په نړۍوال جام کې د تمې خلاف له ماتې وروسته؛ بابر اعظم له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه

بابر اعظم د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ درې واړو فارمټونو لوبډلمشر و. د نړۍوال جام په لوبو کې پاکستان له افغانستان، هند، سویلي افریقا او اسټرالیا لوبډلو له لورې د تمې خلاف له ماتو وروسته ونه توانېده چې په دغه جام کې تر نیمه پایلوبې وړاندې تګ وکړي.