په ترکیې کې شپږ تنه د یوه افغان کارګر د وژلو په تور نیول شوي

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو شپږ تنه د یوه افغان کارګر د وژلو په تور نیولي چې د دوی په وینا په یو «ناقانونه کان» کې یې کار کاوه.

ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو شپږ تنه د یوه افغان کارګر د وژلو په تور نیولي چې د دوی په وینا په یو «ناقانونه کان» کې یې کار کاوه.
دغو ترکي رسنیو د کان کېندونکي افغان نوم وزیر محمد یاد کړی او ویلي یې دي، چې نوموړی د کان د خاوند د ړبړولو لاندې وژل شوی، مړی یې یو ځنګل ته وړل شوی او بیا ځکه پټ په پټه سوځول شوی چې دغه کان په «ناقانونه توګه» چارې پر مخ وړلې.د راپورونو له مخې، له دغې ډلې شپږ تنه نیول شوي چې په ناقانونه توګه یې په دغه کان کې کېندنې کولې او دغه وژل شوي افغان هم ورسره کار کاوه.د نیول شویو تورنو کسانو له ډلې یوه یې ویلي، چې د کان خاوند د دې له پاره وزیر محمد روغتون ته و نه لېږداوه چې د هغه کان په ناقانونه ډول جوړ شوی و او له حکومتي ادارو یې په پټه کېندنې کولې.د ګازت دیورا په نامه یوې ترکي رسنۍ راپور ورکړی، چې د وزیر محمد د مړي ډېره برخه سوځېدلې وه او په بدن یې د ربړونې نښې نښانې لېدل کېدې او ډېر غړي او اندامونه یې هم مات شوي وو.نیول شویو تورنو کسانو ویلي، چې په لومړي سر کې دغه کان کېندونکی افغان بې هوښه شو او وروسته د کان خاوند هغه په وهلو، وهلو وواژه او مړي ته یې اور ورته کړ.ترکي رسنیو ویلي، د وزیر محمد په جنازه کې د هغه د مېرمنې او بچیانو په ګډون ټول ټال یوولس تنو برخه اخیستې وه.


بیلفاسټ ټیلیګراف د راپور له مخکې، له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې برېتانیا ته د افغان کډوالو ناقانونه تګ ۴ برابره زیات شوی دی. په ۲۰۲۱ میلادي کال کې برېتانیا ته د ټولو ناقانونه کډوالو په ډله کې افغان کډوال ۵ سلنه وو، چې دا کچه په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ میلادي کلونو کې ۲۰ سلنې ته رسیدلې ده.
بیلفاسټ ټیلیګراف لیکلي؛ په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ میلادي کلونو تر ټولو ډېر ایراني تابعیت لرونکي کډوال برېتانیا ته راغلي، چې شمېر یې ۸۰ او ۶۰ سلنې ته رسیده.
په ۲۰۲۰ میلادي کال کې دا شمېر ۲۸ سلنه، ۲۰۲۲ کې ۱۳سلنه او ۲۰۲۳ کې ۱۱ سلنې ته ورسېد.
دغه خبري اژانس لیکي: «افغان اتباع د ۲۰۲۳ میلادي کال د جنوري میاشتې تر اکټوبره پورې برېتانیا ته د راغلو لویه ډله جوړوي، چې ټول ټال ۲۰ سلنه ده».
برېتانیا ته په ۲۰۲۳ میلادي کال د وړو کښتیو کې په هر لسو کډوالو کې ۴ یې له افغانستان، ایران او اریتریا څخه راځي.
سږکال برېتانیا ته د رسیدلو وړو کښتیو مجموعي شمېر ۲۷ زره او ۳۱۴ کښتیو ته رسیږي، چې د تېر کال په پرتله ۳۵ سلنه کموالی پکې راغلی.
وروسته له هغې چې طالبانو پر کابل واک تر لاسه کړ، ګڼ افغانان له افغانستان څخه ووتل، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ د وروستي جمهوري دولت له سقوط وروسته له ۱،۶ میلیونو څخه زیات افغانان له افغانستان څخه ووتل.

افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ څخه یوې معتبرې سرچینې ویلي، چې دغې ډلې د ولسي جرګې د پخواني غړي ملا تره خېل محمدي ۳۶ کورونه، ۳ مدرسې او دوه میلمستونونه نیولي دي.
دغې سرچینې د هویت د پټ ساتلو په شرط وویل، چې د ملا تره خېل کورونه، مدرسې او میلمستونونه له وسایلو ډک طالبانو ته سپارل شوي او دا مهال د طالبانو په واک کې دي.
سرچینه زیاتوي، چې د عدلیې وزارت په مشرۍ د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون پرېکړه کړې، چې نیول شوی ملا تره خېل محمدي به په څو اونیو کې محاکمه کړي.
پر نوموړي د ځمکو د غصب تر څنګ د میوې او سبزي له منډيي څخه د ۱۳ کلونو لپاره د غیرقانوني استفادې، د تورخم هډې څخه د باج اخیستنې او په دې سیمه کې د لاسي کراچیو او کوچنیو دوکانونو څخه د ورځني باج اخیستنې تور لګېدلی.
دې سرچینې وویل، چې د څرخي پله او بوتخاک په سیمه کې د ملاتره خېل د ښارګوټي د هغو غصب شویو ځمکو په اړه هم تصمیم نیول شوی، چې کورونه پکې جوړ شوي او وړاندیز د وروستۍ پرېکړې لپاره د طالبانو ریاست الوزرا ته استول شوی دی.
همدا راز د کابل په باګرامیو کې د نوموړي یو روغتون «د سناتور جنت ګل روغتون» د ځمکې پر سر هم د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون ارزونه روانه ده او داسې تورونه شته چې ښيي دا ځمکه هم غصب شوې ده.
د سرچینې په خبره؛ که ریاست الوزرا دا وړاندیز ومني نو د ملا تره خېل له خوا د ورکړل شویو هغو ځمکو چې کورونه پکې جوړ شوي څښتنان یې مجبور دي، چې د دغې ځمکې بیاځلي قیمت طالبانو ته ورکړي.
طالبانو د پخواني دولت د ولسي جرګې پخوانی غړی ملا تره خېل د اکټوبر پر ۲۶مه نېټه د ځمکو د غصب په تور ونیوه او هغوی ته یې د درېیو ورځو نېټه وکړه، چې ټولې غصب شوې ځمکې او کورونه طالبانو ته وسپاري.
له دې وروسته طالبانو د ملا تره خېل څلور نورو ورونه هم د ځمکو د غصب او باج اخیستنې په تور نیولي، چې تر اوسه یې سرنوشت نه دی معلوم.
هڅه مو وکړه، چې د ملا تره خېل له ورور حاجي موسی سره اړیکه وکړو؛ خو له بار – بار اړیکو نیولو سره هم په دې ونه توانیدو.
د ملا تره خېل د کورنۍ یوه بل غړي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې طالبان د ملا تره خېل له نیولو یوه ورځ وروسته د دوی ټول کورونه محاصره کړل او دوی یې په زوره له کورونو وایستل.
نوموړي وویل، چې دوی په خپلو کورونو کې ټول وسایل پرېیښي او اوس په کابل کې له یو شمېر نورو خپلوانو سره د هغوی په کورونو کې اوسیږي.
د هغه په خبره، چې طالبانو ترې لس کوچني موټرونه او درې لارۍ هم نیولې دي.
له دې وړاندې د ملا تره خېل ورور حاجي موسی په یوې ویډیو کې چې نور ملایان او قومي مخور هم ور سره دي ویلي؛ د طالبانو د عدلیې وزیر ترې غوښتنه کړې وه، چې خپل کور، مدرسه او مېلمستون ورته خالي کړي، دوی دا ټول ورته خالي کړي او دوی ترې تللي.
هغه ویلي، چې د ملا تره خیل محمدي د خوشي کولو لپاره یې د طالبانو د عدلیې وزیر ټول شرطونه پوره کړل؛ خو نه یوازې هغه خوشی نه شو، بلکې څلور وروڼه او یو وراره یې هم بندي شول.
نوموړی زیاته کړې وه، چې پر دې سربېره یې د وزیر په امر له خپل نیکه او پلار ور پاتې جایدادونه ور پرېښول او دوی ترې وکوچېدل.
هغه وايي، چې د طالبانو د ټولبښنې له امله هېواد کې پاتې شول؛ خو اوس یې وروڼه بندیان دي.
ملا تره خېل محمدي د جمهوریت پر مهال څو ځلې د کوچیانو په استازۍ د ولسي جرګې یو ځواکمن وکیل و.
پر نوموړي د ځمکو د غصب تورونه دي؛ خو ډېری دا ځمکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د فرمان له مخې ور کړل شوې وې.
ملا تره خېل خپلو خلکو ته د ځمکو پر ورکړه سربېره څو مدرسې او روغتیايي مرکزونه او روغتونونه هم جوړ کړي دي.
ملا تره خېل د جمهوریت پر مهال له طالبانو سره پر خواخوږۍ هم تورن و.

د افغانستان لپاره د کاناډا پخوانی سفیر وایي، کابل کې د ډيپلوماټیک حضور وخت را رسېدلی او د خپل هېواد له حکومته غواړي، چې دغه هېواد ته خپل ډيپلوماټان ولېږي. عارف لالاني زیاتوي، د اوتاوا حکومت له طالبانو مستقیم درک نه لري چې پر افغانستان واکمن دي او د دوی پوځ هلته ۱۲ کاله وجنګېد.
د ټورنټو سن د راپور له مخې، عارف لالاني په مرکه کې زیاتوي: «افغانستان کې د شتون لپاره مختلفې لارې شته چې له نږدې هرڅه ووینو او د طالبانو له مخامخ ملاتړ پرته د افغانانو لپاره کار وکړو.«
د هغه په خبره، «باید د ځان لپاره پخپله پرېکړه وکړو او نور له هغه وافعیت خبر کړو چې په افغانستان کې تېرېږي.»
ښاغلی لالاني وايي، داسې ښکاري چې طالبانو «ټولنه یرغمل کړې او په ځواب کې موږ نه زور او نه ډيپلوماسي کارولې.»
نوموړی زیاتوي: «موږ په ټپه ولاړ یو او افغانان رنځېږي، رښتیا خبره دا ده چې باید پرېکړه وکړو.»
د نړیوالې حکومتولۍ د نوښت مرکز مهم غړی عارف لالاني ټینګار کوي چې کاناډا باید له افغانانو سره د مرستې لپاره نوښتګرې لارې پیدا کړي او دا هم درک کړي چې ایران، چین او روسیه څه ډول له طالبانو سره ښېکل دي.
نوموړي تېره میاشت هم د کاناډا مشرانو جرګې ته ویلي و له چین او روسیې نیولې، تر جاپان او اروپايي ټولنې پورې د دغه هېواد دوښمنان او دوستان له طالبانو سره یو شان اړیکي لري.
کاناډا طالبانو ته د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري او د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د افغان حکومت تر پرځېدو مخکې یې خپل ډیپلوماټان له افغانستان و اېستل.

د هغو افغان سندرغاړو د غوښتنلیک برخلیک لا نه دی جوت شوی، چې په پېښور کې یې محکمې ته د خپلې جبري ستنېدنې د مخنیوي په اړه استولی دی.
دوی وايي، افغانستان ته ستنېدای نه شي او دلته پاتې کېدای.
د هغوی په وینا د خپلو کورنیو د بسیا کولو له پاره هغوی ته یوازې همدغه یوه لاره پاتې ده، چې د خپل هنر پر مټ ګټه وټه وکړي؛ خو هغه هم طالبانو پر دوی بنده کړې ده.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په ګڼ شمېر کې سندرغاړي او نور هنرمندان له هېواده وتلي او لنډه منډه یې پاکستان ته وه.
دوی وايي، دلته هم د هغوی هنر ښه بازار لري او هم کولای شي د خپلو کډوالو هېوادوالو په ښادیو کې برخه واخلي.
خو له هغه مهاله چې پاکستان د بې اسناده کډوالو د اېستلو خبره وکړه، دغه هنرمندان هم هغه خلک وو چې د دغه ګواښ سره مخامخ شول.
افغان سندرغاړي بریالي ولي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« زه او زما په څېر ګڼ نور سندرغاړي او هنرمندان کابل ته د طالبانو د ستنېدو وروسته حیران وو چې څه وکړو؟ چېرته ولاړ شو او څنګه خپلو بچیانو ته روزي پیدا کړو؟ بله لاره نه وه پاتې منډه مو په پېښور وه، موږ سره وېزې هم نه وې د کوټې له لارې دې غاړې ته راواوښتو، دلته ښه دی هومره کیېي چې هم خپل هنر وپالو او هم خپلې کورنۍ بسیا کړو.»
خو د بریالي ولي په وینا، له کله چې د افغان کډوالو په زوره ستنولو خبره پورته شوه؛ نو د هغوی ژوند هم ورسره تریخ شو، له کوره د باندې یې تګ راتګ نه شو کولای او په کورونو کې یې هم په وېره ژوند تېراوه.
پاچا خان هغه بل سندرغاړی دی، چې په پېښور کې د هغه په سندرو د ډېرو افغانانو او پښتنو ښادیانې ګرمې دي.
هغه وايي، چې د حکومت له اعلان وروسته دوی سخت په وېره کې وو؛ خو اوس یې چې قضیه تر عدالته رسېدلې نو یو څه ډاډمن شوي دي.
پاچا خان افغانستان انټرنشنل ته وویل:« دلته د پېښوریو هنرمندانو ټولنې له موږ سره زیاته مرسته وکړه، موږ ته یې داسې کارټونه راکړي چې په هغو کې زموږ د هنرمندۍ پېژنګلوي شوې. دا رنګه دغې ټولنې زموږ عریضه تر محکمې هم ورسوله او هیله مو دا ده، چې زموږ په اړه د پاکستان مرکزي حکومت له انصافه ډکه پرېکړه وکړي.»
په خیبر پښتونخوا کې د هنرمندانو د ټولنې مشر راشد خان وايي:« افغان هنرمندان زموږه وروڼه دي او موږ تل له دوی سره خواخوږي لرو. موږ د پولیسو ټولو تاڼو ته ویلي د هر افغان هنرمند سره چې زموږ د ټولنې لهخوا د پېژنګلوۍ کارټ وي هغه دې نه تنګوي. دا رنګه موږ په عدالت کې د دوی د خوندیتوب او نه اېستلو له پاره اپیل کړی او هیله من یو، چې د پاکستان مرکزي حکومت به زموږ دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.»
تر ډېره بریده پاکستان ته هر تن کډوال شوی افغان وايي، چې ښايي هېواد ته په بېرته ستنېدو کې ورته ستونزې راولاړې شي، ځکه دوی وايي هلته د کاري زمینو د نشتوالي تر څنګ د دوی د ماشومانو د زدهکړو له پاره هم شونتیاوې په نشت حساب دي؛ خو په دې ډله کې سندرغاړي او هنرمندان په افغانستان کې د ټولنې هغه برخه ده چې د دوی په کار او کسب په چورلټ ډول بندیزونه لګېدلي دي.
دوی وايي، دلته که له یوې خوا کولای شي د خپل هنر له برکته خپلې کورنۍ هوسا او بسیا کړي؛ نو له بله پلوه به پرې نه ږدي چې د دوی د هېواد کلتور او فرهنګ د محوه کېدو سره مخامخ شي.
ځکه خو وايي، چې ادب او هنر د هرې ټولنې د پېژنګلوۍ رڼې هېندارې دي.

د افغانستان د پوځ پخواني جنرال سمیع سادات د سې شنبې په ورځ د امریکا کانګرس کې وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو بریا په منځني ختیځ کې حماس او نورو اورپکو ډلو ته انګیزه او حوصله ورکړې ده. هغه خبرداری ورکړ چې د طالبانو د جهاد لړۍ به ټول منځني ختیځ ته پراخه شي.
سادات ادعا وکړه چې "په افغانستان کې د القاعدې ۱۶۰۰۰ جنګیالي روزل کیږي".
هغه دا ادعا هم وکړه چې د بګرام په هوايي ډګر کې چې د امریکا پخوانۍ اډه د بهرنیو ترهګرو د روزنې مرکز ګرځېدلی دی.
هغه وویل چې د طالبانو د دفاع وزارت د خپلو ځواکونو د روزنې لپاره د القاعدې د روزنې لارښود کاروي.
د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې د سې شنبې په ورځ دوه غونډې وکړې، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د طالبانو او افغانستان په اړه د بایډن د ادارې پالیسي وڅېړي.
جنرال سادات د کانګریس استازو ته خبرداری ورکړ، چې د طالبانو جهاد به له افغانستان وروسته په پاکستان کې هم وغځېږي او لمن به یې منځني ختیځ ته پراخه شي.
هغه وویل، چې طالبان په فکري توګه د افغانستان له پولو بهر د جهاد په پراخولو باور لري او حتا د ایران سپاه پاسداران په دې برخه کې له طالبانو سره په همکارۍ تورنوي.