنډ د جام نیمه پایلوبې ته وتلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان له انګلنډه په ماتې خوړلو له نیمه پای لوبې هم پاتې شو

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۳ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام په ۴۴ سیالۍ کې نن د انګلنډ ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته په ۹۳ منډو ماته ورکړه چې له دې سره د پاکستان نیمه پای لوبې ته د تلو ارمان پوره نه شو.

د کوربه هند د کلکتې په ایډنز ګارډن کې انګلنډ پچه وګتله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه او د نهو ویکټو په زیان ۳۳۷ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې پاکستان تر ۴۳. ۲ اور پورې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

پاکستان نیمه پایلوبې ته د تلو لپاره باید د انګلنډ هدف په ۶.۴ اورونو کې ترلاسه کړی وی.

دا ناممکن کار ترسره نشو او په نړیوال جام کې یې سفر هم پای ته ورسید.

د انګلنډ توپ وهونکو کې بین ستوک ۸۴، جو روټ ۶۰ او جوني بریسټو ۵۹ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

پاکستاني توپ اچوونکو حارث روف او محمد وسیم درې درې ویکټي، شاهین اپریدي دوه او افتخار احمد یوه ویکټه واخیسته.

پاکستانې توپ وهونکو کې سلمان علي اغا ۵۱، بابر اعظم ۳۸ او محمد رضوان ۳۶ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

د انګلنډ توپ اچوونکو ډویډ والي ۳ ویکټې، عادل رشید، ګس اتکینسون او معین علي دوه دوه ویکټې او کریس ووکس یوه ویکټه واخیسته.

په نړیوال جام کې دا د دواړو هېوادونو نهمه لوبه وه، پاکستان څلور او انګلنډ له نن سره درې لوبې وګټلې.

د کرېکټ نړیوال جام نومورو له مخې پاکستان پنځم او انګلنډ اووم ځای لري.

د پاکستان ملي لوبډله به سبا خپل هېواد ته ستنه شي.

په کرېکټ نړیوال جام کې اسټرالیا د بنګله دېش ماتولو سره نیمه پایلوبې ته ووتله

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام په ۴۳ سیالۍ کې د شنبې په ورځ د اسټرالیا ملي لوبډلې د دوو ویکټو په زیان سره له بنګله دېش لوبه وګټله او نیمه پایلوبې ته ووتله. اسټرالیا د پچې ګټلو سره توپ اچولو ته مخه کړه. بنګله دېش خپله پاڼۍ کې د اتو لوبغاړو سوځېدو سره په پنځوسو اورونو کې ۳۰۶ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې اسټرالیا د دوو لوبغاړو سوځېدو سره په ۴۴.۴ اور کې دا هدف پوره او بنګله دېش یې مات کړ.

دې سره اسټرالیا په روان جام کې له اتو لوبو ۷ هم وګټله او نیمه پایلوبې ته ووتله.

د بنګله دېش او اسټرالیا دا لوبه د دې جام د کوربه هند په پونه ښار کې وشوه.

کرېکټ نړیوال جام کې سوېلي افریقا افغانستان ته په ۵ ویکټو ماته ورکړه

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۶ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام په ۴۲ سیالۍ کې سوېلي افریقا په ۵ ویکټو د افغانستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغان لوبډلې د پچې ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۴۴ منډې وکړې.

سویلي افریقا په ۴۷.۳ اور کې د ۵ ویکټو په زیان سره هدف ته ځان ورساوه.

په افغان لوبغاړو کې عظمت الله عمرزي ۹۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغانستان او سوېلي افریقا دا سیالي د هند په احمد اباد ښار کې ترسره شوه.

د سویلي افریقا توپ اچوونکي جارلد کوټزي ۴ ویکټې، لانجي اینګیډي او کیشف ماهراج دوه دوه ویکټې او اندیلي فلیکوایو یوه ویکټه واخیسته.

د سویلی افریقا توپ وهونکو کې راییسي وانډرسن ۷۶ او اندیلي فلیکو ۳۹ د ښې ملګرتیا تر څنګ یې تر ټولو ډېرې منډي وکړي او ناټ اوټ یا نا سوځیدلي پاتې شول.

افغان توپ اچوونکو کې محمد نبي او راشد خان دوه دوه ویکټې او مجیب الرحمن یوه ویکټه واخیسته.

راییسي وانډرسن د لوبې غوره لوبغاړی شو.

سویلي افریقا مخکې نیمه پایلوبې ته لار موندلې او افغانستان له پایلوبې پاتې شو.

په ګروپي پړاو کې د دواړو لوبډلو وروستۍ لوبې وې.

د کرېکټ نړیوال جام کې د نیو زیلینډ لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۷ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام په ۴۱ سیالۍ کې نن د سریلانکا ملي لوبډله د نیو زیلنډ لوبډلې سره مخامخ شوه. نیو زیلنډ د پچې په ګټلو سره د توپ اچولو پرېکړه وکړه، سریلانکا په ۴۶.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۷۱ منډې وکړې.

د نیو زیلینډ د توپ وهنې په پاڼۍ کې دې لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۲۳،۲ اورونو کې ټاکلی هدف پوره کړ او دا لوبه یې په خپله ګټه تمامه کړه.

دا سیالي د روان جام د کوربه هېواد هند په بنګلور کې ترسره شوه.

دواړو لوبډلو په دې جام کې اته - اته لوبې کړې دي، خو نيو زیلنډ له نننۍ سره پنځه او سریلانکا دوه لوبې ګټلې دي.

کرېکټ نړیوال جام کې سریلانکا د نوي زیلنډ لپاره ۱۷۲ منډې هدف وټاکه

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۸ GMT+۰

د کرېکټ نړیوال جام په ۴۱ سیالۍ کې نن د سریلانکا ملي لوبډلې د نوي زیلنډ په مقابل کې۱۷۲ منډې هدف وټاکه نوي زیلنډ د پچې ګټلو سره د توپ اچولو پرېکړه وکړه. سریلانکا په ۴۶.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۷۱ منډې وکړې.

دا سیالي د نړیوال جام د کوربه هېواد هند په بنګلور کې روانه ده.

دواړو لوبډلو په نړیوال جام کې اته اته لوبې کړې، خو نوي زیلنډ څلور او سریلانکا دوه لوبې ګټلې دي.

د جدول له مخې، نوی زیلنډ شپږم او سریلانکا نهم ځای لری